Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ


فرهنګي او ادبي ليکني

لـنـډه کـيـسـه:: ســړك / احـمـدشـاه پاڅـون

دوشنبه، 23 غبرګولی 1390 | وخت: 23:36

سړکزلمي د يوې زروري خندا سره د موټر سايكل د شټرينګ راسته مټى لاندي خواته تاو كړ د كوڅې د منځ دكانونه په بيړه تر دوى تير سوه نصب د زلمي په اوږه پوري ځان كلك كړ خوله يې د هغه غوږ ته ورنژدې كړه .
-ياره كرار ځه كوڅه ده دلته كوچينان راوځي .
- په دې پوهيږم نه وينې چي ناوخته دى .

غزل: نیمګړی ژوند [احمد نواز بنګش]

پنجشنبه، 29 مرغومی 1390 | وخت: 23:16

دومره غم په ما انبار شو چی یی وړلی نشم

دردونه دومره زیات شوو چی یی زغملی نشم

سترګی می د اوښګو نه مړیږی هر وخت ډکی دی

د غمه تکی سری دی او غړولی نشم

ادبي ټوټه: ښایست

یکشنبه، 27 وږی 1390 | وخت: 17:26

په دنېا کې هر څه ښاېست لري ځکه چې هغه نا ښېسته هم خپل وجود کې د ښاېست

کلمه لري ..

خو ...

اصلي ښا يست څه شی ده ؟

ځينې خلک ډير ښايسته وي خو ښايسته نه ښکاري برعکس ځينې

ښا يسته ښکاري خو ښايسته نه وي،ځکه چې د دوې د ښايست

او ناښايست ا صل نشته ، ظا هر او با طن يی مطا بقت نلري.

 

همدا دظاهر او باطن مطابقت ښايست ده.

د کابل واورې [الحاج الها م الدين قيام]

چارشنبه، 28 مرغومی 1390 | وخت: 22:37

دالپ غرونه واورو پټ کړل،دپغمان غرونه رايادشول

جګ په سپينو واورو ښکلي،دپروان غرونه رايادشول

چه له واوروجوړشي غرونه،سالنګونه راپه يادشول

چه دمرګ ژوبلې لامل شی،برفکوچونه راپه يادشول

په لغمان کې اوسیدونکي قامونه او پرګنې

یکشنبه، 29 غبرګولی 1390 | وخت: 13:16

زموږکلي اوبانډې [نهمه برخه]

 د لغمان ولايت سپينږيريدرنو لوستونکو!

دکتور محمد سعید«سعید افغاني » په خپل کتاب کې چې (زما ژوند) په نامه يادیږي او په کال

د نشې پر وړاندې مبارزه! [ډاكټر محسن هوتک]

شنبه، 01 سلواغې 1390 | وخت: 12:58

په ترياکو د روږدي ماشوم ليدلى خوب

هآغه ده!!هلته لرې شين بڼ ښكاري

له بڼ نه چاپيره سيمي كټاره راتاو ده

ښايسته، ښايسته ګلان هرې خوا شنه دي

دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادی د لیارې مبارز مولوي عبدالمجید

یکشنبه، 26 چنګاښ 1390 | وخت: 00:22

لغمان ولایتزموږکلي اوبانډې [یوولسمه برخه]

لمړی

خدای بښلی دکتور محمد سعید (سعید افغاني) چې دلغمان د ولایت دترګړو دجامع جومات خطیب مولانا عبدالمجید مشر زوی دی ، په خپل کتاب ( زما ژوند) کې د هغه په هکله لیکي :

زما پلار مرحوم عبدالمجید د لغمــــان ولایــــت د عمرزیو د قریې د خیراباد په کلي کې هستوګنه درلوده او دمولوي سید امیرځوی وه ، مــولوي سید امیر چې دخپل وخت کره عالم او د ښه ملي شهرت او اعتبار خاوندوه دلغمان په کله کوټ کې چې دعمرزیو دقریې څخه په جنوب کې تقریبا شپږ میله لرې موقعت لري اوسیده چــــې د خپلو شــــاګردانودرسي حلقه یې درلوده او د خپل عمر زیاتره مده یې هلته تیره کړې ده او پـــه هغه ځــــای کې علاوه د تدریس څخه د خلکود مشکلاتو او پربلمونو په حلولو کې د زیات ولسي قدرت او اعتبار خاونـد وه ۰ مولوي سید امیر هلته کله کوټ ته نژدې د علي خیلو پـه کلي کې چې دکـــوزې ډوپۍ په نامه یادیږي د یو مشهورعالم چې په صوفي صاحب مشهور وه دهغه د لورسره نکاح وکړه ، صوفي صاحب په منطقه کې دبا نفوذو اشــخاصو څخه وه چې په ډوپۍ کې یې د څلویښت جریبو په شا او خوا مځکه درلوده ۰

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011