Fri11172017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب پښتني دود او لرغوني آثار د لرغونې نړۍ لوی ښارونه


د لرغونې نړۍ لوی ښارونه

یکشنبه، 28 غبرګولی 1391 | وخت: 21:15

لیکوال : جواهر لعل نهرو

jawaher-lal-nehruلکه څنګه چې وینو، انسانانو په لومړیو وختوکې د سندونو په غاړو او حاصلېزو درو کې ژوند کاوه، هلته به غذا او اوبه زیاتې پیداکېدې او د دوی لوی ښارونه به هم ددې سیندونو په غاړو آباد وو، ښايي د ځینو لرغونو ښارونو نومونه به مو اورېدلي وي، په بین النهرین کې د بابل، نینوا، او آسور لرغونو ښارونو شتون درلود، مګر د زیاتو وختونو را پدې هغه ښارونه له منځه تللي دي، خو په اوسنیو وختونو کې چې کله ناکله په هغو سیمو کې ځمکه ژور وو، نو د لرغونو ښارو ځینې هغه اثار په لاس راځي، چې تر خاورو لاندې پاتې شوي دي.

د زرګونو کلونو په اوږدو کې هغه ښارونه د خاورو او شګو پواسطه لاندې شوي، چې اوس یې کومه ښکاره نښه نه لیدله کېږي، په ځینو ځایونو کې د لرغونو ښارونو پر ځای نوي ښارونه رغول شويدي.

هغه څوک چې غواړي د لرغونو ښارونو څخه پاتې اثار په لاس راوړي، نو ځمکه باید زیاته وکیندي، خو دداسې کیندنو په ترڅ کې ورته پته لګي، چې د هغو ښار له پاسه نور نور ښارونه هم جوړ شوي دي، دا بېلا بیل ښارونه چې په یو او بل پسې جوړ شوي او په خپل وار سره له منځه تللي، په یوه وخت کې یو له بل سره موجود نه ؤ ، کېدای چې یو ښار څوسوه کاله شتون درلودلی وي او انسانانو پکې ژوند کړی وي او بیا پکې مړه شوي وي او وروسته د هغو زامنو او د هغو د زامنو زامنو پکې ژوند کړی وي او بیا په خپل وار سره پکې دا هم محوه شوي او ښار یې هم ورو په ورو ړنګ شوی او په پای کې له منځه تللی وي.

څنګه چې خاورې او شګې د باد او طوفان پواسطه حرکت کوي، نو ددې ویجاړو ښارونو ویرانې یې د وخت په تېرېدو سره پټې کړې او هېڅ څوک هم نشته دي چې دا خاورې ترې لرې کړي، نو د کلونو کلونو له تېرېدلو وروسته بشپړ ښار په خاورو کې ورک شوی دی، تردې چې نور هېچا ته په یاد نه ورځي، چې دلته د کوم ښار اباد ؤ، پدې ډول پرې سلګونه کاله تېر شي او بیا پرې نور خلک راشي او همغه ځای د خپلو اوسېدو لپاره غوره او یو نوی ښار پرې جوړ کړي، وروسته بیا د زیاتو کلونو په تېرېدو سره دا ښار له منځه ځي او د هغه نورو تېرو او هېرو ښارو په شان دا ښار هم په خاورو او شګو کې پناه کیږي .

همدا سبب دی چې کله ناکله مونږ د داسې مختلفو لرغونو ښارونو خرابې او نښانې پیدا کوو، چې هر یوه د بل پر مخ ځای نیولی وي.

دا ډول حالت په هغو ځایونو کې زیات پېښېدونکی دی، چې زیات شګلن او له ګرد او دوړو څخه ډک وي، دا ځکه چې خاورې اوشګې په اسانۍ سره ټول شیان پټوي.

څومره د تعجب وړ خبره ده، چې یو ښار د بل ښار له پاسه جوړ شوی وي او د نارینه ؤ، ښځینه ؤ او ماشومانو زیاتې ډلې یې په ځان کې پناه کړې او بیا یې له منځه وړې وي.

په هغه وختونو کې به نوي ښارونه د زړو ښارونو پر ځای جوړېدل او بیا به ورته نوي خلک را تلل او په هغه کې به یې ژوند کاوه او همداسې به دوی هم پکې مړه کېدل.

ددې ښارونه په هکله مې یوازې څو جملې درته ولیکلې، مګر فکر وکړه، څو زره کلونه تېر شوي، ترڅو چې دا ښارونه منځته راغلي دي او له منځته تللي دي او بیا یې نور نوي ښارونه پر ځای جوړ شوي او هغه هم په خپل وار سره له منځه تللي دي.

که چېرې یو انسان اویا یا اتیا کاله عمر ولري، هغه ته زوړ وایو، مګر دا اویا یا اتیا کاله د هاغه زرګونو کلونو په وړاندې څومره ناڅېزه دي.

ایا داسې فکر کوې، په هغو وختونو کې چې دا ښارونه اباد وو، څومره واړه ماشومان به پکې ورو ورو را لوی شوي وي، بیا پکې ځوانۍ ته رسېدلي وي او بلاخره په مړه شوي وي، خو اوس هاغه ښارونه هم له منځه تللي او زمونږ لپاره د بابل او نینوا له نومونو پرته بل هېڅ هم پاتې نه دي .

یو بل لرغونی ښار (د دمشق) ښار ؤ، چې په سوریه کې یې موقعیت درلود، خو د د مشق ښار د هاغه نورو لرغونو ښارونو په شان نه دی له منځه تللی، بلکې اوس هم پر خپلو پښو ولاړ او یو لوی تاریخي ښار دی، ځینو لرغونپوهانو ویلي دي چې د د مشق ښار د اوسنۍ نړۍ له خورا لرغونو او زړو ښارونو له څخه دی.

په هند کې هم زمونږ لوی او پخواني ښارونه د لویو رودونو پر غاړو پراته دي، ددې پخوانیو او تاریخي ښارونو څخه یو د (ایندرا پراسا) ښار ؤ، چې د ننني ډهلي سره یې نږدې موقعیت درلود، مګر اوس د ایندرا پراسا ښار هم وجود نلري، همداسې د (بنارس) او د (کاشي) ښارونه هم له هغو لرغونو ښارونو څخه دي او ښایي چې د نړۍ په سطحه له لرغونو ښارونو څخه وشمېرل شي.

ښايي پخپله ور باندې فکر وکړې، الله اباد،کانپور او پاتنا ښارونه هم د سیندونه پر غاړو ودان دي او دری واړه د (باتامي پوترا) په نوم یادیږي، ، مګر له ډېرو لرغونو ښارو څخه نه شمېرل کېږي، که څه هم د خپل ځان پر نسبت تاریخي ښارونه دي.

همدارنګه په چین کې هم داسې لرغوني او قدیمي ښارونه شته، چې زیاته اندازه یې د لویو سیندونو پر غاړو آباد شوی دي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011