Sat02172018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

محمود عباس: د فلسطين لپاره د ملګرو ملتونو بشپړ غړيتوب غواړم

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 25 وږی 1390 | وخت: 23:21

mahmoud abbasد فلسطين ولسمشر محمود عباس نن د جمعې په ورځ وويل چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د فلسطيني دولت لپاره د ملګرو ملتونو بشپړ غړيتوب وغواړي.

محمود عباس په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل: «موږ ملګرو ملتونو ته ځو، چې خپل قانوني حق يعني په دغه سازمان کې د فلسطين لپاره بشپړ غړيتوب وغواړو.»

طالبانو څلور تنه ترکي کارکوونکي له بنده خلاص کړل

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 12 وږی 1390 | وخت: 21:32

taliban-afghanistanطالبانو په يوه اعلاميه کې چې څو شيبې وړاندې غورځنګ ته راغلې ويلي چې نن (شنبه) ماښام ۷ بجې او ۴۵ دقيقې يې د يوې ترکي کمپنۍ څلور تنه کارکوونکې چې د ۲۰۱۰ کال په پای کې د طالبانو لخوا د پکتيا ولايت په پټان ولسوالۍ کې نيول شوي وو آزاد کړي دي.

طالبانو ويلي دا کار يې د اسلامي او بشري خواخوږۍ پر اساس د کوچني اختر د رارسېدو له امله ترسره کړی دی.

طالبانو له ټولو بهرنيانو څخه غوښتي چې د امريکا په مشرۍ دې له ښکېلاک سره مرسته نه کوي.

دکابل په ده سبز کې ځانمرګى بريد وشو

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 06 وږی 1390 | وخت: 11:03

Dehsabz

دکورنیو چارو وزارت چارواکي وايي د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته له رسېدو مخکې خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حشمت الله ستانکزي وويل، چې دغه ځانمرګي بريد کوونکي نن سهار (د وږي ٦مه) شاوخوا پنځه بجې او ٤٥ دقيقې د ده سبز ولسوالۍ محمديه ښارګوټي ته څېرمه، پر عمومي سړک باندې ځان ته چاودنه ورکړه.

هلمند: د ګرشک د ټولنيزې شورا د غړي په ګډون درې تنه ووژل شول

  • پي‌ډي‌ایف
دوشنبه، 31 زمری 1390 | وخت: 12:31

Helmandتېره ورځ په ګرشك كې ناپېژانده وسلوالو ددې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا يو غړى وژلى دى.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، جان محمد د ګرشك ولسوالۍ د ده ادم خان د سيمې اوسېدونكى او د ټولنيزې شوراغړى و.

خبرپاڼه زياتوي، چې جان محمد پرون له غرمې وروسته د ګرشك بازار په سيمه كې د ناپېژانده وسلوالو پر ډزو وژل شوى او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د دې پېښي د عاملينو د پيدا كولو په موخه پوليسو پلټنې پيل كړې دي.

دغه راز دګرشک په ولسوالۍ کې دیوې جلا چاودنې په ترڅ کې دوه ملکي وګړي ووژل شول اوڅلورنورټپيان شول.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه غورځنګ ویب پاڼې ته په یوې رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چاودنه د دوشنبې په ورځ د اوو بجوپه شاوخواكې د گرشك ولسوالى په سبزي منډيي كې د ځاى پرځاى شويوچاوديدونكوتوكو د چاودنې له امله رامنځ ته شوه چې په ترڅ كې يې دوه ملکي وګړي ووژل شول اوڅلورنورټپيان شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه چاودنه د هغه كسانوعمل دى چې تل غواړي زموږ د هيواد والوژوند گډوډ اوپه دې ډول كړنوسره خپل ځانونه شوموموخوته ورسوي.

د يوبل خبرله مخې د يكشنبې په ورځ پوليسود لښكرگاه اړوند د باباجي په سيمه كې د وسلوالوطالبانولخوا د سيمې د قوماندان مرستيال ملامحمود د نښتې په ترڅ كې وژلى اويوميل كلاشينكوف يې پوليسوته په لاس ورغلى دى.

په دې پيښه كې پوليسوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

نامعلومو وسلوالو د هلمند د گرشك ولسوالى څارنوال وواژه

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 30 زمری 1390 | وخت: 11:28

Helmand, Afghanistanد هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر غورځنګ ویب پاڼې ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، ددې ولسوالى څارنوال محمد عظيم چې د يكشنبې په ورځ له خپل كورڅخه ولسوالى ته د دندې په لور روان ؤ د دو نامعلومو موټرسيكل سپرو لخوا د يوه وسلوال بريد په ترڅ كې ووژل شو.

دخبرپاڼې دمعلوماتو له مخې چې دغه پېښه نن سهاراوه نيمې بجې  د ګرشك ولسوالۍ په مركز كې رامنځته شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ياد بريد كوونكي دواړه په تيښته بريالي شوي او د امنيتي ځواكونولخوايې د نيولوپه موخه پلټنې روانې دي.

سرچینې ویلي همدراز ویلي چې، د هلمند والي دغه بريد په سختو ټكو كې غندلی او دا عمل د اسلام، وطن اوخلكو د دښمنانوكاربولي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011