Fri09222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني د څو تنو زورورو ولسمشر دخپل ولس غوښتنې ومنلې


د څو تنو زورورو ولسمشر دخپل ولس غوښتنې ومنلې

سه شنبه، 06 چنګاښ 1391 | وخت: 18:30

karzai-mohaqqiqڅو ورځې مخکې مو واوریدل چې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ له ډیرو څیړنو او تحقیق وروسته په افغانستان کې دمیشتو قومونو او ملیتونو دجینیتیکي جوړښت په اړه د (اطلس اتنو ګرافى اقوام ساکن افغانستان، به غير از پشتون) په نوم ، یو دايره المعارف چاپ کړ .

ددغه څیړنیز او علمي کتاب له چاپ سره سم دځینو کسانو شکایتونه پورته شول او ادعا وشوه چې ګواکې پدې کتاب کې په افغانستان کې میشت هزاره قوم ته سپکاوۍ شوي .

حاجي محمد محقق چې اوس مهال ځان دهزارګانو استازۍ معرفي کوي او دخپلو شخصي ګټو او سیاسی موقف دساتلو په موخه ځان ددې قوم دحقونو دخوندیتوب مدافع بولي او دهزاره باعزته او په هیواد مین ملیت یې دخپلو ګټو دساتلو لپاره سپر ګرځولۍ، ادعا وکړه چې ګواکې علومو اکاډمۍ په قصدي توګه په هیواد کې کورنیو شخړو او نفاق ته لمن وهي .

دلته غواړم ددغه جناب دخبرو څو ټکې را انتقال کړم (( په دغه کتاب کې هزاره د چنګېز او مغل اولاده او هزاره ګان رافضينو په ډله کې بلل شوي دي، محقق زیاتوی په ياد کتاب کې د بېلابېلو کسانو له نقله هزاره دروغجن، بد معامله او بې باوره ياد شوي دي، او همدا ډول لیکل شویدي چې د هزاروو میرمنې پرته له سر څخه نور په ټول بدن کې وېښتان نه لري ))

محقق له افغان حکومت غوښتنه کړي ، چې د علومو اکاډمي اوسنی جوړښت لغوه او په نوی تشکیل کې یې ورته د هېواد ټول اقوام په پام کې ونيسي.

دعلومو اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد بیا ویلي په اکاډمۍ کې معتصب او او مغرض کسان نشته او دغه اداره د ملي يووالي تمثيلوونکي ده .

نوموړي ویلي ، که څه هم په دې کتاب کې ټول معلومات ليکوالانو له نورو سرچينو څخه راخيستي دي، خو بيا هم کله چې په دې اړه نېوکې راپورته شوې، د علومو اکاډمۍ د هېواد له نامتو علماوو او پوهانو له ترکيب څخه يو کمېسيون په کار وګوماره، ترڅو دغه موضوع وڅېړي.

خو کله چې ولس مشر حامد کرزي ته دغه موضوع ورسیده ، نو پرته له دې چې پدې اړه لااقل یو څو شیبې فکر وکړي او بیا دموضوع حساسیت ته په پام سره دې موضوع ته یوه معقوله اومنطقي حل لاره وسنجوي ، پریکړه وکړه ، چې دعلومو اکاډمۍ دمشر په ګډون دې څلور غړي له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته دې ور وپیژندل شي ،چې همداسې هم وشول.

د ولس مشر لپاره چې دټول افغانستان سرنوشت یې په لاس کې دی داسې بیړنۍ پریکړه او هغه هم دهیواد د یوه معتبر اکاډمیک ارګان په اړه په هیڅ صورت منطقي نده ،بلکې د احساساتو ، څو تنو جنګسارانو دخوشالولو او خپل مصلحتي بدحصلت له مخې یې دا پریکړه کړي ده ، چې په هیڅ صورت یو ولس مشر ته نه ښایې.

بده یې لا ده چې دجوزا دمیاشتې په یو دیرشمه نیټه دلوی څارنوالۍ مرستیال علومو اګاډمۍ ته ورغلي و کله مې چې دهغې سپکې سپورې واوریدې او بیا مې دلیکل شوي دایراه امعارف کتابونه ولیدل چې دپولیسو په رینجر موټر کې له اکاډمۍ څخه لیږدول کیدل ، هغه نویمه لسیزه مې په یاد شوه چې دخلکوپه سرونو کې میخونه وهل کیدل او دمیرمنو سینې غوڅیدې او نور داسې جنایتونه کیدل چې دبشریت په تاریخ کې سارۍ نه لری ، او داسې ویره راسره پیدا شوه چې که دا بهرنیان نوي او دا طالبان نه وي ، نو دنویمې لسیزې دکورنیو جګړو لوبغاړۍ به یوځل بیا سر پورته کړي او دوږو زمرو غوندې به دانسانانو له وژنو خوند اخلي .

ولس مشر کرزي پدې پریکړې یوځل بیا ثابته کړه چې هغه یواځې دخپلو څو یارانو ولس مشر دی او له ملت څخه یې په دوکه رایې اخیستی ، کنه دمحقق دخوشالۍ په خاطر به یې دعلومو داکاډمۍ په څیر دیو معتبر اکاډمیک اورګان نوم نه بد و.

دغې موضوع دحل نورې لارې درلودې ، لومړۍ به یې یو موضوع په سمه توګه څیړلې وه ، چې په ریښتیا پدې کتاب کې دهزاره سپکاوی شوی او که دهغوی جینیتیکي حسوسیات په ډاګه شویدی، دپوهو کسانو یوه کمسیون ته به یې دنده سپارلي وه ، او دموضوع له بشپړ روښانتیا وروسته به یې پدې اړه یوه عادلانه پریکړه وه.

ولس مشر ولي په نور ورته مسایلو کې دومره جدي ندی ایا پدې هیواد کې نورې داسې پېښې ندي شوی ؟ څو کاله وړاندې چې کله دوستم په کابل کې داکبر بای په کور برید وکړ ،او دهغې په عزت یې تیرې وکړ ، نو ښاغلي کرزي چیرې و ، چې د دوستم په اړه داسې یوه پریکړه وکړي ، دکابل پخوانۍ ښاروال عبدلاحد صاحبي چې په غلا او اختلاص تورن شو ولی یې په اړه اجرات ونه کړل ، حتی دهغې دفاع یې وکړه، کله چې لطیف پدرام دهیواد ملي اتل غازي امان الله خان ته سپکاوۍ وکړ ، چیرې و همدا ولس مشر چې پدرام یې دتورو تمبو شاته اچولی وای ، همدا ډول څو ورځې مخکې دوستم په ملی خیانت تورن شو ، چې دثبوت په صورت کې یې سزا عدام او یا عمري بند دې ، ولی ښاغلی ولس مشر پدې برخه کې غلۍ دی ، اودوستم هم په ترکیه کې عیش او عشرت کوی ، ایا په ځلونو دهیواد اکثریت قوم پښتون او پښتو ژبې ته سپکاوۍ نده شوي ، خو کرزي په ټولو چپه خوله پاتې شوی دی ، خو کله چې بیا کوم یو شي له کرزي څخه په راتاو جنګسالارانو ښه ونه لګیږی ، نو کرزی یې په اړه ډیر جدی او بیړنۍ اقدام کوي .

زما غوښتنه د یو افغان په توګه له ټولو مدني ټولنو ، او ملي بنسټونو څخه داده چې پدې برخه کې خپل غږ پورته کړي ، له منطقي او علمي لارو ، جنګسالارانو ته اجازه ورنکړي ، چې دڅیړونکو او لیکولانو له خوا دحقیقتونو دلیکلو مخه ډب کړی او قلمونه یې ورمات کړی .

ولس مشر کرزي هم باید پدې پوه شي ، چې نور ، نو درته افغان ځوریدلي ولس دسلامتۍ دعاوې نه کوي ، او لوی اکثریت زیاتره وخت خدای پاک ته لاسونه پورته کوي ، چې یا الله ته نور دا ولس مشر زمونږ له سره کم کړی ،او که تاسو هم خپلو تیرو لس کلنو کړنو ،چل بازیو او مصلحتونو ته په ځیر وګوری ممکن هغه کسان درته په حقه معلوم شي ، چې ستاسو دزوال لپاره دعا کوی ، ځکه نور نو دخلکو زغم خلاص شوی ، خو پاک الله دې نور زمونږ دکونډو او یتیمانو اوښکو ته وګوري ، او پدې هیواد کې دې داسې کسان حاکم کړي چې حق حقدار ته وسپاری او عمري عدالت پلي کړی .



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011