Fri11172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه نړيوال خبرونه


نړيوال خبرونه

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 12 لندۍ 1390 | وخت: 18:48

egypt-muslim-brotherhood-wins-electionsد اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې دې، له خپلو سيالو ګوندونو څخه وغوښتل چې د رای - شمېرني پايلي دي ومني. د دغه ګوند په يوه اعلاميه کې راغلي چي: موږ په هر چا او په هغو کسانو چې ځان له ډيموکراسي سره تړلی ګڼي، ږغ کوو چې د خلکو ارادې ته غاړه کېږي او د خلکو خوښه ومني.

متحده ایالات: ايران غوښتل په امريکا کې د عربستان سفير ووژني

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 20 تلې 1390 | وخت: 00:43

us-department-of-justiceپه واشنګټن کې امريکايي چارواکو نن وويل چې ايران غوښتل په امريکا کې د سعودي عربستان سفير عديل الجبير ووژني.

د امريکا د عدليي وزارت چارواکو وويل چې ايران غوښتل د عربستان سفير د مکسيکويي مخدره موادو د مافيا په واسطه له منځه يوسي.

د چارواکو په وينا د مافيا د معلوماتو له مخې دوی په دې بريالي شوي چي د ايران دغه توطئه بربنډه او پکې شکېل کسان ونيسي. 

ډير امریکایان په افغانستان کې د پاکستان ISI له امله ووژل شول

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 16 وږی 1390 | وخت: 20:01

American Senateدهغو شمېرو له مخې چې د امريکايي چارواکوله خوا خپاره شوي، له 2001 کال راهيسې پر افغانستان د امريکايي پوځيانو له يرغل سره په دغه هېواد کې 1645 تنه امريکايي پوځيان وژل شوي دي،دامریکایی پو ځیانو دزیاتو تلفاتو په هکله، یوه امریکایي جمهوری غو ښتونکی سناتور مارک کریک ویلی دي چې ډير امریکایان په افغانستان کې د پاکستان د ای. اېس. ای له امله ووژل شول نو اوس هغه وخت دی، چې له اسلام اباد سره امریکا

ناروې: پوليس وايي چې د وژل شويو شمېره به ۹۸ ته ورسېږي

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 01 زمری 1390 | وخت: 19:10

norway-cristian-kill-98-peopleپه ناروې کې د تېري ورځي د پېښي د مړو شمېره ۹۸ تنو ته رسېږي. د ناروې پوليسو يوه افسر نن خبريالانو ته وويل چې چې اسلو ښار ته څېرمه د ځوانانو په يوه کمپ باندې په بريد کې د مړو شمېره ۸۵ کسو ته رسېږي او په اسلو ښار کې د لومړي وزير دفتر ته څېرمه په بمي بريد کې ۷ کسه وژل شوي دي. د هغه په وينا داسي برېښي چې څو نور ټپي کسان هم مړه شوي دي چې د دغه خبر د تاييد په صورت کې د مړو شمېره ۹۸ کسو ته رسېږي.

ناروې: د اسلو په بمي چاودني کې د مړو شمېره ۸۷ کسو ته ورسېده

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 31 چنګاښ 1390 | وخت: 23:47

Bomb kills 7 in Oslo and several dead in shootingد ناروې په پلازمېنه اسلو ښار کې د جمعې په ورځ سيمه ييز وخت غرمه مهال يوه زوروره چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې ۷ کسان ووژل شول.

همداراز يوه وسله وال کس چې د پوليسو جامې يې اغوستې وې اسلو ته څېرمه په يوه ټاپو کې د ځوانان په يوه کمپ باندې مرمۍ وورولې چې د رپوټونو له مخې تر اتيا ډېر کسان يې وويشتل.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011