Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست


سـيـاسـت

حزب جدید تحت نام حق وعدالت موجودیت خودرارسما اعلام کرد

شنبه، 14 لړم 1390 | وخت: 21:56

justice-and-right-political-partyشماری از مقام های پیشین حکومتی و سیاستمداران کشور حزب جدیدی تحت نام «حق و عدالت» را تاسیس کرده اند که با آغاز فعالیت خود خواستار پایان دادن به فساد و بی عدالتی در افغانستان شدند ،حنیف اتمر، وزیر پیشین داخله، حمیدالله فاروقی، وزیر پیشین ترانسپورت، انجنیر عباس نویان، نماینده پیشین پارلمان و شمار دیگری از شخصیت های سیاسی افغانستان، از موسسان این حزب می باشند ،به گفته حنیف اتمر، هدف از تشکیل این حزب، رسیدگی به آرزوهای مردم افغانستان است اما افزود که در نقش اپوزیسیون سیاسی حکومت رئیس جمهور کرزی فعالیت خواهند کرد ،وزیر پیشین داخله همزمان با اعلام موجودیت حزب سیاسی، حضور حزب حق و عدالت را در انتخابات بعدی ریاست جمهوری تایید کرد اما در مورد احتمال نامزدی خودش در انتخابات گفت که این مسئله پیش از وقت است

د افغانستان شوکت عزيز

سه شنبه، 03 لړم 1390 | وخت: 09:02

hamid-karzai(( يادوونه : د پاکستان جنګ ورځپاڼې د حامد مير دغه کالم وروسته له هغه خپور کړى دى چې افغان ولسمشر حامد کرزي وويل که هند يا امريکا پر پاکستان بريد وکړي دى به د پاکستانيانو ملګرى وي ))

د ډېرى پاکستانيانو د افغان ولسمشر حامد کرزي په ورستيو څرګندونو له خندا څخه په بډوګو درد شول چې وايي که امريکا يا هند پر پاکستان بريد وکړي نو افغانستان به د پاکستان مرسته وکړي. پاکستانيانو ته د کرزي په خبرو ځکه خندا ورځي چې د کرزي هېواد په خپله د امريکايانو له خوا اشغال شوى دى او کله چې امريکا پر پاکستان بريد کوي هم به يې د افغانستان له خاورې څخه کوي. نو په داسې حال کې چې کرزى په خپله په کابل کې د نا امنيو له وېرې له خپلې مآڼۍ څخه نه شي راوتلاى نو د امريکا له خوا به پر پاکستان د بريد پر مهال له مونږ سره څه ډول مرسته وکړي.

ښه به وی چې د خپلې کمبلې سره پښې سمي غځوئ

یکشنبه، 01 لړم 1390 | وخت: 15:39

Habibullah-Ghamkhorهيڅوک حق نلري دافغان ولس په استازيتوب ددوي دملي گټواوغروپر خلاف بي مسوليته څرگندونې وکړې

نن مې په دله ايزو رسنيوکي ولوستل چي کرزی صاحب وايي : ((که پر پاکستان امریکا یا هندوستان حمله وکړي او جګړه ونښلي، افغانستان به له خپل ورور پاکستان سره ودرېږي .))

دشرم خبره خوداده چي کرزی صاحب پاکستانيانوته پداسي حال کي د وروڼوخطاب کوی چي دنوروټولواحمقانه اوغير انساني مداخلوتر څنگ ئي پدې ورستيو څو مياشتوکي تر (( ۱۶۰۰ ))زيات توغندی زموږ پر مقدسه خاوره اورولی اوپه سلهاوو کورنۍ ئې دخپل ټاټوبی پرېښودلوته اړيستي دي ،هدف مې ښکلي ننگرهار اوگران کنړ مربوطې سيمې دي .

خپل تخلص پدی رنځ اخته کړی یې؟

شنبه، 16 تلې 1390 | وخت: 20:17

simin-barakzaiله تیرې یوې اونۍ راهیسی د افغانستان دپارلمان مخکی ته په یوې وړې کیږدۍ کې د هرات وکیلی اغلی سمین بارکزی د نه خوړولو په اعتصاب لاس پوری کړی خو تر اوسه افغان دولت چارواکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی . دغه اغلی غوښتنه دا ده چې دی پارلمان ته په درغلۍ بلکی د خلکو په رایو راغلی خو د ټاکنو خپلواک کمیسون له دې سره ظلم وکړ اودی یې له پارلمان څخه ویستلی او په ځای یې یوه بله میرمن د هرات څخه پارلمان ته دننه کړه.

دافغانستان او هندوستان تر مینځ ستراتيژيک تړون لاسليک شو

پنجشنبه، 14 تلې 1390 | وخت: 14:53

karzai-manmohan-sing-agreementد افغانستان او هندوستان تر منځ دغه تړون په خپل ذات کي لومړنی داسي تړون دی، چي افغانستان يي د خپلو ملګرو هيوادونو سره لاسليک کوي، ترڅو په 2014 کال کي وروسته له هغي چي بهرني ځواکونه ددغه هيواد څخه ووزي، افغانستان لا د خپلو ملګرو ستراتيژيک ملاتړ د ځان سره ولري ،د هندوستان صدراعظم، من موهن سينګ، د سې شنبې په ورځ وويل، چي هيواد يي له افغانستان سره يو ستراتيژيک

امریکايي تور لیست د پښتنو په وړاندي یوه بله دسیسه

شنبه، 09 تلې 1390 | وخت: 20:45

american-flag-mapپه سیمه کي روان کړکېچ اوس دومره ابعاد او زویا پیدا کړي چي جاجونه یې د پښتنو په معاصر تاریخ کي د تاریخ لیکونکو خورا ستر مسؤلیت دئ ، په اوس وخت کي د حالاتو شنونکي باید د روانو جریاناتو تل ته کښته سي ، پټ او ښکار ه دښمنان وپېژني او هغه تر پر دې شاته جالونه په ډاګه کړي چي په ډېر مهارت د پښتون قام د ځپلو، ورکولو او شڼدولو په موخه په لروبر کي غوړول سوي دي . 

د ايراني چارواکو مرسته زموږ ملا راماتوي

جمعه، 08 تلې 1390 | وخت: 23:05

ahmadinejad-khamenaiپدې ليکنه کي زماموخه په شخصی بڼه هيڅوک نه دی اونه هم يوازي يوشخص ته متوجه ده ،ځکه له يوې خوا ايران هم لکه پاکستان دافغانستان په سياسي محافلوکي تراوسه غوښن برلاسی لري اودبلې خوازموږ زيات شمير دولتي چارواکي په خپل هيوادکي دايراني اوپاکستاني چارواکواودهغوي دهيوادوگټې ساتي؛ خوپردې ټکی په ټينگارسره ويالاي شم چي دايراني چارواکو مرستې لکه پاکستاني چارواکو وروگلوی موږته مرگونه اوتاريخي ناخوالي اوملي ناورين راوړي،ددوي دواړودوستۍ زموږ ملاراماته کړې ده . 

نوې ولسي جرګه هم يو کلنه شوه

شنبه، 26 وږی 1390 | وخت: 22:17

topicهره هغه ټولنه چې وګړي يې د وخت په ارزښت پوهېږي نو له هر ې دقيقې او هرر لحظې څخه په ډېره لويه اندازه استفاده کوي،هغوى په دې ترهرڅه ښه پوهېږي چې وخت سره زر دى او سره زرڅنګه يوڅوک په اسانه سره له لاسه ورکړي،نو داسې وګړي هم نه پرېږدي چې وخت يې په عبسواوخوشې کارونو تېرشي.

امریکا ته دایمي پوځي اډې ورکړل شوې، که ورکول کېږي؟

پنجشنبه، 24 وږی 1390 | وخت: 20:25

USA FLAGله هغه مهال راهیسې چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې امریکا پرافغانستان تېری وکړ او دغه هېواد یې لاندې کړ، په رسنیو کې داسې رپوټونه خپریدل چې امریکا نور د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي او آن غواړي چې د سیمې هېوادونه هم تر خپل پوځي او سیاسي نفوذلاندې وساتي. 

د ټاکنو د کمیسیون پریکړه د کړکیچ دهوارولو پخاطر صادره شوی ده

چارشنبه، 02 وږی 1390 | وخت: 20:22

fazl-ahmad-manawiد افغانستان د ولسي جرګې له ټاکنو د نژدې يوه کال په بشپړېدو سره دغه لانجه لا هم پيچلې کېدونکې برېښي او د دولت د ۳ قواوو ترمنځ اړيکې تر بل هر وخته ترينګلې بلل کيږي ،دسیاسی چارو ډیر کار پوهان د ټاکنو د خپلواک کميسيون هغه پرېکړه غيرقانوني بولي چې نهه تنه يې نوي ولسي جرګې ته ور معرفي کړل ،دغو نهو نوو معرفي شويوکسانو د دوى د ارزونو له مخې تیر کال په ټاکنو کې درغلۍ کړې وې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون د څېړنو له مخې دغه نهه تنه په ټاکنو کې په درغليو تورن پېژندل شوي دي.

تر ۲۰۲۴ کاله د امریکا شتون او زموږ اندېښنې

یکشنبه، 30 زمری 1390 | وخت: 20:01

mujiburrahman-sapaiله شاوخوا یو کال را په دې خوا د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتېژیکو اړیکو تړون پر سر ناندرۍ روانې دي او د دغو ناندریو په بهیر کې موږ هره ورځ نوي او متفاوت خبرونه اورو.

یو ځل افغان حکومت وايي: د دواړو هېوادونو ( امریکا او افغانستان ) تر منځ د یاد شوي تړون پر سر خبرې شوي، چې تر ډېره بریالۍ هم دي او دغه خبرې اترې تر ډېره بریده بریالۍ هم وې؛ خو بل ځل بیا وايي: د امریکا او افغانستان ترمنځ خبرې اترې په لومړني پړاو کې دي.

طالب درک كړی چه دا طالب کوم تعبیر لری اودا چا جوړ کړی

چارشنبه، 26 زمری 1390 | وخت: 17:47

Talibanماداسی فکر کاوه چه دا دافغانستان سیاست پوهان به لږ ډیر پوهیږی خو اوس چه ددی زمانی مدیریت سیاسی تحلیل گران دنظام اوموجوده دولت او حکومت دا کار مندان عالی رتبه دصلاحیتونو او اختیاراتو خاوندان دمختلفو مراجعو خاص انگشت شمار کسان گورم اود مدیرت اطراف او ماحول ته خیال کوم

د پارلمانی ټاکنو په باب د ولسمشر حکم ګونګ او پیچلی دې

جمعه، 21 زمری 1390 | وخت: 12:22

afghan parliamentولسمشر حامد کرزي د ۱۳۸۹ کال د پارلماني ټاکنو د اختلافونو د حل په موخه د تېری چهار شنبی په ورځ یو حکم صادر کړی دې ،چې له مخې به یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون موظف وي، ژر تر ژره د موضوع حقوقي برخې دهېواد د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون په رڼا کې عملي کړي.

امريکا لوبه کوي طالبان دروغ وايي

پنجشنبه، 20 زمری 1390 | وخت: 20:15

US and Talibanڅو ورځې وړاندې په افغانستان کې مېشتو امريکايي سرتېرو په ميدان وردګو ولايت کې د خپلې يوې چينوک څرخکې د غورځېدلو خبر ورکړ چې پکې يو دېرش تنه امريکايي ځانګړي سرتېري او اوو تنه د افغان ملي اردو سرتېري ووژل شول.

په را نسکوره شوې الوتکه کې د امريکا هغه ځانګړي سرتېري سپاره وو چې څه موده وړاندې يې د پاکستان په زړه کې د القاعده شبکې مشر اوسامه بن لادن له غمه خلاص کړ. 

د ولسي جرګې د ټاکنو د ناندريو د حل لپاره دولسمشر حکم

چارشنبه، 19 زمری 1390 | وخت: 10:29

sadiqullah-haqiq-special-court-electionsد جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي نن (د زمري ١٩مه) د ١٣٨٩کال د ولسي جرګې د ټاکنو د ناندريو د حل لپاره يو حکم صادر کړی ،ياد حکم په درېيو مادو کې د کابل ولايت د استيناف محکمې د مدني دېوان او شخصيه احوالو د روان کال

ایا اوسنۍ اداره په ریښتیا دافغان ولس استازیتوب کوی،که دپښتنو دتباهي وسیله ده ؟!

جمعه، 14 زمری 1390 | وخت: 13:25

/karzai-khalili-fahim-qasimکه سړی دهیواد اوسنیو ستونزمنو ، ګونګو او نامعلومو حالاتو ته ګوري نو ښکاری چې په نړیواله کچه دپښتنو دتباهې او له مینځه وړلو پلان جوړ شویدی چې عملی کیدل یی دطالبانو له واکمنۍ څخه پیل شول .

په افغانستان کې دپخوانیو جهادي مشرانو دخپل منځې جګړو پرمهال چې هغه هم دبهرنیو هیوادونو دپلان له مخې دهغوی لاسپوڅو له خوا پیل شوې وې ، دڅو تنو تش لاسو طالبانو دومره غټ بری او دهغوی لپاره پراخ تبیلغات دنورو هیوادونو له مرستې اوپلان پرته ناشونې وو.

ايا ملا عمر رښتيا په افغانستان کې دى؟

یکشنبه، 09 زمری 1390 | وخت: 20:22

Mulla Umar Omar Taliban Leaderموږدداسې يوه هېواد اتباع يو چې په دې درې نيمو لسيزوکې د ډېرو، درغجنو وعدو، خونړيو پېښو، هردم وژنو، بې کوره کېدو،خبرواو سرخوږيو ښکار ګرځېدلى دى اولاهم په دې ناپايوه ګرداب کې غوپې وهي،خولا داسې څوک ندى پيداشوى چې څور نور ملګري له ځانسره يوځاى کړي اوپه ګډه دا خاوره له دې غرقونکي ګرداب څخه بچ کړي.

دا ولي هرڅه ګنګ دي ؟

پنجشنبه، 06 زمری 1390 | وخت: 12:15

Habibullah Ghamkhorدا چنې وهل د ستراتېژيکي اعلاميي، ستراتيژيک تړون يا د دايمې اډو جوړېدو پرسر دي او که بله خبره ده؟

پدې ورځوکي يوځل بيادافغانستان امريکادستارتېژيکوايکوپه هکله خبري تودې سوی دي .سوال دادی ولي داټول هغه څه چي زموږ دهيواد او هيوادولاوپه برخليک پوري نېغ په نېغه تړاولري په مبهموواوپېځلوعبارتونواومقولوکي ساتل کيږي ؟اولي دواړي خواوي له دې خبري پرده نه پورته کوي چي دکوم سنددلاسليک کېدوپر مسوده چنې سره وهي؟

د امریکا او افغانستان تر منځ ستراتیژیک تړون (خرڅلاو تړون)

دوشنبه، 27 چنګاښ 1390 | وخت: 14:09

بسم الله الرحمن الرحیم!

د امریکا او افغانستان د هیوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون د متن په نوم د ښاغلي میرویس جلالزي یوه لیکنه مې تر لاسه کړه. په لوستلو ېې ځمکې ځای رانه کړ او له جلالزي صیب نه مې په دې اړه وپوښتل! هغه ځواب راکړ چې دا متن د امریکا د سفارت له لوري لاسته ورغلی او دوی له انګلیسي څخه پښتو ته ژباړلی دی.

په کابل کې د ولسمشر کرزي سلاکا ووژل شو، دا د چا کار دی؟

دوشنبه، 27 چنګاښ 1390 | وخت: 01:15

د ولسمشر سلاکار جان محمد خانپه انټرنټ کې مې افغان ځواکونو ته د امنيتي واک د لېږد يو خبر کاته چې له کتلو وروسته مې شاته تڼۍ ووهله. ناببره مې په بېړني خبر سترګي ولګېدې. د غورځنګ ويبپاڼي په سر ليکلي وو چې د ولسمشر کرزي سلاکار په خپل کور کې ووژل شو. په خبر کې راغلي وو چي د کابل ښار د څلورمې کارتې په سيمه کې د روزګان د پخواني والي او د ولسمشر کرزي سلاکار جان محمد خان پر کور دری تنو وسله والو کسانو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ويل کېږي جان محمد خان او د ولسې جرګې غړی محمد هاشم وطنوال وژل شوې او څو تنه ساتونکې مړه او ټپيان شوې دي.

د پاکستان د تيري په اړه د طالبانو چوپتيا د څه لپاره؟

شنبه، 18 چنګاښ 1390 | وخت: 14:14

طالبان د پاکستان په وړاندېتقريبا شپږمه اونۍ په پوره کېدو ده چې د پاکستان لخوا زمونږ د ګران هيواد پر حريم راګټي بريدونه پيل شوي دي, پدې لړ کې تراوسه د کونړ او ننګرهار په سرحدي سيمو باندې په سلهاوو راکټونه توغول شوي چې له امله يې په لسګونو هيوادوال شهيدان او زخميان شوي او یو شمیر نور د کورونو پريښودلو ته اړ شوي دي.

د کابل بلواک دولت سره لدې چې د ځمکې پر مخ پاکستان خپل يواځينى دښمن معرفي کوي پدې هکله يې تر اوسه کوم د پام وړ غوڅ او پریکنده غبرګون ندی څرګند کړی بلکې کرزي خو په خپل وروستي بیان کې پاکستان ته نور زړه هم ورکړ چې ویې ویل: زه به هيڅکله خپلو ځواکونو ته پاکستان باندې د حملې کولو اجازه ورنکړم!!!!!!!!!

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011