Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه


وروستي خبرونه

پروان: د بهرنیو ځواکونو الوتکه رالویدلې، اته کسه وژل شوي

چارشنبه، 15 چنګاښ 1390 | وخت: 14:53

زېرمتون دافغانستان د پروان چارواکو د دغه ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د يوې الوتکې د راغورځېدو خبر ورکړى دى.

د پروان ځايي چارواکو ویلي، د اذربایجان دغه په کرایه نیول شوې د ناټو الوتکه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د سیاه ګرد ولسوالۍ په قندقستان سیمه کې رالوېدلې ده، چې په ترڅ کې يې اته تنه سپاره کسان وژل شوي دي.

د پروان د والي ویاندې میرمن خالدې غورځنګ ویب پاڼې ته وويل، د دې الوتکې د لوېدو لامل تخنیکي ستونزې وې، او پکې اته تنه وژل شوې دي.

نور ولوله...

کرزی: پر پاکستان به ځوابيه بريد نه کېږي

سه شنبه، 14 چنګاښ 1390 | وخت: 14:35

کرزی او ډيويډ کامروند افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي نن د بريتانيا له لومړي وزير ډيويد کامرون سره په يوه ګډه خبري غونډه کې د پاکستان لخوا پر افغان خاوره د توغنديزو بريدونو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ووايه. حامد کرزي وويل، که څه هم د دفاع او کورنيو چارو وزیرانو غوښتنه کړې وه چي که د پاکستان لخوا دا ځل د افغانستان پر خاوره توغندي وتوغول شي، نو افغان ځواکونه به ځوابيه بريدون ترسره کړي، خو ما اجازه ورنکړه.

نور ولوله...

چارواکي : پر خوست هېڅ توغندی نه دی لګیدلی

جمعه، 10 چنګاښ 1390 | وخت: 00:00

خوستد تېرې ورځې راهیسې دهېواد په یو شمېر غږیزو او انځوریزو رسنیو کې د خوست ولایت د سرحدي ځواکونو د قوماندان له قوله ویل شوي ، چې په تېرو۲۴ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خوست په دریو سیمو ۱۱ توغندي لګېدلي ، چې ځاني او مالي تلفات نه لري .

نور ولوله...

په کابل ښار کې چاودنه شوې

یکشنبه، 12 چنګاښ 1390 | وخت: 13:37

کابل کې چاودنهنن د غرمې په دوولس نيمو بجو د کابل ښار د دهمزنګ په څلور لاري کې يوه چاودنه رامنځته شوه. په دغه چاودنه کې درې پوليس ټپيان شوي دي. د کابل د ۱۰۱ ساحوي زون وياند حشمت الله له (يو ټلويزيون) سره په خبرو کې پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه چي دا چاودنه د پوليسو غرفې ته څېرمه رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې ۳ پوليس ټپيان شوي دي. خو د پېښي په سيمه کې د کابل ښار د دريمي امنيتي حوزې مشر خبريالانو ته وويل چې پېښه د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله رامنځته شوې او کومه چاودنه نه ده شوې. دا لا څرګنده نه ده چې د هاوان دغه مرمۍ له کومه لوري توغول شوې ده.

تر دې دمه د پېشي پړه هم چا پر غاړه نه ده اخستې.

د انټرکانتينینتال په بريد کې ۸ ملکي وګړي او ۲ پوليس وژل شوي

چارشنبه، 08 چنګاښ 1390 | وخت: 15:20

انټرکانټننټال هوټلد کابل ښار مشهور هوټل انټرکانتینینتال ته تیره شپه اته ځانمرګي بریدکونکي له څو امنیتي تلاشيو څخه په تیریدو،ننوتل .دغو ځانمرګو د هوټل په ودانۍ کې په ډزو لاس پورې کړ او په بیلابیلو پوړونو کې یې ځانونونه والوځول. درې تنه یې د هوټل بام ته وختل او له هغه ځایه یې له پولیسو سره نښته پیل کړه. ځینو رسنیو خبر ورکړی چې ځانمرګو د ولسمشر د مرستیال قسیم فهیم د کور په لور چې هوټل ته نیږدې پروت دی،ډزې کړي. د دغه برید د شنډولو له پاره د پولیسو لخوا یوه هڅه د هوټل د بریښنا پرې کیدل و.د باغ بالا سړک هم له برید سره سم د نقلیه وسایطو پرمخ وتړل شو. د ځانمرګو مقاومت پنځه ساعته دوام وکړ،چې بلاخره د ناټو چورلکو د هوا له لارې دوې د بام پرسر په نښه کړل او د چهارشنبې د شپې پیښې ته یې د پای ټکی کیښود.

نور ولوله...

خوست: وسلوالو پر یوه کور برید کړی

یکشنبه، 12 چنګاښ 1390 | وخت: 12:15

خوست ولايتدخوست ولایت چارواکي وايي بېګاه شپه د خوست ولایت د دوه منده شمل ولسوالۍ د ګنده خولې په کلي کې وسلوالو مخالفینو په یوه کور وسلوال برید وکړ، چې په پایله کې یې د کور له خلکو څخه یو لوی بار وړونکی موټر چې د آیساف کانټينر پرې بار وو، له منځه یوړ او دوه تنه یې د کور غړي په ډزو ټپيان کړل .

دخوست ولایت دمطبوعاتي دفتر لخوا غورځنګ ویبپاڼې ته په یوې رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په مقابل کې د کور خلکو په سخت مقاومت لاس پورې کړ، چې په نتیجه کې یې یو تن وسلوال طالب ووژل شو او درې نور یې سخت ټپيان کړل .

دخبرپاڼې دمعلوماتو له مخې دکور خاوند ټپیان نن سهار د دوه منده ولسوالۍ چارواکو ته ژوندي وسپارل، چې په کې یو تن د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ ، دویم کس یې د پکتیکا د بېرمل او دریم ژوبل تن د پاکستان د شمالي وزیرستان اوسېدونکی دی. خو د وژل شوي کس هویت لا تر اوسه نه دی مالوم شوی .

لوګر: د موټر بم چاودني نږدې ۳۵ کسه وژلي دي

شنبه، 04 چنګاښ 1390 | وخت: 16:03

لوګرد لوګر ولايت د ازري ولسوالۍ د يوه کلينيک مخې ته په چاودنه کې لږ تر لږه ۳۵ کسه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپيان دي. دا خبره د عامې روغتيا وزارت د چارواکو لخوا تأييد شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت تر دې وړاندې په يوه رسمي خبرپاڼه کې د وژل شويو شمېره ۶۰ ښودلې وه، خو د عامي روغتيا وزارت وياند عبدالله فهيم په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د وژل شوي شمېره ۶۰ نه بلکې ۲۵ تنو په شاوخوا کې ده او د ټپيانو شمېره ۵۰ ده.

ډاکټر محمد ظريف نايب خیل د ازري ولسوالۍ د روغتيا مدير رسنيو ته ويلي چي د کلينيک ساتونکو هڅه وکړه چي د بريدګر مخه ډب کړې، خو په دې ونتوانېدل او بريدګر د کلينيک ساحې ته په ننوتلو چاودنه تر سره کړه.

نور ولوله...

ځانګړې محکمې ۶۲ وکيلان له پارلمانه وايستل

پنجشنبه، 02 چنګاښ 1390 | وخت: 14:31

صديق الله حقيقله اوږده ځنډ وروسته بالآخره د ټاکنيزو شکايتونو د بررسۍ لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې خپله فيصله واوروله.

د ځانګړې محکمې د فيصلې پر اساس د افغانستان ولسي جرګې ته ۶۲ هغه وکيلانو چې د ټاکنو او شکايت اورېدني خپلواکو کميسيونونو يې په رايو کې درغلي کړې وه، لار وموندله.

نور ولوله...

امريکا د روان کال تر پايه له افغانستان نه ۱۰ زره سرتېري باسي

چارشنبه، 01 چنګاښ 1390 | وخت: 23:50

اوباما ځواکونه باسي؟د امريکا ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وويل چې موږ به د روان کال تر پايه له افغانستان څخه خپل لس زره سرتېري وباسو.هغه همداراز وويل چې د ۲۰۱۲ کال تر پايه به له افغانستان څخه د ايستل شويو سرتېرو شمېره ۳۳ زرو ته ورسوو.

نور ولوله...

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011