Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

د طالبانو مشر ملا محمد عمر وفات شوی دی

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 29 چنګاښ 1390 | وخت: 10:38

ملا عمرد طالبانو لخوا غورځنګ ويب پاڼي ته په راغلې اعلاميه کې ليکل شوې چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد د ورپېښي ناروغۍ له کبله د تېري جمعې په ورځ د چنګاښ په ۲۴ مه وفات شوی دی.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلې چې د ملا محمد عمر پر ځای ګل آغا د طالبانو د امير په توګه ټاکل شوی دی. د اعلاميې په نقل ګل آغا دطالبانو دمالي کمیسیون پخوانی مسؤل او د رهبري شوری لوړپوړی غړي دی. ګل آغا دامیرالمؤمنین سره نژدې اړيکې درلودی او هغه ته يې زیات درناوي درلود.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري افغانستان ته رسیدلی

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 28 چنګاښ 1390 | وخت: 17:31

Karzai, Zardari

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري نن په يوه رسمي سفر کابل ته راورسېد.

د ولسمشر د وياند مرستيال احمد ضياء سيامک هروي وويل، چې د پاکستان ولسمشر کابل ته را رسېدلى او له ولسمشرکرزي سره  په خبرو  بوخت دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون ناوخته اعلان وکړ، چې  ولسمشر زرداري  به له يوه  لوړ پوړي پلاوى سره نن کابل ته  لاړ شي ، چې د سفر موخه يې د ولسمشر حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي  فاتحه کول دي.

د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې دواړه ولسمشران به په يو شمېر سياسي، اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

احمد ولي کرزى تېره اونۍ په کندهارښار کې د خپل يوه ساتونکي سردار محمد لخوا ووژل شو.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم دغه سفر تاييد کړ او ويې ويل، چې په دې پلاوي کې به ددفاع وزير احمد مختار ،د کورنيو چارو وزير رحمن ملک او يو شمېر نور چارواکي شامل وي.

د يادونې ده ، چې تېره مياشت  ولسمشر حامد کرزى ديوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللى و.

افغانستان ته ولسمشر زرداري په داسې حال کې سفر کوي چې په دغه هیواد کې سږ کال په امنیتي پېښو کې ولسي او حکومتي کسانو ته د نورو کلونو په پرتله ګڼه مرګ ژوبله اوښتې.

جان الن په رسمي ډول په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومانده په لاس کې واخیسته

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 27 چنګاښ 1390 | وخت: 17:01

ISAF new commander

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال پيترويس تر يوه کلن ماموريت وروسته خپله دنده پای ته ورسوله او خپل ځای يې جنرال جان الن ته ور پريښود.

جنرال پیتراییس نن (دوشنبه) په کابل کې د نړیوالو ځواکونو په مرکز کې جنرال الن ته د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان مسوولیت رسماً وسپاره.

پترويس، خپل هيواد ته په رسيدو سره، د مرکزي استخباراتي اداري، CIA، رياست په غاړه اخلي.

ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیترویس کارونه وستایل او هغه ته یې د غازي محمد اکبرخان دولتي مډال ورکړ.

د ولسمشر د ویندوی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ډیویډ پیترویس ته دغه مډال د دې لپاره ورکړ، چې نوموړي په افغانستان کې د خپل  ماموریت په مهال په امنیتي چارو کې ګړندۍ  هلې ځلې کړي دي.

دیويډ پيټریاس په داسې حال کې خپله دنده سپاري چې په هیواد کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي، بیګا شپه د ولسمشر کرزي سلاکار د اورزګان پخوانی والي جان محمد خان د هغه په کور کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

کابل: د ولسمشر کرزي سلاکار او د ولسې جرګې غړی ووژل شول

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 26 چنګاښ 1390 | وخت: 21:20

د ولسمشر سلاکار جان محمد خان{غورځنګ] د روزګان پخوانی والي او د ولسمشر کرزي سلاکار جان محمد خان او د ولسې جرګې غړی محمد هاشم وطن وال د يوه ډله بريد کوونکو لخوا په کابل کې ووژل شول.

د خبر له مخې درې تنه ځان وژونکې د کابل په څلرمه کارته کې د ولسمشر د سلاکار کور ته ورننوتې او همدا شيبه د دغو بريدوکوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

ځينو رسنيو ويلي چې د پېښي سيمي ته د جمهوری رياست د ګارد ساتونکې هم ورغلي دي.

افغان ځواکونو ته د واک سپارلو لړۍ نن په رسمي ډول پيل شوه

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 26 چنګاښ 1390 | وخت: 14:19

afghan forcesد بهرنيو ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته د امنيتي واک د سپارلو لړۍ نن په رسمي ډول پيل شوه. د دغې لړۍ پيل د باميانو له ولايت څخه وشو.

په يوه رسمي غونډه کې چې نن سهار په باميانو ولايت کې پیل شوې افغان ځواکونو ته د واک د لېږد د کميسيون مشر اشرف غني احمدزی، د دفاع وزير عبدالرحیم وردګ، د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي او يو شمېر نور جګپوړي امنيتي چارواکي او د باميانو ولايت چارواکي ګډون لري او د واک د لېږد په اړه به دغه غونډه د نن ورځي تر پايه دوام وکړي.

افغان ځواکونو ته د امنيتي واک د لېږد لړۍ - چې تر ۲۰۱۴ کاله به بشپړېږي - لومړی په اوو سيمو کې پلي کېږي چې هغه د کابل، پنجشېر او باميانو ولايتونه او د هرات، مزارشریف، لښکرګاه او مهترلام ښارونه دي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011