Fri11172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د سيمي خبرونه


د سيمي خبرونه

د پښتو د غزل بابا اميرحمزه خان شينواري پر مزار بريد شوی

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 31 چنګاښ 1390 | وخت: 14:39

Amir Hamza Khan shinwari graveد خيبر پښتونخوا په لواړګي يا لنډي کوتل سيمه کې د جمعې په شپه نامالومه وسله والو کسانو د پښتو د وتلي او نوميالي شاعر او د پښتو غزل د بابا امير حمزه خان شينواري پر مزار بريد کړی دی.

له سيمي څخه په راغلو راپورونو کې ويل شوي چې بريد د لاسي بمونو په واسطه شوی دی، چې د مزار ديوالونو ته يې زيان اړولی دی. د لاسي بمونو د چاودنو له امله د حمزه بابا د مزار څنګ ته د کتابتون ټولي شيشې ماتې شوې دي، خو له نېکه مرغه کتابتون ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

کراچۍ: له څلور ورځنيو شخړو وروسته وضع د آرامۍ په لور ده [ويډيو]

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 18 چنګاښ 1390 | وخت: 21:18

په کراچۍ کې قومي شخړيد پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک نن يک شنبه خبريالانو ته وويل چې پاکستاني ځواکونو د کراچۍ هغه سيمي چې وسله والو ډلو په ولکه کې نيولې وې بېرته تر واک لاندې راوستې دي.

هغه دا هم وويل چې تر سلو ډېر کسان يې د وروستيو پېښو په تور نيولي دي.

په کراچۍ ښار کې د څلور ورځنيو قومي شخړو په ترڅ کې نږدې سلو کسو ژوند له لاسه ورکړی دی او تر سلو ډېر نور کسان ژوبل شوي دي.

ګيلاني د کرزي او نوازشريف د ليدني مخه ونيوله

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 24 غبرګولی 1390 | وخت: 16:33

حامد کرزی - نواز شریفد اوصاف په نامه پاکستانۍ ورځپاڼي خبر خپور کړی چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته په خپل وروستي دوه ورځني سفر کې غوښتل د مسلم ليګ ګوند د نواز ډلي له مشر ميا نواز شريف سره کتنه وکړي، خو د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلانی د دې کار اجازه نه ده ورکړې او د ليدني مخه يې نيولې ده.

د پاکستان پر يوه بانک ځانمرګی بريد وشو

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 23 غبرګولی 1390 | وخت: 21:47

په پاکستان کې ځانمرګی بريدد پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې نن دوشنبه د يوه ځانمرګي بريد له کبله يو تن مړ او څلور نور ټپيان شول. د اسلام آباد د پوليسو مشر واجد دراني رسنيو ته وويل چي ځانمرګي بريدګر وروسته له هغه ځان والوزاوه چي بانک ته د ننوتلو پر مهال د ساتونکو لخوا ودرول شو.

د بريد مسؤوليت تر اوسه چا په غاړه ندی اخستی.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011