Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.

 

ليکني

د روژې د مياشتي خصوصيات

سه شنبه، 11 زمری 1390 | وخت: 20:24

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

دادالله رب العالمين لوی احسان دی چي زموږپه ژوندکي يوځل بيادرمضان مياشت راغله.

درمضان المبارک مياشت دمغفرت،رحمت او له دوزخه  دخلاصون مياشت ده . دا مياشت دالله پاک دتحفو،احساناتواوورکړومياشت ده .  دامياشت ځيني داسي خصوصيات(ځانګړتياوي) لري چي په نورومیاشتوکي نشته، چي هغه ددې مياشتي په اهميت اوفْضيلت باندي دلالت کوي غواړم ځيني يې وليکم هغه دادي :  

د مبارکې روژې ګټې

چارشنبه، 05 زمری 1390 | وخت: 14:37

لوي څښتن لره دي حمد اوټولی ستايني وي ، هغه چي پرموږباندي يي درمضان مياشتي روژه فرض كړي اوبيايي توفيق راكړی چی دهغه دغه فرض ترسره کړو، اودهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي درمضان مياشتي په شپه كي يي تراويح لمونځ سنت كړي همدارازدهغه پرمباركواصحابانواوتابعينوچي دهغه پرپاكه لاره تللي اوموږ ته يي دهغه سنت رارسولي دي .

د شعبان د مياشتي فضيلتونه

سه شنبه، 04 زمری 1390 | وخت: 21:28

Prayer for godد حضرت محمد (ص) ارشاد دى :

- روزه د الله رب العزت مياست ده او شعبان زما مياست ده

شعبان د نبي (ص) تر ټولو زياته خوښه مياست بلل كېږي، په دې مياست كي به نبي (ص) روزې نېولې او عبادتونو به يې كول، د دې مياستي نوم شعبان ايښودلو يوه وجه دا هم كېداى سي، چي د دې مياستي د خير و بركت د عمل په وجه موږ الله تعالى ته نزديوالى غواړو، دا مياست نبي (ص) ځان ته په منصوبولو سره اعلان كړې ده، چي دا مياست د الله تعالى د عبادت او اطاعت خاص مياست ده

د مسلمانانو د وروسته پاته والي يوازينی علاج [لومړۍ برخه]

پنجشنبه، 30 چنګاښ 1390 | وخت: 00:38

afghan-poor-women-asking-for-helpبسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علي سيد الاولين والاخرين خاتم الانبيآء والمرسلين محمد وآله واصحابه الطيبين الطاهرين .

د نن څخه د يارلس سوه کاله وړاندي کله چي دنيا د کفر، جهالت، ناپوهۍ او ګمراهۍ په تيارو کي ډوبه وه د مکې مکرمي پر کاڼو او غرونو باندي د رشد او لارښووني سپوږمۍ راښکاره سوه. تر مشرقه، مغربه، جنوبه، شماله او د دنيا تر هر کونجه پوري يې خپله رڼا ورسوله تر درويشتو کالو په کمه موده

د توبې اهميت او شرائط

دوشنبه، 27 چنګاښ 1390 | وخت: 22:38

دعا او توبةبسم الله الرحمان الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

الله رب العزت ته توبه ايستل داسي عمل دی چي هيڅ مسلمان ترې بې پرواه کېدای نشي،دهرمسلمان توبې ته اړتياشته،هره ورځ ورته اړدی.

الله پاک هم انسانانوته په قرآن کريم کي په مختلفومقاماتوکي د توبې ترغيب ورکړی دی الله فرمايي: ﴿وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾(النور31){اې مؤمنانو!تاسوټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ!هيله ده چي بری موپه برخه شي} 

د أمير المؤمنين يو تاريخي سفر

سه شنبه، 21 چنګاښ 1390 | وخت: 20:17

یوه تاریخي لویه او ستره شېبه وه، هغه چې د مسلمانانو خلیفه أمير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه به د فلسطین د بیت المقدس کیلي ګاني د نصاراوو څخه ترلاسه کوي.

رومي او فارسي امپراطوریاني د اسلامي لښکرو تر سخت برید لاندي وي او د مسلمانانو لخوا ور ولړزولی شوي، بیت المقدس د ابو عبیده بن الجراح رضي الله عنه تر مشرۍ لاندي د مسلمانانو لخوا له څلورو میاشتو راهیسي کلابند وه، مسلمانانو ته د بیت المقدس څخه پرته بل کوم مهم هدف پاتي،

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات کيسه

پنجشنبه، 16 چنګاښ 1390 | وخت: 23:30

محمد (ص)د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند اخرۍ شېبي وي... د ژوند اخری کار یي حجت الوداع وه چي ورپسي د قران کریم آیتونه نازل شول چي: الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتي ورضیت لکم الاسلام دینا..

د دي ایت په اوریدلو سره حضرت ابو بکر صدیق رضي الله عنه وژړل نو د یو چا لخوا وپوښتل شو چي څه شی دي ژړوي ای ابا بکره؟؟ دا ایت هم د نورو ایتونو غوندي ایت دی چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازلیږي!! نو ابو بکر الصدیق رضي الله عنه وفرمایل: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات خبر دی.

اسلا مي اقتصاد او دهغه ځانګړتیاوې

پنجشنبه، 16 چنګاښ 1390 | وخت: 01:42

اسلامي اقتصاددا د هغو اقتصادي اصولو ټولګه ده ، چې له قرآن او سنتو څخه را اخیستل شوي دي او د مجتهدینو هغه نظرونه چې دهرې زمانې او ټولنې په رعایت یې له قرآن او سنتو څخه را اخیستي ، له قرآن او سنتو څخه را اخیستل شوي اصول لکه چې په قرآن کې راغلي : ( هو الذی خلق لکم فی لارض جمیعا ) الله ( جل جلاله ) هغه ذات دی چې هر هغه څه چې په ځمکه کې دي ستاسو د ګټې له پاره پیدا کړي . دا آیت یو اصل ږدي هغه دا چې اصل په کسبونو کې اباحت دی ، په بل ځای کې په قرآن کې راغلي :

ساینسي معجزې په قران کریم کې [لومړۍ برخه]

شنبه، 28 غبرګولی 1390 | وخت: 21:25

ساینسي معجزې په قران کریم کېدکتاب نوم : قران اونننۍ ساینس

راټولونکی او ژباړن: پوهنمل محمود نظری

قران کریم د خدای (ج) کلام د ی چې پر محمد (ص) د جبریل (ع) په واسطه نازل شوی دی او بیا د هغه لخوا و خپلو همراهانو ته دیکټه

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011