Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه


وروستي خبرونه

هلمند: د ګرشک د ټولنيزې شورا د غړي په ګډون درې تنه ووژل شول

دوشنبه، 31 زمری 1390 | وخت: 12:31

Helmandتېره ورځ په ګرشك كې ناپېژانده وسلوالو ددې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يو غړى وژلى دى.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، جان محمد د ګرشك ولسوالۍ د ده ادم خان د سيمې اوسېدونكى او د ټولنيزې شوراغړى و.

خبرپاڼه زياتوي، چې جان محمد پرون له غرمې وروسته د ګرشك بازار په سيمه كې د ناپېژانده وسلوالو پر ډزو وژل شوى او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د دې پېښي د عاملينو د پيدا كولو په موخه پوليسو پلټنې پيل كړې دي.

دغه راز دګرشک په ولسوالۍ کې دیوې جلا چاودنې په ترڅ کې دوه ملکي وګړي ووژل شول اوڅلورنورټپيان شول.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه غورځنګ ویب پاڼې ته په یوې رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چاودنه د دوشنبې په ورځ د اوو بجوپه شاوخواكې د گرشك ولسوالى په سبزي منډيي كې د ځاى پرځاى شويوچاوديدونكوتوكو د چاودنې له امله رامنځ ته شوه چې په ترڅ كې يې دوه ملکي وګړي ووژل شول اوڅلورنورټپيان شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه چاودنه د هغه كسانوعمل دى چې تل غواړي زموږ د هيواد والوژوند گډوډ اوپه دې ډول كړنوسره خپل ځانونه شوموموخوته ورسوي.

د يوبل خبرله مخې د يكشنبې په ورځ پوليسود لښكرگاه اړوند د باباجي په سيمه كې د وسلوالوطالبانولخوا د سيمې د قوماندان مرستيال ملامحمود د نښتې په ترڅ كې وژلى اويوميل كلاشينكوف يې پوليسوته په لاس ورغلى دى.

په دې پيښه كې پوليسوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

نامعلومو وسلوالو د هلمند د گرشك ولسوالى څارنوال وواژه

یکشنبه، 30 زمری 1390 | وخت: 11:28

Helmand, Afghanistanد هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر غورځنګ ویب پاڼې ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، ددې ولسوالى څارنوال محمد عظيم چې د يكشنبې په ورځ له خپل كورڅخه ولسوالى ته د دندې په لور روان ؤ د دو نامعلومو موټرسيكل سپرو لخوا د يوه وسلوال بريد په ترڅ كې ووژل شو.

دخبرپاڼې دمعلوماتو له مخې چې دغه پېښه نن سهاراوه نيمې بجې  د ګرشك ولسوالۍ په مركز كې رامنځته شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ياد بريد كوونكي دواړه په تيښته بريالي شوي او د امنيتي ځواكونولخوايې د نيولوپه موخه پلټنې روانې دي.

سرچینې ویلي همدراز ویلي چې، د هلمند والي دغه بريد په سختو ټكو كې غندلی او دا عمل د اسلام، وطن اوخلكو د دښمنانوكاربولي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

طالبان: په جلال آباد کې مو لويه الوتکه راغورځولې

شنبه، 29 زمری 1390 | وخت: 22:17

plan crash in jalalabadطالبانو غورځنګ ويب پاڼي ته په رالېږلې اعلاميه کې ويلي چې د جلال آباد ښار د نارنج باغ په سيمه کي يې نن شنبه د شپې نهه بجې او لس دقيقې د بهرنيو ځواکونو يه لويه الوتکه په ډزو ويشتلې او راچولې يې ده.

طالبان وايي دغې الوتکې هوډ درلود چې د جلال آباد ښار په هوايي ډګر کې ناسته وکړي، چې له ډګر څخه دوه کيلومتره لري په ډزو وويشتل شوه. 

نور ولوله...

کندهار : ترافيکي پېښه کې ٣٥تنه مړه او ٢٧ نور ټپيان شول

شنبه، 29 زمری 1390 | وخت: 15:05

Kandahar

د کابل–کندهار پر لويه لار نن سهار په يوه ترافيکي پېښه کې ٣٥تنه مړه او ٢٧ نور ژوبل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت لخوا غورځنګ ویبپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه پېښه د دامان ولسوالۍ دشوراندام په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي وويل، چې پېښه نن سهار ٦ بجې د کندهار د دامان په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د سپرليو يو ٣٠٣ موټر، چې له کندهار څخه د کابل په لوري روان و، په دامان ولسوالۍ کې چپه شوى دى.

د ايوبي په وينا، په دې پېښه کې ٣٥ تنه مړه او ٢٧ ټپيان شوي دي، خو په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان نشته.

د کندهار د ترافيکو مدير محمدالله خان وويل، چې دا پېښه د چلوونکي د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، د ترافيکو يوه ډله سيمې ته لېږل شوې، څو د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې وکړي.

محمدالله وايي، يو روغتيايي ټيم هم ساحې ته لېږدول شوى وو، چې ټول مړي او ټپيان يې د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدولي دي.

د ميرويس روغتون يوه ډاکتر، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل، دوى ته ٢٤ ټپيان وروړل شوي، چې د ډېرو يې روغتيايي حالت ښه نه دى او کېداى شي د مړو په شمېر کې زياتوالى راشي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د کابل–کندهار پر لويه لار ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې ډېرې يې د ٣٠٣ موټرو د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته او لسګونو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

کابل کې ارګ ته څېرمه توغندی لګیدلی، مرګ ژوبله نه لري

چارشنبه، 26 زمری 1390 | وخت: 17:43

Afghanistan

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايی چې تېره شپه د جمهوري رياست ماڼۍ ته څېرمه يوتوغندى لګېدلى، خو مرګ ژوبله نه لري.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون ویاند حشمت الله ستانکزي وويل، چې دا توغندى تېره شپه په شاوخواه ٢بجو اماني لېسې ته څېرمه د جمهوري رياست د ماڼۍ شمال لور ته لګېدلى دى.

هغه زياته کړه،چې په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي وويل، تراوسه نه ده په ډاګه شوې، چې دا توغندى له کومه پلوه توغول شوى، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

پوليس ددې پېښې پړه پر وسلوالو مخالفينو اچوي ، خو وسلوالو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې د روان کال په لومړيو کې د ملي دفاع په وزارت کې هم يوتوغندى لګېدلى و، خو مرګ ژوبله او زيان يې نه درلود.

په وروستیو څو میاشتو کې له لېري د کابل ښار په لور د راکټونو توکلي ګوزارونه نه و شوي. خو تر دې مخکې پر کابل ښار څوڅو ځله دا ډول حملې شوي او په څو مواردو کې یې عام خلک او یو نیم ځل پولیس هم وژلي یا ټپیان کړي دي.

حقبین: په سروبي کې چاودنو دملي اردو دوه عسکر او دوه ملکي وګړي ټپیان کړل

دوشنبه، 24 زمری 1390 | وخت: 17:31

Sarobi, kabul

دسروبي ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې نن سهار د سروبي په بازار کې له دوو چاودنو وروسته چې دملي اردو پرځواکونو شوي، څلور تنه ټپیان شول.

د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين غورځنګ ویبپاڼې ته وويل چې لومړۍ چاودنه نن له غرمې وروسته د سروبي بازار د اوزبين په اډه کې ولاړ د ملي اردو پر يوه موټر وشوه.

هغه زياته کړه چې دده د معلوماتو له مخې چاودنه د ملي اردو ديوه عسکر د راکټ د مرمۍ د چاودنې له امله شوې ده.

ولسوال وايي چې کله چې د ملي اردو ځواکونو دغه عسکر روغتون ته لېږداوه نو د سروبي د بازار د پله دپاسه د ملي اردو پر دغه موټر بله چاودنه وشوه.

حقبين وويل چې په دې چاودنو کې د ملي اردو دوه پوځیان او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي او رنجر موټر يې هم په بشپړه توګه سوځېدلى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

پروان: په ځانمرګو بريدونو کې ۱۹ تنه ووژل شول

یکشنبه، 23 زمری 1390 | وخت: 13:38

parwan-afghanistan-suicide-attackپنځو تنو ځانمرګو بريد کوونکو نن سهار د پروان ولايت پر حکومتي ودانۍ بريد وکړ. په لومړي سر کې ځانمرګو يو موټر بم وچاوه چې په ترڅ کې يې د ولايتي ودانۍ د سرای په دېوال کې سوری رامنځته شو او پنځه تنه ځانمرګي بريد کوونکې د دغه لاري ودانۍ ته ننوتل.

وروسته يې دوو تنو ځانونه والوزول چي په ترڅ کې يې نږدې ۱۹ تنه وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چي دوی درې تنه نور ځانمرګي بريدګر موخي ته له رسېدو وړاندې وژلي دي.

نور ولوله...

کورنیو چارو وزارت : د پروان په نني برید کې ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

یکشنبه، 23 زمری 1390 | وخت: 16:30

Parwan

دافغانستان د پروان ولايت چارواکي وايي چې نن غرمه مهال یو شمېر وسله والو

د پروان د والي پر دفتر برید وکړ چې له امله یې مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده.

د پروان د والي ویاندې میرمن روشنا خالد وويل، دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د پروان د ولايت پر مقام ترسره شو.

روشنا خالد وویل چې پنځو بريد کوونکو د پروان د ولايت پر ودانۍ بريد وکړ، يوه يې په سوېلي دروازه کې ځان والوځاوه او څلور نور د ولايت ودانۍ ته دننه شول.

روشنا خالد زياته کړه، چې په دې بریدونو کې دملکي خلکو او دولتي مامورینو په ګډون ټول ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دي.

هغې زیاته کړه چې په وژل شویو کسانو کې یو پولیس هم شامل دی.

روشنا خالد دا هم وویل چې والي روغ رمټ دی، خو د ودانۍ نیمايي برخه ویجاړه شوې ده.

اخوا د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پروان ولایت پر مرکز چاریکار ښار کې د وسله والو طالبانو په نننۍ حمله کې څه باندې پنځه پنځوس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دې وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په وژل شوو کې د ولایت د مقام څوارلس تنه ملکي کارکوونکي او پنځه پولیس او په ټپیانو کې درې تنه پولیس او د پروان ولایت د مقام څلور دیرش ملکي کار کوونکي شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې حمله کوونکي شپږ تنه وو، چې دری تنو یې ځانونه الوزولي او درې نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د دغه بريد مسؤوليت طالبانو پر غاړه اخيستى.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې د دوى يوه ډله د پروان ولايت ودانۍ ته ننوتې او له امنیتي ځواکونو سره به جګړه بوخت دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

د آيساف بله چورلکه هم په پکتيا کې لوېدلې ده

دوشنبه، 17 زمری 1390 | وخت: 10:19

US Helicopter Crashesد آيساف ځواکونو يوه بله چورلکه تېره شپه د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سيمه کې لوېدلې ده. د پکتيا ولايت وياند روح الله سمون وايي دغه چورلکه چينوک Ch47 ډوله وه چې د ناستې پر مهال له تخنيکي ستونزي سره مخ شوه او ولوېده. د سمون په وينا آيساف ځواکونو ويلي چې په چورلکه کې ناستو کسانو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

نور ولوله...

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011