Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل


بېلابېلي ليکني

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد اته پنځوسمې غونډې رپوټ

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 20 سلواغې 1390 | وخت: 11:09

د میرمن بهیر نوبتي غونډه د کابل په نوي ښار کې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړې په تالار کې د۱۳۹۰ کال د سلواغې په ۱۸ نیټه د غرمې په یوه بجه پیل شوه د غونډې مشره آغلې دل افروز ځیرک او ویانده یې اوږۍ امیل وه.همداراز په یاده غونډه کې د( نیویارک تایمز) د مجلې ژورنالیسته آغلې( ایلیزه ګریسولد)له خپل کاري ټیم سره میلمنه او له غونډې څخه ریپوت اخیستونکې وه. 

احسان دپاک رب په احسانونوکې

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 30 مرغومی 1390 | وخت: 15:21

پوهېږمه چې نازته مې دناز په نظر ګورې

نوځکه دې نازونه په نيازبينو لېمو وړمه

دکائناتومولا ددې نړۍ په ارته لمن کې مختلف قومونه، نژادونه، قبيلې او رنګونه هست کړي دي،چې په مختلفو کسبونو او کارو يې هغوى ماءموراو لاسبرى کړي، چاته يې دومره پوهه او وړتيا ورکړېده چې آن تر اسمان پورې يې پرې خېژولى اومريخ يې ورته تابع کړى، چاته يې دومره استعداد ورکړى چې دخپل ځان ترڅنګ د نورو ډېرو خلکوپه درد دواکېږي، ځينوته يې يواځې دومره ذهنيت او لياقت ورکړى دى چې يوځې خپل ځان بسيا ساتلى شي،خو ځينې يې بيا بې کسبه اوکاره لوى کړى وي هغوى ته يې له له نورو اړخونوڅخه دژوند دپرمخ بيولو وسيلې برابرې کړي وي.

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد اووه پنځوسمې غونډې رپوټ

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 04 سلواغې 1390 | وخت: 22:31

د میرمن بهیر نوبتي غونډه د کابل په نوي ښار کې د ښځو چارو وزارت ته څیرمه د زده کړې په تالار کې د۱۳۹۰ کال د سلواغې په لومړۍ نیټه د غرمې په یوه بجه پیل شوه .دغونډې مشره نظیفه نیازۍ ،ویانده نعیمه غني اوآغلې وږمه ځدران په پښتو برخه کې د ماسترۍ د پروګرام محصله د غونډې میلمنه وه. د غونډې په سر کې دهیواد د لوی لیکوال او ادبپوه ښاغلي استادسعدالدین شپون له پاملرنې او ټیلیفوني پیغام څخه مننه وشوه چې دبهیر دغونډو په اړه یې رااستولی

څو بُعديزه شخصيت (قاضي محمد حسن حقيار)

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 05 سلواغې 1390 | وخت: 21:37

دزړه کعبه مې له مندر نه ځانته رام غـواړي

رنګين سُندُر يې پرهندوتندي امام غــواړي

نه ازغي زغمي نه دځمکي خواته سرټيټوي

خوساده زړه مې دګل غېږه کې ارام غــــواړي

امريکا: په ورجینیا کی د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد په یاد غونډه وشوه

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 03 سلواغې 1390 | وخت: 20:53

په ورجینیا امریکا کی د جنوری په یوویشتم د شنبه په ورځ غرمه دولس بجی په دنیا ریسټورنټ کی نامتو لیکوال، تاریخ پوه، جرنلسټ،د پښتانو بابا او د افغان ملت مشر ارواښاد قدرت الله حداد په یاد کی یوه درنه غونډه اوشوه چی پکی ختم القران اوشوو او د هغی نه وروسته د قران ایاتونو سره غونډه پیل شوه. په غونډی کی ګڼ شمیر کسانو ګډون اوکړو

خبرتيا ،ګردې افغان مېډيا ته يو ليک

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 19 مرغومی 1390 | وخت: 19:22

افغاني رسنۍ دې د پاکستان عوامي نېشنل پارټۍ د غړو او دوئ ته ورته د نورو پرولل شوي پښتنوپر ليکنو بشپړبندېز ولګوي ليکنې شعر او خبرتياوې دې نه خپروي .

له امو نه مې وطن دی تر جېهلم

لکه باز کله ورځم کله راځم

جمعه خان صوفي صېب او د دۀ نور نېشنليان خو لا ښه خلک دي چې افغانانو ته په خپل وطن )له امو تر جېهلمه(

د سنګر طالبه: پام چې دوکه دې نکړي!

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 22 مرغومی 1390 | وخت: 19:13

د سنګر سرښندونکو ګرانو طالبانو ورونو ته:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

د سنګر د طالبانو د يوه خادم په توګه غواړم د هيواد وروستيو جريانانو خصوصا د قطر د دفتر په اړه له تاسو سره د خپل زړه خبرې شريکې کړم، د دې لپاره چې زما خبرې هسې د مړې خيټې خبرې ونه ګڼۍ ويلاى شم چې ستاسو په څير زه هم يو دريدلى او کړيدلى افغان يم، لله الحمد چې په روان مقدس جهاد کې مې د خپلې کورنۍ او نږدې دوستانو څو تنه نازولي غړي شهيدان شوي دي.