Fri07212017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب کيسې او داستانونه


کيسې او داستانونه

لنډه کيسه :: دوهم ځل ناکام [رفيع الله روشن]

شنبه، 20 کب 1390 | وخت: 21:49

بې له دې چې دهغه لورته وګوري،اواز يې پرې وکړ هارونه!اى هارونه!تاته وايم،ګوره چې بيا غږ نه راته کوي،بيا دپلار اومور ترمخې ما ملامتوي،هغې همداخبرې له ځانه سره کولې،چې ده پرې بړچ وهل،غلې شاااااا،بلادې په دې تور مخ شه،څل ځله مې درته ويلي چې زما ددرس ويلو په وخت کې مه راسره غږېږه،جلۍ يې ووېروله،غلې په خپل ځاى کې مېخ شوه،لږه شېبه وروسته يې سرد هارون خواته کوږ کړ،دسترګوله کونجه يې ورته وکتل،هغه بياهم د پخواپشان،په کتابچه کې

لنډه کيسه: بخښنه غواړم [رفيع الله روشن]

پنجشنبه، 04 کب 1390 | وخت: 20:16

ډېره موده شوې وه چې کلي ته نه وم تللى ، هېواد ته په ٢٠٠١م کې د امريکايي ځواکونو له راتګ سره ترې راکډه شوي وو،بيامې سترګې هم نه وې ور اړولې،کله به چې کوم دوست ښارته راغى اوپه کلي کې به مو د وضعيت په هلکه وپوښته نو له زړه به يې وينې څڅېدې، ويل به يې، تېر شئ ترې هېڅ پوښتنه يې مه کوئ ډېر بدحال دى.

د نصیبو خبرې [خوشال کونړی مزاروال]

شنبه، 29 سلواغې 1390 | وخت: 23:15

khushal-konari-mazarwalکله چې ګلبرو ترور د شیروار شاربلو نه پس د شړومبو کټوې پر سر له چینې کور ته راستنه شوه، ګوري چې زوی یې لا هماغسې د خوبونو زانګو زنګوي. له ډېره قهره یې خپلې شونډې وچیچلې او په زوی یې ورغړمب کړل:

ـ وه زویه! لمر سترګه تر نیمایي آسمانه رارسېدلې او ته لا هماغسې بېده یې. دا څه درباندې شوي؟ خدای مکړه ناروغه خو به نه یې؟

غمی د خپلې مور خبرو راجګ کړ. اوږې یې تاوې راتاوې کړې او په کټ کې کېناست.

لنډه کيسه:: د ښوونځي جامې [رفيع الله روشن]

جمعه، 28 سلواغې 1390 | وخت: 23:26

په وړوپښوولاړدالمارۍ خانه يې خلاصه کړه يوڅه يې ترې راواخستل دکورنۍ نورو غړوته يې شا واړوله او

له المرۍ څخه له را اخيستي څيزسره بوخت شو، هغوى په خپلوکې پرې بحث پيل کړ،مشرې خور يې وويل داڅه شى يې پيداکړچې له موږنه يې پټوي،پلار يې وويل پرې يې ږدۍ کار مه پرې لرئ، چې دى خوښ وي،موږ کوم اعتراض نلرو،ټولوغلي غلي وخندل،خوده په هېچاخيال رانه وړه اونه يې ددوى خبروته کوم اهميت ورکړ څوشيبې وروسته دټولوهېرشوهريوپه

لنډه کيسه: انتظار [خوشال کونړی مزاروال]

شنبه، 15 سلواغې 1390 | وخت: 23:20

Khushal Kunari Mazarwalهره ګړۍمې سترګې د دیواري ساعت په ستنو ښخیږي. کله نا کله هغه ناول ته لاس کړم چې په پخوانیو وختونو کې د وحشي انسانانو له خوا د بې وسو خلکو د خوړلو کیسې کوي. ګوندې که د انتظار شېبې پای ته ورسيږي، او که رښتیا ووایم د زړه درزا مې له یوې شېبې نه بلی ته زیاتیږي. له ټولو نه زیات په دې فکر کې یم چې ژر تر ژره د هغې

لنډه کيسه:: بنده مرغۍ [خوشال کونړی مزاروال]

جمعه، 07 سلواغې 1390 | وخت: 20:36

هر څوک په خپل زړه کې دلۍ، دلۍ هېلې او ارمانونه لري چې د ځینو دا هېلې او ارمانونه یو څه تر سره شي. ځینې هېلې د سړي په زړه کې داسی ډکې پاتی شي چې سړی له دونیایي کاروبار او روزګاره وباسي او له پښو یې وغورځوي.

په زړګي هم داسې وشول. کله چې د هغه په شونډه د ځوانۍ نښې را پیدا شوې نو ورسره جوخت یې زړه د کلي د اخون په لور زرکې بایلود. په زرکې زړه بایلل څه د حېرانتیا خبره نه وه. هغې ته خدای داسې پېغلتوب ورکړې و. تا به ویل د چین

لنډه کيسه :: ځوانيمرګه ناوې [رفيع الله روشن]

شنبه، 17 مرغومی 1390 | وخت: 23:05

په خپله به يې خداى خبر چې لمونځ کړى وو کنه،پرهغې يې اواز وکړ ونجلۍ!پاڅېږه لمونځ دې وکړه ،هغو کوچنيوهلکانوته چاى تيارکړه چې ښوونځي ته به ځي.

نجلۍ په خپل ځاى کې اړخ بدل کړ،شخي يې ووېسته ،غاښونه يې وچيچل ،اوږده ساه يې واخسته،سترګې يې ومښلې په ځاى کې کېناسته،خوب يې لا په سترګوکې وو،سربه يې کله

مغروري [محيب رحمتي]

چارشنبه، 02 لندۍ 1390 | وخت: 22:22

په كوم ملك كي يو ډېر نيك بادشاه حكومت كاوه، هيڅوك هم د هغه له درباره خالي لاس نه تلل، ولس له بادشاه څخه ډېر خوشحاله و، بادشاه اولاد نه درلود، څو كاله چي تېر سول بادشاه ته خداى يوه لور وركړه، بادشاه ښه په دب و درز سره يو جشن جوړ كړ، د نورو بادشاهيو بادشاهان يې مباركي ته راغلل، بادشاه ډېر مغروره سو، هغه له دين و دنيا څخه غافله سو، په خپل ولس يې ظلمونه شروع كړل، ملكه له دې ناوړه كارو ډېره پرېشانه وه، ټول ولس د بادشاه په خلاف سو، له وخت نه په ګټي اخيستني سره، يوه ګاونډي ملك حمله باندي وكړه، بادشاه يې له واكه وغورځاوه، بادشاه، ملكه او شهزادګۍ يې درې سره په بند كي واچول، د بادشاه يوه نوكر په پټه دى له بنده وه ايست په پښو يې مزل كاوه، له ډېرو ستړيو وروسته يوې بلي بادشاهي ته ورسېد، بادشاه ته دا احساس پيدا سو، چي د دولت او طاقت نشه تر ډېره وخته پوري نه پايي، انسان بايد هيڅ كله هم له انصافه مخ وانه ړوي، اوس هغه د يوه عام وګړي په شان ژوند پيل كړ.

لنډه کيسه ::: زما يادونه [رفيع الله روشن]

پنجشنبه، 12 لړم 1390 | وخت: 18:55

غوټۍ چې فرهادډېرپرې ګران وو او دومره يې زړه پرې بايللى وو،چې نه يې غوښتل بله نجلۍ ورسره خبرې هم وکړي.

يوه ورځ يې په ښوونځي کې د تفرېح پرمهال ورته وويل ګوره فرهاده! ته ښه په دې پوهېږې چې زه له تاسره ډېره مينه کوم،نويوه هيله درنه کوم چې له نورو نجونونه ځان وساته،له هغوى سره ډېرې ټوکې ټکالې مه کوه ډېر ورسره کېنه پاڅېږه مه،هغه ورته غوږ نيولى وو اودې ورته خبرې کولې.

چې خبرې يې خلاصې شوې هغه ورته وويل سمه ده زما ښايسته حورې! څنګه چې ته غواړې همداسې به کېږي،خودهغې زړه پرې اوبه نه څښلې. 

لنډه كيسه: بې كاري [محيب رحمتي]

یکشنبه، 17 تلې 1390 | وخت: 14:04

muhib-rahmatiد دروازې زنګ ووهل سو، آمنې ورمنډه كړه دروازه يې خلاصه كړه، انور په ستړيو ګامونو كور ته ننوت، آمنه خپل ورور ته مخامخ كېناسته، هغه ته يې په اميدونو ډك نظر وكتل، انور په مايوسانه لهجه ورته و ويل :

- نه زما خورې! نن بيا ما وظيفه پيدا نه كړه، دلته د غريبانو لپاره هيڅ كوم كار نسته انور له تېرې يوې مياشتي راهيسي بې كاره و، كله چي انور د دريو كلونو و پلار يې په ترافيكي پېښه كي ومړ، د انور مور د خلكو كالي پرېمنځل، په ډېر تكليف يې خپل زمن لوى كړي و، انور تر لسمه پوري ښونځي ويلى و، بيا د د كار په لټه كي سو، خو تر اوسه پوري يې كوم كار پيدا نه كړ دا وخت هم انور د بس په تمځاى كي مايوسه ولاړ و، غرمه مهال و، يو اجنبي سړى يې مخي ته ودرېد، ورته وې ويل :

لنډه کيسه:: زما موټر [رفيع الله روشن]

پنجشنبه، 07 تلې 1390 | وخت: 22:04

د کړکۍ ترڅنګ خلاصې شيشې ته مخامخ ناست وم،داخبار پروف مې کاته،په دې خاطر چې کومه غلطي يا اشتباه ونه لري،ځکه سباته (چهارشنبه )بايد چاپ شوى واى، دروازه راخلاصه شوه،سينه مې دود ونيوه ،ډېرتېز وټوخېدم، اخواته په څوکۍ ناست هلک راپورته شو،دپنځوافغانيوسکه يې ورکړه،اوروان شو،دروازه يې بنده کړه،ماخپل کارته ادامه ورکړه،شېبه وروسته بيا هلک راغى ماته رانږدې شوه،

لنډه کيسه :: سبا اختر دى [رفيع الله روشن]

شنبه، 05 وږی 1390 | وخت: 21:47

د روژې وروستى ماښام وو، کوچنى ماشوم له لويوهيلوسره دمورڅنګ ته ورغى دهغې له سره يې پړونى په نازکو ګوتوکش کړ،په وړه اونرمه ژبه يې ورته وويل مورې ! سباته، ماته زما نوې جامې اغوندې ؟

مور: هو زوى جانه بوټونه به هم درته په پښوکړم.

لنډه کيسه: چټ او که د پلار سره ماځيګرى؟

جمعه، 21 زمری 1390 | وخت: 01:26

د ایمل مور خوني ته راننوته، په غصه وه او ويې ویل : " هلکه، سل واري مي درته ویلي، چي یو ګړۍ کمپیوټر پرېږده، ولاړ سه ! ودي شوړوئ. ته یې او کمپیوټر دئ، پسخند دي را ایستلى دئ . "

دا چي مور یې نوره خپه نه سي، نو ایمل په غوړه مالي سره ورته وویل : " مـــــــــــــور جاني، سمه ده ! ته خوا مه بدوه، دغه یم، درځم! "

لنډه کيسه: غم د پاسه غم [ضياالرحمن حبيب سپين غر]

شنبه، 15 زمری 1390 | وخت: 16:07

صمد او احددواړه ورونه وو چې دښځو په خبره بلاپسې يا پرلپسې وو ،صمد تر احد مشر وو خو دواړه ځکه همزلي معلومېدل چې په يوه ټولګي کې وو چې صمد يې اول نومره اواحد دوه يم نومره وواودواړه په يوه ښوونځي کې په درس ويلو بوخت ما به هرسهار دوې دواړه ليدل چې څنګ په څنګ به ښوونځي ته روان وو دوې دواړه زما کليوال وو.

ډېرو کسانو رانه پوښتنه کړې وه چې دوې دواړه څنګه داسې ډېر سره خواږه دي ؟

لنډه كيسه: آخر زه هم انسانه يم [محمد هارون فيضي]

یکشنبه، 09 زمری 1390 | وخت: 20:32

Haron Faizyهوسۍ چې په تيليفون كې خبرې كولې، د سراى د دروازې كړپ يې واورېد او خپله وروستۍ جمله يې په تلوار وويله:

- بيا وروسته زنګ راته ووهه پلار مې راغى.

پلار يې په سراي كې پر هواره سوې كمبله كښېناست ،مور يې د چايو پتنوس ور ووړ :

لنډه کيسه: رښتینې شهزادګۍ [د مختار احمد احسان ژباړ]

یکشنبه، 26 چنګاښ 1390 | وخت: 19:17

real princes sleapingلیکوال : هنس کریسټیین انډرسن

ژباړلو نېټه : ۲۰۱۰ز، د اګسټ دوهمه، دوشنبه، هارلېم - هالنډ

وو، نـه وو، یو شـهـزاده وو.

شهزاده غوښتل له یوې شهزادګۍ سره واده وکړي، له یوې رښتيني شهزادګۍ سره.

شهزاده د ذکر سوي ښځي د لټون په خاطر د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي سفرونه وکړل، خو هر چيري چي به یې شهزادګۍ پیدا کړه، د ده په اند به يې یوه نیمګړتیا درلوده.

لنډه کيسه: پياده لار [د احمدشاه پاڅون ژباړه]

یکشنبه، 26 چنګاښ 1390 | وخت: 00:42

پياده لار((اى ..... پورته سه ! دلته ولي بيده يې ؟ )) پوليس بيده سړى پر پښه په ډنډه ووهى ، هغه په بېره راپورته سو .

پوليس وويل :((تاته نده مالومه چي د سړك پر سر خوب كول د قانون خلاف دي ؟))

هغه په تعجب پوليس ته و كتل او زياته يې كړه (( نو چيري بيده سم ؟))

پوليس په غوصه ورغبرګه كړه (( كورته ولاړ سه ))

لنډه کیسه: نا اشنا شاعر [شیرين آغا جهانګير]

یکشنبه، 19 چنګاښ 1390 | وخت: 23:57

شیرین اغا جهانګیرتالار د چک چکو اوازونه په سر اخیستی و. د هر شاعر شعر له چکچو سره بدرګه کېده. هر شاعر په دې انتظار و چې نوبت زر ورشي او خپل شعر خپلو مینوالوته واوروي.

د غونډې په وروستیو شېبو کې وار داور باران ته ورغی. هغه دې ښار کې مسافر و. هغه له بل ولایت نه دلته د زدکړې لپاره راغلی و. کله چې زه مشاعرې ته تلم، له هغه نه مې غوښتنه وکړه چې راسره لاړ شي، ځکه چې هر ځل چې به زه کومې مشاعرې ته تلم، راته به يې ویل چې ما هم له ځانه سره یو سه. دهغه په دې ښار کې یو کال پوره کېدونکی و، مګر په دې یو کال کې هغه یو ملګری هم ځانته نه و پېدا کړی.

لنډه کيسه:: کاپرکوله ټــا (تور مخی) / ظفرخان اهتمام

یکشنبه، 05 چنګاښ 1390 | وخت: 13:15

ظفرخان اهتمامپه یوه سیمه کې د يو دین خلکو په یو موسم کې دوې بیلې بیلې هيلې درلودې، دې هیلويوې له بلې څخه ډېر توپير درلود، توپير د ځمکی له تل څخه د اسمان تر څنډو رسېده .

هوکی ! توپیر ، د ځمکی د مخ د برخو په سر توپـیر!!

د ځمکی په مخ د ویش دا کرښې د ازل لیکې کښلی وی چی دچاپه برخه ډاګونه، للمې،اوبې اوبو کاړونه او دچا په برخه هم اواری ، اوی دوه فصله او د سین تر غاړې په لویو لویو ویالو سپرې او پرتې ځمکې وې.

لـنـډه کـيـسـه:: ســړك / احـمـدشـاه پاڅـون

دوشنبه، 23 غبرګولی 1390 | وخت: 23:36

سړکزلمي د يوې زروري خندا سره د موټر سايكل د شټرينګ راسته مټى لاندي خواته تاو كړ د كوڅې د منځ دكانونه په بيړه تر دوى تير سوه نصب د زلمي په اوږه پوري ځان كلك كړ خوله يې د هغه غوږ ته ورنژدې كړه .
-ياره كرار ځه كوڅه ده دلته كوچينان راوځي .
- په دې پوهيږم نه وينې چي ناوخته دى .

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011