Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ


فرهنګي او ادبي ليکني

د فاني په شعر کي د اوښکو انځور

چارشنبه، 13 تلې 1390 | وخت: 12:13

زړه په لاس کي د احمد (فاني) دلاس هغه تڼاکي دي چي دکلو،کلو قيمتي وخت يې پرمصرف کړى او دخپل هنر په برکت يې ملغلري ځني جوړي کړي او د ولس ترلاسو يې ورسولي اونه داچي خپل وخت يې پر مصرف کړى بلکي اوښکي يې هم ورسره توۍ کړي چي دا دپښتو ادب ولمن ته يوه بله ډالۍ اوزياتونه ده زموږټولنه داسي کسانوته ضرورت لري چي دخپل ورځنيو چارو ترڅنګ يې فارغه وخت هم په کار اچوى او ددې وخت څخه په استفاده يې خپل اولس ته په مختليفو برخو کي دشعراونثر په قوي ژبه دقوي هنريت سره يو ځاي پيغام پريښى نه داچي يوازي يې پيغام پرېښي بلکي خپلي قيمتي اوښکي يې هم توى کړي دي.

لنډه کیسه: نا اشنا شاعر [شیرين آغا جهانګير]

یکشنبه، 19 چنګاښ 1390 | وخت: 23:57

شیرین اغا جهانګیرتالار د چک چکو اوازونه په سر اخیستی و. د هر شاعر شعر له چکچو سره بدرګه کېده. هر شاعر په دې انتظار و چې نوبت زر ورشي او خپل شعر خپلو مینوالوته واوروي.

د غونډې په وروستیو شېبو کې وار داور باران ته ورغی. هغه دې ښار کې مسافر و. هغه له بل ولایت نه دلته د زدکړې لپاره راغلی و. کله چې زه مشاعرې ته تلم، له هغه نه مې غوښتنه وکړه چې راسره لاړ شي، ځکه چې هر ځل چې به زه کومې مشاعرې ته تلم، راته به يې ویل چې ما هم له ځانه سره یو سه. دهغه په دې ښار کې یو کال پوره کېدونکی و، مګر په دې یو کال کې هغه یو ملګری هم ځانته نه و پېدا کړی.

د ظفرخان اهتمام دوه آزاد شعرونه

شنبه، 01 سلواغې 1390 | وخت: 22:41

هيلې

 

زه داوښکو

د رڼوڅاڅکو آینوکــې

جوړومـَه د یاغي ذهن

د بشارت په شعر كي نغښتې عاطفه

چارشنبه، 13 تلې 1390 | وخت: 12:12

عاطفه د انسان په وجود کي هغه قوه ده كه چيري خداي مه كړه داقوه نیستي سي نو د ظلم،تيري او وحشت توري دروازې به د نړۍ پر مخ داسی راخلاصي سي،چي مادي اومعنوي شتمني به دجهالت داور دلمبوخوراك کړي.

دعاطفې په ژوندۍ ساتلو كي لوي رول په ټولنه كي شاعر ښه لوبولولاي سي ځكه چي شاعر دشعر په ژبه خلګوته داپيغام اونظريه وركوي. چي څنګه له دې بلاوو اومصبتونو څخه ځان ژغورلاي سو.

لنډه کيسه:: کاپرکوله ټــا (تور مخی) / ظفرخان اهتمام

یکشنبه، 05 چنګاښ 1390 | وخت: 13:15

ظفرخان اهتمامپه یوه سیمه کې د يو دین خلکو په یو موسم کې دوې بیلې بیلې هيلې درلودې، دې هیلويوې له بلې څخه ډېر توپير درلود، توپير د ځمکی له تل څخه د اسمان تر څنډو رسېده .

هوکی ! توپیر ، د ځمکی د مخ د برخو په سر توپـیر!!

د ځمکی په مخ د ویش دا کرښې د ازل لیکې کښلی وی چی دچاپه برخه ډاګونه، للمې،اوبې اوبو کاړونه او دچا په برخه هم اواری ، اوی دوه فصله او د سین تر غاړې په لویو لویو ویالو سپرې او پرتې ځمکې وې.

غزل [منان الکوزی]

سه شنبه، 04 سلواغې 1390 | وخت: 22:39

تورزاغان می په بڼ ګډ سوشاپيری دپه چيغارو

بياهوسی دی توريدلی تورپيکی دپه چيغارو

دريښمو محل بيا لکه شفق ای لونګينه

بيا پيونددګلوڅانګی شين خالی دپه چيغارو

غنم رنګ دازادی په رنګينيوکی ونغاړی

له تکړه شاعر او ليکوال افضل ټکور سره ادبي مرکه

یکشنبه، 27 وږی 1390 | وخت: 23:28

afzal-takoorد هیواد د پښتو ژبې او ادب پیاوړي او وتلي خدمتګار ښاغلي ګل افضل ټکور سره ادبي مرکه

مرکه کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود

ښاغلی افضل ټکورهغه تکړه اومخکښ شاعراولیکوال دی، چې دخپلوارزښتناکو، علمي او ادبي آثارو، لیکنواو څیړنو په وسیله یې زموږد دپښتو ادب ستوري روښانه او ځلانده ساتلي دي، او خپلې ملي ژبې او افغاني ادب او فرهنګ ته یې د ستاینې او ویاړه ډک خدمتونه تر سره کړي دي او په دې لاره کې یې ډیر اغیزمند ګامونه پورته کړي دي، چې زموږهیواد وال اود علم اوادب مینه وال به د ده دا ټولې علمي، ادبي اوهنري هلې ځلې او خدمتونه هیڅکله هیر نه کړي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011