Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

پروان: په ځانمرګو بريدونو کې ۱۹ تنه ووژل شول

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 23 زمری 1390 | وخت: 13:38

parwan-afghanistan-suicide-attackپنځو تنو ځانمرګو بريد کوونکو نن سهار د پروان ولايت پر حکومتي ودانۍ بريد وکړ. په لومړي سر کې ځانمرګو يو موټر بم وچاوه چې په ترڅ کې يې د ولايتي ودانۍ د سرای په دېوال کې سوری رامنځته شو او پنځه تنه ځانمرګي بريد کوونکې د دغه لاري ودانۍ ته ننوتل.

وروسته يې دوو تنو ځانونه والوزول چي په ترڅ کې يې نږدې ۱۹ تنه وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چي دوی درې تنه نور ځانمرګي بريدګر موخي ته له رسېدو وړاندې وژلي دي.

د آيساف بله چورلکه هم په پکتيا کې لوېدلې ده

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 17 زمری 1390 | وخت: 10:19

US Helicopter Crashesد آيساف ځواکونو يوه بله چورلکه تېره شپه د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سيمه کې لوېدلې ده. د پکتيا ولايت وياند روح الله سمون وايي دغه چورلکه چينوک Ch47 ډوله وه چې د ناستې پر مهال له تخنيکي ستونزي سره مخ شوه او ولوېده. د سمون په وينا آيساف ځواکونو ويلي چې په چورلکه کې ناستو کسانو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

په میدان وردګو کې دچورلکې دغورځیدو له امله ۳۱ امریکايي پوځیان ووژل شول

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 15 زمری 1390 | وخت: 17:17

Maidan, Wardak

افغان چارواکي وايي چې د میدان وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د بهرنيو ځواکونو په را غورځېدلې چورلکه کې ٣١ بهرني او ٧ کورني عسکر وژل شوي دي.

د ميدان وردګو ولایت چارواکو نن وویل ددغه ولایت په سيد اباد ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو يوه چورلکه د عملياتو پر مهال غورځېدلې ده.

په کندز کې دملي امنیت د اداری یو مامور ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 13 زمری 1390 | وخت: 15:24

Bomb blastد کندز ولایت چارواکي وايي یوې بمي حملې ددغه ولایت دملي امنیت د اداری یو مامور وواژه او درې ماشومان ټپيان شول.

د کندز د ولایت ویاند، محبوب الله سعیدی،  وویل چې د هغه ولایت د استخباراتي ادارې  مامور، پاینده محمد، هغه وخت ووژل شو چی د هغه د سپرلی موټر د هغه کور ته نژدې پر یو ځای پرځای شوي ماین ور برابر شو.

طالبانو پنځه تنه نيول شوي بهرنيان خوشي کړل

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 12 زمری 1390 | وخت: 17:14

Bangladeshi Workersطالبانو نن په يوه اعلاميه کې چې غورځنګ ويب پاڼي ته رارسېدلې ويلي چې د بنګه دیش هېواد هغه پنځه تنه اتباع يې چې څه موده وړاندې په بلخ ولايت کې نېول شوي وو، خوشي کړي دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې دغو کسانو له يوې ترکي کمپنۍ سره کار کاوه، چې د طالبانو له خوا ونيول شول.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011