Wed01242018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل


بېلابېلي ليکني

خبرتيا: د کتاب مخ کتنه

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 02 تلې 1390 | وخت: 02:41

(ژړوي مي هغه تللي تللي خلګ) په نامه تاريخي کتاب چي د ږوب ديوادبي اوکلتوري تنظيم دګلوڅانګه له خواد زرټوکه په شمېرتازه له چاپه راوتلی دی، دمخکتنې دستوره به داتوارپه ورځ دسپټامبرمياشتې پر۲۵مه نېټه سهارلس بجې په بي اېنډآرمېلمستون کي کېږي، غونډه پردووبرخووېشلې ده، په لومړی برخه کي به ډاکټرلياقت تابان، ډاکټرنصيب الله سيماب، برکت شاه کاکړ، عبدالکريم بريالی، سيال کاکړ، قاري جمال الدين مساپر،

د ويب پاڼو د درنو مسؤلينو د پاملرنې وړ: راسی په خپل نامه ليکنې وکړو!

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 05 تلې 1390 | وخت: 02:20

Habibullah Ghamkhoorاوس دمستعارو نومووخت تېرسوی هر افغان پخپل نامه بايد ږغ وکړي

يوزيات شمېر دوستان زمانه غوښتنه کړې چې دويب پاڼو د درنو مسؤلينو پام دې ټکې ته راواړوم چي دهرې ورځي په تېرېدوسره زموږ دهيواد سياسي ،اوپوځي حالت نازکو مرحلو ته رسېږي ډيره عادې ډکه ورکول هر څه له دردونکو حوادثو او ملي ناخوالو سره مخامخ کوي، پدې خاطر بايد د ډلييزو رسنيو مسؤلين تر بل هر وخت خپل رسالت او مسؤوليت ته متوجه وي .دغه دوستانو غوښتنه کړې چي په دې هکله زه يوه لنډه ليکنه وکړم ترڅوله يوې خواهغه درانه ليکوال چي په رښتيادخپل هوادپه ناخوالوزورېږي دمسلې حساسيت ته متوجه اوسي اوپخپل نامه ليکنې خپرې کړي .

د رڼا کلنۍ مشاعرې رپوټ

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 30 وږی 1390 | وخت: 21:29

د مېرمن کلتوري -ټولنیز بهیر دریمه کلنۍ مشاعره د روان کال د وږي د میاشتې په ۲۵ چې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د سپتمبر له ۱۶ نېټې سره سمون لري د سهار په ۸ بجو او دېرشو دقېقو د دوهم مکروریان په کابل هوټل کې د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پیل او ولمانځل شوه.

د سپتمبر يوولسمه او د اسلامي دعوت چټک پرمختګ

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 21 وږی 1390 | وخت: 23:18

په رښتيا سره چې جهاد يو زړه ته ناخوښ خو خورا ګټور کار دى، الله پاک څه ښه فرمايلي دي: ((كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ))

ژباړه: فرض کړل شوى دى پر تاسې باندې جنګ کول – له کفارو سره- حال دا چې دغه –جنګ- بد ښکاري تاسې ته، او ښايي چې بد وګڼۍ تاسې يو شى حال داچې هغه ډير بهتر وي تاسې لره، او ښايي چې ښه وګڼۍ تاسې يو شى حال دا چې هغه به ډير بد وي تاسې ته او الله عالم دى –په خير ستاسې- او تاسې نه پوهيږئ –په خير خپل-

د خالص بابا سیرت او صورت

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 23 چنګاښ 1390 | وخت: 14:38

خالص بابا ته الله ښايسته دنګه ونه ورکړې وه ، غوښتنه پګه يې لرله ، غنم رنګه بڼه او جذابې تورې سترګې ، ورين تندې ، ګڼې وريځې او ګڼ باڼه يې وه.

مبارکه اوږده ږيره يې وه ، په نکريزو به يې سره کوله بريتونه يې لنډي کول ، نرۍ دنګه پوزه ، غوږونه يې په منځومي او له ويښتانو ډک وه .

سياست، اوسنى عصر او بيلا بيل دخالص بابا په ویناوو کی

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 24 چنګاښ 1390 | وخت: 14:38

بسم الله الرحمن الرحیم

زما په نظر سیاست دا نه دی چی د خپل مطلب لپاره نور خلک استعمال شي، بلکی دا هغه شیطنت او طاغوتي فکر دی چی نن سبا یی بشریت ته اور لګولې،بلکی سیاست دخيرخوهۍ او حقیقت پرورۍ په لاره دځان، مال او هر څه نه تېرېدلو ته وايي او حقیقی سیاستمداران د رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور یاران بللی شي. ما په راډیو کی کی تفاسیر لوستي په اخبارو او مجلو کی می مقالی او شعرونه خپاره شوي، د پیام حق مجله او د وړانګې جریده "ورځپاڼه" می چلولې، په دارالعلوم او نورو ښونځیو کی مې معلمي کړېده.

خو چېرې هم داسی نه دي شوي، چی پرون یو رنګ او نن بل رنګ وم. ته می شاهي رژیم تأیید کړی او نه می د داؤدي ظالمانه نظام ستاينه كړې او نه مې د سرمایه دارۍ او کمونستي نظامونو د غندنې څخه خوله نېولې ده.

زه باور لرم چی د افغانستان ملت مسلمان دی او دلته به سپیڅلې اسلامي قدرت دوام کوي او بس. زه خو داسی خلکو ته حیران یم چی پرون د اسلام مدعیان وه او بیا د کفر ګوډاګي شول، چی په لېنن یی درود ویلو نن څرنګه داسلامي ملک د وزیران په حیث منلې شي او یا هغه خلک چی تراوسه یی خلک الحاد او کفر ته بلل او الله اکبر پر ځای یی د کفر شعار یعنی "هورا" چېغه کوله څرنګه خپل امیران بللې شي عام خلک لا څه چی زه هغه عسکرو ته وایم کوم چی اسلحه یی ترلاسه کړې تاسو که په منظمه توګه قیام نشد کولای نو اقلا اسلحه راواخلۍ او اسلامي ډلې ته تسلیم شۍ، ځکه د کفر ملاتړ پخپله کفر دی.

د خالص بابا له ویناوو څخه

خالص بابا د ابديت په لور

سيدشاه سقيم ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 12 چنګاښ 1390 | وخت: 14:01

څو ورځې وړاندې د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته د يو ټرېننګ په موخه تللى وم. هلته تر پېنځه ورځې تېرولو وروسته کويټې ته د راستنېدو پر مهال د بېنظېر بوټو هوايي ډګر ته ننوتم چې د يو نږدې ملګري په نمبرو مي ګرځنده ټلېفون ته زنګ راغى ملګرى مي وارخطا مالومېده او خبرې يې هم نيمې نيمې کولې