Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل


بېلابېلي ليکني

پکتیا - د برلین غونډه په کلکو الفاظو و غندل شوه

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 24 مرغومی 1390 | وخت: 22:56

(پنجشنبه د جدی ۲۲مه) پکتيا ميشتوقومونو،ولايتي شورا،مدني ټولنواودمجاهدينوشورادجرمني هيواددبرلين په ښارکې دهغې غونډې په سختو ټکوغندنه وکړه چې دهيواددرياستي نظام دله مينځه تګ اودفدرالي نظام دراتللو په موخه جوړه شوې وه:

ملا عمر ته د وردګو ولایت د سید آباد د خلکو پرانیستی لیک

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 24 مرغومی 1390 | وخت: 10:29

ګران ړوند ملا صاحب ته خو ځان ته امیر المومنین وایی مونږ بیا د تا لپاره په نامه کی ورک یو چه کافر ، ظالم ، منافق ، یهود ، چنګیز ، یزید ... خر دجال او که څه نوم درته واخلو د سید آباد په ولسوالی کی په داسی حال کی چه ته ځان ته امیر المومنین وایی یو سپین ږیری انجینیر د په شهادت ورسولو نه پوهیږم چه څومره ډوډی به یی د خوړلی وی او څومره پیسی به یی د خیرات په شکل په ګوډی کی در اچولی وی ته پوهیږی دغه سپین ږیری څوک وو یو کلک مسلمان مجاهد وو د کورنی په سرښندنو یی ټول افغانستان خبر دی د همدی کورنی تاکتیک وو چه له امله یی په لومړی ځل په سلهاوو روسان مردار شول هغه پدی نیت غیږه درته خلاصه کړه چه میلمه دی او تا په مرمیو سوری سوری کړ ولی ګناه یی څه وه

د اسلامي امت مظلوميت او د هغه علاج

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 18 مرغومی 1390 | وخت: 22:55

و بشري نړۍ ته د الهى استازي عيسى Z تر راتګ وروسته ښه ډېره موده او کلونه تېر سول، چي بل پيغمبر او نوئ شريعت و نړۍ ته راغلئ نه وو، پر درسته نړۍ تورو تيارو خپل ناولي او کرغېړن وزرونه غوړولي وه، روڼا او پوهه له نړۍ څخه پر کوچېدو وه، د سوچه توحيد او خالص دين کوم درانه او د بيده وجدان لړزوونکي شعارونه او ږغونه چي الهي استازو پخپلو وختونو کي په خوب وړې او غافله نړۍ کي پورته کړي وه، نن هغه ټوله د ناپوهيو او ګمراهيو په شور او آوازونو کي غلي او ساکت ښکارېدل او هغه ډېوې او څراغونه چي پيغمبرانو او د هغوئ ځاى ناستو روښانه کړي وه؛ نن د توپانونو او سېليو په څپو سره مړه سوې وه.

واوره اوباران هم ضرورت، هم مصيبت؟

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 16 مرغومی 1390 | وخت: 00:08

snowالله ج به هرومرو دکوم پرهېزګار او ذاکر شخص سوال قبول کړى وي اودهغه د زړه دا اواز به يې اورېدلى وي چې دهغه ددوعاو او هغو اوښکو په برکت چې ل خلکو پټې به يې دهغه ج په دربار کې تويې کړې وي، دخپل رحمت لورينه وکړه،که موږ دامتل منو چې (د وچو له غمه لامده هم سوځي)،چې خلک تېر هرډول اقتباص کوي،لکه ځينې وايي چې په محله کې يو نا اهله او بداخلاقه شخص پيداشي نودهغه دکړنو له امله خداى پاک په ټول کلي غضب وکړي او کوم افت پرې نازل کړي چې ور سره ډېرنور په لوى عذاب مبتلاکړي.

د سره صليب اداره: د طالبانو مړي نه خرابيږي!

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 28 لندۍ 1390 | وخت: 23:19

taliban-afghanistanد امريکا د سره صليب د ادارې انترنيټي پاڼې American Red Cross د بهرنيو ځواکونو په مقابل کې د طالبانو د وژل شوو (شهيدانو) په اړه يو راپور نشر کړى دى.

يادې ادارې چې د افغانستان په مزار شريف کې يې د مړو د ټولولو او ښخولو دنده په غاړه درلوده، پدې خبرې خپله ژوره حيرانتيا ښودلې ده چې د طالبانو مړي ولې نه خرابيږي او نه خوسا بوى کوي؟!!

کونسل ګرم دی که ليکوال ؟

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 21 لندۍ 1390 | وخت: 23:22

ورځې وړاندې مې په ځینې پښتو ویب پاڼو کې په پيښور کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ په باب دفرید خاموش په نامه د یوه ناڅرګند کس يوه لیکنه ولوسته،په پيل کې مې داسې انګیرله چې لیکوال به په رښتیا هم د کونسلګرۍ په باب حقایق راغونډ کړي او د هغو په رڼا کې به یې هغه څه لیکلي وي چې د لمر پشان روښانه،هرچاته معلوم او خلک یا مراجعین یې تر پوزې راوستي.

چا ويلې، ما ويلې! (لمړۍ برخه)

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 20 لندۍ 1390 | وخت: 21:56

some said I saidچاويلې:

شهيد داکتر نجيب الله دې الله پاک وبښي. (اسحاق ګيلاني)

ما ويلې:

له ده څخه مخکې شهيد! استاد رباني ته دعا کوه، که چيرې الله پاک هغه وبښلو، نو کيداى شي چې شهيد! ډاکتر نجيب هم وبښي!