Fri09222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرونه ټول خبرونه د افغانستان خبرونه


د افغانستان خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 07 مرغومی 1390 | وخت: 13:15

Helmand,دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې هغه مهال ترسره شوچې د هلمند د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس عبدالباقي له خپل زوى اولمسي سره په يوسراچه موټركې له ولسوالى څخه د خپل كورپه لورروان ؤ چې په پايله كې يې نوموړى له خپل زوى سره ځاى پرځاى ووژل شو اولمسى يې لومړى ټپي وروسته يې د شوراب د پوځي اډې په روغتون كې ساه وركړه.

خبرپاڼه کاږي ددې بريد عاملين په تيښته بريالي شوي دي اود نيولوپه موخه يې د پوليسولخوا پلټنې روانې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د هلمند ولايت مقام دغه بريد په سختوټكوكې غندي او دقربانیانو كورنۍ اوخواخوږوته د تسليت مراتب وړاندې كوي.

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

  • پي‌ډي‌ایف
جمعه، 11 لندۍ 1390 | وخت: 14:05

Logar Provniceنن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرکز د يوه لوی باروړونکې موټر په واسطه ځانمرګی بريد ترسره شو. د دغه ځانمرګي بريد په پايله کې يو تن مړ او تر اوياوو زيات ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد غورځنګ ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چي بريد دوی ترسره کړی، چې په پايله کې يې لسګونه امريکايي پوځيان وژلي دي.

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

  • پي‌ډي‌ایف
سه شنبه، 24 لړم 1390 | وخت: 22:35

loya-jirga-afghanistanله پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل وکړي.

په دغه لويه جرګه کې به د افغانستان له سراسر څخه د مختلفو برخو استازي ګډون وکړي. د بهرنيو مېلمنو په ګډون د جرګې د ګډونوالو شمېر دوه زره پنځه سوه تنه ښودل شوی دی.

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

  • پي‌ډي‌ایف
شنبه، 07 لړم 1390 | وخت: 15:09

suicide-attack-kabul-darulamanنن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په بريد کې ۱۳ امريکايي سرتېري او څلور ملکي وګړي ووژل شول. د عيني شاهدان په وينا ځانمرګي بريدګر خپل لنډکروزر موټر د بهرنيو ځواکونو له بس سره وجنګاوه، له بريد وروسته هرې خواته مړي ليدل کېدل.

بهرنيو ځواکونو دا منلې چې سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې، د نورو معلومات له ورکولو څخه يې ډډه وکړه. همداراز افغان امنيتي چارواکو هم په بريد کې د بهرنيو سرتېرو او ملکي افغانانو وژل کېدل تآييد کړي خو بشپړ جزيات يې لا نه دي ورکړي. 

افغانستان او هندوستان ستراتيژيک تړون لاسليکوي

  • پي‌ډي‌ایف
یکشنبه، 10 تلې 1390 | وخت: 18:36

Flag-Pins-Afghanistan-Indiaله نوي ډيلي څخه د شينهوا خبري آژانس د خبر له مخې، افغانستان او هندوستان به دغه هېواد ته د ولسمشر کرزي د راتلونکې اونۍ په سفر کې د ستراتيژيکو همکاريو يو تړون لاسليک کړي. د انډين اکسپرس ورځپاني د خبر له مخې د دغه تړون پر بنسټ به هندوستان د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي. په خبر کې راغلي چې د امنيتي ځواکونو د روزني چاري به د افغانستان په خوښه ترسره کېږي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011