Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

وردګ: بهرنيو ځواکونو د يوې ډاکټرې په ګډون درې ملکي وګړي ووژل

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 31 چنګاښ 1390 | وخت: 12:50

afghan civilian deathsبهرنيو ځواکونو تېره ورځ په وردګو کې درې ملکي کسان ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل. په وژل شويو کې يوه يې د وردګو ولايت اوسېدونکې او د غزني په روغتون کې ډاکټره عاقله حکمت، د هغه زوى او يوه لېورزۍ شامل دي.

له سيمې څخه يوه عيني شاهد د آغلې د کورنۍ غړو ته وويل چې تېره ورځ ماسپښين مهال د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ اړوند د شنيز درې په زرني سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر موټر بمي چاودنه وشوه.

تاجکستان: تنکي ځوانان په جوماتونو کې له عبادت څخه محروم شول

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 31 چنګاښ 1390 | وخت: 10:47

tajik mosque prayer[غورځنګ] په تاجيکستان کې د يوه نوي قانون له مخې هغه ځوانان چې عمرونه يې له اتلسو کلونو کم دي، جوماتونو ته په ځانګړي ډول د جمعې لمانځه ته نشي تللای.

دغه قانون چې د پلرونو او ميندو د مسؤوليتونو په نامه يادېږي، ځوانان له غير رسمي ديني ښوونځيو او حجرو څخه منع کوي.

دهرات ښار امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 30 چنګاښ 1390 | وخت: 15:04

Herat, provinceنن په هرات ښار کې امنیتي چارې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې وسپارل شوې.

په دې اړه نن په هرات ښار کې یوه پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې جګ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړې وو.

د امنیتي مسولیتونو د لیږد د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل، افغانان د دې وړتيا او وس لري چې امنيتي مسووليتونو ته اوږه ورکړي.

ده وویل، چې  نړېوالې ټولنی د ۲۰۱۴ کال تر پایه شل میلیارده ډالره د افغان ځواکونو سمبالښت او روزنې ته ځانګړی کړې دي.

تر دې مخکې د چارشنبې په ورځ د هلمند د مرکز لښکرګاه، د سې شنبې په ورځ د لغمان د مرکز مهترلام او د باميانو ولايت امنيتي مسوليتونه افغان ځواکونو ته ور وسپارل شول.

تمه کیږي، چې په راتلونکو  څو ورځو کې به د افغانستان د درېو نورو سيمو ‎کابل، مزارشريف او پنجشير امنيتي مسووليت هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر په وسلوال بريد کې ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 29 چنګاښ 1390 | وخت: 16:07

Kandahar, province

په کندهار ښار کې له شپږو ساعتونو وروسته پيل شوې جګړه پاى ته ورسېده.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي وويل، چې دوو وسلوالو نن سهار لمانځه مهال د ښار پر لومړۍ امنيتي حوزې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، لومړۍ چاودنه وشوه او ورپسې بريد کوونکو، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، پر لومړۍ امنيتي حوزې بريد وکړ.

د ايوبي په وينا، په دغه عملیاتو کې د لومړۍ امنیتي حوزې آمر د خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه چې په برید کې دوه مقاومت کوونکي هم وژل شوي دي.

نوموړى وايي، په دې نښته کې درې پوليس او درې عام وګړي ټپيان دي، چې د کندهار ميرويس روغتون ته وړل شوي دي.

د والي د وياند د معلوماتو له مخې، پيل شوې جګړه له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د دواړو بريدکوونکو په وژل کېدو پاى ته ورسېده.

طالبانو د ملا عمر د مړيني خبر په کلکه رد کړ

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 29 چنګاښ 1390 | وخت: 11:06

طالباند طالب وياند قاري يوسف احمدي له خوا غورځنګ ويب پاڼې ته په رالېږل شويو توضيحاتو کې ويل شوې چي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد مړينه يوازي د دښمن لخوا يوه آوازه ده.د هغه په وينا د طالبانو په رسمي ويبپاڼه باندې بېګاه شپه يرغل شوی او بريدګرو د طالبانو د رسمي ويندویانو له پتې رسنيو ته دغه جعلي اعلاميه استولې ده.

ښاغلي احمدي دغه کار يو تخنيکي غلا او اخلاقي جرم بولي او دغه کار د طالبانو د دښمنانو لخوا بولي او له خلکو غواړي چې په دغه ډول پروپاګندو باور ونکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو له رسمي برېښناليک څخه غورځنګ ويبپاڼي ته داسي اعلاميه رارسېدلې وه چي پکې ويل شوې وو د طالبانو مشر ملا عمر د تېري جمعې په ورځ وفات شوی دی. په هغه اعلاميه کې همداراز ويل شوې وو چي ګل آغا د ملا عمر پرځای د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی دی.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011