Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان


د افغانستان مسايل

د دودیزی لویه جرګی دپریکړه لیک په باب مختلف عکس العملونه

پنجشنبه، 03 لندۍ 1390 | وخت: 23:17

USA-Afghan_flagsدوديزه لويه جرگه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو په اړه د مشورې په موخه د لړم په ٢٥مه په کابل کې پيل او څلور ورځې يې دوام وکړ،په دوديزه لويه جرگه کې، چې د ٧٦ ماده ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېده، څه باندې دوو زرو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د ولايتي شورا ګانو ٣٠ سلنه غړو او د ملي شورا يو شمېر غړو په کې له بېلابېلو ولايتونو ګډون کړى وو،دوديزې لويې جرګې، د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليکول يوه اړتيا وبلله

سوله نېکمرغي راولي او جنګ تباه هي!!

سه شنبه، 25 زمری 1390 | وخت: 14:34

Mubariz

داخبره به مو ډېر ځایه او ډېر ځله اورېدلي یا لوستلي وي ، چې سوله لوی نعمت او الهي امر دی ، چې په شتون کې یې د انسانانو عزت، سوکالي او د ژوندانه غوره صفتونه نغښتي دي .

که څه هم د ادیبانو په خبره ډېرې سولېدلي یا تکراري خبرې خوند نه کوي، خو زما په اند د سولې په تړاو چې هر څومره خبرې وشي ، هغومره یې مزایاوې زیاتیږي .په دې مانا چې د افغانانو زړونه د سولې د نوم  په اورېدو داسې غوړیږي، لکه خزان وهلي ګلان چې د سپرلي په ښکلي رنګین موسم کې په سرو شونډو خنداګانې کوي .

تاسو په دېرش کلن ناورین کې ولیدل او لا هم بدبختانه د افغانانو د وینې بوی هره ورځ حس کولای شئ ، چې د پرادیو په اشارې په خپلو کې جنګیږي .په دې غمیزه کې د لسګونوکالونو رانیولي ترننه پورې ملیونونه ماشومان یتیمان ،همدومره میندې او پلارونه بې اولاده او مېرمنې یې کونډې شوې.

ترڅنګ یې زموږ د افغانانو زیات شمېر سترمنې او له غیرت ډکې مېرمنې او واړه ماشومان سوال کولو ته اړ شول .

دوی له رنګه رنګ مشکلاتو او مختاجیو سره مخامخ شول .ترننه پورې علاوه پر خپل هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې د سوال لمنې د یوه او بل په در کې ګرځوي .خدای مکړه دوی داسې نه دي، چې افغاني غرور او یایې په نړیواله کچه بېلګیېز غیرت له لاسه ورکړی ، بلکې د تېر او موجوده روان ناورین له امله د ولګې او ډول ، ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي .نو دې ته اړ شوي ، چې د پرادي هېواد په لارو ، کوڅو او کورونو کې له ستر او حجاب برخمنې مېرمنې د میرات مړي سوا ل پخاطر لمنې غوړوي او دومره څه تر لاسه کړي ، چې خپل وږي ، سرتور او لوڅې پښې ماشومان پرې لږ تر لږه دومره ماړه کړي، چې دمرګ له ګواښ څخه یې وساتي .

دغه راز په زیات شمېر  واړه ماشومان چې دوی د زده کړې او نازولو په ځای کې دي ، په درانو کارونو بوخت دي .ټوله ورځ د درانه ستم لاندې دومره درانه کارونه وکړي، چې له کبله یې د  ماشومانوتنکیو سرو شونډو وچ پتري ونیسي او ښکلي ، نوراني رنګونه یې تک  تور اوښتي وي .دا ټول د هغه بدمرغه جنګ له لاسه راپېښ شوي، چې د تېرو دېرشو کالونو راهیسې په افغانانو تپل شوی دی او هره ورځ د افغانانو له کورونو خوشالۍ وړي .

خو ډېر افسوس په دې چې افغانان لاهم هوښیار نه شول، لا یې هم دعقل او ژور فکر څخه سالمه ګټه پورته نه کړه ، چې د دوست په جامه کې د هغه لوی مکار دښمن  څېره په پوره اتفاق او یوه غږ بربنډه کړي،چې د ده له لاسه د افغانانو د غم کټوۍ په هغه خونخوار  نغري ايښودل شوي ، چې اور یې پرادی او د سون مواد یې افغانان ګرځېدلي دي .

اوس چې په افغانستان کې د وینې تویولو د مخنیوي،د هېواد د آبادۍ،د ټولوافغانانو ترمنځ د وروروالۍ د بېرته ټينګښت اوملي پخلاینې په خاطرچې د سولې عالي شورا رامنځته شوي، یو ښه او پرځای طلایي چانس دی .چې باید هر افغان ترې د ټولو ناخوالو په له منځه وړلو کې لوړه ګټه پورته کړي او مهمه داده ، چې په جنګ کې ټول ښکېل اړخونه دغې ملي او پاکې پروسې ته د زړه له کومې درناوی وکړي او له دې لارې د جنګ ځپلو او غم ځپلو افغانانو خصوصاً د تورسرو او معصومو ماشومانو هغه ارمانونه پوره کړي، چې وایي :

جنګ بس دی،د افغان وژنه بس ده، افغان ماشوم دې نور له یتیمۍوژغورل شي،د ښوونې روزنې  له خواږه نعمت څخه  دې برخمن شي،د خپل مور او پلار له خوږې غېږې دې نه بېلېږي او سوله دې راشي .

د همداسې ورځې په هیله

طلوع د كركټ له ملي لوبډلې سره خپل تعصب په ډاګه كړ

یکشنبه، 23 سلواغې 1390 | وخت: 18:14

طلوع تلويزيون د افغان د كركټ لوبډلې په برخه كې خپل تعصب په ډاګه كړ

tolo TVڅو ورځې وړاندې د عربي اماراتو د شارجې په ښاركې د افغانستان او پاكستان او ترمنځ د كركټ سيالي وه، د سيالۍ جريان په په ژوندۍ بڼه په هيواد او له هيواده بهرډېرو خلكو د ټلويزيون په پرده كتله او هغوى چې ټلويويزون ته يې لاس رسى نه درلود بيايې نو د راډيوګانو له لارې څارله، دا لوبه د جمعې په ورځ مازديګرپيل او د شپې تر لس بجوراونه وه،

زه يو بې وطنه،بې کفنه،لاوارثه افغان [لسمه برخه]

دوشنبه، 07 لندۍ 1390 | وخت: 22:38

poor-afghan-boyروسانو قسم کړی دی چې موږ به د افغانستان په ګاونډکې ژوندي يو او دا د تېلو غلۀ به راشي افغانستان به راوسپړي ، دا داسې مانا ورکوي لکه اسمان او ځمکه چې سره بيا ونښلي .دلته مانا دا ده چې دا کار ناشونی دی .

زموږ په سپيڅلي کتاب * القران کريم *کې ليکل شوي دي چې ځمکه او اسمان سره نښتي وۀ ، خو چې کله الله تعالی د ادم خان د جوړولو او د حواجانې د پېداکېدو تکل وکړ، بيا يوه چاودنه وشوه چې ځمکه او اسمان يې سره خورا لېرې له يوۀ بله وويشتل .

دايمي اډې که دايمي اسارت [لمړۍ، دويمه او دريمه برخه]

یکشنبه، 09 زمری 1390 | وخت: 23:57

له نړۍ راتاو امريکايي جال

Permanent Bases or Permanent invasionپه دې وروستيواوونيوکې دافغانستان او امريکا داستراتيژيکو اړيکو دتړون موضوع دافغانستان سيمې او لوېديځې نړۍ درسنيو توده موضوع ده.

علمي کدرونه او زموږ د راتلونکي آرزوګاني

پنجشنبه، 20 سلواغې 1390 | وخت: 00:24

professiona-human-resourcesتمدن، پېشرفت او خپلواکي هغه پديدې دي، چي د بشر په خټه کښي اخښل سوي دي او يو بشر که هر څونه د بل بشر د تسخير او تاريخ د پستيا په منظور افکار و چلوي او دامونه ورته جوړ کړي، خو په اصل کښي يې په هماغه اندازه پر مخ ټېلوهي او تاريخ يې شا تګ ته نه مجبوره کېږي. د نړۍ په ټولو اقرانو کښي هر وخت نجيبه وګړي په پېخر هاندونو ستړي ستومانه کړي دي او په دې اند وه، چي ګني علوم به د دوئ په پېڅه ميرات وي او همدا يو ټبر به تر ابده د علم او پوهي په ګېڼه سمبال

دودیزه لویه جرګه که حکومتي لویه جرګه؟

جمعه، 27 لړم 1390 | وخت: 22:22

mujiburrahman-sapaiجرګه د افغانانو ترمنځ منل شوی دود دی، چې تاریخي شالید یې د افغانستان لومړني پاچا (یما) ته رسېږي او د تاریخي اسنادو له مخې یما هم د جرګې له لارې د پاچا په توګه ټاکل شوی دی؛ خو هغه جرګې، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې تېرې شوي دي پیل یې د ستر میرویس نیکه لخوا په ۱۷۰۷ زېږدي کال په کندهار کې شوی دی او همدا راز د هېواد د مشر په توګه د لوی احمد شاه بابا د ټاکلو لپاره هم په ۱۷۷۴ د کندهار په شیر سرخ کې لویه جرګه را بلل شوې وه. 

څوک جګړه غواړي؟ طالبان، شمالي ټلواله، حکومت که نړۍ!

چارشنبه، 05 زمری 1390 | وخت: 23:13

Misiles-who-fights-world-or-talibanسیاستوال وايي که چیرې د دوو ډلو ترمنځ لانجه په خبرو حل نه شي نو جګړه پیلیږي او برعکس که لانجه په جګړه حل نه شي نو خبرې پیلیږي. دا خبره د افغانستان د روان کړکیچ د پای له پاره یوه ښه تجربه ګڼلی شو.د افغانستان جګړه خپل لسم کال ته ننوتې، هره ورځ وینې تویږي او بې شمیره پیسې لګیږي.

پوهاند استاذ شهيد غلام محمد نيازی

پنجشنبه، 20 سلواغې 1390 | وخت: 20:12

ustad-ghulam-mohammad-niyaziد اسلامي نړۍ لوی فيلسوف او د معاصرې اسلامي ويښتابه ځلانده مفکر علامه سيد جمال الدين افغاني د اسلام د تجديد فکر د افغانستان له غرونو د يو لړ مشکلاتو له امله په ټوله نړۍ وګرځاوه، بالآخره د افريقا دښتې يې مناسبې وبللې او دغه فکر يې مصر کې پرېښود. هغه دا فکر له ځانه خپل شاګرد امام محمد عبده ته پرېښود، له عبده نه دا فکر په کړۍييز شکل حسن البنا ته ورسېد. د حسن البنا په عصر کې د دغه فکر د پلي کولو وخت رسېدلی و، هغه هم اسلامي نړۍ په دغه اوچت فکر

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011