Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل


بېلابېلي ليکني

کمه مالګه زړه د خطر څخه نه بچ کوي

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 16 چنګاښ 1390 | وخت: 18:11

مالګهیوي نوي بریطانوي څیړني دا معلومه کړه چي په خوراک کي د مالګي کمول د زړه مرض، دماغي سکتي او بي وخته مرګ مخه نه شي نیولی، دي څیړنو د پخوانیو څیړنو برعکس پریکړه وکړه.

بریطانوي ورځپاڼي "دیلي میل" دا هم ذکر کړه چي دغو څیړونکو د "اكزتر" په پوهنتون کي د شاوخوا ۶۵۰۰ کسانو په شمول د څیړنو په جریان کي دا جوته کړه چي په خوراکي شیانو کي مالګه کمول د زړه د مرض او ناڅابي مرګ خطر نه شي کمولی او د خطر د کموالي په هکله يي کوم قوي دلیل ونه موند.

وخت نه تمیږئ، خپل یې کړئ!

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 17 چنګاښ 1390 | وخت: 22:47

د وخت ارزښتداسې وانګیرئ چې هر سهار یو بانک ستاسو حساب ته کریډیت لیږي. د (۸۶۴۰۰) ډالرو کریډیټ. د کوم انډول له ساتلو پرته. پرلپسې هره ورځ درکول کیږي او هر ماښام ترې هغه برخه بیرته ګرځوي چې تاسو د ورځې په بهیر کې نه دی کارولی. تاسو به څه وکړئ؟ هر غیران به ترې بیرته وګرځوي. کټ مټ د یوه بانک په څیر. دې ته (وخت) وایئ!