Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

په جلال آباد کې يوه بې پيلوټه الوتکه را وغورځېده

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 12 زمری 1390 | وخت: 13:49

Jalalabad

د ننګرهار په مرکز  جلال آباد ښار کې د ايساف ځواکونو يوه بې پيلوټه الوتکه را غورځېدلې ده.

په ختيځو ولايتونو کې د  ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر رسنیو ته وويل چې دغه بې پيلوټه الوتکه تېر ماښام په اوو بجو د جلال آباد ښار سوېل ته د هډې فارم په سيمه کې د تخنيکي ستونزو له امله را غورځېدلې ده.

سرچينې زياته کړه چې له پېښې وروسته پوليسو سيمه کلا بند او ددوى ځواکونو د غورځېدلې الوتکې پاتې شوني انتقال کړل.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دغه بې پيلوټه الوتکه دوى ويشتلې او را غورځولې ده.

خو ايساف دغه ادعا رد کړه.

په کندز کې ډله ييزځانمرګي بريد څوارلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 11 زمری 1390 | وخت: 13:12

Konduz

د کندوز ښار په لومړۍ ناحيه کې پر يوه مېلمستون د ډله ييز ځانمرګي بريد په ترڅ کې د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ څلور ساتونکي وژل شوي او د اتو ملکي وګړو په ګډون لس تنه ټپيان دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرحمن اقتاش رسنیو ته وويل، ځانمرګو بريد کوونکو نن سهار څلور بجې پر هغه مېلمستون بريد وکړ، چې په کې د يوې امنيتي کمپنۍ ساتونکي، چې GTZ موسسې ته يې کار کاوه، اوسېدل.

وحيدعمر له خپلې دندې استعفا کړې، ولسمشر کرزي هم د هغه استعفا منلې ده

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 10 زمری 1390 | وخت: 12:11

Wahed Omar

د ولسمشر وياند وحيدعمر له خپلې دندې استعفا کړې او ولسمشر حامد کرزي هم د هغه استعفا منلې ده .

په هغه خبرپاڼه کې، چې نن د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه غورځنګ ویبپاڼې ته رارسېدلې راغلي ، چې وحيدعمر د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند او د مطبوعاتي دفتر د رييس له دندې څخه استعفا  کړې ده .

خبرپاڼه زياتوي ، چې ولسمشر حامد کرزي د هغه استعفا منلې، د هغه کړنې يې ستايلي،  وطن پال ځوان يې ګڼلى او هغه ته يې د لابرياليتوب هيله کړې ده .

په خبر پاڼه کې د وحيدعمر د استعفا د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي .

وحيدعمر د ١٣٨٨کال د ولسمشرۍ په ټاکنو د جمهور رييس حامدکرزي د انتخاباتي کمپاين د دفتر وياند او له هغه وړاندې د حکومت د رسنيو د مرکز مشر و .

په يادو ټاکنو کې د حامد کرزي له بريالي کېدو وروسته وحيد عمر د ولسمشر د وياند په توګه وټاکل شو.

ستره محکمه: د دوشنبې ورځ به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 09 زمری 1390 | وخت: 13:03

Ramazan Mobarakد افغانستان سترې محکمې تېر ماخوستن ناوخته اعلان وکړ، چې روژه به ددوشنبې په ورځ وي.

دسترې محکمې ددارالافتا رییس مولوي صدیق الله مسلم د زمري په اتمه دشپې په ۹:۵۰ دقیقو اعلان وکړ چې د رمضان میاشت ونه لیدل شوه.

هغه زیاته کړه چې سبا یکشنبه به دشعبان د میاشتې ۳۰ مه وي او ددوشنبې ورځ به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

بلخوا دسعودي عربستان سترې محکمې هم اعلان کړی دی چې روژه به ددوشنبې په ورځ وي.

دیادونې وړ ده چې تیره اونۍ د هیواد نامتو ستوري پيژندونکی عبدالله کندهاري هم وړاندوینه کړي وه چې روژه به ددوشنبې په ورځ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدو سره دافغانستان په بازارونو کې دخوراکي توکو بیې دپخوا په پرتله لوړې شوې دي.

د روزګان په بریدونو کې افغان خبريال احمد اميد خپلواک ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 06 زمری 1390 | وخت: 17:06

Ahmad Umid khpalwakد اروزګان ولايت په ترينکوټ ښار کې نن غرمه په ترسره شويو ډله ييزو ځانمرګيو بريدونو کې افغان خبريال احمد اميد خپلواک هم وژل شوى دى.

دغه ډله ييز بريد نن د زمري په ٦مه، د غرمې په شاوخوا ١٢بجو او ١٥دقيقو پيل شو، چې تر څو ساعتونو يې دوام وکړ.

بريد کوونکي د راډيو تلويزيون، ولايت مقام او د شاهراه کنډک قوماندانۍ ته ننوتلي او جګړه يې پيل کړې ده.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011