Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه


وروستي خبرونه

خوست: نهه كلنې نجلۍ په ۸ مياشتو كې ټول قرانكريم حفظ كړی

دوشنبه، 20 چنګاښ 1390 | وخت: 17:17

د خوست ولايت يوه سيمههمدې او شپاړس نورو نجونو ته د ديني عالمانو لخوا د قرانكريم د حفظ له امله د فضيلت پړوني ورپه سر شول.

په همدې موخه د خوست په مركز متون كې د عايشه صديقه په نوم د نجونو د ديني مدرسې د قرانكريم د حفظ له څانګې څخه د اوولسو نجونود فراعت په وياړ يوه لويه غونډه جوړه شوې وه.

نور ولوله...

د فرانسې ولسمشر افغانستان ته رسیدلی، خپل ۱۰۰۰ سرتیري باسي

سه شنبه، 21 چنګاښ 1390 | وخت: 12:08

ولسمشر کرز او نيکلاس سرکوزيد فرانسې ولسمشر نيکولاس سرکوزي په يوه ناڅاپي سفر نن سهار افغانستان ته را ورسېد او له ولسمشر کرزی سره یې ولیدل.

نيکولاس سرکوزي لومړی کاپیسا ولایت ته ولاړ او هلته یې له میشتو فرانسوي پوځيانو سره وکتل.

فرانسه په افغانستان کې شاوخوا ٤٠٠٠ عسکر لري، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ او کاپيسا ولايت کې مېشت دي.

نور ولوله...

د ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزی ووژل شو

سه شنبه، 21 چنګاښ 1390 | وخت: 12:10

احمد ولي کرزی[غورځنګ] د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس نيمي بجې په خپل دفتر کې ووژل شو.

نوموړی د خپل يوه تن ساتونکي لخوا وژل شوی دی.

د کندهار والي توريالي ويسا او د امنيه قوماندانۍ سرپرست عبدالرازق په کندهار ښار کې په يوه خبري غونډه کې دغه خبر تاييد او خبريالانو ته يې جزيات وړاندي کړل.

نور ولوله...

ولسي جرګه: عزيزي بانک هم ميليونونه ډالره پوروړی دی

سه شنبه، 21 چنګاښ 1390 | وخت: 01:35

عزيزي بانکد ولسي جرګې ځينو غړو نن دوشنبه په ولسي جرګه کې اعلان کړه چي عزيزي بانک د متحده عرب اماراتو په دوبۍ ښار کې په زيات شمېر جايدادونه رانيولي او په مليونونه ډالره پوروړی دی.

د ولسي جرګې غړي عبدالظاهر قدير وويل چې دی د عزيزي بانک په اړه ثبت شوی ږغ لري چي د سبا غونډي ته به يې پارلمان ته راوړي.

نور ولوله...

امريکايي جنرال: افغان جګړه بايد له ښارونو دباندي ووځي

دوشنبه، 20 چنګاښ 1390 | وخت: 19:13

امريکايي جنرال  ډيويډ روډريګزپه افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ مرستيال جنرال ډيويډ روډريګوز نن دوشنبه په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په هغو ځايونو کې چې موږ خپلي هڅي متمرکزي کړې دي شخړي راکمي شوې دي. د هغه په وينا جګړه بايد له هغو سيمو څخه چې خلک پکې ډېره استوګنه لري (لکه ښارونه) لري پرتو سيمو ته وغزول شي.

جنرال روډريګوز دغه خبري په کابل کې څو شيبې وړاندې له دې چي خپله دنده په رسمي توګه پای ته ورسوي خبريالانو وکړې.

نور ولوله...

د امريکا نوی دفاع وزير کابل ته راغی، د کابل او واشنګټن اړېکې بېرته ښه کېږي

شنبه، 18 چنګاښ 1390 | وخت: 22:39

لېيون پنېټاد امريکا د متحده ايالتونو د دفاع نوی وزير لييون پنېټا نن له غرمې وروسته په يوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی.

ويل کېږي چي لييون پنېټا به افغانستان ته په خپل لومړني سفر کې د افغانستان له جمهور رييس حامد کرزي، د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو له مشرانو سره خبري وکړي. د هغه د خبرو يو مهم ټکی به د ۲۰۱۱ کال تر پايه له افغانستان څخه د لس زره امريکايي سرتېرو ايسته او افغان چارواکو ته د امنيتي واک سپارل وي.

لييون پنېټا په کابل کې د امريکايي ځواکونو په مرکز کې د دغو ځواکونو له مشر ډېويډ پټريوس سره - چې په دغه مياشت کې يې په کابل کې دنده پای ته رسېږي - يوځای د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ووايه.

نور ولوله...

پنجشېر: د ملي امنيت يوه کارکوونکي دوه امريکايي عسکر ووژل

شنبه، 18 چنګاښ 1390 | وخت: 14:55

پنجشېر ولايتد پنجشېر ولايت د دويمي حصې په ولسوالۍ کې د امان الله په نامه د ملي امنيت يو تن کارکوونکي دوه امريکايي سرتېري ووژل او خپله هم وژل شوی دی. دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چي امريکايي سرتېرو د ملي امنيت پر دغه کارکوونکي باندې چي د سړک پر غاړه يې د موټر انتظار ايست، ډزي وکړې. امان الله چې د رخصتۍ په موخه پنجشېر ته تللی وو، غوښتل يې بېرته خپلي دندې ته کابل ته راوګرځي.

ويل کېږي امريکايي ځواکونو پر امان الله د ځانمرګي بريدګر ګومان کړی وو، نو ځکه يې پر هغه ډزې وکړې.

په پېښه کې د امريکايي ځواکونو يو تن سرتېری ټپي شوی هم دی.

د ملي امنيت دغه کارکوونکی د دغې ادارې د مرستيال جنرال حسام الدین ساتونکی وو.

په پروان کې د بهرنیو ځواکونو یو بلې چورلکې سقوط وکړ

پنجشنبه، 16 چنګاښ 1390 | وخت: 16:47

په پروان کې چورلکه لوېدلېدافغانستان د پروان ولایت چارواکی وايي چې نن سهار دبګرام هوايي ډګر ته نیږدې دآیساف ځواکونو یوې چورلکې دتخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی خو طالبان وايي چې یاده چورلکه دوی راغوځولې ده.

دپروان د والي ویاندې میرمن خالدې غورځنګ ویب پاڼې ته وویل، چې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه نن سهار اوه بجې، د تخنيکي عوارضو له امله د باريک آب په ساحه کې راوغورځېده .

نور ولوله...

نورستان: په جګړه کې ۲۳ طالبان او ۴۰ پوليس وژل شوي

چارشنبه، 15 چنګاښ 1390 | وخت: 17:09

نورستاند نورستان والي جمال الدین بدر له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چي د دغه ولايت په کامدېش ولسوالۍ باندې د پولي له ها غاړې؛ چترال څخه طالبانو بريدونه کړي چي په ترڅ کې يې درنه جګړه روانه ده.

د نورستان د والي په وينا په دغه جګړه کې ۴۰ طالبان او ۲۳ سرحدي پوليس وژل شوي دي. د هغه په وينا په وژل شويو طالبانو کې پنځلس پاکستان اتباع دي. د نوروستان دولتي چارواکو ويلي چي پاکستاني طالبانو له سيمي څخه د تېښتي پر مهال د سيمي د خلکو څو کورنو ته اور اچولی او څلور مېرمني او دوه ماشومان يې هم وژلي دي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011