Fri09222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه


جګړه که روغه جوړه

د افغاني الاصله بهرنیو رسنيز جنګونه

دوشنبه، 18 غوی 1391 | وخت: 21:07

Media Warیوه افغاني الاصله بهرني زموږ د تخنیکي مالومات پر بنسټ په اغلب ګمان د هالنډ د ایمیلورډ (فلیولند) د ښار څخه د «افغاني الاصله امریکايان او غربیان څه وايي» تر عنوان لاندې یوه لیکنه کړې، نو ځکه مې وپتیېله چې د هغې د ځواب په موخه یو څو کرښې ولیکم.

نن سبا په بهرنيو ملکونو کې د افغانستان په وسله وال مقاومت ذهني تجارت روان دی. يو شمېر ليکوال په رسنيو کې يو او بل افغان په دې ګرموي، چې ګواکې امريکايی او يا هم اروپايي ذهنيتونه لري،

په افغانستان کې جګړه [٢٠ برخه]

چارشنبه، 17 کب 1390 | وخت: 22:59

ښکاري چې پاکستان يو ځل بيا په افغانستان کې غوبل وکړي

a poor afghan boyاوونۍ پخوا په اسلام اباد کې د پاکستان اوافغانستان دخبريالانو ګډه غونډه جوړه شوې وه .دغه غونډ چې پرخېبرنيوز نېغ په نېغه خپرېده نو ما يې هم ننداره وکړه او هغه څه چې مې په کې وليدل او واورېدل باور وکړئ پوخ يقين مې وشو چې افغانستان د پاکستان پېنځم ايالت دی.

جالب چارواکي لرو !

پنجشنبه، 04 کب 1390 | وخت: 00:00

د۲۰۱۲ زکال دفبروري ۲۳

يوازي پياوړی او يومټۍ دولت د سولي او پخلاينې جوگه کېداي سي!

Habibullah-Ghamkhorتر اوسه لادقطر مسلې درواغ اورښتيا معلوم ندي ، چي دارښتيادپخلاينې لپاره هڅي دي اوکه يوه بله سياسي لوبه ده چي پايله ئې لکه پيل چاته نه معلوميږي .

د افشار تنظيمي ټکرونه او که د بېلنتوب ذهني چکرونه

دوشنبه، 24 سلواغې 1390 | وخت: 23:14

afghanistan-home-war-burning-by-warlordsپه افغانستان کې ۲۰۱۲ ميلادي کال د فبروري په ۱۱ نېټه د ايران د اسلامي اوښتون کليزه ولمانځل شوه، چې د دغه شهکار د فکر، موخې او مصلحت عاملين څوک دي او د څه لپاره دغه ورځ په کندهار او کابل کې لمانځل کېږي، زه هم نه پوهېږم. د ايران د اسلامي انقلاب ۳۳ کليزه ده، چې نه يوه ځانګړې نېټه ده او نه هم د افغانستان لپاره کوم ټولنيز ارزښت، خو يو شی پکې شته، هغه دا چې حضرت عیسی (ع) په ۳۳ کلنۍ له دې نړۍ سره وداع وکړه، نو کېدی شي، د افغانستان لاسپوڅو دغه نېټه د صليبيانو د خوښي لپاره د ايران له انقلابي خوځښت سره نښلولې وې، چې د فارسي خبره «نه سيخ بسوزد و نه کباب» او يا «يک تيرو دو فاخته»، مګر داسې فکر کېږي، چې نننۍ لاسپوڅې اداره يا افغانستان په ټولو په وړو برخو خرڅوي يا وېشي او يا هم له ۲۰۱۴ ميلادي کاله د خپلې بقا لپاره د ايران اخوندانو ته سر له اوسه غوړه مالي کوي.

په برلین کی د سولی په اړوند غونده

شنبه، 08 سلواغې 1390 | وخت: 15:21

dove-of-peace-flightد جنوری په ۱۸ نیته د برلین په ښار کی د افغانستان د سولی او بیا رغونی تولنه او د آلمان په پارلمان کی د سوسیال دیموکرات د ګوند استازی ګده غونده جوړه شوه .

په غونده کی د ویناوالو د دلی نه د آلمانی پیږندل شویو وکیلانو نه سربیره دری تنه افغانانو د هغی جملی د سولی مخکښ دوکتور عثمان تره کی چه د غوندی ځانګړی میلمه وو ، هم ګدون کړی وو .

د امريکايانو دوستي بيا روا کېږي

پنجشنبه، 15 مرغومی 1390 | وخت: 23:59

Friendship with US is allowed againهغه ورځ د کندهار په چوڼۍ سيمه کې ځانمرګي بريد د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر عام وګړي مړه او ټپيان کړل. د ښار سړکونه له ښوونځي د رخصت شويو ماشومانو په وينو سره شول او د ميرويس روغتون سيمټي انګړ يو ځل بيا له بورو ميندو ډک شو.

په بريد کي د وژلو شويو کسانو ګرځنده ټليفونونه لا تر ډېره ناوخته پورې شرنګېدل . هغه ټليفون ته نو څوک څنګه ځواب ووايي چې خاوند يې تړلې زنه پروت دى او ځوانه کونډه يې ورته پرلپسې زنګونه وهي. چا دومره وس درلود چې يوې بې وزلې تور سرې ته ووايي چې نوره کونډه شوې يې.

په افغانستان کې جګړه [١٩ برخه]

پنجشنبه، 15 مرغومی 1390 | وخت: 22:24

د پاکستان دوښمن د امريکا دوښمن دی

war in Afghanistan 19په کال ١٩٤٠ کې چې کله په هېندستان کې د مـحمد علي جناح په مشرتوب کې يوې ډلې د مسلمانانو د نوم لاندې په هېندستان کې د يوۀ بل هېواد د جوړولو وړانديز او غوښتنه وکړه نوله جناح وپوښتل شول چې دا به څه ډول هېواد وي د جناح ځواب وو دا به يو ډېر ډېموکرات هېواد وي ازاد به وي مولايان به په کې نه وي .

افغانستان د آسيا د سيمه ييزو ناخوالو تود ډګر

دوشنبه، 21 لندۍ 1390 | وخت: 22:49

افغانانو په وروستيو څو لسيزو کې خپل هېواد په کنډواله بدل کړ. د دغه مضمني جګړې په ترڅ کې يې له ۲ ميليونو ډېر خلک مړه شول، ګنشمېر خلک يې مهاجر، څوميليونه معيوبين او معلولين شول. د کونډو، بورو، رنډو او يتيمانو شمېر يې هم تر څو ميلونو واوښت او نن سبا يې ۲۰ ميليونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، چې په دويم بُن کې هم ښاغلي حامد کرزي د دروېزې اوږد لاس بهرنيو ملکونو ته نيولی ؤ او د نورو لسو کلونو د اقتصادي مرستې زارۍ يې کولې.

د جګړو ګټونکی او بایلونکی د تاریخی واقعتونو په رڼا کی

چارشنبه، 02 لندۍ 1390 | وخت: 20:46

wars-20th-century-warګرانو لوستونکو ته څرګنده ده چی د انترنیت په اوسنۍ نړی کی ډیرو خلکو ته دا موقع په لاس ورغلی ده ، چی خپل نظریات او افکار د انترنیتی ویب پاڼو له لاری څرګند کړی .

کله چی یو څوک یو څه ولیکی او نشر شی نو لوستونکی یی فورآ په دوو ډلو وویشل شی یوه ډله یی په شاباسو او افرینونو ستایی او بله ډله ورته د وطنفروش ، خاین ، ملحد ، اشرار ، طالب ، کمونست ، او نور القاب ورته قطار کړی ، سپکی سپوری شروع د بعضی مقالو لاندی دا لړی ډیره اوږده او خبره ښکنځلو او پیغورونو ته ورسیږی .

زه غواړم چی د پورتنی سرلیک لاندی پنڅو جګړو ته د مسلسلی شماری په حساب د لوستونکو پام راوړوم ، چی په د جګړو کی د بایلونکو او ګټونکو لاسه ته راوړنی څه دی ، چا ګټه او چا تاوان کړی دی ولی ؟

ستراتیژیک تړون یا په افغانستان کی د سولی او ازادۍ لپاره وروستۍ چانس

شنبه، 28 لړم 1390 | وخت: 22:29

USA-Afghan_flagsډیرۍ افغانان او بهرنیان په دی ورځو کی د افغانستان او امریکی تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه د خپلو شخصی او ګروپی غوښتنو او تمیلاتو په نظر کی نیولو سره خپل نظریات د انترنیت او رسنیو له لاری وړادی کوی ، څوک د تړون او مشورتی لوی جرګی مخالفت کوی او وایی چی : د امریکی دایمی اډی دایمی اسارت دی او د افغانستان د پاره یی په ضرر بولی ، د دوی دلایل دادی چی موږ به غلامۍ ته راکښل شو ، بی واکه به شو ، او بهرنیان به راباندی لوبی کوی . بله ډله خلک بیا د دی تړون په باره کی مثبت نظر لری او وایی چی په افغانستان کی د سولی او ثبات د راوستو لپاره د امریکی او اوروپایی اتحاد سره د اوږدی مودی تړون لاسلیک د افغانستان په ګټه دی .

امارت بريا او دولت خپله ماته اعلان کړه!

جمعه، 22 تلې 1390 | وخت: 22:37

Taliban and Afghan governmentکله چې لس کاله مخکې د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتمبر په يوولسمې د امريکا په مهمو اقتصادي او نظامي مرکزونه سرښندونکي بريدونه وشول، پړه يې په افغانستان کې ميشت د القاعدې په جهادي تنظيم واچول شوه، سره لدې چې په لومړيو کې د ياد تنظيم مشر شيخ اسامه رحمه الله د دې بريدونو مسؤوليت په غاړه وانخست، او اسلامي امارت هم پکې د خپل لاس درلودلو له انکار سره سره پدې اړه د تحقيقاتو په لار کې د هر راز مرستې اعلان وکړ پدې شرط چې د هيواد له اسلامي او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

له افغانستان نه دفاع دچا دنده ده؟

سه شنبه، 19 تلې 1390 | وخت: 18:44

afghanistan-mapوايي لس کاله دنړيوال پوځی شتون تيرسول خوسوله رانغله اوافغان ولس ته ورکړه سوې وعدې يوه هم پوره نسول .

پدې لس کاله کي دکرزی صاحب په اصطلاح زموږدې ورور (پاکستان)دامريکا اونړيوالوټولنې څخه تردې نامه لاندي چي دنړيوالي ټولنې سره په افغانستان کي دترهگرو دجرړو په ايستلو کي مرسته کوي اودافغانستان په کورنيو چاروکي به لاس نه وهی دميليارډو ډالروترلاسه کولوپه بدل کي دوې وژونکی ډالۍ افغان ولس اونړيوالي ټولنې ته وړاندي کړې:

په افغانستان کې جګړه [١٨ ليکنه]

جمعه، 15 تلې 1390 | وخت: 14:36

rocketsپرله پسې اووم اکتوبرونه او خرتوبونه

هغه وخت چې بېنظير بټو طالبان پر کابل وغورځول هند يې ژور مخالفت وکړ خو بېنظير بټو هند ته ډاډ ورکړ چې دطالبانو خرتوب پرته له افغانستانه د بل هېڅچا پر زيان نه دی او هند چې افغانستان ته زيان اړول لا ١٢٠٠ کاله پخوا غوښتل پر خولۀ يې لاس کېښود او په افغانستان کې يې د طالبانو د خرتوب ننداره کوله ،نه يې ويل چې په افغانستان کې زموږ ګټې په خطر کې دي او يا خټې ، طالبانوپه افغانستان کې د فرعون ،ثمود،يزيد،نمرود او د شمرخرتوبونه وکړل خو پرهند يې سوړ باد هم ونه لګېد .اوس چې افغانستان د پاکستان له لاسه وتی دی هند هم هماغومره سرګردانه دی لکه پاکستان .

ټلواله په ګواښونو او پټکو باندی یو ځل بیا ولس تیر باسي

سه شنبه، 05 تلې 1390 | وخت: 02:07

atta-mohammmad-noorد یکشنبی په ماښام مې د یو شمېر خبری رسنیو لخوا واوریده چې د بلخ والی عطا محمد نور د استاد ربانی د مرګ په غبرګون کې افغان دولت ته ګواښ کړی که دوسلوالو طالبانوپروړاندی په خپلی پالیسی کې بدلون را نه ولی نودې به وسلی ته لاس او پخوانی مجاهدین به یو ځل بیا په ځان راټول کړي.

ايادسولې لپاره دومره قرباني بس نده؟

شنبه، 02 تلې 1390 | وخت: 00:06

Burhanuddin-Rabbaniد سولې نړيواله ورځ چې هرکال دسپتمبرپه يوويشتمه په هېوادکې په بېلابېلوډولونو لمانځل کېده .سږکال دپروفيسوراستادبرهان الدين رباني لخواچې دسولې دعالي شورا رئيس هم وو ، په هېوادکې دتل پاتې سولې لپاره په داسې حال کې ولمانځل شوه،چې دخپلوشريفواومتدينو ولسونولپاره يې خپلې ويني نذرانه کړې،اودتاريخ په پاڼه کې يې يونوى اوزرين باب پرانيست.

طالبان په قطر کی د خپل دفتر په باب بی خبره دې

جمعه، 25 وږی 1390 | وخت: 23:30

Talibanله څرنګه چی ټول خبر دې د تېر یو کال راهیسي په ډیرو معتبرو رسنیوکی داسی راپورونه خپرېږي چې طالبان به په قطر، ترکیه او یا هم دوبۍ کې دفتر پرانیزي، بالاخره په تیره اوونی کی ،د لندن ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امریکا متحدو ایالتونو د روان میلادي کال تر پایه پوري په قطر کې د طالبانو لپاره

اګست میاشت په تیرو لسو کلونو کی د امریکایي پوځیانو لپاره خونړۍ وه

شنبه، 12 وږی 1390 | وخت: 13:51

american troops carrying dead soldierنژدې لس کاله مخکې په نیویارک او واشنګتن باندې د ترورستي بریدونو له امله نژدې درې زره کسان ووژل شول چې بیا امریکایي ځواکونو د طالبانو او القاعده پرضد په افغانستان کې عملیات وکړل. د دې جګړې له پیلیدو تقریبا دوه کاله وروسته امریکایي ځواکونو د صدام حسین د رژیم پرضد عملیات پیل کړل چې درا پورونو پر اساس په دې لسو کلونو کې په عراق او افغانستان کې د امریکا شپږزره دوه سوه پوځیان تراوسه وژل شوې دي ،

سوله نېکمرغي راولي او جنګ تباه هي!!

سه شنبه، 25 زمری 1390 | وخت: 14:34

Mubariz

داخبره به مو ډېر ځایه او ډېر ځله اورېدلي یا لوستلي وي ، چې سوله لوی نعمت او الهي امر دی ، چې په شتون کې یې د انسانانو عزت، سوکالي او د ژوندانه غوره صفتونه نغښتي دي .

که څه هم د ادیبانو په خبره ډېرې سولېدلي یا تکراري خبرې خوند نه کوي، خو زما په اند د سولې په تړاو چې هر څومره خبرې وشي ، هغومره یې مزایاوې زیاتیږي .په دې مانا چې د افغانانو زړونه د سولې د نوم  په اورېدو داسې غوړیږي، لکه خزان وهلي ګلان چې د سپرلي په ښکلي رنګین موسم کې په سرو شونډو خنداګانې کوي .

تاسو په دېرش کلن ناورین کې ولیدل او لا هم بدبختانه د افغانانو د وینې بوی هره ورځ حس کولای شئ ، چې د پرادیو په اشارې په خپلو کې جنګیږي .په دې غمیزه کې د لسګونوکالونو رانیولي ترننه پورې ملیونونه ماشومان یتیمان ،همدومره میندې او پلارونه بې اولاده او مېرمنې یې کونډې شوې.

ترڅنګ یې زموږ د افغانانو زیات شمېر سترمنې او له غیرت ډکې مېرمنې او واړه ماشومان سوال کولو ته اړ شول .

دوی له رنګه رنګ مشکلاتو او مختاجیو سره مخامخ شول .ترننه پورې علاوه پر خپل هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې د سوال لمنې د یوه او بل په در کې ګرځوي .خدای مکړه دوی داسې نه دي، چې افغاني غرور او یایې په نړیواله کچه بېلګیېز غیرت له لاسه ورکړی ، بلکې د تېر او موجوده روان ناورین له امله د ولګې او ډول ، ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي .نو دې ته اړ شوي ، چې د پرادي هېواد په لارو ، کوڅو او کورونو کې له ستر او حجاب برخمنې مېرمنې د میرات مړي سوا ل پخاطر لمنې غوړوي او دومره څه تر لاسه کړي ، چې خپل وږي ، سرتور او لوڅې پښې ماشومان پرې لږ تر لږه دومره ماړه کړي، چې دمرګ له ګواښ څخه یې وساتي .

دغه راز په زیات شمېر  واړه ماشومان چې دوی د زده کړې او نازولو په ځای کې دي ، په درانو کارونو بوخت دي .ټوله ورځ د درانه ستم لاندې دومره درانه کارونه وکړي، چې له کبله یې د  ماشومانوتنکیو سرو شونډو وچ پتري ونیسي او ښکلي ، نوراني رنګونه یې تک  تور اوښتي وي .دا ټول د هغه بدمرغه جنګ له لاسه راپېښ شوي، چې د تېرو دېرشو کالونو راهیسې په افغانانو تپل شوی دی او هره ورځ د افغانانو له کورونو خوشالۍ وړي .

خو ډېر افسوس په دې چې افغانان لاهم هوښیار نه شول، لا یې هم دعقل او ژور فکر څخه سالمه ګټه پورته نه کړه ، چې د دوست په جامه کې د هغه لوی مکار دښمن  څېره په پوره اتفاق او یوه غږ بربنډه کړي،چې د ده له لاسه د افغانانو د غم کټوۍ په هغه خونخوار  نغري ايښودل شوي ، چې اور یې پرادی او د سون مواد یې افغانان ګرځېدلي دي .

اوس چې په افغانستان کې د وینې تویولو د مخنیوي،د هېواد د آبادۍ،د ټولوافغانانو ترمنځ د وروروالۍ د بېرته ټينګښت اوملي پخلاینې په خاطرچې د سولې عالي شورا رامنځته شوي، یو ښه او پرځای طلایي چانس دی .چې باید هر افغان ترې د ټولو ناخوالو په له منځه وړلو کې لوړه ګټه پورته کړي او مهمه داده ، چې په جنګ کې ټول ښکېل اړخونه دغې ملي او پاکې پروسې ته د زړه له کومې درناوی وکړي او له دې لارې د جنګ ځپلو او غم ځپلو افغانانو خصوصاً د تورسرو او معصومو ماشومانو هغه ارمانونه پوره کړي، چې وایي :

جنګ بس دی،د افغان وژنه بس ده، افغان ماشوم دې نور له یتیمۍوژغورل شي،د ښوونې روزنې  له خواږه نعمت څخه  دې برخمن شي،د خپل مور او پلار له خوږې غېږې دې نه بېلېږي او سوله دې راشي .

د همداسې ورځې په هیله

دايمي اډې که دايمي اسارت [لمړۍ، دويمه او دريمه برخه]

یکشنبه، 09 زمری 1390 | وخت: 23:57

له نړۍ راتاو امريکايي جال

Permanent Bases or Permanent invasionپه دې وروستيواوونيوکې دافغانستان او امريکا داستراتيژيکو اړيکو دتړون موضوع دافغانستان سيمې او لوېديځې نړۍ درسنيو توده موضوع ده.

څوک جګړه غواړي؟ طالبان، شمالي ټلواله، حکومت که نړۍ!

چارشنبه، 05 زمری 1390 | وخت: 23:13

Misiles-who-fights-world-or-talibanسیاستوال وايي که چیرې د دوو ډلو ترمنځ لانجه په خبرو حل نه شي نو جګړه پیلیږي او برعکس که لانجه په جګړه حل نه شي نو خبرې پیلیږي. دا خبره د افغانستان د روان کړکیچ د پای له پاره یوه ښه تجربه ګڼلی شو.د افغانستان جګړه خپل لسم کال ته ننوتې، هره ورځ وینې تویږي او بې شمیره پیسې لګیږي.

طالبان د کومی خاصی سیمی یا ولایت د کنترول په فکر کی نه دې

جمعه، 17 چنګاښ 1390 | وخت: 23:08

ملا عبدالسلام ضعيفملا عبدالسلام ضعیف ، د بې وسلې کولو په نړیوال کنفرانس کې کوم چی دالمان په برلین ښارکی جوړ شوی وو ګډون کړي وو،نوموړی، له طالبانو سره د خبرو په باب د راپورونو د خپرېدا علت په لوېدیځ په تېره بیا په اروپا او امریکا کې د خلکو د نظرونو مالومول او همداراز د لوېدیځوالو پرعمومي افکارو د اغېز شیندل وباله ده همدا راز په خپلو خبرو کی ویلی دی چی د افغانستان دحکومت سره دطالبانو دخبرو په باب تر اوسه پوری کومه ځرګنده ستراتیژی وجود نه لرې،

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011