Fri09222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته فرهنګ فرهنګ او ادب ادبي ليکني له تکړه شاعر عبدالهادی هادی سره مرکه


له تکړه شاعر عبدالهادی هادی سره مرکه

سه شنبه، 23 غبرګولی 1391 | وخت: 17:23

ښاغلی عبدالهادي هادي د پښتوژبې او ادب تکړه، مخکښ اوخوږ ژبې شاعر

Abdulhadi Hadiدښاغلي عبدالهادي هادي ادبي او فرهنګي څیره او نوم او د ده غزلیزه شاعري زموږ د هیواد په معاصرو شاعرانو کې د ادب او شاعرۍ مینه والو ته څرګنده او روښانه بیلګه ده.

ښاغلی عبدالهادي هادي د (محمد حیدر) زوی دی، پر (۱۹۷۲) زیږدیز کال د سمنګان ولایت د ایبکو په ښار کې په یوه درنه کورنۍ کې زیږیدلې دی.

ده خپلې زده کړې د ایبکو د ابتدایه مرکز نه پیل او د کابل د خوشال خان بابا او رحمان بابا لیسو او د کابل پوهنتون تر ادبیاتو پوهنځي پورې ځغلولې دي. لو مړنۍ دنده یې د افغانستان د لیکوالو اتحادیې نه پیل کړې او په افغانستان کې د روانې غمیزې له نوي پړاو سره سم د کابل د بیکوره شویو کډوالو له یوه لوی بهیر سره پر نویم کال پیښور ته لیږدیدلی دی، هلته یې دولس کاله د افغانستان لپاره د بي بي سي رادیو په تعلیمي خپرونو کې د خبریال، لیکوال او پروډیوسر په توګه دننه په افغانستان او پاکستان کې کار کړې دی . د طالبانو تر نسکوریدو وروسته یې له بي بي سي سره د کار تر څنګ د آلمان د میدیوتیک موسسې په ملاتړ د (وریښم) په نوم پښتو ادبیاتو ته لومړنۍ ځانګړې مجلې مسول مدیریت په غاړه واخیست، او تر هغو یې مسول مدیر وو، چې څو د مادي ستونزو له امله د یادې مجلې چاپ ټکنی شو. تر دوه زره درییم لمریز کال وروسته نوموړې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې وزارت کې داسنادواو اړیکتیایي چارو د ریس او همدا راز د دفترد ریس او د وزارت د ویاند په توګه خپلې دندې تر سره کړې دي چې د دفتر د ریاست او د وزارت د ویندویي تر څنګ یې له ډیرو کلونو وروسته یو ځل بیا د مخابراتو د وزارت نشراتي برخه فعاله کړه او د دغه وزارت مجله(برید) یې چې نیژدې دیرش کاله نه وه خپره شوې د (اړیکه)په نوم بیا پیل کړه او پنځه کاله یې له نورو مسولیتونو سره سره د یادې مجلې د مسول مدیر په حیث هم کار وکړ. دی پر (۲۰۰۹) کال د آسترلیا هیواد ته ولیږدید او په (سیدني) ښار کې میشت شو.اوس مهال په سیدني کې د شمله په نوم د یوې راډیو مشر دی. د هادي صاحب څلور شعري مجموعې د ( ګل د شپې پر څڼو، د اورونو پر تنابونو،مات غمي او ستا به باور نه راځي...) په نومونو چاپ شوې دي.همدا شان د لنډو کیسو دوه مجموعې او د نا چاپو شعرونو دوې مجموعې هم لري چې ډیر ژر به چاپ شي.،تر دې سربیره د ښاغلي هادي یو شمیر شعرونه چې د هیواد نوموتې دیکلوماتورې میرمن سهیلا حسرت وردک (نظیمي) دیکلمه کړیدي د غږیزې مجموعې په توګه سي ډي شوي چې د تکثیر چارې یې د بشپړیدو په حال کې دي.

د هادي صاحب د شاعري بیلابیل اړخونه او د زړه دمینې او احساس سوچه او سپیڅلې رنګ ځانګړې ځلا او ښکلا لري. د هغې په شاعري کې زموږ دهیواد د بیلابیلو موضوعګانو او د ټولنیزو پیښوعیني او ریښتیني اړخونه په ډیر ښکلي کلام او ظریفانه شکل په ډیر عالي عواطفو او احساساتو کښې انځور شوې دي.

ښاغلی صدیق کاوون توفاني چې زموږ د هیواد نومیالې، نوښتګر، مخکښ او با احساسه شاعراو لیکوال دی په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي هادي صاحب د شعر او شاعرۍ په اړه داسې وایي:

(....زه ښاغلی عبدالهادي ، هادي له شپېتمو لمریزو کلونو راهیسې پېژنم او له شعر سره یې آشنا یم.

څومره چې د هادي په شخصیت کې د صداقت ، ریښتینولۍ ،صمیمیت ، مینې او یورنګۍ جلوه په ځلېدو ده ، په همهغه کچه یې په شعر کې هم دغه انساني بنسټیز اصول غبرګون لري.

وايي چې شعر ، د شاعر د شخصیت او اندېښنو هینداره ده. که چېرې وغواړو د یوه شاعر شخصیت وپېژنو او د هغه د کرکتر ځانګړنې، ځان ته څرګندې کړو ، باید شعر یې ولولو او د شعر په هنداره کې یې ريښتینې څېره ووینو.

کله چې موږ د هادي د شعر ښکلې او رنګینې نړۍ ته ورننوزو ، هلته موږ یوازې ښکلا نه وینو ، یوازې رنګین مفاهیم نه وینو او یوازې د هنر به مهینو ګوتو د اصیلو مرغلرو پېېلي امیلونه نه وینو ، بلکې د هادي د شخصیت دنننۍ نړۍ هم وینو ، د هادي دردونه او غمونه ، چې د هادي د هېواد او ولس دردونه او غمونه هم دي وینو ، د ولس په ژوندانه کې د ماتو او بریو، هیلو او ناهیلیو انعکاس هم وینو ځکه چې هادې د خپلې ټولنې غړی دی ، یو ساده غړی نه بلکې یو شاعر غړی او یو دردمند او با احساسه شاعر غړی. او د خپل وخت، خپلې ټولنې او خپل نسل د دردونو او کړاوونو شاعرغړی. هلته موږ د هادي زغم ، چې دده د سرګردانه او رنځېدلي نسل زغم هم دی، وینو او د هادي قد او قامت چې د ده د هوښیار، هوډمن او غښتلي نسل د هوډ او باور څرګندوی دی، وینو، چې د ستونزو د غرونو په وړاندې نه ټیټیږي او نه ناهیلی کیږي، د هیلو او امیدونو ډیوه په زړه کې بله ساتي او د شعر پانوس په لاس د تروږمیو جګړې ته ورځي.

زه دګران هادي د ژوندانه نړۍ روښانه، دهیلو آسمان یې په ځلاندو ستورو پټ او د شعر رنګین بڼ یې تل سمسور او ښېرازه غواړم...)

ـ د کاوون صاحب د خبرو پر استناد د هادي صاحب په شعرونو کې د هیواد او اولس سره پاکه اوسپیڅلې مینه، جذبات او احساسات په ډیر ظریفانه انداز سره غورځنګونه وهي.ده دخپل اولس او ټولنې هیلو آرمانونو او دردونو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. دی دخپل زوریدلي اولس با احساسه شاعر او لیکوال دی. د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه لولو:

د رڼې ورځې ماښام دی، ورته ګوره

یو غریب مین ناکام دی، ورته ګوره

هره ورځ مو ، یوه بله شپه پیلیږي

د افراط دغه انجام دی، ورته ګوره

په یوه سر یې دنیا پسې اخیستې

څه سرزوری زما قام دی، ورته ګوره

ستا هادي چې سر له کاڼو جنګولو

اوس مات شوی او آرام دی، ورته ګوره

****

اویا وایي :

خدای دې کور مه ورانوه!

کور دې آباد اوسیږه!

د چا د کور د ورانیدو،

خبر مې زړه ورانوي

د هر انسان د ماتیدو،

خبر مې زړه ورانوي.

د دوه زړګو د بیلیدو،

خبر مې زړه ورانوي.

ان د دښمن د ژړیدو،

خبر مې زړه ورانوي.

خدای دې کور مه ورانوه!

کور دې آباد اوسیږه

***

او یا وایي :

زړونه مو له زنګه خدایه وساتې

نور کلی له جنګه خدایه وساتې

ډیر ځلې لویدلي پاڅیدلي یو

بیا مو له ګړنګه خدایه وساتې

دا د اژدها پر ژامه پروت اولس

روغ د دیو له چنګه خدایه وساتې

ستا پر نامه سل ځلې شهید وطن

بیا د اور له څنګه خدایه وساتې

***

ـ ښاغلې ډاکتر صاحب ببرک ارغند چې زموږ دهیواد یو نومیالې ادبي او فرهنګي شخصیت، وتلې ژورنالیست، نوښتګر او نامتوداستان لیکونکې دی، په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي هادي صاحب د د شعر او شاعرۍ په اړه داسې وایي:

(عبدالهادی هادی، شاعر دلباخته است، دلباختۀ انسان، دلباختۀ وطن و دلباختۀ ادبیات. شاعریست بهنام ، خوش مشرب و فرهیخته ، آنچه او میسراید ، نالۀ بیوه زنان ، سوز و درد یتیمان و عشق وطن و مردمش است که در هیأت واژه های سرکش و بیقرار و ستیزه گر با وزن و قافیه می آمیزند و همچون خنجری در برابر دژ ظلم و نابرابری قد راست میکنند . او عاشق مردم و وطنش است . در پارچه یی میگوید:

لږ مې پریږده چې په لیچو دې سر کیږدم

ژوند خو هسې هم د لمر پریوتو سات دی

هره شپه مې ګل وطن په خوب کې ګورم

ننګرهار دی، کندهار دی ، که هرات دی

خلک به وایي چې هادي په مزو سر دی!

دا وطن راته سور اور ، د خدای په ذات دی

***

عبدالهادی هادی را باید گرامی داشت همان گونه که اومردم و وطنش را گرامی میدارد.)

ـ هادي صاحب هغه خوږ ژبې او با احساسه شاعر دی، چې په خپلو شعرونو کې د مینې او محبت او د طبعیت د ښکلا خبرې کوي او دهیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه، د پښتنولي او دپشتون اولس نیک خصایل، اخلاص او صداقت، ، وفاداري، ننګ، دغیرت او میړانې ترانې په ډیرو ښکلو او ښایسته انځورونو کې په ډیر ظریفانه انداز سره بیانوي. دبیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:

نن مې کابل جانه اندیښنه درته بیا ډیره ده

ناسته دې پر ګل وجود د کومې بلا ویره ده؟

بیا د کوم ابلیس د قساوت په اور کې سوځې ته؟

لیکه د سرو وینو او لمبو درنه چاپیره ده

***

او یا وایي:

سیوری یم د چا د خوږ وجود پر چنار پروت یمه

واه څومره نیازبین یمه د زلفو پر تار پروت یمه

تاو رانه لاسونه لکه هار د ګلو پریږده ته

مه مې ښوروه چې ستړی ستړی کرار پروت یمه

***

او یا وایي:

پورې غر لاندې ډبرې

شاوخوا لوړې ژورې

د جومات پر شنو ګومبزو

ناستې څوسپینې کوترې

څو نغریو کې اور بل دی

ترینه تاوې څو تور سرې

په حجرو کې یې لا پاتې

څو پګړۍ دي شمله ورې

زیږ مخونه لویې ږیرې

او درنې درنې خبرې

***

او یا وایي :

له وږمو نه مې پیدا کړې، له څپو نه مې پیدا کړې

اخ، د ګل غوندې جانانه، له خوشبو نه مې پیدا کړې

دا ته څنګه راته وایې، چې له کومه لوري راغلې؟

په خوبو کې راسره وې، ویښو شپو نه مې پیدا کړې

ته سرود دخدای د نظم، ترنم د طبیعت یې

د سیندونو له سروده، شنو اوبو نه مې پیدا کړې

***

او یا وایي :

پریږده دا دنیا د تنګ نظرو بیخي هیره کړه

راشه یوه خوله راکړه او لاس رانه چاپیره کړه

غواړم چې دمه شم او اوږده ستړیا مې وباسم

پریوځه نرمه لیچه د اورمیږ لاندې راتیره کړه

څنګه به له شرمه د کلۍ په شانې سره شولې

ما دې چې په غیږ کې د دمې غوښتنه ډیره کړه

***

اویا وایي :

نور نه د چا روح یمه او نه خو د چا ساه یمه

تور په تومتونو ، رنګیدلی په ګناه یمه

ما مې له لمنې، اور اخیستی سوځیدلی یم

سم لکه پښتون وطن تباه، تباه، تباه یمه

ځمکه راته تنګه شوه هوا کې سره تیت شومه

زه د کوم یتیم د خولګۍ کړیکه یمه، آه یمه؟

وخت وو چې د چا پر تور پیکي ټومبلی ګل ومه

اوس لکه د لمر سترګه لویدلی یم پناه یمه

چا د شک پر غشو د هادي زړګی سوری کړلو

زه یې لا تر اوسه د شکي سترګو خیرخواه یمه

 

ـ د هادي صاحب د شعرونو نه څرګندیږي، چې دی په رښتیا سره زموږ د هیواد د پښتو ادب یو خوږ ژبې او با احساسه شاعر دی.

ښاغلې شهسوار سنګروال چې زموږ دهیواد یو تکړه شاعر، پیاوړې مورخ او نامتو څیړونکې دی د هادي صاحب د شعر اوشاعرۍ او ادبي شخصیت په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلي دي:

(لومړۍ له انجنیر مسعود صاحب نه ډیره مننه چې ماته یې بلنه راکړه، چې د ښاغلي هادي صاحب د شعر او شاعرۍ په اړه څو کرښې وکاږم:

۱- ما چې څومره د هادي صاحب شاعري لوستې ده، د ده دشعر ژبه خوږه او زړه راښکونکې ده او بایده ده چې همداسې وي. دا ځکه چې شعر یو ژبنی هنر دی او د کلماتو ښکلې انځور.

۲- د ښاغلي هادي شاعرانه تخیل ستایم دا ځکه چې د ده په شعر کې (نه یوازې قافیه وال شعر بلکې آزاد شعر هم یادوم.) د شاعرانه تخیل هستي او مستي د هنري ارزښتونو له مخې انځور شوې ده.

۳- د هادي صاحب په شعر کې سنتي ځانګړتیاوې هم پالل شوې دي. د شعر بڼه او مینځپانګه یې هم رنګینه ده. انځور او اسطورې هم لري، تخیل او استعاره هم. د شعر لپاره په شعر کې انځور د یو شي دوهم نوم دی چې ذهن ته راځي او اسطوره بیا د تخیل او انځور په بنسټ مینځ ته راځي. او د خواجه نصیر توسي په قول: د شعر اصلي موخه شاعرانه تخیل دی.

۴- ښاغلی هادي په شخصي ژوند کې یو مینه ناک انسان دی، خوږ دی او په چا تومت نه پورې کوي.)

(په شاعرانه مینه سنګروال (۳/۶/۲۰۱۲) لندن)

ـ په رښتیا سره چې دهادي صاحب په شعرونو کې ښایسته اوپه زړه پوری لوړ خیالونه او ژور اندونه په خورا ښکلي او ظریفانه انداز سره پېیل شوي دي. دبیلګې په توګه یې دا لاندې څو شعره سره په ګډه لولو:

اخ چې لنډې فاصلې وای....

له ګلونو ښایسته یې، ګلابونو نه ښایسته یې

ته د خدای د لاس خلقت یې، بهارونو نه ښایسته یې

ستا د حسن غزل لیکم ، واړه توري شي کم رنګي

د دنیا د ټولو ژبو ، له حرفونو نه ښایسته یې

ستا ښایسته ترنم اورم ، ستا له خیال سره اوسیږم

څومره ښکلې میلودي یې، سرودونو نه ښایسته یې

ستا خندا د ګلو فصل ، پسرلي ورنه رنګ اخلي

***

او یا وایي :

وخت زما غلام دی زمانه راسره سمه ځي

خلکو راته ګورئ! میخانه راسره سمه ځي

جار دې تر قدم شم ، ستا قدم راپسې تللی دی

ستوري مې پېیلي دردانه راسره سمه ځي

***

او یا وایي :

شور نه مې لاس وانخیست، آشوب نه مې لاس وانخیست

زوړ شومه ملګرو لیونتوب نه مې لاس وانخیست

سل ځلې شیخانو د سندرو په تور ونیوم

غم به مې سندره کړ، پایکوب نه مې لاس وانخیست

څه ښه زمانه وه، درته یاد شي چې په ضد شومه؟

څو مې چې ښکل نه کړې ماشومتوب نه مې لاس وانخیست

خیر که حسودان د زمانې راته یو شوي دي

مړ یې کړم پر تا له مینتوب نه مې لاس وانخیست

***

او یا وایي :

اوس مو په لار کی قافلي لو ټوی

غله موپه ډاګه ورځي شپی لو ټوي

ستا له حکمت، ستا له عظمته لوګي

لا مو نغریو کی لمبي لو ټوي

***

ـ د هادي صاحب د شاعري یو کمال دا دی، چې د ده شاعري ډیره ساده، سلیسه، روانه او په زړه پورې ده. د ادب او شعر مینه وال کولای شي د ده د شعرونو په لوستلو او اوریدلو خپله ادبي تنده ماته کړي. د ده نه ستړي کیدونکي هلې ځلې د پښتو ژبې د پراختیا او پرمختیا لپاره د ډیرې مننې او ستاینې وړ دي. د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:

څوک چې درته ګرانه تر ایمانه وي دا څه مانا

ساه دې وي په تن کې دې روانه وي دا څه مانا

ټوله زندګي واخلي د شک په اور یې وسوځي

ای! که مسلمانه، بدګمانه وي دا څه مانا

خوب مې لید جانانه که تعبیر یې راته وکوې!

زه د چا غلام هغه سلطانه وي دا څه مانا

هیڅ د غنمرنګو د مزاج په ابهام پوه نه یم

ښه وکړي شیبه کې بیا پښیمانه وي دا څه مانا

ته د زړه هنداره ورکړې دا یې درته ماته کړي

ښکلي چې هر چیرته وي ناځوانه وي دا څه مانا

دا مې د ځوانۍ د لیونتوب د وخت عادت پاتې

ورانه وي یو څوک خو په ما ګرانه وي دا څه مانا

غواړمه هادي چې شرنګیدلی غزل ولیکم

روح مې پکې ښکاري چې ستومانه وي دا څه مانا

***

او یا وایي :

خاوره د وجود مې واخلي بت مې کړي بګوان مې کړي

سل ځلې مې جوړ کړي په شیبه کې بیرته وران مې کړي

دپ د ګونګي غږ یمه له ځانه راوتی نه شم

تاو مې کړي په سرو شونډو او خپور لکه آذان مې کړي

زه د دې د حسن انعکاس شمه، غزل شمه

دا مې ترنم کړي او ناره د یه قربان مې کړي

چپ شم لکه کاڼی وایم هیڅ هنګامه نه کوم

شړکنده باران شي نګه شور مې کړي ګویان مې کړي

مړې سترګې راواړوي، راوخاندي، ژوندی مې کړي

خاورو نه مې پورته کړي او ستوری د آسمان مې کړي

زه د ژوندانه د فلسفې د ابهام اوج یمه

دا مې سره وسپړي، تفسیر مې کړي آسان مې کړي

نور به ریاضت هادي د عشق په طریقې کوم

ګوره که دا پاتې عمر نفس د مسلمان مې کړي

***

ښاغلې افضل ټکور، چې زموږ د هیواد وتلې، نامتو، تکړه او مخکښ شاعر او لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د هادي صاحب د شعر او شاعرۍ په اړه داسې وایي:

ستړی ستړی راشمه او تاته پناه راوړمه

ستا پر سپین څنګل باندې له خوب نه مې لاس وانه خست

هادی

( ګران انجنر صاحب قادر مسعود ته یو وخت ما وویل : ددې له پاره چې دغه دلیکوالو او شاعرانو مرکې لا پسې ښکلې شي، نوکله چې دشاعرانو سره مرکې کوې، نودنورو لیکوالو او شاعرانو نظرونه هم رااخله،نو دا به ددغو مرکو ارزښت لا پسی زیات کړي،

اوس هغه دغه سلسله پیل کړې ده او زه یې ډیر په ځای او ګټور ګام بولم،دادی انجینر صاحب دا ځل زموږ دهیواد له نامتو شاعر او لیکوال ګران عبدالهادي هادي سره مرکه کړې ده، او له مانه یې هیله کړې ده چې دهادي په اړه څه ووایم،

عبدالهادي هادي زموږ دهیواد هغه نوښتګر او خوږ ژبې شاعر دی چې دهغه په اړه په داسې لنډ او تنګ وخت کې څه لیکل ګران دي،

دهادي دشاعرۍ او ژوند او شخصیت په اړه ډیرې خبرې کیدلی شي دهغه شعر او غزلیزه شاعري زما په اند اوس اوس ځانګړې ښکلا اوځانګړې ارزښت لري، زه او هادي یو ځای دکابل دښو او بدو پیښو شا هدان یو، ما او هغه يوځای په کابل کې شاعري پیل کړې بیا کله چې حالاتو پر موږ کابل سور تنور کړ او دوطن پریښودلو ته اړ شو، نودشعر ملکه هم په سرو سترګو له موږسره زموږ په زړونو کې ، وطن پریښود، له ماسره اوس په لندن او له هادي جان سره اوس په سیدني کې اوسیږي، له همدغې ملکې سره دواړه ژوند کوو، دواړه پرې خپل ناسور زخمونه ټکوروو او دواړه پرې خپل زړه کراروو، شعر اوس زما او دهادي روزګار دی، شعر اوس زموږ دواړو ژوند دی او بده به نه وي که ووایم چې شعر اوس زموږدزړونو غږونه دي، زه چې هر سهار دهادي هادي نوی شعر په فیس بوک کې لولم نو ډیر څه په کې وګورم، وران او ویجاړ وطن، پردیتوب، مینه خلوص،او بل کوم څه چې زه یې دهادي هادي په شعر کې وینم هغه له وطن سره دهغه اورنی مینه ده، او دغې مینې دهغه شعر ته خوږلت ورکړې دی، هادي دخپلې شاعری له پیل نه ډیر ښه شعر لیکه، له ابتذال نه یې کرکه لرله او همیشه دابتکار پلوی وو، او نن سبا چې هغه کوم غزل لیکي نو بې له شکه ویلی شم، چې بی جوړی غزل لیکي ، زه هغه ته لا زیات بری غواړم، او که خدای کول بل وخت به د هغه دشاعری په اړه په تفصیل سره وغږیږم، اوس همدومره.

په مینه: ټکور)

ښاغلی هادي صاحب ډیر ساده مزاج لري، دی یو زړه سوانده، مهربان، مات مخی، بې کبره شخصیت دی.او د پاک زړه څښتن دی. دی د خپلو یارانواو دوستانوسره د یومینه ناک انسان په توګه په ډیره پسته او آرامه ژبه غږیږي او د خپلو ملګرو په منځ کې خپل ځای اومقام لري.

د هادي صاحب د پوره پیژندګلوي لپاره ما د ده سره یو ادبي مرکه نیولې ده ، هیله من یم چې پر لوستلو یې ستاسوادبي تنده ماته شي.

هادي صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې. اجازه راکړی، چې خپلې پوښتنې پیل کړم.

مسعود صاحب ستاسو نه ډیره مننه. زه ستاسو په خدمت کې یم.

 

پوښتنه : تاسو چې په شعر ویلو پیل وکړ، کوم احساس، شوق او مینې دې ته وهڅولې، چې د خپلې ټولنې لیکوال او شاعر شوې؟

ځواب : یوې ناڅرګندې مینې چې اوس یې له ویلو عاجز یم.

پوښتنه : ځينې ليکوال او شاعران وايي، چې شعر څلور توکه (فکر، احساس، تخيل او آهنگ) رانغاړي، خو پوهاند مجاور احمدزیار د يوه ژبپوهاند او ورسره ورسره د ادبپوهاند په توگه په خپل اثر ((پښتو بدلمېچ- پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)) کې دغه شمېره پېنځه ښوولې،(( ژبه- آهنگ- احساس- انديشه- خيال)). تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟

ځواب : د استاد زیار خبره به خپل وزن لري خو په شعر کې زما په خیال ژبه هغسې نه کارول کیږي چې د یوه ژبپوه په ګړونج دې برابره او د ژبپوهنې ټولو اصولو ته دې پکې پام وشي، د شعر ژبه ډیر ځله هغه قواعد ماتوي کوم چې موږ په نثر کې ورته پابند یو او کوم چې په ورځني ژوند کې ورته خیال کوو، د دا وړ ژبې یا په شعر کې د ژبنیزو بدعتونو مثالونه له کلاسیک شعر نه راواخله تر معاصر ډیر لیدلای شو.

پوښتنه : رحمان بابا وایي :

خپل جانان مې هسې نقش دی په زړه کې

نه پوهیږم چې رحمان یم که جانان

ما وی زړه د مومن عرش دی خبر نه وم

چې به عشق زما دا عرش کاندي ویران

عاشقۍ یې تر هغه حده بیهوش کړم

چې نه هوش لرم نه سر او نه سامان

یا وایي:

ننګ او نام که ستا په مینه له ما درومي

زار شه ستا تر مینې ننګ او نام زما

او همداسې استاد ګل پاچا الفت وایي:

په هر ځای کې په هر چا کې چې ښکلا وي

دیورپ، د افریقې که د اسیا وي

د نظر خاوند په مینه ورته ګوري

مسلمان وي او که ګبر که ترسا وي

تاسې مینه، عشق او ښکلا په شعر کې څنګه ارزوئ؟

ځواب : په شعر کې رومانیت یو لوی بحث دی، خو په لنډو که ستاسو مقصد دا وي چې ګویا شعرکې مینه څومره رول لري نو زه فکر کوم چې شعر پرته له مینې ممکن نه دی، شعر د مینې ترویجونکی دی او شاعر د مینې د سرودونو غږوونکی.

پوښتنه : د دغو یادو خبرو پر بنسټ، ستاسو په آند شعر ته کوم تعریف ټاکلې شو؟ او په شعر کې کوم بنسټیز لاملونه یا فاکتورونه ډیرنقش لوبوي، چې بایدیوانسان د شعر او شاعرۍ لاره وټاکي؟

ځواب: انجیر صیب د شعر له پاره تعریفونه ډیر شوي دي او هغه فکتورونه او لاملونه هم په واورو وارو را سپړل شوي دي چې د شعر له پاره مهم دي، زه خپله دا ګڼم چې شعر د شاعر د خپلو دردونو او تجربو راسپړل او له ټولنې سره شریکول دي او که د شاعر درد او د ټولنې درد یو او تجربې سره ورته وې نو د ټولنې د وګړو زړونو ته لاره کوي او د ټولنیز درد د انعکاس بڼه خپلوي او تلپاتې کیږي.یا په بله مانا شعر د شاعر او د هماغه چاپیریال او نسل د مشترکو دردونو او خوښیو انعکاس دی. خو له لویه سره زه دا نه منم چې څوک دې شعر تعریف کړي،شعر په تعریفونو کې نه ځاییږي.

پوښتنه : یو شمیر لیکوال په دې عقیده دي، چې شعر الهام دی خو یو شمیر نور وایي، چې شعر لیکل، ریاضت او انساني تجربه ده. تاسې پکې څه وویاست، مهرباني وکړی په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ؟

ځواب : الهام یوه شاعرانه شیبه ده چې زه ورنه انکار نه کوم خو د تومنې تر بریده چې ریاضت دا تومنه پخوي یانې پرته له ریاضته او پرته له خوارۍ مطالعې، لیکلو او لوستلو شاعري نا ممکنه ده، که وي هم مقطعي به وي.

پوښتنه : هر شاعر اولیکوال دخپلولیکنواوشعرونولپاره ځانګړی سبک لري تاسې په شعر او شاعرۍ کې ځانته خپل سبک لرئ او که د کوم بل سبک پیروي کوئ؟

ځواب : دا ځواب به لوستونکو ته پریږدو خو زما د خپل یوه غزل دوه بیته درته لیکم چې دا زما همیشنۍ دعا هم ده:

زړونه مو له زنګه خدایه وساته

نور کلی له جنګه خدایه وساته

ټول عمر به شعر ته ریاضت کوم

ما د بل له رنګه خدایه وساته

پوښتنه : نوی، آزاد شعراوسپین شعرله کلاسیک شعرسره څه توپیر لري؟ یو شمیر شاعران په دې عقیده دي، چې سپین یا آزاد شعر په پښتو ادب کې له ډیر پخوا څخه موجود وه. تاسو په دې اړه څه نظر لرئ، او دا راته وویاست ، چې دآزادیا سپین شعرمفکوره دچا له خوا چیرته او څرنګه را پیدا شوه؟

ځواب : دا سوال به لږ اوږد ځواب وغواړي خو که په لنډو ووایو نو د کلاسیک او نوي شعر تر منځ لوی توپیر خو هماغه د جولې دی چې په لومړي کې قافیه، ردیف او وزن د شعر لازمي اجزاوې دي خو په آزاد شعر کې بیا د قافیې قیود نه شته او د شعر اډانه پر وزن، آهنګ او نویوالي (تصاویرو،ایماژونو یا ذهني انځورونو،ترکیبونو او خیال)ولاړه ده.ما له شته تعریفونو سره برابر سپین شعر د پښتو ادبیاتو په ورشو کې تر نونسمې پیړۍ دمخه نه دی لیدلی،خو د نونسمې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې دغه شعري ډول له لویدیځو ادبیاتو نه پښتو ته لاره وکړه او لومړنۍ نمونې یې هم د ارواښاد راحت زاخیلي او همدا شان د استاد پژواک په کلیمه داره روپۍ کې کتلای شو، همدا شان لوی استاد حبیبي د لومړنیو آزادو شعرونو له لیکونکو ګڼل کیږي.

پوښتنه : زموږ په پښتو ادب کې حماسه داستاني بڼه لري، تاسو د دغو داستاني حماسو اغیز پر پښتو شعر او د پښتو ادب د پراختیا او پرمختیا لپاره څه ډول ارزوئ؟

ځواب : موږ له تعریفونو سره سمې حماسې لږې او ویاړنې ډیرې لرواوله آره د پښتو شعر اډانه پر همدې ویاړنو جوړه ده ، تاسو که د امیر کروړ له مشهورې ویاړنې تر لوی خوشاله وګوری نو زموږ د شعر ټوله منځپانګه له همدا ډول ویاړنو جوړه ده، او د همدې ویاړنو اثر دی چې زموږ ملت کې یې پر ځان او خپلو تیرو د ویاړیدو روحیه راپیدا کړېده، دې کار په دنیا کې موږ ته یو شناخت راکړی دی خو ورسره یې تر نورو متمایز کړي هم یو،همدغو ویاړنو او حماسو زموږ ادبیاتو ته یو ځانګړی جلال ورکړی دی.

پوښتنه : : د کومو پخوانیواو معاصرو شاعرانو په شعرونو کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي زیات لیدل کیږي. تاسې په شعر کې دا فکتورونه څه ډول څیړئ؟

ځواب : لوی خوشال بابا زموږ په ادبیاتو کې تر ټولو سرکش،مست ، یاغي او ویاړلی شاعر دی،هغه مستي، هغه جلال، د زمانې د اوللامرانوپه وړاندې مقدس بغاوت چې د خوشال بابا په شعرونو کې کې دی د دنیا د کمو لویو شاعرانو په شعرونو کې یې کتلای شو، په وروستیو او اوسنیو کې د غني خان، سلیمان لایق، جهاني او اجمل خټک شاعري همدا خصوصیت لري،چې دا هره ځانګړنه د دغو سترو شاعرانو د شعرونو په تلپاتي کیدو کې لوی لاس لري، زما خپله خوشال بابا د هغه د بیسارې مستي، سنت شکنیو غرور او سرکشۍ له پاره خوښ دی.

پوښتنه : فلسفه، تصوف اوعرفان په شاعرۍ کې څرنګه څیړئ؟ ستاسې په نظرپه دغو دری برخو کې کومو شاعرانوخپل ذوق زیات آزمویلی دی او پاملرنه یې ورته کړی ده؟

ځواب : عرفان ، تصوف او فلسفه د شعر په منځپانګې پورې اړه لري، د پښتو په کلاسیکو کې رحمن بابا د تصوف لوی استازی دی، فلسفي مفاهیم حداقل ما د لومړي ځل له پاره د غني خان او اشرف مفتون په شعرونو کې لیدلي دي چې وروسته تر سالک او سعوده ځینو نورو هم فلسفي مفاهیم په خپلو آثارو کې رانغاړلي او وړاندې کړي دي.د غني ګډې وډې د فلسفي شاعرۍ بارزې او په زړه پورې نمونې دي.همدا شان په ځوان شعر کې د سعود په درې ګوټیزو دایرو کې دا څرک ښه لګیږي.

پوښتنه : تاسې په شعرکې سېمبولونه څه ډول څېړئ، او دا راته وویاست، سیمبولونه په شعر کې د یو شاعر د ذهني او رواني حالاتو تمثیل دی او که له یوې ټولنې د شرایطو او حالاتو څخه په طبیعي شکل جوړیږي؟

ځواب : زما په نطر سمبولونه د شعر لازمي جز دی خو که ابهام رامنځته نه کړي او آشنا وي ، شعر ته سمبولونه ښکلا وربښي خو د فلسفي او ارواپوهنیزو سمبولونو کارول ظاهرا شعر د افهام خواته بیایي ، د شعر زیاتره لوستونکي عام وګړي دي چې له فلسفي او ارواپوهنیزو مسایلو او مفاهیمو سره آشنایي نه لري او چې داسې وي نو بیا دا ډول سمبولونه نا آشنا ورته ښکاري او په نتیجه کې شعر د پیریانو په ژبه بدلیږي،سمبولونه که د شاعر د ذهني او رواني حالاتو زیږنده هم وي ، وي دې خو داسې نه چې له طبیعت سره نا آشنا او پردي وي، هر سمبول باید یو مفهوم را تداعي کړي پرته له هغه د ښکلا پر ځای بدرنګي زیږوي.

پوښتنه : که چیرې د خوشحال خان خټک او رحمان بابا شعرونه ته ځانګړې پاملرنه وکړو، ښایي د شعرونو ډیرې بیلګې او خواوې یې د بڼې او محتوا له مخې توپیر، ونه لري خو څه داسې خواوې او څیزونه هم شته، چې د دوی شعرونه سره بیلوي.تاسو په دې اړه څه لید لرئ؟

ځواب: په خوشال او رحمن بابا کې د ځمکې او آسمان هومره تفاوت دی، خوشال بابا د لایتناهیتوب استازی دی، او رحمن بابا تر خپل ښکلي دیوان پورې محدود دی،د خوشال په شعر کې د ژوند هره برخه له مینې رانیولې تر رزم او ان ټولنیزو اړیکو پورې رانغښتل شوي دي او د رحمن بابا شاعري پستې دنیا ته شا کول او آخرت ته د توښې برابرولو په لور یو ښایسته دعوت دی، زه فکر کوم چې رحمن بابا د انسانیت شاعر دی، د ښکلا شاعر دی خو خوشال بابا د ژوند په اندازه پراخ دی.

پوښتنه : زموږ یو شمیر لیکوال په دې ګروهه دي، چې دشعر په پرتله باید نثر ته زیاته پاملرنه وشي.تاسې په دې اړه څه لید لرئ ؟

ځواب : په وروستیو کلونو کې زه هم په یو شمیر محافلو کې دا وړ یوه تمایل ته متوجه شوی یم، ان کله کله دا رجحان د ادبي کړیو تر منځ د بحث وړ موضوع باندې بدل شوی دی،زموږ یو شمیر مشران لیکوال او استادان په دې اند دي چې موږ د پښتو ادبیاتو پر ورشو شعر ډیر لرو خو نثر مو هغومره نه دی، نو ځکه اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د نثر لیکلو ته ډیره پاملرنه وشي او شعر دې هغه کسان وپالي چې په رښتیا یې د پاللو وس لري، د دوی خبره خپل منطق لري چې زه ورسره کار نه لرم خو زه خپله وایم چې موږ هماغومره چې نثر ته اړتیا لرو هماغومره شعر ته هم اړ یو، اصلن تر اوسه موږ د کلیمې په ریښتینې مانا شعر کم لرو، داسې شعر چې له نړیوال شعر سره دې سیالي وکړای شي، خو دا په دې مانا هم نه ده چې موږ باید نثر ته شا کړوو ښه خبره دا ده چې موږ د نثر په برخه کې د حرفوي لیکوالو یو نسل راوروزو او همدا شان شعر هم په ټول قوت وپالو.

پوښتنه : مهرباني وکړې د لنډیو په اړه خپل معلومات راسره شریک کړی. په ځینو آسیايي هیوادونو کې فلکلوریک اشعار لکه هایکواو داسې نور ویل کیږي. تاسودپښتو ادب دلنډیو په پرتله دغه ډول اشعار څه ډول څیړئ؟

ځواب : لندۍ د پښتو فوکلوریک شعر یو ښکلی او د دنیا په کچه بیجوړې صنف دی چې د پیړیو په پوړیو کې له یوې سینې بلې ته ورلیږدیدلي او تر موږه رارسیدلي دي، د لنډیو د احتوا ساحه لکه ژوند دومره پراخه ده، له ښکلا رانیولې تر رزم، بزم، نهیلۍ، امید،هڅې، کامیابیو او ناکامیو پورې او همدا شان د پښتنې معاشرې هره برخه چې تاسو فکر کوی هغه په لنډیو کې رانغاړل شوېده ، چې که یې مثالونه راوړو شاید خبره ډیره اوږده شي، زه ګمان کوم چې د پښتو لنډیو ښکلا د دنیا په کچه بیسارې ده خو له بده مرغه تر اوسه لا زموږ دغه مرغلرې دنیا والو ته هغسې چې ښایي نه دي معرفي شوی، حتی خپله موږ په دې باب داسې څیړنه نه ده کړې چې د هغو له مخې موږ د لنډیو ښکلا په ښه ډول سره راوسپړو، البته په متفرق ډول ځینې کارونه شویدي چې شاید مهم هغه یې د لوی شاعر اکادیمیسن سلیمان لایق څیړنه وي. او پاتې شوه د هایکو خبره نو تاسو ته عرض وکړم چې دا سمه ده چې هایکو له ښکلایز پلوه له لنډیو سره مشابهت لري خو هایکو بیا فولکلور نه ده بلکه د جاپاني شعر یو صنف دی چې شاعران یې مالوم دي همدا شان له لنډیو سره یې بل ښکاره توپیر دا دی چې د هایکو د احتوا ساحه یوازې طبیعت دی، مانا دا چې په هایکو کې له آره نور مسایل او د ژوند نورې برخې نه رانغاړل کیږي خو لنډۍ د ژوند ټوله فضا احتوا کوي.

پوښتنه : په هیواد کې دننه اوبهرپه یو شمیر رادیویي او تلویزوني خپرونو کې ادبي اوفرهنګي پروګرامونه اوبرنامې خپریږي، د دغو خپرونوپه اړه ستاسې لید څه دی؟

ځواب : رښتیا هم نن سبا په هیواد کې دننه ډیر او بهر یو نیم ځای یو شمیر راډیویي او تلویزیوني ادبي خپرونې جوړیږي او خپریږي چې که له ځینو ملاحظاتو تیر شو نو هره یوه یې خپل ارزښت لري، هغه څه چې یو شمیر دا خپرونې یې پیکه کړیدي دا دي چې لا هم په دغو خپرونو کې د ته ماته لا لا وایه زه به تا ته ماما وایم روحیه حاکمه ده چې متاسفانه د دې نقیصې یو مخ له منځه وړل ګران دي، خو له دې هر څه سره سره دغه خپرونې په هیڅ ډول بې ارزښته نه دي بلکه هره یوه یې د نویو او ځوانو شاعرانو او د ادب د مینه والو په روزلو او همدا شان د شعر او ادب د مینه والو د ذوقونو په خړوبولو کې د پام وړ ونډه لري.

 

پوښتنه : په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور واکمن وي ، ستاسې په اند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغېز لري ؟ شاعر او لیکوال څنګه کولای شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي ؟

ځواب : زه فکر کوم د دنیا تر ټولو لوی هنري شهکارونه د تړلیو او مقیدو ټولنو او ناخوالو په شرایطو کې خلق شویدي ، نو په دې اساس دا نظر قوت پیدا کوي چې که شاعر او هنرمند هنر او شعر ته متعهد وي او ریاضت ورته وکړي نو په دا ډول حالاتو کې لا ښه شاعري او لا ښه تخلیق کولای شي، سیمبولونه، اسطورې، استعارې او نور هغه افزار دي چې هنرمندان او شاعران په داسې حالاتو کې ښه استفاده ورنه کولای شي.

پوښتنه : تاسې د ادبي نقد او کره کتنې او د ادبي او فرهنګي مرکزونود جوړولوپه اړه په هېواد کې د ننه او بهر، چې د نورو ادبي څانگوالو تر څنگ واکیالي (باصلاحيته) څانگپوه کره کتونکي غړيتوب و لري، څه لید لرئ؟

ځواب :زه فکر کوم چې ادب او هنري تخلیق له کره کتنې پرته وده نه شي کولای ، څو چې کره کتنه دود او عامه نه شي البته واقعي کره کتنه نو د کره او نا کره آثارو بیلول او پیژندل به ګران شي، له آره کره کتنه د ادبي سبکونو د څیړنې ، مطالعې او راسپړنې فن ته وایي ، خو په پښتو کې له بده مرغه فقط یو څو تنه حرفوی کره کتونکي لرو چې په هغو کې هم ځینې په خپله برخه کې کار کوي او ځیني نور پر تخلیقي کارونو بوخت دي، همدا کار د دې سبب شوی چې له بده مرغه په ځوان پښت کې نه موږ ښه کره کتونکی لرو او نه هم بې پرې کره کتونکی ، زه خپله له کره کتنې سره مخالف هم نه یم بلکه خوښیږي مې هم خو نه داسې کره کتنې چې ځینې وخت یې موږ ګورو او لولو.ډیره به ښه وي چې موږ د کره کتنې په برخه کې هم یو انسجام رامنځته کړای شو. همدا اوس چې تاسو د پښتو شعر د بیسارې ودې او هره ورځ د ډیرو ښو استعدادونو د غوړیدو شاهدان یاستی دا ټول همدغه د کره کتنیزو غونډو او ناستو برکت دی چې په شپیتمو کلونو کې له کابله پیل شوی او بیا د افغان بهیر او رشاد کره کتنې او اوس لسګونو نورو داسې محافلو پورې راغزیدلی دی.

پوښتنه : یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو اونوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره د بهرنیو لیکوالوآثاراوشعرونه ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو آثارو ژباړه او یا زموږ د آثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب و فرهنگ د ودې او پرمختګ لپاره څه اغیزښندلای شي؟ او دا راته وویاست چې تاسې پکې ونډه اخېستې ده او که نه؟

ځواب : زما په اند موږ تر هرڅه زیات ژباړو ته ضرورت لرو ، همدا ژباړه ده چې موږ له نړیوال ادبي بهیر سره همګامه کوي موږ په نړۍ کې له نویو ادبي خوځښتونو او بهیرونو خبروي او باالعکس دنیاوال زموږ له ادبي بهیرونو نه خبروي. له بده مرغه زیاتره افغانان د دنیا پر نورو ژبو له لیکل شویو آثارو نه ګټه نه شي اخیستلای نو که موږ تازه او کره ژباړې ولرو زموږ دغه تشه به مو په شعوري ډول ډکه کړې وي.بی له ژباړې( هم له نورو زموږ ژبې ته او هم نورو ژبو ته زموږ د آثارو) موږ په هیڅ ډول له نړیوال ادبي بهیر سره نه شو همګامه کیدلای. ما خپله په دې برخه کې د بوختیاوو له کبله برخه نه ده اخیستې خو که وخت ولرم نو دې کار ته به کار ووایم.

پوښتنه : زما پر آند دهرهنر، هنرمند د یوې ټولنې د خلکو په راویښولواو دملي احساساتو په راپارولو کې ډیر عالي رول لري اوباید دخپل هنر په وسیله دخپلې ټولنې اوخلکوپه خدمت کې وي، خوزموږ په لره او بره پښتونخوا کې یوشمیرشاعران، لیکوال، هنرمندان، سندرغاړي او داسې نوربرخلاف دخپلو اصلي دندو عمل کړئ دی اوکوي یې، دبیلګې په توګه یوشمیر شاعران اوهنرمندان (مدح سرایي) کوي، شعر اوهنر یې په شعارونو تبدیل شوی دی او دخپل حریف پرضدیې حساسیت ښوودلی دی او یا یې ښیي.مهرباني وکړی په دې اړه خپل لید راته بیان کړئ؟

ځواب : انجنیر صیب دا ننۍ خبره نه ده ، بلکه په هروخت او هره زمانه کې دا خبره وه ، خو د وخت په تیریدو هغو چې له هنر سره یې تعهد درلوده او شعر یې د شعار او مدحو تر بریده نه دی راټیټ کړی پاتي شوي او نور د زمان له حافظې وتلې او هیر شوی دي ، په اوسني وخت کې به هم همداسې کیږي هغه هنري آثار چې هنریت او جوهر ولري پاتې کیږي او هغه چې موسمی وي د زمان له حافظې به ووځي.

پوښتنه : تاسې په اوسنیو سیاسي، تاریخي او کړکیچنوحالاتو کې په وطن کې د ننه او له وطن څخه بهرد شعراو لیکوالۍ وضیعت څرنګه څیړئ، شاعرانو او لیکوالوته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

ځواب : زه چې په هیواد کې دننه او بهر ګورم نو له نیکه مرغه اوس تر بل هر وخته د پښتو ادبیاتو او په تیره د تخلیق په برخه کې یو طلایي دوره رادبره شویده، اوس موږ تقریبن د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ادبي ناستې او ټولنې لرو، چې هره دغه ټولنه یو شمیر مثمره فعالیتونه او کارونه لري چې ډیر ګټور او د پام وړ دي. په همدې اورنیو او مایوسونکو نامالومو حالاتو کې زموږ پښتو شعر تر بل هر وخته زیاته وده کړیده، چې دا ډول هڅې امیدوارونکې او امید بښونکي دی.زما وړاندیز دا دی چې دغه تیت او پرک هڅې یو څه نورې سره منسجمې ، همغږې او منظمې شي.

پوښتنه : ستاسو پیغام دیوشاعر او لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې دننه او بهر د ادبي اوفرهنګي فعالیتونو سره بوخت دي څه دی؟

ځواب : زما پیغام خپلو ځوانو ، بلکه تر ما ځوانو فرهنګي ملګرو ته دا ده چې تر زیاتو لیکلو زیاتو لوستلو ته پاملرنه وکړي او هیڅوخت دې د خپلو آثارو د خپرولو په کار کې تادي نه کوي.

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011