Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه


وروستي خبرونه

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

شنبه، 07 لړم 1390 | وخت: 15:09

suicide-attack-kabul-darulamanنن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په بريد کې ۱۳ امريکايي سرتېري او څلور ملکي وګړي ووژل شول. د عيني شاهدان په وينا ځانمرګي بريدګر خپل لنډکروزر موټر د بهرنيو ځواکونو له بس سره وجنګاوه، له بريد وروسته هرې خواته مړي ليدل کېدل.

بهرنيو ځواکونو دا منلې چې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې، د نورو معلومات له ورکولو څخه يې ډډه وکړه. همداراز افغان امنيتي چارواکو هم په بريد کې د بهرنيو سرتېرو او ملکي افغانانو وژل کېدل تآييد کړي خو بشپړ جزيات يې لا نه دي ورکړي. 

نور ولوله...

ناروې: پوليس وايي چې د وژل شويو شمېره به ۹۸ ته ورسېږي

شنبه، 01 زمری 1390 | وخت: 19:10

norway-cristian-kill-98-peopleپه ناروې کې د تېري ورځي د پېښي د مړو شمېره ۹۸ تنو ته رسېږي. د ناروې پوليسو يوه افسر نن خبريالانو ته وويل چې چې اسلو ښار ته څېرمه د ځوانانو په يوه کمپ باندې په بريد کې د مړو شمېره ۸۵ کسو ته رسېږي او په اسلو ښار کې د لومړي وزير دفتر ته څېرمه په بمي بريد کې ۷ کسه وژل شوي دي. د هغه په وينا داسي برېښي چې څو نور ټپي کسان هم مړه شوي دي چې د دغه خبر د تاييد په صورت کې د مړو شمېره ۹۸ کسو ته رسېږي.

نور ولوله...

د پاکستان پر يوه بانک ځانمرګی بريد وشو

دوشنبه، 23 غبرګولی 1390 | وخت: 21:47

په پاکستان کې ځانمرګی بريدد پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې نن دوشنبه د يوه ځانمرګي بريد له کبله يو تن مړ او څلور نور ټپيان شول. د اسلام آباد د پوليسو مشر واجد دراني رسنيو ته وويل چي ځانمرګي بريدګر وروسته له هغه ځان والوزاوه چي بانک ته د ننوتلو پر مهال د ساتونکو لخوا ودرول شو.

د بريد مسؤوليت تر اوسه چا په غاړه ندی اخستی.

افغانستان او هندوستان ستراتيژيک تړون لاسليکوي

یکشنبه، 10 تلې 1390 | وخت: 18:36

Flag-Pins-Afghanistan-Indiaله نوي ډيلي څخه د شينهوا خبري آژانس د خبر له مخې، افغانستان او هندوستان به دغه هېواد ته د ولسمشر کرزي د راتلونکې اونۍ په سفر کې د ستراتيژيکو همکاريو يو تړون لاسليک کړي. د انډين اکسپرس ورځپاني د خبر له مخې د دغه تړون پر بنسټ به هندوستان د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي. په خبر کې راغلي چې د امنيتي ځواکونو د روزني چاري به د افغانستان په خوښه ترسره کېږي.

نور ولوله...

ناروې: د اسلو په بمي چاودني کې د مړو شمېره ۸۷ کسو ته ورسېده

جمعه، 31 چنګاښ 1390 | وخت: 23:47

Bomb kills 7 in Oslo and several dead in shootingد ناروې په پلازمېنه اسلو ښار کې د جمعې په ورځ سيمه ييز وخت غرمه مهال يوه زوروره چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې ۷ کسان ووژل شول.

همداراز يوه وسله وال کس چې د پوليسو جامې يې اغوستې وې اسلو ته څېرمه په يوه ټاپو کې د ځوانان په يوه کمپ باندې مرمۍ وورولې چې د رپوټونو له مخې تر اتيا ډېر کسان يې وويشتل.

نور ولوله...

ملي امنيت: د استاد رباني په وژنه کې د کوټي شورا لاس وو

پنجشنبه، 31 وږی 1390 | وخت: 16:11

-Burhanuddin-Rabbaniدافغانستان ملي امنیت وايي دسولې دعالي شورا دمشر استاد برهان الدین رباني په وژنه کې دکویټې شورا لاس لري.

دوی ادعا کوي چې له څلور میاشتو اړیکو پر باور دغه بریدګر د شورا د استازي په توګه ټاکل شوی و.

دپنج شنبې په ورځ دهیواد پټ څارې ادارې دمطبوعاتي څانګې مرستیال شفیق الله طاهري دیوې غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، دهغو پلټنو او مالوماتو پر اساس چې دوی دسولې دعالي شورا د دارالانشا مشاور واحدیار څخه ترلاسه کړي دي داستاد برهان الدین رباني په وژنه کې دطالبانو دکویټې شورا لاس لري .

نور ولوله...

چين د امريکايي سمندري ځواکونو پر مانورونو انتقاد وکړ

دوشنبه، 20 چنګاښ 1390 | وخت: 17:13

لوړپوړی چينايي جنرالد چين لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال چن بینګد نن د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه چې له خپل امريکايي سيال امیرالبحر مايک مولن سره يې ليده کاته وکړه خبريالانو ته وويل چې د چين په جنوبي سمندر کې د امريکايي سمندري ځواکونو مانورونه بېځايه او نامناسب ول.

جنرال چن امريکا ته وړانديز وکړ چي هم په خبرو او هم په عمل کې يو څه با حيا او با احتياطه اوسي.

نور ولوله...

کرزی: د استاد رباني قاتل د سولي سپکاوی وکړ

پنجشنبه، 31 وږی 1390 | وخت: 17:28

hamid-karzaiافغان ولسمشر وايي د استاد رباني قاتل، افغاني ارزښتونو او سولې ته سپكاوى وكړ او له اسلامي مقدساتو يې ناوړه ګټه پورته شوې .

ولسمشر كرزى ، چې په نيويارك كې دملګرو ملتونو له غونډې د استاد رباني د وژل كيدو له امله بيرته راګرځيدلى و ، وايي دعنايت الله مخدوم په نوم د سولې داستازي له راتګه له وړاندې خبرو .

نور ولوله...

عراق: د موټربم په چاودنه کې ۸ کسه ووژل شول

سه شنبه، 24 غبرګولی 1390 | وخت: 14:28

عراق بعقوبهد عراق پلازمېني بغداد ته نږدې د بعقوبې په ښار کې د يوې دولتي ودانۍ مخې ته دوه موټربمونه وچاودېدل. له چاودني وروسته وسله وال خلک ودانۍ ننوتل او يو شمېر خلک يې یرغمل ونيول.

د عراق د پوڅ يوه چارواکې رسنيو ته وويل چي په پېښه کې اته کسه مړه او لس نور ټپيان شوي دي. ده همداراز زياته کړه چي د بريدګرو شمېره

نور ولوله...

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011