Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

د امنیتي چارو د انتقال بهیر نن په رسمي ډول له بامیانو ولایت څخه پیل شو

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 26 چنګاښ 1390 | وخت: 14:18

afghan forcesله بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه نن په رسمي ډول له باميانو ولايت څخه پيل شوه.

د باميانو ولايت وياند عبدالرحمن احمدي وويل، چې د امنيت د لېږد پروسه نن سهار د کورنيو چارو وزير، دفاع وزير، د امنيت د لېږد د پروسې د کمېسيون د رييس، د باميانو د مشرانو او چارواکيو په حضور د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې پيل شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې غونډه کې له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د څرنګوالي او د امنيتي تدابيرو د نيولو او همغږۍ په اړه خبرې روانې دي.

بغلان: نامالومو کسانو د واده په مراسمو کې دوه کسه ووژل

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 26 چنګاښ 1390 | وخت: 13:20

بغلان ولايت بېګا شپه د بغلان ولايت په بغلان جدید ولسوالۍ کې ناپېژندل شويو وسله والو کسانو د واده مراسمو ته په ورننوتلو په خلکو ډزې وکړې او په ترڅ کې يې دوه مېلمانه ووژل او اوه تنه نور يې ژوبل کړل.

د بغلان ولايت وياند محمود حقمل له رسنيو سره په خبرو کې دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دې چي د پېښي په اړه پلټني پيل شوې دې، چې مالومه کړې دا کار د چا لخوا ترسره شوی دی.

د پېښي مسؤوليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخستی، طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

خوست: ناټو ځواکونو يو ځل بيا ۸ تنه ملکي وګړي ووژل

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 23 چنګاښ 1390 | وخت: 16:39

khost civilians diedناټوځواكونو د خوست په مركز متون كې د ښځو اوماشومانو په ګډون د درو كورنيو اته غړي وژلي او ټپيان كړي دي. په وژل شويو كې يوه پېغله او په ټپيانو كې د همدې مور، دوه د ښوونځي زده كوونكي، يو ښوونكى او يو هم د والي د دفتر مامور دى.

د سيمې خلكو د همدې كسانو جسدونه د خوست ولايت مقام او ولايتي شورا ته د احتجاج په ډول راوړي وو، كه څه هم ولايتي شورا د احتجاج په توګه خپل دفتر وتړلو خو د ولايت له مقام څخه څوك ورته راونه وتل. ناټوځواكونو او ځايي چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندهار د علماوو د شورا رييس ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 23 چنګاښ 1390 | وخت: 13:02

archiveد کندهار د والي وياند زلمي ايوبي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې د کندهار د علماوو شورا رييس مولوي حکمت الله حکمت په يوه چاودنه کې نن غرمه ووژل شو. دغه چاودنه په کندهار ښار کې د يوه جومات په محراب کې رامنځته شوه. په دغه جومات کې د احمد ولي کرزي د فاتحې مراسم روان وو چې دا چاودنه وشوه.

ويل کېږي په پېښه کې يوولس نور کسان ټپيان شوي هم دی، خو تر دې دمه د پېښي کره معلومات نه دي خپاره شوي.

دا چاودنه وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د تېر سی شنبي په ورځ په کندهار کې د ولايتي شورا رييس او د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی د خپل يو تن باوري ساتونکې له خوا ووژل شو.

د ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزی ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 21 چنګاښ 1390 | وخت: 12:10

احمد ولي کرزی[غورځنګ] د کندهار د ولايتي شورا رئيس او د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی نن له غرمې وړاندې شاوخوا يوولس نيمي بجې په خپل دفتر کې ووژل شو.

نوموړی د خپل يوه تن ساتونکي لخوا وژل شوی دی.

د کندهار والي توريالي ويسا او د امنيه قوماندانۍ سرپرست عبدالرازق په کندهار ښار کې په يوه خبري غونډه کې دغه خبر تاييد او خبريالانو ته يې جزيات وړاندي کړل.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011