Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته اسلام اسلام او نور اديان


اسلام او نور اديان

د حرمينو هنداره (د حج يونليک) [دوولسمه او ديارلسمه برخه]

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 27 زمری 1390 | وخت: 11:40

بسم الله الرحمن الرحيم

په ژمي کې دوبى

ترمينل ته له رسېدو وروسته نو د هر حاجي لومړى کار د سعودي سيم کارت اخستل او خپلو کورنيو ته د رسېدلو ډاډ ورکول وو.

د شيطان پوستې

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 12 مرغومی 1390 | وخت: 23:12

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

شيطان دانسان اصلي دښمن دی،چي په دې لټه کي دی چي انسان هم دځان په څېردالله پاک سره په دښمنۍ کي اخته کړي اودتل لپاره يې په عذابونوکي گرفتارکړي،دې هدف ته درسېدوپه لاره کي شيطان له هرممکن کوښښ څخه کاراخلي اوهرهغه کارکوي چي په هغه سره خلگ دالله پاک له لاري اوړي اوپه گناهونوکي يې مبتلاکوي.

د حرمينو هنداره (د حج يونليک) [نهمه، لسمه او يوولسمه برخه]

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 23 زمری 1390 | وخت: 11:40

بسم الله الرحمن الرحيم

درې نيم ساعته ولاړه

کله چې دشرکت مخې ته راورسېدو نوحاجيان راټول شوي وو، لمونځ مې يواځې اداکړ مسؤولينوحاجيانوته ټکسي موټر نيول او هوايي ډگر ته يې لېږل کله چې هوايي ډګر ته ورسېدو نو ټکسي موټر يې هوايي ډګر ته دننه نه پرېښود ،ترې ښکته شو يو٣٠٣موټر راغى هوايي ډګر ته يې دننه کړو ،هلته دحاجيانولپاره

مذهب څه ته ويل کيږي؟

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 12 مرغومی 1390 | وخت: 22:45

بسم الله الرحمان الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد: له يوڅه وخت راهيسي يوه ‌ډله داسي پيداشوې ده چي دوی شپه اوورځ دمذهب په خلاف خبري کوي اوخلگوته داسي باورورکوي چي داڅلورمذهبه دقرآن اوحديث سره په ټکرکي دي،په قرآن اوحديث باندي عمل نه کوي اوټول مذهبيان مشرکين يامبتدعين دي اويوازي دوی(غيرمقلدين سلفيان)پرحق دي اويوازي رښتيني مسلمانان دي .دبېلگي په توگه ددوی ديوه ليکوال خبري ليکم:

د حرمينو هنداره (د حج يونليک) [شپږمه، اوومه او اتمه برخه]

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 17 زمری 1390 | وخت: 11:40

بسم الله الرحمن الرحيم

مرمرين قبر

دهرات د جامع مسجد له سويلي دروازې سره روان وم چې له مر مرو جوړو شنا ختواو کتيبو باندې مې سترګې ولګېدې، دوکان ته ورتاو شوم له مرمروجوړ ډېر ښکلى د قبر صندوق ايښى و قبر جوړوونکي د قبر په تراشلو، په دايروي ،منحني او بيضوي بڼه دمرمر و په تاوولو کې ځانګړى مهارت اوظرافت ښوولى وو،له سلام وروسته مې له مقدمې پرته ورته وويل چې دا قبر خو دې دومره ښکلى جوړکړى چې زما دې همدا اوس مړ کېدلو اوپه دې قبرکې ننوتلوته شوق راووست ،ويې خندل دقبر بيه يې دوه لکه افغانۍ وښوده مادمرمرو د بازار او دده دکاروبار په اړه ورسره خبرې کولې خوده دواړه سترګې پرماګنډلې وې.

له فتنو څخه د خلاصون لاري

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 21 لندۍ 1390 | وخت: 20:24

بسم الله الرحمان الرحيم

الحمدُلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد: دانسانيت سترلارښوداوخيرخواه جناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي :بادروابالاعمال فتناکقطع الليل المظلم،يصبح الرجل مؤمناويمسي کافرا،ويمسي مؤمناويصبح کافرا،يبيع دينه بعرض من الدنياقليل(رواه مسلم)

د حرمينو هنداره (د حج يونليک) [څلورمه او پنځمه برخه]

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 11 زمری 1390 | وخت: 11:40

بسم الله الرحمن الرحيم

څه موده دياسمين په رول کې

ما پوره وخت درلود چې په هرات کې خپل دوستان ووينم،شرکت دحج او اوقافو په رياست پېژند ليک راکړ چې واکسين راته وکړي يوولس نيمي بجې وې رياست ته ورغلم ګورم چې واکسين ته دحاجيانو لوى کتار ولاړدى ،په همدې وخت کې مې ټېليفون وشرنګېد له اورم وروسته مې له هغې خوا دبي بي سي ددري او پښتو سروېس دتکړه خبريال( س صاحب) غږ واورېد. (س صاحب)دشمال اوسېدونکى اوديوې مجاهدې او شهيد پالې کورنۍ غړى دى،دهجرت او جهاد په چاپېريال پېښورکې مې هم پيژنده له رسنيوسره يې کارکاوه په پژواک کې څو کاله يوځاى وو ښه ګپ مو برابر وو.

غيبت ولي حرام دی؟

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 03 لندۍ 1390 | وخت: 21:11

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد:

عن ابي هريرة رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال:اتدرون ماالغيبة؟ قالواالله ورسوله اعلم قال ذکرک اخاک بمايکره قيل افرايت ان کان في اخي مااقول؟ قال ان کان فيه ماتقول فقداغتنته وان لم يکن فيه ماتقول فقدبهتّه (رواه مسلم) 

د حرمينو هنداره (د حج يونليک) [لمړۍ او دويمه برخه]

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 17 غبرګولی 1390 | وخت: 11:40

بسم الله الرحمن الرحيم

منزل د ټولو يو دى خو سفر جدا جدا

ژوندټول سفر سفر دى،دځمکې پر سر ټول ساه لرونکي تل په حرکت کې دي،ټولو خپل سفر له يوه ټاکلي ټکي پيل کړى او په يوه ټاکلي ټکي يې پاى ته رسوي، مخلوق مجبور دى، اکثره سفرونه دده په واک کې ندي ،نه يې پيل دده په واک کې دى اونه يې پاى ،نه خپل مزل ټاکلى شي اونه منزل.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011