Mon02192018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

طالبان: د استاد رباني د وژني په اړه تر اوسه لا څه نشو ويلای

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 31 وږی 1390 | وخت: 22:08

taliban-afghanistanد طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد څو شيبې وړاندې رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويلي چې طالبان لا تر دې دمه د پرون ورځي د پېښي په اړه چې د سولي د عالي شورا مشر استاد برهان الدین رباني پکې ووژل شو، هيڅ هم نشي ويلی. ځکه د دې پېښي په اړه د طالبانو معلومات لا تر اوسه نه دې بشپړ شوي.

کرزی: د استاد رباني قاتل د سولي سپکاوی وکړ

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 31 وږی 1390 | وخت: 17:28

hamid-karzaiافغان ولسمشر وايي د استاد رباني قاتل، افغاني ارزښتونو او سولې ته سپكاوى وكړ او له اسلامي مقدساتو يې ناوړه ګټه پورته شوې .

ولسمشر كرزى ، چې په نيويارك كې دملګرو ملتونو له غونډې د استاد رباني د وژل كيدو له امله بيرته راګرځيدلى و ، وايي دعنايت الله مخدوم په نوم د سولې داستازي له راتګه له وړاندې خبرو .

ملي امنيت: د استاد رباني په وژنه کې د کوټي شورا لاس وو

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 31 وږی 1390 | وخت: 16:11

-Burhanuddin-Rabbaniدافغانستان ملي امنیت وايي دسولې دعالي شورا دمشر استاد برهان الدین رباني په وژنه کې دکویټې شورا لاس لري.

دوی ادعا کوي چې له څلور میاشتو اړیکو پر باور دغه بریدګر د شورا د استازي په توګه ټاکل شوی و.

دپنج شنبې په ورځ دهیواد پټ څارې ادارې دمطبوعاتي څانګې مرستیال شفیق الله طاهري دیوې غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، دهغو پلټنو او مالوماتو پر اساس چې دوی دسولې دعالي شورا د دارالانشا مشاور واحدیار څخه ترلاسه کړي دي داستاد برهان الدین رباني په وژنه کې دطالبانو دکویټې شورا لاس لري .

کارپوهان: استاد رباني د بهرنيو هېوادونو استخباراتو وژلی دی

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 30 وږی 1390 | وخت: 20:34

ustad-burhanuddin-rabbaniداستاد برهان الدين رباني د وژنې تر شا دځواكمنو هيوادونو داستخباراتي كړيو لاس دى او داډول بريد دافغان دولت دمخالفينو له وسه پورته چاره ده .

د چارو كارپوهان وايي داچې استاد برهان الدين رباني چا وواژه افغان دولت بايد په دې اړه دقيقې څيړنې وكړي .

استاد برهان الدين رباني په ځانمرګي بريد کې ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 29 وږی 1390 | وخت: 18:33

Burhanuddin-Rabbaniد سولي د عالي شورا مشر او د افغانستان پخوانی جمهور رئيس استاد برهان الدین ربانی نن مازيګر په خپل کور کې ووژل شو. که څه هم پېښه په دقيقه توګه لا نه ده څرګنده شوې، خو ويل کېږي چې د طالبانو د يو مهم کس په نامه د رباني کورته وروستل شوی يو کس پر استاد رباني ځانمرګی بريد کړی دی.

پېښه د جمهوري رياست د يو تن وياند لخوا تأييد شوه او ويل کېږي چي ولسمشر کرزي نيويارک ته خپل سفر ناتمام پرېيښی او بېرته يې د افغانستان په لور حرکت کړی دی. 

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011