Fri09222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست افغانستان به د ترهګرۍ په کابو کولو کې پر پاکستان د فشار غوښتنه وکړي


افغانستان به د ترهګرۍ په کابو کولو کې پر پاکستان د فشار غوښتنه وکړي

چارشنبه، 24 غبرګولی 1391 | وخت: 12:01

pak-afghan-foreign-ministersسرچینه: ای ایف پی

کابل:

تمه کېږي چې افغان حکومت به د پنجشنبې پر ورځ د کابل په را بلل سوي کنفرانس کې په نړېوال کچه په دې خبره ډېر ټنګار وکړي، چې له افغانستان څه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان د اورپکو په یوه خوندي پټنځای او مهم مرکز بدل سي.

سبا به په کابل کې د نه ویوشتو هېوادونو استازي غونډه وکړي. همدوی به د روان کال په نوامبر میاشت کې د ترکيې په استانبول ښار کې پرېکړه کوي چې که په ۲۰۱۴ کال کې نړېوالو ځواکونو له افغانستانه وځي، څه ډول شونې ده چې دا جګړه ځپلی هېواد دې پر خپلو پښو ودرېږي؟

افغان ولسمشر حامد کرزی په دې باور دی، تر هغه چې د سیمه يیزې همکارۍ په مټه د جګړه مارو پناه ځایونه له ریښوو ونه ایستل سي؛ امکان نلري چې هېواد ته دې سوله راشي.

هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې پر پاکستان غز وکړ چې سیمي ته د سولي په راوستلو کې مرسته وکړي.

په اپریل میاشت کې وسلوالو د کابل ښار په ځینو دولتي ودانيو او په دغه ښار کې د بهرنیو هېوادونو پر يو شمېر دفترونو حیرانوونکي او منظم بریدونه وشول، چې د امریکا متحده ایالاتو یې پړه په پاکستان کې پر مېشتي حقاني شبکې ور واچوله.

تېره اونۍ د امریکا دفاغ وزیر لیون پانیټا چې د جون د شپږمې دوو ځانمرګو بریدونو ډېر اندېښمن کړی و، وویل: « موږ تر دې مهاله داسې منظم بريدونه نه و، ليدلي.»

اسلام آباد دا ردوي چې ګنې دوی د حقاني شبکې ننګه او ملاتړ کوي، خو د همدې ډلي سیمیز مشران په دې کلک باوري دي چې د کرښي ها غاړه یې په شمالي وزیرستان کې خوندي پالن او ساتنځایونه دي.

تېر کال د امریکا د سمندري ځواکونو عمومي مشر مایک مولن ويلي و، چې یاده شبکه د پاکستان د دکورنيو استخباراتي خدماتو ( ای ایس ای) یوه پیاوړې مټه ده.

خو پاکستان ورپوري تورونه ردوي او ادعا کوي، چې امریکا او افغانستان هڅه کوي د څو لسېزو جګړو ځپلي افغانستان له ورځ تر بلي خرابېدونکي حالت څخه د تېښتې لاره ومومي. دوی ادعا کوي چې تر بل هر هېواد پاکستان د ټروریزم ستر قرباني دی.

خو په افغانستان او امریکا کې نظر پوښتنې په ډاګه کوي، چې د اورپکو د له منځو وړلو پر وړاندي د پاکستان سوړ دریځ د جګړې په اور باندي د تېلو د شیندلو په مانا دی.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد نجیب محمود په دې عقیده دی، چې د پاکستان همدا دریځ ددې لامل شو، چې

حتی په افغانستان کې د امریکا په ګټو باندي لوی بریدونه تر سره شول او د همدې پېښو په رامنځ ته کېدو سره افغان چارواکي او امریکا سخته خواشنې او ناراضه ده.

نوموړي زیاته کړه: زه پدې باروي یم چې کنفرانس به افغان دولت ته دا فرصت په لاس ورکړي، چې په پاکستان فشار راوړي چې ددغه راز ستونزو پر وړاندي کوټلي او کارنده ګامونه واخلي.

پانیټا تېره اونۍ په کابل کې په زغرده وویل، چې نور یې پاکستان ته د ترهګرۍ د پټنځایونو په له منځه وړلو کې د غفلت او فریب په وجه د صبر کاسه ډکه سوې.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان د دوی د رژیم تر ټولو زیات سیاسي ملاتړی و. اوس کابل او واشنګټن وایي چې پاکستان ظاهرا له دوی سره د دوستي ناري وهي خو په اصل کې د اورپکو مرستندوی او ملاتړی دی.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت وایي چې دوی به د ډار اچوني د ټولو هغو تهدیدونو پر وړاندې چې هېواد او نړۍ ګواښي؛ د مبارزې لازمي چارې تر سره کړو.

د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند فرامرز تمنا وويل : «افغانستان له دې شومې پدیدې څخه په هر ممکنه توګه زیانمن شوی دی. البته موږ به په دې کنفرانس کې تر وروستي بریده کوښښ وکړو چې حل لارې ورته ومومو».

د پاکستان حکومت تایید کړه، چې د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر به د کابل په کنفرانس کې ګډون وکړي او زیاته یې کړه چې پاکستان تل او په خپل وس سره هڅه کړې، چې د ترهګرۍ او اسلامي بنسټپالني پر وړاندي جګړه وکړي.

د پاکستان د بهرینو چارو د وزارت ویاند، معظم مطبوعاتو ته وویل ؛ هېڅ کله به اجازه ورنکړي، چې خاوره یې د بل چا په مقابل کې وکارول شي. او همدارنګه هېڅوک به پرې نږدي چې هېواد یې د ډار اچونې په ځاله واوړي.

هغه وویل ؛ په دې موضوع کې باید هېڅوک زموږ پر تګلاره او هوډ شک ونکړي.زموږ قرباني به دوام لري او تګلاره به مو ثابته او تلپاتې وي.

 

مګر افغانان بیا په دې اړه له پاکستان څخه د پرېکنده او ژر اقدام غوښتونکي دي.

محمود زیاته کړه؛ چې په پاکستان د امریکا او ناټو فشارونه تر ډېره بریده بې اغېږي دي. تمه نه کېږي چې پاکستان دې خپله لاره بدله کړي، د ترهګرۍ پر وړاندې نړېوالې مبارزې کې دې رښتیني ونډه واخلي او په هېواد کې دې د اورپکو له مرستي لاس پر سر شي.

د ((اسیا زړه)) کنفرانس کې به تر ډېره بریده د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د مخدره توکو د قاچاق اوله طبعي پېښیو سره د مقابلې پر لارو چارو بحث وشي او همدارنګه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول به یې د اجنډا د سر سر موضوعا وي.

د سیاسي چارو کارپوه؛ احمد سعيدي په دې بارو دی، چې افغانستان له اوږدې مودې را په دې خوا لیواله و، چې د داسې کنفرانس کوربه و واوسي، چې په سیمه خپل رول ځواکمن کړي.

هغه وویل ؛ افغانستان په تېرو څو لسېزو کې د جګړو، تېریو او وژنو په ډګر اوښتی و. اوس هڅه کوي چې له دې حالت څخه ووځي. د افغانستان او افغان حکومت لپاره دا کنفرانس تر ټولو ښه فرصت دی، چې وښيي په سیمه کې د رامنځ ته شویو ستونزو پر وړاندې په اغېزمن او ښه ډول رول لوبولای شي.

د سیمي د هېوادو د بهرینو چارو د وزیرانو تر څنګ به د ځینو نورو ټولنو لکه ناټو، اروپایي ټولنه او ملګرو ملتونو استازي د دې یوې ورځنۍ غوڼدې ګډونوال وي.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011