| د تجويد آن لاين آزموينه |
| آنلاين اسلامي لارښود | |
| نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۱۵ - مه | |
|
بسم الله الرحمن الرحيم ګرانو لوستونکو د اسلامې ښوونې مينوالو ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة نن عصر کې د رسالت سلسله ختمه شوی ده دستر څښتن (ج) او مخلوق تر منځ د ارتباط وسيله يواځې قرآنکريم دی ، نن د فتنو عصر دی د فتنو او ګمراهۍ څخه د نجات لاره يواځې قرآن او سنت دي . هر مسلمان بايد تر خپله وسه د قرآنکريم او سنتو ضروري زده کړې وکړي او که د قرآنکريم په معنی نه پوهيږو نو بايد حد اقل خويې د تلاوت په طريقه پوه شو . دتجويد علم پر مسلمان نر اوښځه فرض دی د همدی ضرورت پر بنا مو د نړي معتبر مراجع دقيق مطالعه کړل او وروسته مو د تجويد علم د ټولو ننه او بهر افغانانو لپاره د انترنيټ له لاری خپور کړ ترڅوپه آسانی سره د خپلې نکرۍ ترڅنګ له هغه څخه استفاده وکړي . ددی لپاره چې د زده کړی د چانس ساحه يې نوره هم پراخه شي د آن لاين آزموينې لپاره مو چمتوالی نيولی دی . تر څو هغه وروڼه چې په تجويدکې ماهر وي خوشحاله او ډاډمن شي اوهغه چې زده يې نه وي ورفکر يې شي او دزده کړي او عملي کولو کوښښ يې وکړي . د دغه آزموينې لپاره کومه جائزه څه شی په نظر کې نه دي نيول شوي ځکه دغه خو دخدای ج کلام دی چې د داسې کسانو ناز يواځې همغه سترچښتن ج اخستی شي اوبس زمونږ خو څه په وس کې نشته . نورستاسی خوښه چې کډون پکې کوی اوکه نه . مونږ د تاسې په خدمت يو او د راتګ مو هرکلی کوو. د آموينې په اړه معلوماتو په اړه دلته کليک وکړئ http://dawat.katib.org/ |