دامریکا د ولسمشرانو عجیبې ځانګړنې او رسوایۍ
محمد بصير سليمانخېل   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۷ لمريز کال د لړم ۱۴ - مه
دامریکا د ولسمشرانو ژوند ته که څوک په ژوره سترګه سره وګوري، نو د هغوئ د ځانګړتیاوو او عادتونو داسې یو لړ عجیب او په زړه پورې ټکي سړي ته ورښکاره شي، چې هر انسان تفکر ته اړ باسي او د هغوئ د ژوند د لا څېړلو لپاره یې هڅوي.
د امریکا دره څلویښتم ولسمشر د خپل سیاسي ژوند وروستیو شیبو ته ور نږدې کېږي، دا په داسې حال کې ده چې، تاریخ دغو هر یوه ولسمشر ته د دوئ د واکمنۍ پر مهال یو لړ ځانګړنې پر ځای پرېیښي دي. د دغو ولسمشرانو له ډلې څخه یې ځینو تر ولسمشر کېدو مخکې له ټولنیز پلوه په ډېرو بې ارزښته کارونو کې مشغول وو او ځینې یې هم ستر ستر مجرمان وو.

د امریکا د ولسمشرانو یو لړ عجایب
څېړنو ښودلې ده چې، جیمز ماډیسون (۱۸۱۷-۱۸۰۶) پوره ۱۶۳ سانتي متره جګ او وزن یې ۴۵ کیلو ګرامه و، چې په دې سره نوموړی د امریکا تر ټولو ټیټ ونی سړی و؛ ابراهام لینکولن (۱۸۶۵-۱۸۶۱) د ۱۹۳ سانتي متره لوړ جګ په درلودلو سره تر ټولو جګ ولسمشر و؛ ویلیام ټافټ (۱۹۰۹-۱۹۱۳) د ۱۳۶ کیلو ګرامه وزن په درلودلو سره د امریکا تر ټولو مزی ولسمشر و؛ د امریکا څلویښتم ولسمشر، رونالډ ریګن په ۶۹ کلنۍ کې د امریکا ولسمشر وټاکل شو چې تر ټولو ولسمشرانو زوړ ولسمشر و خو جان ایف کینیډي په ۴۳ کلنۍ کې د امریکا ولسمشر شو چې د امریکا تر ټولو ځوان ولسمشر و، خو البته ټیوډور روزولټ چې لومړی د ویلیام مک کینلي (۱۹۰۱-۱۹۰۹) تر منځ د امریکا د ولسمشر مرستیال و د نوموړي له ترور څخه وروسته روزولټ د هغه ځای ناستی شو، چې د خپلې ولسمشرۍ د پيلیدو په مهال ۴۲ کلن و او له دې کبله تر جان ایف کېنیډي د امریکا د ځوان ولسمشر په توګه مخته دی.
 د امریکا څلور ولسمشران د خپلې ولسمشرۍ په مهال ترور شوي دي، چې عبارت دې له: ابراهام لینکولن، جیمز ګارفیلډ (۱۸۸۱-۱۸۸۱)، هري ټرومن (۱۹۴۵-۱۹۵۳)، جرارډ فورډ او رونالډ ریګان.
همدا شان دامریکا شپږ ولسمشران له برید څخه روغ رمټ راوتلي دي، چې عبارت دې له: انډرو جکسون (۱۸۲۹-۱۸۳۷)، ټیوډور روزولټ، فرانکلین روزولټ (۱۹۳۳-۱۹۴۵)، هري ټرومن (۱۹۴۵-۱۹۵۳)، جرارډ فورډ او رونالډ ریګان.
په همدې ډول سره، د امریکا دوه ولسمشران د خپلې ولسمشرۍ په مهال په طبیعي مرګ مړه شوي دي چې عبارت دې له: ویلیام هریسون (۱۸۴۱)، چې له ولسمشر کېدو وروسته یې د امریکا د ولسمشرانو په تاریخ کې یې تر ټولو اوږده وینا د ژمې په سړه هوا په داسې حال کې چې واوره اوریده، واوروله چې له یوې میاشتې وروسته هغه هم په داسې حال کې چې زیاتر وخت یې په روغتون کې تیر کړ، ومړ او دویم یې واردن هارډینګ (۱۹۲۱-۱۹۲۳) چې د زړه له دریدا او یا هم د ځان وژنې یا طبیعي مرګ باند ومړ.
د امریکا دری ولسمشران د دې هېواد د خپلواکۍ د ورځې په کلیزه کې له نړۍ څخه تللي دي چې عبارت دې له: جان اډامز، ټوماس جفرسون او جیمزمونرو.
د امریکا د ولسمشرانو د شغلونو په اړه یوه بله په زړه پورې موضوع د هغوئ د ولسمشر کېدو نه د مخکيني ژوند په اړه ده چې هغه هم داسې دي: لینډون جانسون (۱۹۶۳-۱۹۶۹) نوموړي تر ولسمشر کېدو مخکې د ساتونکي، اشپز، د لوښو پریمینځونکي او ځینو نورو دې ډول شغلونو باندې بوخت و، جیمز ګارفیلډ هم دې ته ورته وضعیت درلود او کښتۍ جوړولو، ترکاڼۍ او تدریس چارې یې پر مخ بوولي، له جانسون پرته جرارډ فورډ او رونالډ ریګان هم د کالو او لوښو په پریمینځلو باندې بوخت وو.
جرارډ فورډ د لوښو پریمینځلو سربیره په باغوالۍ، اشپزي او د فوټبال او بوکس د مربي په توګه هم دندې تر سره کړي دي او ان یو څه وخت خو یې د مانکن (د کالو ماډل) په توګه کار کړی.
د امریکا د ولسمشرانو نور شغلونه عبارت دي له، دړزې توب، کالي مینځونکی، د ورځپاڼو او مجلو پلورونکی او په شراب ځایونو کې د کارکوونکو په توګه، چې د میلارډ فیلمور (۱۸۵۰-۱۸۵۳)، انډرو جانسون، هربرټ هوفر (۱۹۲۹-۱۹۳۳)، فارن بورن (۱۸۳۷-۱۸۴۱) او ریچارډ نیکسون (۱۹۶۹-۱۹۷۴) چې په دې شغلونو باندې بوخت وو. جان ټیلور د ۱۵ لورانو او زامنو په درلودو سره د امریکا تر ټولو ولسمشرانو د ډېرو بچیانو درولودونکی و.
 تر ټولو په زړه پورې لا دا چې کالفټ کولیډج (۱۹۲۳-۱۹۲۹) د امریکا د ولسمشرانو په منځ کې په ۲۴ ساعتونو کې په لسو ساعتونو خوب کولو سره تر ټولو ډېر خوب کوونکی ولسمشر پېژندل شوی و.
د امریکا یوازینی مجرد ولسمشر چې هېڅکله یې هم واده ونه کړ، جیمز بوکانان (۱۸۵۷-۱۸۶۱) و او ګروفر کلیفلنډ هم له ولسمشر کېدو نه وروسته واده وکړ.
د امریکا د ولسمشرانو رسوایۍ
 د امریکا تر ټولو رسوا ولسمشر، کونسي اډامز (۱۹۲۵-۱۹۲۹) ده، نوموړي عادت درلود چې هر ګهیځ به لوڅ لغړ د واشنګټن د بوټومیک په سیند لامبو وهله، جورج واشنګټن، جان اډامز، توماس جفرسون چې د امریکا د بنسټ اېښودونکو ولسمشرانو په نوم هم یادېږي هغوئ عادت لاره تر څو د مرمر ډبرې له ځان سره ولري. سر بېره پر دې،
 د امریکا دریو ولسمشرانو نا مشروع زامن درلودل چې عبارت دې له: ټوماس جفرسون، ګروفر کلیولنډ او وارن هارډینګ.
دامریکا هغه ولسمشران چې په نشه یي توکو اخته وو عبارت دې له: فرانکلین پریس (۱۸۵۳-۱۸۵۷)، اولیسس ګرانټ (۱۸۶۹-۱۸۷۷) او د امریکا اوسنۍ ولسمشر، جورج بوش چې له ولسمشر کېدو نه مخکې په دې ډله کې و.
 د امریکا اوه ولسمشران په اخلاقي فساد باندې اخته وو، چې لومړنی یې ټوماس جفرسون او وروستی یې بیل کلینټون وو.
همدا شان د امریکا دوه ولسمشران د وژنې په تور تورن وو، چې لومړنی یې جورج واشنګټن و چې د هغه وخت د فرانسې د هېواد د سفیر په وژنه تورن و او دویم کس انډرو جکسون و چې خپل یو دښمن یې وژلی و.
تر ټولو په زړه پورې لا دا چې د سبا ورځي په ټولټاکنو کې به معلوم شي چې ایا یو تورپوستی امریکایی هغه هم داسې چې پلار یې مسلمان وي، وکولای شي د امریکا راتلونکی ولسمشر شي او که یه؟