Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

ولسمشر کرزی : دمعذرت په غوښتلو سره څوک نه ژوندی کېږي

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 06 زمری 1390 | وخت: 14:36

Hamid karzai

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي  د فرانسوي پوځیانو له لوري د ملکي افغانانو د وژلو په وړاندې د معذرت په اړه وویل: د بخښلو په غوښتلو سره څوک نه ژوندی کېږي.

پرون فرانسوي پوځیانو د کاپیسا په ال آسای ولسوالۍ کې د ملکي افغانانو د سپرلۍ پر یوه موټر ډزې وکړې او درې تنه سپرلۍ یې، چې یوه یې اومیندواره ښځه وه، ووژله.

کندهار: دوه جلا پېښي وشوې، د کندهار ښاروال ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 05 زمری 1390 | وخت: 12:47

Kandahar Mayor Ghulam Haidar Hamidiنن سهار شاوخوا يوولس نيمي بجې د کندهار ښاروالۍ په ودانۍ کي يو ځانمرګی بريد وشو چې په ترڅ کې يې د کندهار ښاروال غلام حيدر حيميدي ووژل شو.

د چارواکو په وينا ځانمرګي بريدګر چاودېدونکې توکي په خپله پګړۍ کې ځای پر ځای کړي ول، چې په چولو سره يې ښاروال وواژه او يو بل تن يې ټپي کړ.

ناټو: په متون کې مو وژلي کسان ټول ملکي وګړي ول

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 04 زمری 1390 | وخت: 14:51

nato Forces ask sorry for Civilian Deaths in Khostڅو ورځې وړاندې ناټو ځواكونو د خوست ښار د متون په توره وړۍكې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دريو كورنيو شپږ غړي وژلي او دوه نور يې ټپيان كړي وو، د سيمې خلكو د همدې پېښې په غبرګون كې د وژل شويو كسانو جنازې د احتجاج په ډول د خوست والي دفتر او ولايتي شوراته راوړي وې او د پېښې په اړه يې د څيړنې غوښتنه كوله. له همدې امله د خوست ولايتي شورا هم په احتجاجي ډول خپل دفتر وتړلو.

دپنجشیر ولایت امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 02 زمری 1390 | وخت: 15:34

Panjshir, Districtد پنجشیر ولایت امنیتي چارې نن دیو لړ مراسمو په ترڅ کې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

په دې مراسمو کې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د انتقال د پروسې مشر ډاکټراشرف غني احمدزي او ځینو نورو مهمو دولتي چارواکو برخه اخیستې ؤ.

د پنجشیر د امنیې قومندان محمد قسیم پیمان وویل، چې په پنجشیر ولایت کې به د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د پروسې پر وړاندې هیڅ ډول خنډ را منځ ته نشي.

د پلازمېنې کابل په شمال کې پنجشېر شپږمه سیمه ده، چې امنیتي مسؤولیت یې افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

له پنجشېر وروسته به د افغانستان د پلازمېنې کابل امنيتي مسؤوليت افغانانو ته سپارل کېږي.

سپنتا: د ډاکټرعبدالله او امريکايانو ترمنځ تړون د اساسي قانون خلاف دی

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 01 زمری 1390 | وخت: 20:22

dr.spanta-dr.abdullah د ولسمشر کرزي امنيتي سلاکار رنګين دادفر سپنتا په ولسي جرګه کې وکيلانو ته د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيک تړون په اړه معلومات وړاندي کړل.

هغه په خپلو خبرو کې وويل چې تر اوسه لا د ستراتيژیک تړون د لاسليکولو ضمانت نشته. د هغه په وينا امريکايان هغه تړون چې په ۲۰۰۳ کال کې د وخت د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله او امريکايي لوري ترمنځ لاسليک شوی نافذ بولي او د هغه پر اساس دعوه کوي چې د امريکايي پوځيانو شتون په افغانستان کې قانوني دی.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011