Fri11172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب ادبي ليکني


ليکني

له تکړه شاعر عبدالهادی هادی سره مرکه

سه شنبه، 23 غبرګولی 1391 | وخت: 17:23

ښاغلی عبدالهادي هادي د پښتوژبې او ادب تکړه، مخکښ اوخوږ ژبې شاعر

Abdulhadi Hadiدښاغلي عبدالهادي هادي ادبي او فرهنګي څیره او نوم او د ده غزلیزه شاعري زموږ د هیواد په معاصرو شاعرانو کې د ادب او شاعرۍ مینه والو ته څرګنده او روښانه بیلګه ده.

ښاغلی عبدالهادي هادي د (محمد حیدر) زوی دی، پر (۱۹۷۲) زیږدیز کال د سمنګان ولایت د ایبکو په ښار کې په یوه درنه کورنۍ کې زیږیدلې دی.

څرک په وروستي ديدن کې

یکشنبه، 17 غوی 1391 | وخت: 19:47

وروستى ديدن د ځوان ،تاند ليکوال او شاعر سردارولي څرک لومړنى ژباړل شوى اثر دى،چې په جلا ل ابادکې د(ختيځ )خپرندوى ټولنې لخواچاپ شوى دى،دغه اثر له اردو ژبې څخه پښتو ته ژباړل شوى ناول دى،چې ليکوال يې انوراحسن صديقي دى،ډېرپه زړه پورې دى،دناول کيسه ددرې کورنيوپه ژوند راڅرخي ، مرکزي کرکټر ونه يې جميله،اميرخان،مظفرالدين اورئيسه دي،جميله،اميرخان او مظفرالدين درې واړه ديوې کورنۍ دي،مختار او ناصر هم په کيسه کې تريوځايه له لومړۍ برخه کې ونډه لري،خو بيايې عمر لنډېږي ناصر اوجميله په يوبل مئين وي خوترهرچاپټ مګر بياهم اوږې بوى ډېرژر خپرېږي.

د اکبر زمينداوري څېره دسيمو په لرغونو ادبياتو کي [دوهمه برخه]

یکشنبه، 07 کب 1390 | وخت: 00:16

عربي شعر په جاهلي دوره کي:

Pashto Literatureدعربودجاهلي دورې شعرونه تر ډېره دعربو د ټولنيز ژوندانه کړو وړو ،خوى،فکر ،ديانت ،خصلت اوطبعيت څخه بحث کوي چي دعربود هغې دورې دمهموتاريخي او تمدني منابعو څخه شمېرل کيږي او دجاهلي شعر (عرب ديوان )دي .

د سولې او صميميت شاعر کتاب باندې څو خبرې

جمعه، 28 سلواغې 1390 | وخت: 23:26

که څه هم چې افغاني مېرمنې تل په ډول ډول ستونزو کې را ښکېلې وي،نه شي کولاى خپله هغه وړتيا او استعداد ټولنې ته ديوه کدر په توګه وړاندې کړي او په ټولنه کې ترې نورې خويندې ،ميندې،پوه اوناپوه هغه ګټه پورته کړي، چې دوى يوه مثبت لوري ته ثوق کوي،خوبياهم داسې ډېرې په خپلې خاروې،خلکواوچاپېريال مئينې مېرمنې هم شته،چې په خپل ژوندکې دپرتو ستونزو پروړاندې يې سينه سپرکړې ده اوله خپلو نازکو لاسونويې ديوې الماسي تورې په توګه کار اخستى دى،

د اکبر زمينداوري څېره د سيمو په لرغونو ادبياتو کي [لومړى برخه]

جمعه، 28 سلواغې 1390 | وخت: 00:09

(د ٧،٨ هجري پېړۍ پښتو لرغونى ادب)

Pashto Literatureپه دې ليکنه کي دارواښاد محمداكبرزمينداوري لرغونې ادبي څېره دسيمو(هند،چين،ترکې،روسيې اوعربو د ٧-٨ هجري پېړۍ له ادبياتو سره ښودل کيږي اوورسره په څنگ کي دپښتوادب په تاريخ كي دهمدې دورې(٧-٨)هجري پېړۍ پرشعري ډول ،اوهمداډول ددې دورې پرسياسي ،ټولنيز،اقتصادي ،علمي،عرفاني ،اوادبي اړخونوباندي په خراسان( =افغانستان) کي يادونه سوې ده .

مرحوم افضل شوق رښيتنى پښتون شاعر

شنبه، 22 سلواغې 1390 | وخت: 10:48

څومره ظالم يې مرګه دومره صبر هم نه کوې

چې يې دزړناغــــوړېدلې غوټېۍ وســـپړېږي

رښتيا ده وايي چې مېړونه مري،خونومونه يې پاتې کېږي ، خوداسې مېړونه چې دنومونوتر څنګ يې خبرې هم ژوندې پاتې شي، دګوتو په شمار وي ، چې په دې حساپ کې يو هم دپښتوژپې ، دشعر ،شاعرى او ليکوالۍ دډګراتل اوله دې فاني نړي څخه کوچېدلى مرحوم افضل خان شوق دى ، چې دهغه خوږ ې اوله کيف او لذت څخه ډکې خبرې اوس هم له موږ سره په ذهنونواودکاغذ پر مخ ژوندۍ پاتې دي ، مونږ به هم په هغه پسې له دې غملړلې نړې وکوچېږو،خودهغه خبرې بياهم ژندۍ وي .

په ګومله کي پښتو مشاعره

سه شنبه، 04 سلواغې 1390 | وخت: 22:26

Gomala Moshaira Pashtoدشيخ طوطي باباادبي ټولنې ګوملې له خوادخراسان ادبي کاروان ږوب دشاعرانوپه وياړدګوملې په تاريخي سيمه کي يوه درنه اوپرتمينه مشاعره وسوه . چي په کي دګوملې، ټانک، ملېزی، پنيالې، کړي حيدر، مغزي، پاي، عمرخېل اونوروسيموپه سلګونه شاعرانو، ليکوالانواودادب مينه والوګډون درلود .

د ښاغلی لایق زاده لایق ادبې زیار

شنبه، 17 مرغومی 1390 | وخت: 08:51

ستــا د خـــــــــایست ګــلونه ډیـــر دی

ځولئ مې تنګه زه به کوم یو ټولومه

laiqzada-laiqپښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ او بډایه دی، په ټولیزه او فطري توګه پښتانه امن خوښی قام دی. شعر، شاعرئ او موسیقی سره مینه لری. هر هغه لوستي او نا لوستي پښتانه چې د خپل کولتور نه پردی شوی نه وی نولږی او یا ډیري پښتو لنډئ او ټپې به ئې خامخا زده وی. 

پوهاند زيار د پښتو ژبې او پښتني فر هنگ د سرڅڼې او سيالۍ په هڅه [دويمه برخه]

دوشنبه، 28 لندۍ 1390 | وخت: 18:50

پوهاند دوکتور مجاوراحمد زيار پر هېوادني او جهاني کچ
د پښتو ژبې او پښتني فر هنگ د سرڅڼې او سيالۍ په هڅه

pohand-doctor-mujawir-ahmad-ziarمسعود: ستاسو له انده د اروپايي، هندي او پښتو موسيقۍ اساسي ځانگړنې کومې دي او څه توپير سره لري او دا راته وواياست، چې موسيقي او شعر سره په خپل منځ کې څه تړاو لري؟

نامتو ليکوال ارواښاد محمد علم بڅرکی

شنبه، 26 لندۍ 1390 | وخت: 22:24

ارواښاد محمد علم بڅرکی زموږ دهیوادنامتواو پیاوړې ملي، سیاسي، ټولنیز، ادبي او فرهنګي شخصیت

mohammad-alam-batsarkayزموږ ګران هیواد افغانستان دسترو ننګیالیو، میړنیو، توریالیو او اتلانوټاټوبې دی . همدوی وو، چې د تاریخ په اوژدو کې یې د بلوسګرو او دښنو ګوزارونو پر وړاندې خپلې سینې ډال کړې ، اودخپل هیواد د ژغورنې، ملي ، سیاسي خپلواکۍ، آزادۍ، سولې، سوکالې، د ملي او ټولنیزو ارزښتونو، دودونو، جالونو، او نورو پيژندنښو د دفاع او خوندیینې لپاره یې په ټوله رښتینولۍ، ټینګ هوډ، او میړانه مبارزه کړې ده، هیواد والو ته یې د ملي یوموټیوالي او هیواد پالنې لوستونه ورکړي دي .

ارواښاد عبدالهاشم دولت زی زموږ د هیواد ولسي شاعر

جمعه، 25 لندۍ 1390 | وخت: 20:51

ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی زموږ دهیواد ولسي شاعر، روحاني، ملي او قومي شخصیت

abdulhasham-dawlatzayپوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار، په خپل یوه نوي اثر( پښتو بدلمیچ یا پښتو شعر څنګه جوړیږي)کې داسې لیکي: (( له اوږدو آزمېینو، څیړنواو پلټنو څخه وروسته دې پایلې ته رسیدلی یم، چې د هرې ژبې او بیا پښتو شعر پوهه او غږپوهه سره نه شلیدونکي تړاو لري او له همدې کبله پرې دا دومره مهال د دودیزو پوهانو له خوا دعربي عروضي سېستم د راتپلو هڅې ناکامه شوې دي.))

له پیاوړي لیکوال او تکړه شاعر شهسوار سنګروال سره مرکه

پنجشنبه، 24 لندۍ 1390 | وخت: 21:48

د پښتو ادب اوفرهنګ له پیاوړي لیکوال او تکړه شاعر ښاغلي شهسوار سنګروال سره مرکه

shahsawar-sangarwalزموږ په افغاني ټولنه کې د پښتوادب اودشعرهنریولرغونۍ تاریخ لري، چې زموږ دهیواد ویاړلي فرهنګي شتمني ده. دشعر هنردادب او فرهنګ په ډګرکې هغه ښکلې او په زړه پورې هنردی، چې زموږ لیکوالان او شاعران دخپلې شعري ژبې په وسیله د هیواد دبیلابیلو مسایلوپه اړه د خپلې ټولنې د پیښو، طبیعي او ټولنیزو ستونزو واقعي او عیني څیره هغه شان، چې وه او ده، خپلو هیوادوالو ته دخپل رنځور زړونو دردونو، آرمانونو او د عواطفو نه ډک انساني

انځورېزه شاعري

دوشنبه، 07 لندۍ 1390 | وخت: 03:38

Sameuddin Afghaniمحترمو لوستونکو!

دايوه څرګندحقيقت دی چې په بشری نړۍ کې علم اوتخنيک ورځ په ورځ دپر مخ تګ په حال کې دی او نړۍ وال په مختلفو برخوکې د نوی اکتاشافاتو شاهدان دي چې بشردعلم ،فرهنګ او ادب په برخه کې هم لازمې لاسته راوړنې درلودلې دي٠

پدې بحث کې په مشخصه توګـــــه هغه لاسته راوړنو ته اشاره کوم ،کوم چې د هرې جامعې د کلتور او ادب پورې تړاو لري او په هغه کې د ليکوالانو او شاعرانو ونډه او فعالتونو تر څنګ هغه لاسته راوړنې چې د ژبو او ادب دغنې کيدوپه اړه ترسره کړې يادونه کوم ٠ 

ګيله نيم جنګ دى

شنبه، 21 لړم 1390 | وخت: 21:45

د ميني تعريف:

مينه په جسم باندي بيروني اثردي چي دجسم داخلي قوتونه د زياتي ترحده لمسوي.

مينه وخت، ځاي ،عمر اوتړلي هوډ نلري زوړ او ځوان يي کولاي شي که چيري دميني کيسي واورو نو موږ تري ډير اوسني يو خودميني په دومره زيات عمرکي تل کورپه کور،نارينه په نارينه،ښځه په ښځه ،ماشوم په ماشوم،حيوان په حيوان او ونه په ونه ګرځيدلي اود هيچا سره د وفا تر حده نده پاتي شوي.

له پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار سره مرکه

شنبه، 21 لړم 1390 | وخت: 19:53

زموږ دهیواد له نوميالي ژبپوهاند، ادبپوهاند،مخکښ شاعر، ليکوال،
علمي او اکادېمیک شخصیت استاد پوهاند زیار سره مرکه

مرکه وال : انجنیر عبدالقادر مسعود

د بلې هرې بشري ټولنې په څېر زموږ پښتني- افغاني پوهان او فرهنگيان هم د خپلې ټولنې د پرمختيايي بهير لوکوموتيف بلل کېږي . او په دې توګه د خپلو وگړو او پرگنو د ښوونې، ويښونې او لارښوونې چاره پر مخ بيايي. د تېرمهال، وسمهال او وستر مهال يو روڼ او روښان انځور يې مخې ته ږدي. له خپل ملي پېژندنښو او ارزښتونو او په پای کې يې له ځان او جهانه خبروي . 

بختيار د يوه مقصد په تلاش کې

سه شنبه، 26 تلې 1390 | وخت: 09:10

نه شاعـــــــــــر يم نه دشعـــــــــــــر په معنــــــــــــى پوه يـم

يوعاجزغوندې انسان يم دهېـوادپه مينــه لـوى يم

(په زړه مې ته وې خداى رانکړې)، دځوان اوتاند شاعر او ليکوال بختيار تلاش لومړنۍ ټولګه ده ،چې دشعر په کاملاً نوي ټوکېدلي فورم (ټپيزو) راڅرخي،او دخپل ژوند تلپاتې درد او تلپاتې مينې ته يې په خورا خوږه ژبه ډالۍ کړى دى. 

له آغلې سهیلا اصغري وردک (حسرت نظیمي) سره ادبي مرکه

چارشنبه، 13 تلې 1390 | وخت: 12:21

Suhaila-Asghari-wardakزموږ د هیواد د خوږژبې او پیژندل شوې ویاندې آغلې سهیلا اصغري وردک (حسرت نظیمي) سره ادبي مرکه

د نړۍ په پرمختللوهیوادونو کې د ښځې تاریخي نقش، انساني ارزښت او مقام ته ځانګړې پاملرنه شوې ده . په داسې ټولنو کې د یوې ښځې شخصیت د علم، لیاقت، استعداد، وړتیا، پاکي، صداقت، لوړو اخلاقو او اوصافو په وسیله دسیاسي، اجتماعي، ادبي اوفرهنګي پوهې پر اساس ارزیابي کیږي، تر څو ښځې وکولای شي، چې خپل ځای او مقام په ټولنه کې د نارینه وو سره یو ځای پیدا کړي . ښځه او نارینه د دغو علمي، اخلاقي او فرهنګي خصایلو او اوصافو په وسیله کولای شي، چې د ټولنې د ودې او پرمختګ په ټولنیزو چارو کې دخپلو حقوقو او آزادۍ د لاسته راوړنو لپاره یو ځای خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي .

د فاني په شعر کي د اوښکو انځور

چارشنبه، 13 تلې 1390 | وخت: 12:13

زړه په لاس کي د احمد (فاني) دلاس هغه تڼاکي دي چي دکلو،کلو قيمتي وخت يې پرمصرف کړى او دخپل هنر په برکت يې ملغلري ځني جوړي کړي او د ولس ترلاسو يې ورسولي اونه داچي خپل وخت يې پر مصرف کړى بلکي اوښکي يې هم ورسره توۍ کړي چي دا دپښتو ادب ولمن ته يوه بله ډالۍ اوزياتونه ده زموږټولنه داسي کسانوته ضرورت لري چي دخپل ورځنيو چارو ترڅنګ يې فارغه وخت هم په کار اچوى او ددې وخت څخه په استفاده يې خپل اولس ته په مختليفو برخو کي دشعراونثر په قوي ژبه دقوي هنريت سره يو ځاي پيغام پريښى نه داچي يوازي يې پيغام پرېښي بلکي خپلي قيمتي اوښکي يې هم توى کړي دي.

د بشارت په شعر كي نغښتې عاطفه

چارشنبه، 13 تلې 1390 | وخت: 12:12

عاطفه د انسان په وجود کي هغه قوه ده كه چيري خداي مه كړه داقوه نیستي سي نو د ظلم،تيري او وحشت توري دروازې به د نړۍ پر مخ داسی راخلاصي سي،چي مادي اومعنوي شتمني به دجهالت داور دلمبوخوراك کړي.

دعاطفې په ژوندۍ ساتلو كي لوي رول په ټولنه كي شاعر ښه لوبولولاي سي ځكه چي شاعر دشعر په ژبه خلګوته داپيغام اونظريه وركوي. چي څنګه له دې بلاوو اومصبتونو څخه ځان ژغورلاي سو.

له تکړه شاعر او ليکوال افضل ټکور سره ادبي مرکه

یکشنبه، 27 وږی 1390 | وخت: 23:28

afzal-takoorد هیواد د پښتو ژبې او ادب پیاوړي او وتلي خدمتګار ښاغلي ګل افضل ټکور سره ادبي مرکه

مرکه کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود

ښاغلی افضل ټکورهغه تکړه اومخکښ شاعراولیکوال دی، چې دخپلوارزښتناکو، علمي او ادبي آثارو، لیکنواو څیړنو په وسیله یې زموږد دپښتو ادب ستوري روښانه او ځلانده ساتلي دي، او خپلې ملي ژبې او افغاني ادب او فرهنګ ته یې د ستاینې او ویاړه ډک خدمتونه تر سره کړي دي او په دې لاره کې یې ډیر اغیزمند ګامونه پورته کړي دي، چې زموږهیواد وال اود علم اوادب مینه وال به د ده دا ټولې علمي، ادبي اوهنري هلې ځلې او خدمتونه هیڅکله هیر نه کړي.

ادبي ټوټه: ښایست

یکشنبه، 27 وږی 1390 | وخت: 17:26

په دنېا کې هر څه ښاېست لري ځکه چې هغه نا ښېسته هم خپل وجود کې د ښاېست

کلمه لري ..

خو ...

اصلي ښا يست څه شی ده ؟

ځينې خلک ډير ښايسته وي خو ښايسته نه ښکاري برعکس ځينې

ښا يسته ښکاري خو ښايسته نه وي،ځکه چې د دوې د ښايست

او ناښايست ا صل نشته ، ظا هر او با طن يی مطا بقت نلري.

 

همدا دظاهر او باطن مطابقت ښايست ده.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011