Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل


بېلابېلي ليکني

د دعوت خپرونه په پردېسي کې د ذهني پرهارونو د تسکين تپۍ

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 19 لندۍ 1390 | وخت: 12:09

درنو لوستونکو! ما په برېښناپاڼو کې د دعوت خپرونې د ۲۳ کليزې د لمانځنې خبرتيا ولوستله، چې د دغه خپرونې يادون د يوې پوهنيزې څېړنغوڼدې په بڼه د ديسامبر په ۱۰ نېټه د ستاګولم په ښار د سويدن په ملک کې جوړېږي او چارې يې يو شمېر ځوانانو تر سره کړې دي، نو د ځوانانو دغه ګام زه هم د ې ته وهڅولم چې په پردېس کې د پښتني خپرونو يوې ځانګړې خپرونې، چې دعوت نومېږي په اړه خپل یادښت را په ياد کړم او د قلم په مينه او مينه يې وليکم، چې د دغسې خپرونو وږمې په پردېسي کې څه ډول اغېز د يو انسان په روحياتو کولی شي ولري.

امريکايي طيارې کې د ويرې او خندا پيښه!!!

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 05 لندۍ 1390 | وخت: 15:08

us-air-planeپه يوې امريکايې الوتکې کې وروسته له هغې د تروريستي پيښې د احتمال له کبله د زياتې ويرې او ترهې فضا خوره شوه چې کله د الوتکې کپټان په تشناب کې بندي شو.

د امريکا سي ان ان شبکه خبر ورکوي چې د دې هيواد د يوې الوتکې کپټان چې د شمالي کارولاينا د آشويل ښار څخه د نيويارک د لاګوارديا هوايي ډکر ته په لاره وه، وروسته له دې په بيت الخلاء کې راګير شو چې کله د الوتکې له ناستې څخه نيم ساعت مخکې بيت الخلاء ته ننوت، او د راوتلو په مهال په دروازې کې د کوم فني مشکل له کبله له خنډ سره مخ شو، پدې سره نوموړى ډير وارخطا شو او په زوره زوره يې د دروازې ټکول پيل کړل.

د محمد طارق بزگر د دعوت جريدې او ويبپاڼې مسول مدير لنډژوندليک

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 28 لړم 1390 | وخت: 21:45

Mohammad-Tariq_bazgarد پښتو ادب ستوري الفت صاحب د دې ښکلې شعر په لورېينې سره زموږ د دې ځوان او هڅاند فرهنگي شخصيت ،ليکوال ،او ژورناليست ښاغلي محمد طارق بزگر لنډه پېژنده پيلوم .

د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم

که د تورو ګذارونه دم په دم خورم

دا خوږي ، غوړي کولي دې وي د نورو

د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم

لويه جرګه، له طالبانو سره د الله پاک لويه مرسته!!!

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 02 لندۍ 1390 | وخت: 20:46

LOYA JIRGA - TALIBANله امريکا سره د ستراتيژيک تړون په هکله په کابل کې د جوړې شوې په اصطلاح لويې جرګې او د هغې د پرېکړو او ددې پرېکړو د پايلو په اړه په خلکو کې مختلف نظرونه موجود دي، د اکثرو هيوادوالو په اند جوړه شوې جرګه د افغانانو د عنعنوي لويې جرګې د ټولو اصولو په خلاف يوه تقلبي او جعلي جرګه وه چې پکې د امريکا په خوښه ټول د ملت رټل شوي، کم اصله او بې معنا خلک راټول شوي وه، او په عمده توګه يې دوه غټې د دووسۍ او بۍ ناموسۍ پريکړې تصويب کړې:

پښتون لیکوال اوادیب لائق زاده لائق جرمني ته راورسید

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 13 لړم 1390 | وخت: 22:56

د پښتو ژبی وتلی او پیاوړی لیکوال ، منلی شاعر ، څیړونکی ،افسانه لیکونکی، ژورنالست او د پيښور راډیو رئیس (ډایرکټر) ښاغلی لائق زاده لائق تیره ونئ اروپا ته د کلتوري او ادبي سفر په موخه جرمنی ته رارسیدلی دی.

ښاغلی لائق زاده لائق د پښتني کولتور خدمت ته ملا تړلی ده او د خپل کلتوراو ژبی د بډایني او دقامې احساس د رابیدارولو لپاره هر اړخیزی هلی ځلی کوی، په مجلو، اخبارونو او رسالو کی ئې بی شمیره ارزښناکی لیکنی کړی او د شعر،نظم او نثر (۲۰) شل پنډ پنډ کتابونه ئی ټولنی ته وړاندی کړی دی . 

پوهنیز سیمینار: لس کلنه امریکايي ډیموکراسي او افغاني سیاسي بې وسي

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 20 تلې 1390 | وخت: 22:34

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتې په اتمه نیټه د (لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او افغاني سياسي بې وسي) تر عنوان لاندې یوه غونډه جوړه کړه. د اکتوبر اومه نیټه له هغې ورځې سره سمون خورې چې لس کاله وړاندې په دوه زره یو زیږدیز کال په افغانستان باندې د ناټو تر مشرۍ لاندې د طالبانو په حکومت برید وشو چې وروستۍ لسیزه د افغاني غمیزې لړۍ وګرځوله. 

د ١٣٨٠ کال پنځلمسه د تلې د ايمان د تللو ورځ

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 15 تلې 1390 | وخت: 14:04

په رښتيا سره چې جهاد د الله پاک په آزموينو او امتحانونو کې يو سخته آزموينه ده چې تل يې رښتيني مؤمنان او منافقان سره جلا کړي دي، د تاريخ په اوږدو کې جهاد يوه داسې سخته فريضه پاتې شوې ده چې درواغجنو مؤمنانو يې هيڅکله تاب نه دى را وړي او ترې په شا شوي دي.