Wed07262017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست


سـيـاسـت

د تور مخي پنجابي غوا یو ځل بیا لنګه شوه

چارشنبه، 11 زمری 1391 | وخت: 12:40

Us - panjabi contract signله کومی ورځی چه افغانستان د جګړو په ناورین اخته دی د همهغه اولی ورځی نه پر پاکستان د ډالرو او د هغوۍ په اصطلاح د امدادونو باران شروع دی. د افغانستان له وجی پاکستان د اتومی اسلحی خاوند هم شو، ګنی اسراییلو او د امریکی متحده ایالاتو به هیڅکله هم پاکستان د اتومی تکنالوژۍ لاسرسۍ ته نه وایی پریښودلای. خو د ساړه جنګ شپی ورځی وی او د پاکستان پر اتومی پروګرام یی سترګی پټی کړی.

پاکستان ولې د افغانستان د پاره د امريکا د سياست ملاتړ نه کوي؟

پنجشنبه، 01 چنګاښ 1391 | وخت: 23:19

ليکوال: ميشاېل کرېپون

سرچينه: واشينګټن پوسټ

Pakistan-USواشينګټن ــ دا چې د افغانستان راتلونکې‌ موضوګانې د امريکا په نسبت پاکستان ته ډېري اړينې او حياتي دي. خو د امريکا هوډنيوونکي ولې له دې روښانه حقيقت څخه سترګې پټوي چې له پاکستان څخه په افغانستان کې د سياسي ثبات د راوستلو په موخه کار واخستل شي؟

افغانستان به د ترهګرۍ په کابو کولو کې پر پاکستان د فشار غوښتنه وکړي

چارشنبه، 24 غبرګولی 1391 | وخت: 12:01

pak-afghan-foreign-ministersسرچینه: ای ایف پی

کابل:

تمه کېږي چې افغان حکومت به د پنجشنبې پر ورځ د کابل په را بلل سوي کنفرانس کې په نړېوال کچه په دې خبره ډېر ټنګار وکړي، چې له افغانستان څه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان د اورپکو په یوه خوندي پټنځای او مهم مرکز بدل سي.

د افغانستان جيوپوليتيک يا ستراتيژيک موقعيت

سه شنبه، 19 غوی 1391 | وخت: 20:31

afghan-map-world-map-globeدا ټولو ته مالومه ده، چې افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت په اړه د نړۍ بحري اوبو ته لاره نه لري، مګر راځی افغانستان له داسې يو ملک سر پرتله کړو، چې هغه هم له اوبو سره نېغ په نېغه تړاو و نه لري. ما چې د نړۍ نقشې ته په زغرده وکتل، نو د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د بحر اوبو ته لاره نه لري، مګر ملکونو يې داسې کلتوري او سياسي لوړې ټېټې نه دي تېرې کړې، لکه چې د افغان ولس په وروستي، څو پېړيو کې تېرې کړې دي.

جماعت اسلامي او پښتون افغان دښمني

شنبه، 16 غوی 1391 | وخت: 21:23

Jamaat-e-Islami_Pakistan_flagجماعت اسلامي د خپل باني سيد ابو الاعلی مودودی (1903-1979)، ميا طفيل ، قاضی حسين احمد او اوسنی امير جاعت سيد منور حسن تر څارني او لار شوني لاندي نژدې 70کاله مذهبي او سياسی کړکېش لري. د پاکستان په سياسی او مذهبي سازمانونو او تعليمي ادارو کښي جماعت اسلامي او اسلامي جمعيت طلباپاکستان د خپل وحشت او دهشت

د قره قل او چپنی مشر لاس ته راوړنی [دوهمه برخه]

چارشنبه، 17 کب 1390 | وخت: 20:51

Hamid Karzaiله ایما نه وروسته تر ټولو غوره نیکی مخلوق دالله (ج) ته ارام ور بښل دی

افغان چپن دار حاکم دافغا نا نو کور وران کړخپل یی ودان کړ د مارشال فهیم کریم خلیلی احمد ضیا مسعود یونس قانونی ډبل عبدالله کورونه یی ودان کړل دوستم ګلم جم او محقق جلاد دکور ودانی دپاسه یی دوینو سوداګر هم کړل دخاد کام روسی امریکی هره خوا یی برابره کړه مګر دملت کور یی له هره پلوه دخاورو خمیره کړ . لکه چه وایی

د انجنير صاحب دوران هيڅکله نه تيريږي [دويمه برخه]

دوشنبه، 24 سلواغې 1390 | وخت: 18:13

Engineer Gulbuddin Hekmatyar

طالبان دې راشي يو وار دې له مجاهد ورور انجنير حكمتيار صاحب څخه سياست زده کړي بيا دې له امريکايانو سره مذاکرات کوي، کنه داسې کيسې به ورپيښې شي چې د جنرال مالک کيسې ورته نکل وي، وګورئ طالبانو د بدنامو مليشو له يوه قوماندان جنرال مالک سره جوړه وکړه، او حکمتيار صاحب د همدغو بې ننګو مليشو له بل قوماندان دوستم سره ايتلاف جوړ کړ، خو طالبانو هيڅ ګټه ونکړه، بلکې ځان يې پرې ورک کړ، په زرګونو خپل وتلي جنګيالي يې لاسه ورکړل، لکن حکمتيار صاحب

د انجنير صاحب دوران هيڅکله نه تيريږي [لمړۍ برخه]

پنجشنبه، 20 سلواغې 1390 | وخت: 20:13

Engineer Gulbuddin Hekmatyarد اسلامي حزب مجاهد مشر ښاغلى ورور انجنير ګلبدين حکمتيار صاحب په ملي او بين المللي توګه هغه پيژندل شوى او منل شوى شخصيت دى چې د هيواد په معاصر تاريخ کې د ده له کارنامو څخه انکار کول له امکان څخه ليرې او د نه منلو خبره ده، لکه څنګه چې تر اوسه څوک ندي توانيدلي چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي همدا راز به هيڅوک ونه توانيږي چې په تير او اوسني جهاد کې د مجاهد ورور حکمتيار صاحب کارنامې په يوې او دوو مقالو پټې کړي.

لوېديزه ديموکراسي او که د افغاني تېکنوکراتانو سوټه کراسي [۳]

دوشنبه، 03 سلواغې 1390 | وخت: 22:47

درېيمه برخه

عجيبه خبره ده، چې ژوند هم د انسانانو په قسمت کې ډول ډول خوالې او نا خوالې رامنځ ته کوي، خو د افغانستان په ټولنه کې په وروستيو څو لسيزو کې يو ټکه لکه د سېلاب څپه راشي او بله بيا لکه بړبوکۍ ورپسې را روانه وي، نو په افغانستان کې هم د سرې غميزې نه وروسته د شنو غمېزه راغله او سپينو پرښتو پسې نوره هم پياوړې کړه او دا دې له لسو کلونو ډېره موده کېږي، چې د صليبيانو ډيموکراسي او د افغاني تېکنوکراتانو سوټه کراسي هم په درز روانه ده.

طالبانو هم د برلين غونډه په کلکه وغندله

یکشنبه، 25 مرغومی 1390 | وخت: 21:16

taliban-flagطالبانو څو شيبې وړاندې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په برلين کې د افغانستان د ويشلو لپاره د جوړي شوې غونډي په اړه خپل غبرګون او موقف څرګند کړ. طالبانو په دغه اعلاميه کې نوموړې غونډه د يوموټي افغانستان د وېشلو هڅه بللې او پر وړاندې يې خپل کلک دريځ روښانه کړی دی. په اعلاميه کې راغلي چي طالبان به د پخوا په څېر د يوموټي افغانستان د ساتلو لپاره له هر راز هڅو څخه کار واخلي.

د غرض لاسونه

شنبه، 24 مرغومی 1390 | وخت: 19:13

grudge-handsدا یو څرګند حقیقت دی په کــــومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وي طبعي ده چـې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ اوچرته چې یوالی او ورور ګلوي وي هلته کامیابي اوسعادت خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کـورنۍ نه راوخله بیا تــــر کلي کور ، ولسونو ، هیواد او دبشریت په کچه د منلو وړ خبره ده ٠

دمرکزی نظام بدلون په فدرالي، د افغانستان د وېش پيلامه ده

جمعه، 23 مرغومی 1390 | وخت: 10:27

نړيوال بايددافغان ولس خپلواکی ارادې ته درناوی وکړي

Habibullah-Ghamkhorد دې اونۍ په پيل کښي په يوشمير ويب پاڼوکي خبرخپور سو چي د دې مياشتي پر نهمه او لسمه باندي د المان په پلازمېنه برلين کي د يوې غونډي په ترڅ کي په افغانستان کي د فډرالي سيسټم د رامنځته کېدو په اړه دشمالي ټلوالي اوڅلوروامريکايي سناتورانوترمنځ بحث او خبري کيږي.

د ثور کمونيستي غوبل او د افغانستان تلپاتې غميزه [۱]

یکشنبه، 11 مرغومی 1390 | وخت: 00:19

د کمونيستي او اسلامي غوبل بهير دا دی له دېرشو کلونو واوښت، خو افغان ولس لا تر اوسه په وينو کې لمبېږي، افغانستان د بهرني ښکېلاک د سياليو ډګر دی او افغانان په يو او بل نوم وژل کېږي. درنو هېوادوالو د دغه څو کرښو په ليکلو سره غواړم ستاسو پام ځينو هغو غير افغاني هلو ځلو ته راواړوم، چې په افغانستان کې د افغانستاني نومي وګړو، بې تفاوتوپښتنو او بهرنيو يرغلګرو لخوا تر سره کېږي، چې کمونيستي ګوندونه، اسلامي تنظيمونه او امريکايي لاسپوڅي تکنوکراتان يې بنسټيز لوبغاړي ول او دي.

کوم کس چی استاد رباني وواژه هغه مهاجرنه بلکی پاکستانی تبعه وو

جمعه، 25 لندۍ 1390 | وخت: 21:14

ghorzang-ustad-burhanuddin-rabbaniاستاد رباني د روان کال د سنبلې یا وږي په میاشت کې د یوه کس له خوا چې ځان یي د طالبانو د کوټې شورا د سولې قاصد معرفی کړی وو او څو ورځې یي په کابل کې د سولې د عالي شورا په میلمستون کې هم تیرې کړې وې په ځان وژونکې حمله کې ووژل شو،له دې پیښې وروسته افغان حکومت او خلک سخت په غصه شول او ان ولسمشر کرزي له وسلوالو مخالفانو سره د سولې خبرې اترې هم وځنډولې، افغان امنیتي ځواکونو وروسته اعلان وکړ، چې دا کس له پاکستان څخه راغلی وو او د پاکستان له استخباراتي شبکې سره یي اړیکې درلودې

درې ورځې په بن کې

پنجشنبه، 17 لندۍ 1390 | وخت: 23:40

second-bonn-conference-on-afghanistanدا لېوني خلک د دې پر ځاى چې د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر وکړي په تېر ( ماضي ) کې راګير وو. دوى ته په تېرو لسو کالو کې د خپلې هرې ناکامۍ شاته د پاکستان لاس ښکارېده.

کنفرانس ته تللي نر او ښځې ددې پر ځاى چې د افغانستان د راتلونکي په اړه غږېدلي وآى پر پآکستآن يې د تورونو لګولو په يوه نړيوآله سيآلي کې برخه اخيستې وه چې د جرمني په بن ښار کې جوړه شوې وه. 

د بن په درشل کې د افغاني سیاستوالو ګڼه ګوڼه او که د سياسي ذهنيتونو ټکرونه

جمعه، 11 لندۍ 1390 | وخت: 23:01

second Bonn Conference and Afghan Politiciansدرنو لوستونکو! داسې ويل کېږي، چې غومبسې په ژمي کې چېرې په يوه تاوده ځای کې په سورويو کې د ژمي خوبونه کوي او بنډارونه يې تاوده وي، چې هوا بيا راتوده شي او د ګلانو موسوم شي، نو دوی هم په بوږنېدا شي او په يوه او يا بل ځای کې ځالې جوړې کړي، د ګلانو په نشتارو خمار شي او که څوک په مخ ورشي، نو سم دستي يې چيچي او يا خولې په لګوي. د دويم بُن په درشل کې افغاني سياسيون هم لکه غومبسې تاوده شوي دي، څوک مدني ټولنې جوړوي او څوک هم سياسي بهيرونه، خو موخه يې يوه ده، چې په څه ډول غونډارۍ ته ځان ورسوي. 

که پاکستان ګډون وکړی او یانه دبن کنفرانس جوړیږې

جمعه، 11 لندۍ 1390 | وخت: 20:30

second-bonn-conference-on-afghanistanتمه ده، چې د دو شنبه په ورځ د روان کار د ډسمبر میاشتې په پنځمه نېته د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړېواله غونډه جوړه شي ،د سیاسي او مطبوعاتي کړېو ترمنځ دغه غونډه د بن د دویمې غونډه په نامه نومول شوې، چې شعار یې دی ″له انتقاله تر انکشافه، د بن په دویمه غونډه کې به د شاوخوا پنځوسو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې دوی به له افغانستان سره د سیاسي اړیکو،

زه يو بې وطنه،بې کفنه،لاوارثه افغان [لسمه برخه]

دوشنبه، 07 لندۍ 1390 | وخت: 22:38

poor-afghan-boyروسانو قسم کړی دی چې موږ به د افغانستان په ګاونډکې ژوندي يو او دا د تېلو غلۀ به راشي افغانستان به راوسپړي ، دا داسې مانا ورکوي لکه اسمان او ځمکه چې سره بيا ونښلي .دلته مانا دا ده چې دا کار ناشونی دی .

زموږ په سپيڅلي کتاب * القران کريم *کې ليکل شوي دي چې ځمکه او اسمان سره نښتي وۀ ، خو چې کله الله تعالی د ادم خان د جوړولو او د حواجانې د پېداکېدو تکل وکړ، بيا يوه چاودنه وشوه چې ځمکه او اسمان يې سره خورا لېرې له يوۀ بله وويشتل .

د دودیزی لویه جرګی دپریکړه لیک په باب مختلف عکس العملونه

پنجشنبه، 03 لندۍ 1390 | وخت: 23:17

USA-Afghan_flagsدوديزه لويه جرگه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو په اړه د مشورې په موخه د لړم په ٢٥مه په کابل کې پيل او څلور ورځې يې دوام وکړ،په دوديزه لويه جرگه کې، چې د ٧٦ ماده ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېده، څه باندې دوو زرو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د ولايتي شورا ګانو ٣٠ سلنه غړو او د ملي شورا يو شمېر غړو په کې له بېلابېلو ولايتونو ګډون کړى وو،دوديزې لويې جرګې، د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليکول يوه اړتيا وبلله

دودیزه لویه جرګه که حکومتي لویه جرګه؟

جمعه، 27 لړم 1390 | وخت: 22:22

mujiburrahman-sapaiجرګه د افغانانو ترمنځ منل شوی دود دی، چې تاریخي شالید یې د افغانستان لومړني پاچا (یما) ته رسېږي او د تاریخي اسنادو له مخې یما هم د جرګې له لارې د پاچا په توګه ټاکل شوی دی؛ خو هغه جرګې، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې تېرې شوي دي پیل یې د ستر میرویس نیکه لخوا په ۱۷۰۷ زېږدي کال په کندهار کې شوی دی او همدا راز د هېواد د مشر په توګه د لوی احمد شاه بابا د ټاکلو لپاره هم په ۱۷۷۴ د کندهار په شیر سرخ کې لویه جرګه را بلل شوې وه. 

لندن ته تښتېدلی جنرال مشرف دآي اس آي ويانداومشاور ټاکل سوی

جمعه، 20 لړم 1390 | وخت: 23:53

general_musharrafپدې ورستيو دومياشتوکي پر امريکا اونړيوالي ټولنې باندي دافغانستان دعام ولس ،ډله ايزورسنيو، سياسي څېړونکواوافغان روڼ اندوپرله پسې سياسي اوتبليغاتي فشارونواوکلک غبرگون داگټه ورسول ترڅونړيواله ټولنه زموږسره داخبره ومنې چې په افغانستان ،سيمه اونړۍ کښي دفسادکوربه اوپالونکی پاکستان اودهغه پوځی اواستخباراتي اداره (آي اس آي) چارواکي دي .

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011