Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه


وروستي خبرونه

طالبان: د استاد رباني د وژني په اړه تر اوسه لا څه نشو ويلای

پنجشنبه، 31 وږی 1390 | وخت: 22:08

taliban-afghanistanد طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد څو شيبې وړاندې رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويلي چې طالبان لا تر دې دمه د پرون ورځي د پېښي په اړه چې د سولي د عالي شورا مشر استاد برهان الدین رباني پکې ووژل شو، هيڅ هم نشي ويلی. ځکه د دې پېښي په اړه د طالبانو معلومات لا تر اوسه نه دې بشپړ شوي.

نور ولوله...

د عدالت او ترقي ګوند د ترکيې ټاکنې وګټلې

دوشنبه، 23 غبرګولی 1390 | وخت: 18:04

د ترکيې پارلماني ټاکني اسلام پال عدالت او ترقۍ ګوند وګټلېلکه څنګه چي اټکل شوی وو، د ترکيې د پارلماني ټاکنون د ټولو رايو له شمېرلو وروسته معلومه شوه چي د عدالت او ترقۍ اسلام پال ګوند د دريم پرلپسې ځل لپاره د ټاکنو وړونکی دی. د رجب طيب اردوغان په مشرۍ د عدالت او ترقۍ ګوند د پارلمان له ۵۵۰ څوکيو څخه ۳۲۶ څوکۍ چي د پارلمان ۵۰ سلنه جوړوي ترلاسه کړې دي. د خلکو جمهوری ګوند ۱۳۵ څوکۍ، د خلکو ملي ګوند ۵۴ څوکۍ او خپلواکو نومآندانو ۳۵

نور ولوله...

کارپوهان: استاد رباني د بهرنيو هېوادونو استخباراتو وژلی دی

چارشنبه، 30 وږی 1390 | وخت: 20:34

ustad-burhanuddin-rabbaniداستاد برهان الدين رباني د وژنې تر شا دځواكمنو هيوادونو داستخباراتي كړيو لاس دى او داډول بريد دافغان دولت دمخالفينو له وسه پورته چاره ده .

د چارو كارپوهان وايي داچې استاد برهان الدين رباني چا وواژه افغان دولت بايد په دې اړه دقيقې څيړنې وكړي .

نور ولوله...

ترکيه: د عدالت او ترقۍ ګوند د بري امکان ډېر دی

یکشنبه، 22 غبرګولی 1390 | وخت: 11:27

اردوغان له مېرمنې سرهانګېرل کېږي چي د ترکيې په پارلماني ټاکنو کې به چي پرون د شنبې په ورځ پيل شوې د عدالت او ترقۍ حاکم ګوند اکثريت ترلاسه کړي.

د ترکيې د اوسني لومړي وزير رجب طيب اردوغان په مشرۍ د عدالت او ترقۍ اسلام پال ګوند له اتو کلو راهيسي په دغه هېواد کې حکومت کوي. دغه ګوند غواړي په اوسنيو ټاکنو کې د پارلمان له دريو برخو څخه دوه هغه ترلاسه کړي، چي په راتلونکې کې د اساسي قانون د بدلون توان پيدا کړي.

نور ولوله...

استاد برهان الدين رباني په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

سه شنبه، 29 وږی 1390 | وخت: 18:33

Burhanuddin-Rabbaniد سولي د عالي شورا مشر او د افغانستان پخوانی جمهور رئيس استاد برهان الدین ربانی نن مازيګر په خپل کور کې ووژل شو. که څه هم پېښه په دقيقه توګه لا نه ده څرګنده شوې، خو ويل کېږي چې د طالبانو د يو مهم کس په نامه د رباني کورته وروستل شوی يو کس پر استاد رباني ځانمرګی بريد کړی دی.

پېښه د جمهوري رياست د يو تن وياند لخوا تأييد شوه او ويل کېږي چي ولسمشر کرزي نيويارک ته خپل سفر ناتمام پرېيښی او بېرته يې د افغانستان په لور حرکت کړی دی. 

نور ولوله...

په عراق کې ځانمرګې برید ۴ کسه ووژل

دوشنبه، 23 غبرګولی 1390 | وخت: 13:57

په عراق کې ځانمرګې برید ۴ کسه ووژل يوه ځانمرګي بريدګر نن د عراق په بصرې ښار کې د پوليس په يوه مرکز کې خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر وچاوه، چي په پايله کې يې درې پوليس او يو ملکي وګړی ووژل شول. د چارواکو په وينا پېښه د سهار پر مهال چي ګڼه ګوڼه ډېره وي رامنځته شوې، چي له امله يې ۲۴ نور کسان ټپي شوي هم دي.  بصره د عراق دويم لوی ښار دی، چي د تېلو له پلوه ډېر بډایه دی. په دغه ښار کې په لسګونو بهرنۍ کمپنۍ د تېلو د را ايستلو په برخه کې کار کوي.

محمود عباس: د فلسطين لپاره د ملګرو ملتونو بشپړ غړيتوب غواړم

جمعه، 25 وږی 1390 | وخت: 23:21

mahmoud abbasد فلسطين ولسمشر محمود عباس نن د جمعې په ورځ وويل چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د فلسطيني دولت لپاره د ملګرو ملتونو بشپړ غړيتوب وغواړي.

محمود عباس په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل: «موږ ملګرو ملتونو ته ځو، چې خپل قانوني حق يعني په دغه سازمان کې د فلسطين لپاره بشپړ غړيتوب وغواړو.»

نور ولوله...

طالبانو څلور تنه ترکي کارکوونکي له بنده خلاص کړل

شنبه، 12 وږی 1390 | وخت: 21:32

taliban-afghanistanطالبانو په يوه اعلاميه کې چې څو شيبې وړاندې غورځنګ ته راغلې ويلي چې نن (شنبه) ماښام ۷ بجې او ۴۵ دقيقې يې د يوې ترکي کمپنۍ څلور تنه کارکوونکې چې د ۲۰۱۰ کال په پای کې د طالبانو لخوا د پکتيا ولايت په پټان ولسوالۍ کې نيول شوي وو آزاد کړي دي.

طالبانو ويلي دا کار يې د اسلامي او بشري خواخوږۍ پر اساس د کوچني اختر د رارسېدو له امله ترسره کړی دی.

طالبانو له ټولو بهرنيانو څخه غوښتي چې د امريکا په مشرۍ دې له ښکېلاک سره مرسته نه کوي.

دکابل په ده سبز کې ځانمرګى بريد وشو

یکشنبه، 06 وږی 1390 | وخت: 11:03

Dehsabz

دکورنیو چارو وزارت چارواکي وايي د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته له رسېدو مخکې خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حشمت الله ستانکزي وويل، چې دغه ځانمرګي بريد کوونکي نن سهار (د وږي ٦مه) شاوخوا پنځه بجې او ٤٥ دقيقې د ده سبز ولسوالۍ محمديه ښارګوټي ته څېرمه، پر عمومي سړک باندې ځان ته چاودنه ورکړه.

نور ولوله...

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011