Fri09222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته نړۍ نړيوال مسايل کلتور او هنر


کلتور او هنر

مشهور سعودي شخصيت عائض القرني په ادبي غلا محکوم شو!

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 14 سلواغې 1390 | وخت: 22:44

عائض القرنيپه سعودي عربستان کې د القاعده جهادي تنظيم مخالف وتلى عالم دکتور عائض القرني دده د مشهور کتاب (لا تيأس) له کبله په ادبي غلا محکوم شو.

څه موده وړاندې ليکوالې سلوا العضيدان په عائض القرني تور ولګولو چې د دې د کتاب (هکذا هزموا اليأس) ډيره برخه يې د ليکوالۍ د اصولو په خلاف پرته له دې چې اصلي مرجع ته اشاره وکړي، نقل کړې ده او په خپل کتاب (لا تيأس) کې يې ځاى پرځاى کړې ده، حتى د دې د کتاب مقدمه يې هم د خپل کتاب په يوه فصل کې هوبهو راوړې ده، چې آن ځينې مطبعي تيروتنې يې هم ندې اصلاح کړي!

ليکواله سلوا وايي چې ما خپل کتاب په (٢٠٠٧) کال کې چاپ کړى دى او دکتور القرني له لومړيو هغو کسانو څخه وه چې کتاب مې ورته ډالۍ کړ، چې هغه هم د خپلې خوښې په څرګندلو سره مننليک راوستولو او ما يې څه برخې ته د کتاب په پښتۍ کې هم ځاى ورکړ.

نوموړې زياتوي چې په لمړي سر کې دکتور القرني هڅه وکړه چې ما په لس زره ريالو خوشاله کړي تر څو رسما له خپلې داوې څخه تيره شم خو ما ونه منله تر څو چې نوموړى په ليکلې بڼه بښنه ونه غواړي او خپل کتاب له بازار څخه را ټول نه کړي.

بالآخره د سعودي عربستان د ليکوال د حقوقو کميټې وروسته له ډير غور او څيړنې څخه د جنوري په ٢٤ د سې شنبې په ورځ په دکتور عائض القرني باندې رسما د ادبي غلا پريکړه وکړه او درې لکه او ديرش زره (٣٣٠٠٠٠) سعودي ريال يې نغده جرمانه پرې کيښودله چې درې لکه به يې سلوا العضيدان ته ورکول کيږي، او همدارنګه پريکړه يې وکړه چې د القرني کتاب (لا تيأس) بايد له بازار څخه را ټول کړل شي او هر نوع اخستل، خرڅول او هيواد ته واردول يې ممنوع وګرځول شو.

دکتور القرني د استيناف غوښتنې لپاره (٦٠) ورځې وخت لري.

د القرني (لا تيأس) کتاب په عربي نړې کې يو له مشهورو او ډير پلورل شوو کتابونو څخه شميرل کيږي.

د يادونې وړ ده چې دکتور عائض القرني په سعودي عربستان کې د القاعده جهادي تنظيم يو کلک مخالف، مشهور ليکوال او داعي دى، کيداى شي چې دده دغه رسوايي به د القاعده تنظيم د خپل فکر لپاره يوه ستره بريا وګڼي او دا به په دوى باندې د الله پاک يوه ستره پيرزوينه وبولي چې د دوى يو مشهور مخالف عالم يې وشرمولو.

ماخذ: ګڼ شمير عربي ويب پاڼې.

اخترزموږ له هيوادنه ډير پخوا کډه کړېده !

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 15 لړم 1390 | وخت: 02:56

موږ اختر نلرو

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی                             دا په چاباندي اختردی خداي خبردی

استاد پژواک

داماشوم به کوم اختر ولري ؟

Afghan-kid-got-checked-by-US-Soldier

داماشوم چي خوله ئي دخنداپر ځاي له ژړاډکه، اومورئي دغم پر پېڅول ناسته ده،دغه تاسو داختر بولی؟ 

امن څنـــګه راتلاې شى؟

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 14 لړم 1390 | وخت: 22:24

how to bring peaceپه افغانستان كې د امن د نه راتلو كيداى شي ډير لاملونه وې خو ما چې څومره د خپل فكر مزي ځغلولي او را ځغلولي دى نو راته وايې په هېواد كې د امن د نه راتلو لويه ستونزه په خلكو كې د خپلي خاورې او خلكو سره د واكمنانو او د لوستوالو د ميني نشتوالى دي.

د چينايي فيلسوف کنفوسيوس د زېږېدو ۲۵۶۲-مه کليزه ولمانځل شوه

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 10 تلې 1390 | وخت: 16:59

anniversary-confuciuse-chinaد وتلي چينايي حکيم فيلسوف، کنفوسيوس (يا کنفيوشيس) د زېږېدو ۲۵۶۲-مه کليزه د سپټمبر په ۲۸ نېټه په چين کې ولمانځل شوه. له دې وړاندې د کنفوسيوس د زوکړې کليزه د چين د ختيځ ولايت شانډونګ د کیوفو په نامه سيمه کې - چې د کنفوسيوس پلرنی ټاټوبی دی - د سپټمبر په ۲۷- نېټه ولمانځل شوه.

د چې ګوارا د يادونو کتاب د هغه د مېرمني لخوا خپور شو

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 28 غبرګولی 1390 | وخت: 16:38

ارنستو چې ګواراد ارنستو چې ګوارا د يادونو کتاب د (جنګيالي يادونه) په نامه د هغه د مېرمني اليدا مارچ له خوا چاپ شوی دی. په دې کتاب کې د نړۍ د انقلابي او چريکي جنګياليو د مثال چې ګوارا د ژوندانه کېسي ليکل شوې دي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011