يـــــادونه / عزيزاتل
ليکوال:عزيزاتل   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۶ - مه
يادونه ياارمانونه همېشه دتېر شوي وخت پورې تړلي وي .که څه هم ارمانونه دراتلونکي وخت لپاره هم کېږي .نويادونه صرف او صرف دتېر ې زمانې سره تړلي وي. يادونه يا په مينه کې وي او ياهم ديو ښه تېرشوي وخت يا شخصيت وي. مينه هم همېشه په يادونو ژوندۍ وي. وايې چې دمينې ناکامي دهغې کاميابي ده ځکه خو يادونه لري او که چرته انسان دژوند ځينې شيبې  خوږې ښې تېرې کړى وي. نو هم يې ورسره يادونه په پاتې وي ځکه هغه يې په يادکې پاتې کول غواړي که څه هم دبدوخت يادونه هم په ذهن کې پراته وي اوموږ يې يادول نه غواړو خوبياهم هغه ديوڅه يادونو په بڼه ياديږي .اوياهم ديوښه شخصيت يادونه چاچې په خپل ژوندکې خپل چاپيريال ته مينه ورکړى وي.