Wed07262017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست پاکستان ولې د افغانستان د پاره د امريکا د سياست ملاتړ نه کوي؟


پاکستان ولې د افغانستان د پاره د امريکا د سياست ملاتړ نه کوي؟

پنجشنبه، 01 چنګاښ 1391 | وخت: 23:19

ليکوال: ميشاېل کرېپون

سرچينه: واشينګټن پوسټ

Pakistan-USواشينګټن ــ دا چې د افغانستان راتلونکې‌ موضوګانې د امريکا په نسبت پاکستان ته ډېري اړينې او حياتي دي. خو د امريکا هوډنيوونکي ولې له دې روښانه حقيقت څخه سترګې پټوي چې له پاکستان څخه په افغانستان کې د سياسي ثبات د راوستلو په موخه کار واخستل شي؟

د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکو دا وښودله چې په افغانستان کې د خپلې خوښې د حکومت د جوړلو د پاره کوم چې افغانانو او امريکا ته په هيڅ وجه د منلو وړ نه دی. دې ته تيار دي چې حتی له امريکا سره خپلي اړيکې خړې پړې کړي. همدا مسله د دې لامل شوه چې د دواړو تر مېنځ اړيکې خرابې او په افغانستان کې نا امني ورځ تر بلې پراخه شي.

د پاکستان د حکومت مشران د امريکايي مرستو له ترلاسه کولو سره سره به بيا

هم نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې چې تر ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کې يو

داسې حکومت را مېنځ ته کړي چې د هندوستان به نسبت له دوي سره ښې اړېکې ولري. خو که يې د دې خوب تعبير سم نه وخوت، نو د افغان حکومت د نسکورولو

د پاره به د پخوا په څېر يو ډله په دنده ګماري.

پاکستان له دې وېري چې که چېري هندوستان په افغانستان کې د پښو د ټينګي

ځای پېدا کړي، نو له پاکستانه د ناراضه بلوچستان او د کانونو له اړخه غني ايالت به د پاکستان په وړاندې د تاوتريخوالي په مرکز بدل کړي. کله چې په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، د پاکستان پوځ يوه لسيزه د هند په (جمو) ايالت کې د .جګړې تنور ګرم وساته او په دې ښه پوهېږي چې دا لوبه په څه ډول په وړاندې بوزي. د څلور لسيزو وړاندې پېښو لا د پاکستان د بې اعتمادۍ ګراف په خپل ځای ساتلي دی چې په ۱۹۷۱ کال د هندوستان په مټه له ختيز پاکستان څخه لويديز پاکستان ( بنګلادېش) بېل شو. پاکستاني مشران په هيڅ بيه دې ته تيار نه دي چې له هېواده يې کومه برخه جلا او يا پخوانۍ جلا شوې برخې پراخې شي او نه هم د بهرنيانو په ملاتړ جوړېدونکي تاوترخوالي ورته د منلو وړ دي. په تېرو پېنځو کلونو کې له عراقه وروسته پاکستان د ډېرو تلفاتو شاهد دی. د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په دې باور دي چې که نن وي يا سبا؛ هندوستان به يې له هېواده کومه بله ټوټه خاوره بېلوي. خو د پاکستان اټومي ځواک د ځمکنۍ بشپړتيا اريز لامل دی. په حقيقت کې د پاکستان انحلال به د هند پرمختګ او امنيت وګواښي.

د هند-پاکستان د جګړې وېره هغه وخت را مېنځ ته کېدلای شي که د هند پر ضد د پاکستان په مټه کومه ټروريسټي پېښه را وټوکېږي.

هرکله چې د پاکستان پوځي مشر جنرال پروېز مشرف د امريکا د ولسمشر جورج

ډبليو بوش د ادارې له پرېکنده اخطار سره د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې مخ شو چې (( تاسي زموږ سره ياست که زموږ پر ضد؟!! )) نو پاکستان او امريکا يو له بل سره د چل او فرېب اړېکې او معاملې پيل کړې. او جنرال مشرف هوکړه وکړه چې امريکا د پاکستان په هوايي اډو کې اوسېدلای شي، له فضايي قلمرو څخه يې ګټه اخيستلای شي او پاکستان به د لوجيستيکي دهلېز په توګه د امريکايي پوځيانو په چوپړ کې وي. په ۲۰۰۳ کال کې پاکستاني استخبارتي کړيو د نړېوال تجارتي مرکز د پېښي د طراح خالد شيخ محمد په نيولو کې اصلي رول ولوباوو. او په مقابل کې يې له امريکا څخه د خپلو چوپړونو څو برابره پوځي او اقتصادي مرستې تر لاسه کړې. نن په پاکستان کې دا خبره هرې خولې ته لوېدلې ده چې دا مشرف وو چې امريکايانو ته يې د پښو د ټينګې ځای ور کړ. خو د امريکا سره د همکاريو بندول د دې لامل شو چې د واشنګټن او نوي ډيلي اړېکې يو له بله سره لا نېږدې کړي او په همدې ترتيب د پاکستان ملي‌ حاکميت د امرکايي پوځيانو تر پوښتنې لاندې راغی. په عين حال کې پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلي خوښې حکومت جوړ کړي.

په لمړيو کې د جنرال مشرف ژمنې د بوش ادارې ته د منلو وړ وې. خو وروسته په راولپنډۍ کې مېشت پاکستاني پوځ او استخباراتي شبکو په پټه د افغان طالبانو مشرانو ته خوندي ساتنځايونه برابر کړل ترڅو د کرښې ها غاړې ته د دوی د ګټو د خونديتوب د پاره وجنګېږي.

پاکستان د هغو کسانو په ساتنه کې نېغه برخه واخيسته چې په راتلونکي‌ کې به په افغانستان کې د دوی د ګټو د پاره کار کوي. خو امريکا دا پټنځايونه د پاکستان له اجازې پرته په پرله پسې توګه د بې پيلوټه الوتکو ښکار کړل مګر بيا يې هم په افغانستان کې د امنيت په ښه والي چندان اغېزه ونکړه. د اسلام آباد او واشنګټن اړېکې له هغه وروسته د ترينګليتا هسک ته لوړ‎ې شوې چې د ۲۰۱۱کال د مۍ په دويمه اسامه بن لادن په ابټ آباد کې د امريکايي ځانګړو سمندري ځواکونو په مټه له مېنځه ولاړ او د نومبر په مياشت کې ۲۴ پاکستاني پوځيان له افغانستان سره پر پوله د ناټو په بمبارۍ ووژل شول.

امريکا له بخښنۍ غوښتولو او د توکو تر لېږدولو وړاندې له پاکستان سره له پاکستانه د تېرېدونکيو امريکايي توکو په سر چنې وهي. اوس دواړه خواوې دې پايلې ته رسېدلې دي چې يو له بل سر يې اړيکي د هڅو نه بلکي د پيسو په وسيله را مېنځ ته کېدای شي.

 

د امريکا سياست هره ورځ تغير مومي، پداسې حال کې چې د پاکستان سياست په خپل حال پاتې دی .

څه موده وړاندې بارک اوباما د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د شيکاګو سر مشرېزې ته را غوښتی وو او زياته يې کړه چې د پاليسيو تر اعلان وړاندې به په خصوصي توګه ور سره وويني.

(( موږ فکر کوو چې پاکستان بايد د افغانستان د کشالې په حل کې برخه واخلي )).

د امريکا عمومي پاليسي دا ده چې په افغانستان دواړو ښکېلو لورو ته د منلو وړ سياست

را مېنځ ته کړي. مګر په افغانستان کې د پاکستان د لاسپوڅي حکومت د جوړولو

پر سر له امريکا سره د پاکستان چنې وهل افغانانو او د افغانستان بهرينو ملاتړو ته د منلو وړ نه دي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011