Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل سياست د افغانستان جيوپوليتيک يا ستراتيژيک موقعيت


د افغانستان جيوپوليتيک يا ستراتيژيک موقعيت

سه شنبه، 19 غوی 1391 | وخت: 20:31

afghan-map-world-map-globeدا ټولو ته مالومه ده، چې افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت په اړه د نړۍ بحري اوبو ته لاره نه لري، مګر راځی افغانستان له داسې يو ملک سر پرتله کړو، چې هغه هم له اوبو سره نېغ په نېغه تړاو و نه لري. ما چې د نړۍ نقشې ته په زغرده وکتل، نو د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د بحر اوبو ته لاره نه لري، مګر ملکونو يې داسې کلتوري او سياسي لوړې ټېټې نه دي تېرې کړې، لکه چې د افغان ولس په وروستي، څو پېړيو کې تېرې کړې دي.

بايد ياده شې، چې نن سبا په نړې کې تېل او نفت د ملکونو په سياسي ژوند کې غوره رول لوبوي او دغه طبيعي زېرمې په ډېرو سيمو کې مخ پر کمېدو دي او په نننۍ تکنالوژې کې ترننه د نفت او تېلو بديل نه دی موندل شوی او د کاسپين چاپېريال ملکونو کې د فوسيلي سون (ګاز، تيل او نفت) موادو زېرمې ليا شته دي، چې د ځبرځواکونو د سيالي ډګر او د نړيوالو کمپنيو لپاره د پیسو ګټلو ښه سيمه ګرځېدلې ده.

افغانستان هم په آسيا کې د ورېښمو د لارې پر سر پروت دی او د سيمې د ملکونو او ځبرځواکونو د سیاسي غوښتنو د يوې څلور لارې حيثيت لري، چې د سابقه شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته يې جيوپوليتيک ارزښت نور هم زيات شوی دی او اوسمهال د کاسپين چاپېريال د شوروي آزاد جمهوريتونو او د هندو-پاکستان تر منځ يې له شماله جنوب ته د ځمکني ترانزيتي لارې په توګه يو ځانګړی موقف خپل کړی دی.

افغانستان پخپله هم ګڼشمېر کانونه، مېنرالي زېرمې، ګاز او تېل لري، له بل پلوه د افغانستان جغرافيوي موقعيت د روسيې، چين او هند د ځبرځواکونو د څارلو لپاره لوړ پوځي مورچل ګڼل کېدلی شي او په دې سيمه کې د موجودو طبيعي زېرمو په اړه په نړيواله کچه لويې پيسې ګټل کېدلی شي، چې افغانستان ته يې ستراتيژيک ارزښت هم ورکړی او هم د نړېوالو کمپنيو او ځبرځواکونو د سيالۍ ډګر ګرځېدلی دی. له بده مرغه چې نړيوال ځبرځواکونه لکه: امريکا، روسيه او چين هر يو له نړيوال مارکېټ سره د دغو زېرمو د لوټلو او د خپلې ګټې اخيستلو لپاره بېلې بېلې طرحې لري، چې ډېر په تيلو ماړه ملکونه يې قرباني دي او خلک يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان موقعيت له ايران سره د امريکا او اسرائيلو په سياسي لوبو کې هم يو ځانګړي حالت ته رسېدلی دی. ايران غواړي خپل اتومي بم جوړ کړي او اسرائيل له امريکا سره وېره لري، چې ګواکې د ايران دولت ثابت نه دی او له خپل ايراني اتمي بم سره نړۍ ته د امنيت مخاطره رامنځ ته کوي او د دې ګواښ هم شته چې په ايران نظامي عمليات هم تر سره شي، خو د ايران د اقتصادي تجرېدولو لپاره د کاسپين د نفتو، ګازو او تيلو د ترانزيتې لارې په اړوند سره د ايران د ګوښه کولو لپاره هم کولی شي د افغانستان له موقعيته ګټه پورته کړي، ځکه نو امريکا ته افغانستان لکه يو ستراتيژيک دوست هېواد ډېر مهم دی، چې په دې توګه کولی شي ايران هم د منځنۍ آسیا له ترانزيتي لارې ګوښه کړي او هم د سيمې د انرژي ترانسپورت له ګاونډو ملکونو څخه تر سره کړي.

له همدې امله امريکايانو لا د طالبانو د واکمني پر مهال غوښتل چې د تورکمنيستان-افغانستان-پاکستان-هندوستان نلليکې وغزوي، خو هغه مهال په سيمه کې د امريکايي او ارجنتيني کمپنيو د رقابتونو او په افغانستان کې د ناامنيو له کبله دغه پروژه پلې نه شوه او وروسته د امريکا له تيري په ۲۰۰۱ ميلادي کال دغه پروژه په ټپه ودرېده، مګر په ۲۰۱۰ کې د ګازو د نلليکې د پروژې په اړه د امرېکې په ملاتړ په ترکمنيستان کې د افغانستان- پاکستان، هند او ترکمنيستان د دولتونو تر منځ يو تړون لاسليک شو او د ۲۰۱۱ کال په اپرېل کې د افغانستان پارلمان هم نوموړې پروژه تائيد کړه، خو د افغانستان جنګي حالت د دغه پروژې کار په ټپ درولی.

دا ټولو ته څرګنده ده، چې افغانستان د خپل رسمي تاريخ پيل د لوی احمد شاه بابا له واکمني يانې ۱۷۴۷ کاله را شروع کوي، خو ځينې بيا د تاريخ پړاو د پښتنو د آزادي لومړني مقاومت ته وراړوي، چې د مېرویس نيکه له سياسي، نظامي او ټولنيز خوځښت سره تړاو ورکوي، مګر نور بيا د افغانستان رسميت ته د ټولواک عبدالرحمن خان موده ځانکړې کړې ده. په دغو دريو مقولو کې درې نظره، چې ټبريز او ايتنيکې کرکتر لري موجود دي.

د لوی مشر ميرويس نېکه خوځښت تاريخي ارزښت دی، خو د هوتکو د ټبر حکمروايي، د احمد شاه بابا واکمني بيا د افغاني امپراتوري جوړېدل، چې شمزۍ يې دورانيو جوړه کړې وه او دريم تاريخي نظر بيا د هغو ايتنيکې ډلو د زړه خبره ده، چې د ننني افغانستان تاريخ هر څومره چې کېږي عمر يې ورلنډ کړي، نو پايله دا ده، چې د افغانستان په خاوره کې داسې ټبريز امکانات شته، چې دغه ټولنه په خپل لاس په اور کې ډاډه کړي، نو صرف يو ورلګيد ته اړتيا لري.

افغانستان د تزارې روسيې او انګريزي امپراتوري تر منځ د بوفر يا (نا پېيلې) سيمې موقعيت تر لاسه کړ، په دې کې د وخت د دغه دوو ځبرځواکونو رول ډېر غوره ؤ، ځکه چې که روسيه رامخ ته شوه، نو د افغاني مقاومت تر شاه انګرېزان درېدل او که به انګرېز رامخ ته شو، نو روسيې به د انګريزي امپراتوري د خپرېدو مخنيوی کولو، نو افغانان د دغه جګړې د سوخت مواد ول او تر ننه هم دي، خو بايد ياده شي، چې موږ به په خپله خاوره کې دومره انګرېزان او يا روسان هغه وخت نه وي وژلي څومره مو چې خپل افغانان ووژل.

په شلمه پېړۍ کې افغانستان د شوروي اتحاد او لوېديزوالو په اخو ډب کې ښکېل ؤ، مګر بيا هم په يوه ټاکلې دوره کې په افغانستان کې داسې واکمني وه، چې افغانستان يې لږ تر لږه د ۵۰ کلونو په بهير کې په نسبي توګه کرار وساته او د افغاني ادارې بنسټيز اساسات يې کېښودل او په دويمه نړيواله جګړه کې یې افغانستان د هتلري جرمني له تيريو، د روسيې له بدمرغيو او د نړيوال امپرياليزم له خوړلو وساته، خو څه وشول، چې دغه ټول يو ځل له منځه ولاړل او دا دي موږ لږ تر لږه ۳۵ کاله کېږي چې د جنګ په حالت کې ژوند کوو او د دريو لسيزو په بهير کې د دوو ځبرځواکونو سره مو پنجې نرمې کړې او د سيميزو ګاونډيو هېوادونو د سياسي لوبو قرباني شوو.

تېر په هېر را به شو دې ته چې د افغانستان په اړه موږ افغانان په څه ډول فکر کوو، زموږ ګاونډيان څه غواړي او نړيوال ځبرځواکونه څه خيالونه په سر کې تاووي.

۱ – موږ افغانان څه غواړو:

په ډېرو ليکنو کې داسې راغلي، چې زموږ بدمرغي بهرني هېوادونه دي، خو په فارسي کې يو متل دی، چې «مرغ ته هوش کن همسايه را دزد نګير»، نو دا چې زموږ ګاونډي زموږ په اړه څه پلانونه لري بيا به پرې وغږېږو، خو راځۍ چې لومړی خپل کهول ته سر وروړاندې کړو، چې څه پکې تېرېږي.

- په ډېرو څېړنو کې ښودل شوې ده، چې د افغانستان تر ټولو لوی ټبر پښتون دی، چې تر ۶۵ او ۷۰ سلنې يې شمېري، خو په زړه پورې دا ده، چې دغه ټبر هېڅکله هم د خپل هېواد په زعامت او اداره کې اساسي رول نه دی لوبولی، مګر د جنګ په موده کې يې تر ټولو ډېره قرباني او سرشيندنه کړې ده، خو واک بل پرې چلولی دی. په دې کې لږکي ټبرونه ملامت نه دي، د ملګرو ملتونو يوې څېړنې ښودلې ده، چې د افغانستان د وګړو د پښتنو سلنه ۶۵ ده، مګر له هغوی نه ۳۰ سلنه په فارسي خبرې کوي او په ټوله ټولنه کې ۵۰ سلنه په فارسي بلد دي او ۴۰-۴۵ سلنه په پښتو، نو اوس تاسو ووايی، چې د پښتو يانې د پښتنو کمزورتيا په چا کې ده، خو زه به دومره ووايم، چې پرته له پښتو پښتون نه شته، ځکه چې که يو اوزبک، تاجک او يا هزاره په فارسي پوهېږي او په پښتو نه پوهېږي، نو هغه تر فارسي ژبي پښتانه څه کم دی؟ د دغه معظلې بل اړخ دا دی، چې د پښتنو دوه ژبي توب د دې سبب ګرځېدلی، چې هم د پښتنو په منځ کې يووالی نشي راتلی او هم په نورو ايتنيکي ډلو کې، ځکه چې ژبنيز دواليزم د بې اعتمادي بنسټ دی. ما په ډېرو بهرنيو ملکونو کې هم ژوند کړی او هم کار، نو زموږ دوستي له بهرنيو وګړو سره د سيمې د بومي خلکو په پرتله بهتره وه، ځکه چې ټول په هغو ټولنو کې پردي ول او په افغانانو کې هم که د بل ټبر يو څوک مجلس ته راشي يا ته ورشې نو د مجلس رنګ، سليقه او طريقه ټول اوړي، ځکه چې افغاني ټولنه يو افغاني هويت او ذهنيت نه لري.

- د افغانستان لږکي ټبرونه لکه تاجک، هزاره، اوزبک، تورکمن او داسې نور، د افغانستان په ستونزو کې خپل اړخ لري. له دغو ټبرونو پرته له تورکمنو تل خپل سياسي ګوندونه جوړ کړي او د پښتنو په ضد يې کارولي. پوښتنه دا ده، چې ولې داسې يو حالت رامنځ ته شوی، ځواب دا دی، چې پښتانه بې اتفاقه دي، ځکه چې لومړی په غېلزيو او دورانيو وېشل شوي او بيا په خيلو او خټکو. کاشکې دا يوازينی د بې اتفاقي ټکی وی، مګر بيا په سياسي او ديني ډلو هم وېشل شوي دي. لکه نن سبا چې په دواړو خواو کې پښتانه له يو او بل سره جنګېږي. په دولت کې کرزی او مخالف يې طالب جان او حکمتيار خان، خو نورې ډلې ټپلې له خپلې وېرې د لاسپوڅي دولت تر سيوري لاندې راغلي دي.

- افغانان په هر څه کې افراط او تفريط ته مخه کوي. خلکيانو د خپلې ايديالوژي لپاره څه و نه کړل او طالبانو بيا د اسلام لپاره په خلکو څه نخرې و نه کړې، خو پايله څه شوه! درنو لوستونکو! په افغاني ټولنه کې بيا هم هماغه زړه کيسه ده يانې: سيالي، تربګني، زنستېزي او زورواکي. که مقاومت ته وګورې، نو حکمتيار صيب خپله درنه او د نورو سپکه وايي او طالبان هم همدا ډول درواخله، زما اندېښنه وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي کاله د افغانستان د وګړو د ژوند مصؤنيت او په هېواد کې امنيت دی.

د افغانستان ستراتيژیک يا جيوپوليتيک ارزښت د هېواد جغرافيوي موقعيت او طبيعي زېرمې جوړوي. دا ټولو ته جوته ده، چې افغانستان بېلابېل مينرالونه، وسپنيزې زېرمې، يورانيم، مس، زغال، لاجورد، زمرود او داسې نورې طبيعي زېرمې لري، چې د دې تر څنګ افغانستان په نړيواله کچه طبيعي ګاز او تر ځمکې لاندې د تېلو زېرمې هم په پرېمانه پيمانه لري. د افغانستان د طبيعي زېرمو ارزښت د لساوو تريليونونو ډالرو په کچه ټاکل شوی دی، چې خلک وايی: «هر افغان د سرو زرو پر بالښت سر ږدي، خو په لوږي نس شپې تېروي!».

د افغانستان جغرافيايي موقعيت ډېر يو ځانکړی اړخ لري، ځکه چې يو پلو ته يې د سابقه شوروي پنځه هغه جمهوريتونه لکه (تاجکستان، اوزبکستان، ترکمنستان، قرغيزستان او قزاقستان) سره چې ډېره غوره ترانزيتي سيمه ده، چې له دريو جمهوريتونو سره خو افغانستان ګډه پوله هم لري، مګر دغه ملکونه د نړۍ په کچه د تېلو ډېرې لويې زېرمې او طبيعي شتمني هم لري، چې يو پلو ته يې د روسيې بازار پروت دی او بل پلو ته يې د هند د بحر تودې اوبه او د پاکستان-هندو-چين تجارتي بازار، ځکه نو افغانستان يو ډېر ځانګړی جغرافيايي موقعيت لري، چې د آسيا نور ملکونه د داسې يو موقعيت خوبونه ويني، خو افغانستان د فارسي او پښتو جګړې وران کړی او نورو ژبنيزو واحدونو ته يې د سېپراتيزم يا بېلنتوب ذهنيت ورکړی، که نه نو په افغانستان کې به چا د فيدراليزم رمباړې وهلې او د فيدراليزم ډنډوره د افغانستان په تاريخ کې څه نوې خبره نه ده.

فيدراليزم او افغاني ټولنه: زه د افغانستان په شمال کې اوسېدلی يم او د هغو سيمو د خلکو نسبي قومي جوړښت راته مالوم دی، نو زما له مالوماته سره سم او د افغانستان د تاريخي پېښو پر بنسټ په زغرده ویلی شم، چې په افغانستان کې د فېدرالي دولتي سیستم غوښتنې هسې بې ځايه خبرې دي او ټولنيز بنسټ نه لري، ځکه چې د افغانستان هېڅ يو ولايت پرته له پښتنو نه شته او هېڅ داسې سيمه نشته چې په يو ځانګړي ټبر پورې دې اړه ولري، بيا هم په ټولو سيمو کې پښتانه يا اکثريت دي او يا هم داسې يو لږکی ټبر جوړوي، چې د نورو ټبرونو په پرتله بيا هم په نسبي توګه اکثريت دي، نو هغه سياستوالو ته چې خپلو ټبريزو ډلو ته داسې يو غلط ذهنيت ورکوي دومره ويلی شم چې صرف له خپل ټبر سره او له ټول ملت سره خيانت کوي او بس.

د سنيګېريوف (B.Snegirev) يو روسي عالم د سياسي څېړنو د ليکنې يوه برخه ډېره په زړه پورې ده، چې زه يې ژباړه تاسو ته وړاندې کوم. په ځانګړي ډول په افغانستان کې، کله چې د ۱۹۷۹ کال په پای کې د افغانستان د ډيموکراتيک جمهوريت اساسي قانون جوړېده، نو د مشاورينو په توګه د شوروي اتحاد درې مخکښه قانونپوهان دعوت شول. د شوروي اتحاد د عالي شورا د دارلانشا د ډيپارتمنت معين (سېدوګين)، د شوروي د (و.ن.ي.ي) قانون جوړولو معين (کوزنېڅوف)، د دولتي حقوقو د انستيتوت معين (شېرېمېت) د کار په لومړنيو ورځو کې په کابل کې له ځينو ناخوالو سره مخامخ شوي ول. د افغانستان دولتي چارواکو غوښتل، چې افغانستان په څلورو سوسياليستي جمهوريتونو ووېشي: د افغانستان د پښتنو سوسياليستي جمهوريت، د افغانستان د تاجکو سوسياليستي جمهوريت، د افغانستان د اوزبکو سوسياليستي جمهوريت او د افغانستان د هزاره و سوسياليستي جمهوريت. د شوروي اتحاد دغو مشاورينو په ډېرو مشکلاتو د افغانستان رهبران پر دې قانع کړل، چې له دغه پلانه لاس واخلي او هغوی ته وويل شول، چې دافغانستان بشپړتيا د ټولو په ګټه ده او د افغانستان تر نامه لاندې ټول قومونه سره راټول کړی.

درنو لوستونکو! دغو درنو افغاني چارواکو د تورکمن ټبر، نورستانيان، عرب او داسې نور له پامه غورځولي ول او که د خيالونو په کته ناست ول! په افغانستان کې د فېدراليزم د غوښتنو او د افغانستان د وېشلو کوکريان ډېر دي، چې مخکښ يې د رفيق کارمل شاګرد ښاغلی شيطانعلي ګوسفند دی، ځينې خو بېخي د افغانستان له نامه سره کرکه لري، لکه لطيف پدرام، نو په دغه حساس وخت کې افغانان اړ دي، چې له خپلې هوښياري کار واخلي، د دوښمن په تبليغ و نه غولېږي. د افغانستان وېشل په پښتونستان، تاجکستان، اوزبکستان، هزاره جات، ترکمنستان، نورستان او داسې نورو، د هېڅ افغان په ګټه نه دي، که پښتون بېل شي د پاکستان صوبه به شي، تاجک به د تاجکستان مری شي، اوزبکان به د اوزبکستان غلامي ته غاړه کېږدي او هزاره به هسې د ايران په ټولنه کې د دويم سورت غلام په بڼه مدغم شي، چې وخت تر وخته به يې د افغانستان د سياسي کړکېچونو په اړه اعداموي، چې د خپلو وګړو رضايت تر لاسه کړي، خو له پامه مه اچوی، چې د مسلمان هندو کانه به درباندې وشی، چې ويل به يې «هم دين لاړ هم ...!»

د فددراليزم د ټولنيزو ناخوالو په اړه په دې برخه کې د بېلګې په توګه د مزار شريف ښار به ياد کړم. د مرحوم ډاکټر نجيب په موده کې د شاه اوليا ښار ته ډېر هزاره ګان له باميانه، سمنګانه، غزني او نورو سيمو څخه راوکوټېدل، چې د مزار شريف ټولې سيمې يې د علي مزاري په نوښت له نورو ټبرونو څخه ونيولې او د حيرتان په لاره له ګومروکه رانيولې تر مزار او بيا تر سمنګانه به دوی واک چلاوه، کال لا نه و تېر چې اکه دوستم هم مخ پر مزار راشېوه شو او د مرحوم ډاکتر نجيب په وروستي کال په مزار کې درې ټبره برلاسي ول، د احمد شاه مسعود، علي مزاري او عبدالرشيد دوستم ډلې، چې بيا يې په ډاکتر نجيب کودتا هم وکړه او د ملګرو ملتو پلان يې هم شنډ کړ.

په زړه پورې دا وه، چې وروسته له دې چې د لږکيو واکمني په کابل کې رامنځ ته شوه، نو مزار هم د شخړو سيمه شوه، خو دوستم ټولې ډلې ټپلې وتښتولې او د شمال په ۸ ولايتونو کې يې خپله واکمني ټينګه کړه او کابل هم په ملک الطوایفي ووېشل شو، چې د جګړو مرکز ثقل هم کابل ته وواښت او له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې په کابل کې پر خلکو څه مېچنې نه وې چې و نه چلول شوې، چې پايله يې د کابل ورانېدل، د ۸۰۰۰۰ انسانانو وژل کېدل او د طالبانو پيدا کېدل شول، چې دوستم د ګلم جم، احمد شاه مسعود د شېر پنجشېر او بز کابل او علي مزاري د قصاب کابل لقبونه تر لاسه کړل، مرحوم استاد رباني هم د برقي پکې لقب تر لاسه کړ، چې يو پلو ته به يې مخ واړاوه او ويل به يې: «برادران مجاهدين!» او بل پلو ته به يې مخ واړاوه او ويل به يې «براداران ملحدين!»، طالبانو ته بيا استاد رباني «د سولې پرېښتې» نوم وروباښه او په تاريخ کې د رباني د واکمني تورې دورې ته د دويمې سقاوي نوم ورکړل شو او د طالبانو له ظهوره سره د لږکيو د واکمني ټغر هم په کابل کې ټول شو، چې ساحه يې د پنجشېر تر درې پورې تنګه شوه او مرحوم استاد برهان الدين رباني به يوه کتکېدونکې څوکې او يوه لوحه کله کولاب ته او کله علاو الدين ته وړه او راوړه، چې په لوحه ليکل شوي: «مقام رياست جمهوري اسلامي افغانستان».

مزار شريف د امريکايي سوټه کراسي په پيل کې هم د لږکيو ټبرونو د کشمکش ډګر و، چې د اوزبکانو پر ضد تاجکانو، قزلباشانو او هزاره ګانو لاس يو کړ او پښتانه خو هسې د خپل وېر په ټغر ناست ول، نو وروسته له ډېرو جګړو د مزار شريف ښار استاد عطا ته په وېش کې ورسېد، چې هغه بيا هزاره ګان هم پخپل ځای کېنول او تر ننه يکه تازي کوي. څو مياشتې مخکې په مزار شريف کې زما له يو اوزبک ملګري کره له نورو دوستانو سره شپه شوه، نو ملګري مې په خبرو کې د مزار شمال شرق سيمې ته نغوته وکړه او وېې ويل، چې: «درين منطقه تمامشان جنبشي هستند او دو حويلي کلانه مېبيني يکيش از اکه دوستم است او ديګېش از اېشان صاحب سيد نورالله آغا است، رئيس نو جنبشه مېګم، هر وقت کې امريکايي ها رفتن باز معلم عطا ره ده يکروز از مزار بخير رخصت مېکنېم، آلې هم که بشنوه که دوستم اينجه آمده همو روز به ولسوالي خود مېګرېزه و از ولايت فرار ميکنه، بسيار از دوستم ميترسه!»، کله چې دا خبرې آورې، نو نه پوهېږي چې ولې لږکي ټبرونه د سياسي ډلو او يا ګوندونو د ناوړه کړو قرباني کېږي.

په افغانستان کې روسان جګړه وبايلله، ځکه چې د افغاني ټولنې اکثريت ټبرونه په دې توافق کړی و، چې افغانستان بايد يو آزاد مملکت وي او د افغانستان لوی ټبر پښتنو هم په دې برخه کې له ټولو سره اتحاد کړی و او د نورو ټبرونو ترڅنګ يې په خپله سرشيندنه افغانستان له سرې غميزې وژغوره او دا دي په لوړ همت لس کاله کېږي، چې د خپل هېواد د آزادي لپاره مبارزه کوي، څوک به ما په دې ملامت کړي، چې ګواکې د افغاني مقاومت پلوي کوم، مګر دومره ليکلی شم، چې «ماشوم و نه ژاړي، نو مور شودې نه ورکوي!»، نو که په افغانستان کې هم مقاومت نه وي، د دې ټولنې خپلواکي هم نا ممکنه ده. بله پوښتنه دا ده، چې له ننني مقاومته، د افغانستان له اوسني حالته، جيوپوليتيک اوستراتيژيک موقعيته د افغانستان د خلکو او د ټولنې د پرمختګ لپاره په څه ډول ګټه پورته شي، نو پردې به هم په دغه ليکنه کې يو څه وليکل شي.

د افغانستان د ملي ګټو پر ضد ډېر تبليغ کېږي، چې يو شمېر ايران او تاجکستان، نور پاکستان او بل شمېر ازبکستان او ترکيې ته خواخوږي ښيي، چې په يوه برېښنا پاڼه کې د اسيا د ورېښمو د لېکې يا لارې (د ابرېشم لاره) په اړه د کلتوري، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو چارو مرکز ايران وښيي او د خپل هېواد افغانستان د اقتصادي ستراتيژيک موقعيت ستنې پخپله په ترښځ ووهي. دلته د آريايي غير افغاني برېښناپاڼې دې خبر ته ځير شی: در تاریخ ۳۰ شهریور سال جاری در نشست ویژه افغانستان که در حاشیه اجلاس سازمان ملل متحد در نیویورک برگزار شد، چند تن از وزرای امور خارجه کشورهای غربی از جمله وزیر امور خارجه آمریکا از ضرورت تأسیس جاده ابریشم جدید در منطقه غرب آسیا و آسیای مرکزی سخن گفته و خاطر نشان کردند که منافع ما ایجاب می کند که این جاده جدید تاسیس گردد. پس واضح است که جاده ابریشم یک راه فرهنگی، تجاری و در یک محدوده جغرافیائی مشخص بوده و در طول قرون پیشین مناطق جنوبی و مرکزی آسیا را به یک دیگر متصل می‌کرده است. این جاده از چین آغاز و پس از عبور از هند، آسیای مرکزی، پاکستان، ایران، عراق، چند کشورخلیج فارس و ترکیه به اروپا متصل می شده است.

ایران در این مسیر دارای یک نقش محوری و ویژه بوده و به عنوان پل ارتباطی آسیای مرکزی و قفقاز به خلیج فارس و پیونددهنده دو منبع انرژی در'دریای خزر' و 'خلیج فارس' همواره اهمیت خاص داشته است. بعد از پیروزی انقلاب اسلامی نیز نقش ایران در اتصال آسیا به اروپا و آفریقا با احداث خطوط استراتيژیک ریلی و جاده ای غیرانکار بوده است. بحث ایجاد یک جاده ابریشم جدید توسط آمریکا و چند کشور اروپائی که هیچگاه در محدوده جغرافیائی جاده ابریشم واقع نبوده اند، یک موضوع غیرقابل توجیه و درعین حال مشکوک است و دخالت کشورهای سلطه جو در منطقه را تداعی می کند. نکته قابل توجه اینکه آمریکا هدف از تاسیس جاده ابریشم جدید را حل مشکلات افغانستان و کمک به توسعه این کشور عنوان کرده است.

درنو لوستونکو! دغه څو کرښې يوې غير ملي افغاني برېښناپاڼې خپرې کړې دي، چې د سيمې د ټولو ملکونو منځ کې يې د افغانستان له خلکو سره خپله جفا ښودلې ده، خو يوه خبره بايد دا ډول کوکريان په ياد ولري، چې نه په ايران کې او نه هم په کوم بل ملک کې مهاجرو افغانانو ته که هر څوک وي د انسان په سترګه نه ورته کتل کېږي او داسې څرکندونې صرف د زړه د دوک بړاس دی او بس! چې د بېلګې په توګه د دوو افغانانو کيسه يادوم، چې په بهر کې يې د مهاجرت تقاضا کړې وه. يو يې د افغانستان د شمال پښتون و او بل يې تاجک. پښتانه ځانته د افغان پر ځای پښتون وېل او تاجک د افغان پر ځای ځان ته تاجک ويل، خو دواړو ته د رد ځواب راغلی و، يو ته ليکل شوي ول، چې پښتونستان ته ولاړ شه او بل ته يې ليکلي ول، چې تاجکستان ته بيرته ستون شه، نو دواړه نه پوهېدل چې څه وکړي، خو د حل لاره دا شوه، چې دواړو له يو افغاني سفارته د خپل افغانيت د تصديقولو اسناد تر لاسه کړل، چې بيا يې وکولی شوی د افغان په نام د اقامې ويزه تر لاسه کړي، نو اوس دواړه وايي چې د افغان له نامه نه جار شم.

زموږ هزاره وروڼه هم نا کراره دي. زما يو همټولګی د نجيب په وخت کې جبري عسکر شو، نو کله چې ما وروسته له يوې مودې وليد، خپله تېره کيسه يې راته بيان کړه. هغه وويل، چې يوه ورځ په جبهه کې په پښتني سيمه کې ونيول شو، کله يې چې قوماندان ته وروست، هغه ورته وويل، چې هزاره يې! نو خپل خلکو ته يې وويل چې دغه شويه بوځی او ويې وژنی! هزاره ملګري مې راته وويل، چې دولتي چورلکې په آسمان کې راښکاره شوې او بمباري يې پيل کړه، هر څوک هر پلو وتښتېد او زه په دښته کې په يوه سوړه کې ننوتم، چې بمباري ودرېدله د دولت قواوې راغلي، نو يو عسکر زه وليدم، د کلاشينکوپ خوله يې راته راواړوه او ويې ويل، چې «پير ته ګايم هزاره ستي!» او ټوپک يې زما په تندي کېښود، خو ښه و د عسکر قوماندان غږ پرې وکړ، چې نکشیش، زنده بګيرېش! بيا ما د خپل ټولې د بدمرغي کيسه ورته وکړه او زه يې کابل ته راوستم. هزاره ملګري مې په ټوکه را ته وويل، چې شما عمري ها اګر پشتون هستين، يا تاجک و يا ازبک ما هزاره را آرام نميمانين، خو د کابل په غوبل کې له ۱۹۹۲تر ۱۹۹۶ پورې د عمريانو په سر کې هم ښه ډېر ميخونه وټکول شول. پوښتنه دا ده چې له دغه ستونزې په څه ډول راوتلی شو. ځواب دا دی، چې د يو ملي افغاني هويت او ذهنيت جوړول، چې بنسټ يې افغاني ملي ارزښتونه لکه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا، د قانون پلي کېدل، د اسلام مقدس دين او د افغانستان ملي هويت د ملت د اکثريت ټبر د ژبې پر بنسټ او د وروڼو ټبرونو سوله ييز، باعزته او آبرومندانه ژوند.

۲ - د بهرنيو هېوادونو لاسوهنې:

ايران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان هغه ملکونه دي، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او په افغانستان کې داسې وګړي ژوند کوي چې د دغو ملکونو له وګړو سره خونشريکي لري، کلتوري او ټولنيز ارزښتونه يې ورته والی لري، نو طبيعي خبره ده، چې له دغو ملکونو څخه هر يو د افغانستان په اړه خپله اجندا لري.

ترکمنستان يو وړ اسلامي او سوني مذهبه مملکت دی، چې نفوس يې تر ۵ ميليونو پورې دی او د افغانستان په اړه د خپلو تېلو او نورو طبيعې زېرمو د تولېداتو د لېږد لپاره د افغانستان ترانزيتي لارې ته اړه دی، خو د خپل موقعيت پر اساس او د افغانستان د دېرش کلنې جګړې په ترڅ کې يې وروسته له دې چې شوروي اتحاد وپاشل شو، د امريکايي د تيلو د لويې کمپنۍ يونيکل لمنه يې ونيوله چې هم خپل موجوديت تضمين کړي او هم د خپل مملکت د پرمختګ لاره خلاصه کړي، خو د افغانستان جګړې دغه ملک هم له نورې نړۍ او د هندو-پاکستان له تجارتي بازاره تجريد کړی دی، د افغانستان په آرامي کې د ترکمنستان ګټه ده، ځکه د افغانستان په کورنيو چارو کې هم لاسوهنه نه کوي.

تاجکستان هم يو وړ مملکت دی، چې نفوس يې ۷،۳ ميليونه اټکل شوی دی. دغه مملکت هم اوبو ته لاره نه لري، خو له بده مرغه يو غرنی مملکت دی او طبيعې زېرمې يې هم دومره آسانه نشي تر لاسه کېدلی، خو د افغانستان په اړه داسې اجندا لري، چې د يو شمېر افغان تاجکو په مټه او د ايران په لمسونه غواړي افغانستان په سه کشور همزبان کې مدغم کړي او د افغانستان د وېشنې په ترڅ کې د څو ولايتونو د نيولو خوبونه ويني او خپله پوله بيا په روسانو ساتي، مګر د ۱۹۹۰ کلونو د جهاد ولولې او د سرحدونو سره اورونه يې له ياده ايستلي دي، نو بايد په ياد ولري، چې مه کوه پر چا چې و به شي پر تا! که خدای وکړ او افغانانو سياسي بشارت او ټولنيز اعتماد رامنځ ته کړ، نو د تاجکستان دا لاسوهنې به هم ورپه ياد شي او يا دې لکه ريښتونی ګاونډ زموږ سره چلند وکړي او د افغانستان ټبرونه دې د يو او بل پر ضد نه لمسوي او د ايران او روسيې کاسه ليسي دې نه کوي.

ازبکستان هم د شوروي اتحاده را بېل شوی مملکت دی، د دېرشو ميليونو شاوخوا کې يې نفوس دی. دغه ګاونډ د نويمو کلونو په بهير کې د دوستم پلوي کوله، خو ډېر ژر پخپله خطا پوه شو، مګر نن سبا افغان ولس بيا د جګړې په اور سوی دی، نو د ازبکستان د لاسوهنو امکانات يې رامنځ ته کړي دي، مګر په ازبکستان کې د فرغانې ناسور تل دوړې او لمبې پورته کړي، خو د امريکا موجوديت په سيمه کې د ازبکستان د محطاطيت اصلي لامل دی، که نه نو اوس به ازبکستان هم د بيلنتوبونو ليکې په افغانستان کې کښلې وی.

ايران د افغانانو تاريخي، سياسي، ژبنيز او مذهبي دښمن دی. هغه مملکت چې په ۱۹۱۹ميلادي کال يې د افغانستان د خپلواکي سره مخالفت وکړ، د روسانو د جګړې په موده کې يې مذهبي جنګونه افغانستان ته راانتقال کړل، د طالبانو په موده کې يې ۳۰۰ زره عسکر د افغانستان پولې ته د جنګ لپاره راواستول او د امريکايانو د يرغل پر مهال يې خپله فضا د امريکايي اولوتکو د بمباري لپاره پرانيسته او پر افغان ولس یې د بمونو د ورېدو امکانات جوړ کړل. نن سبا د افغانستان د سياسي بې وسي نه د خپلو کلتوري تيريو لپاره په پريمانه توګه کار اخلي او د ايراني سياسي فحشا فضا يې زموږ ملک ته راوړې ده. ايران خپل ګاونډ افغانستان ته د ترانسپورتي ترانزيتي لارې په اړه د رقيب په سترګه ګوري او د اوږدمهالې ستراتيژي لپاره يې له هراته تر ميدانه پورې په خپلو اقتصادي امکاناتو او د افغانستان د فسادي ادارې په مرسته له ۳ لکو ډېر هزاره کورنۍ ځای پر ځای کړې دي، چې به وروستيو سلو کلونو کې به د افغانستان حالت څه وي، نو يو الله پرې پوهېږي، خو د پښتنو دغه نننۍ بې تفاوتي که وي، نو بيا افغانستان وېشلی ګڼه!

په ۱۹۷۷ ميلادي کال سردار محمد داود خان يو شمېر ملکونو ته سفرونه وکړل، هغه مهال د فرانسې په لمسون د ايران واکمنو افغانستان ته د ۲ ميلياردو ډالرو ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې يو داسې ترانزيتي لاره له ايرانه هرات ته او بیا له هراته کابل او کندهار ته او له کابله پېښور ته او له هغه نه اسلام آباد او هند ته يې د رېلګاډی څانګې وغزول شي، خو دغه پروژه بيا د روسانو نه وه خوښه، چې بيا به پرې وغږېږو. نن سبا هم کېدی شي د رېلګاډيو د ليکو د سيستم په اړه افغانستان د دريو بېلابېلو ليکو قرباني شي، ځکه چې پاکستان د انګريزې رېل پټې لري او غواړي له پاکستان کابل ته خپله رېلليکه وغزوي، ايران بيا خپله ځانګړې رېلليکه لري، چې پټه يې له پاکستان توپير لري او له اوزبکستان او ترکمنيستانه بيا بله رېلليکه غزول کېږي، چې په روسي سيستم سمبال رېلليکه ده. د دغو رېلپټو ستونزه په دې کې ده چې ټولې بېلابېل سورونه لري او ټول اورګاډی يا رېلونه نشي پرې تللی، يانې که مواد له ايرانه اوزبکستان ته انتقالېږي نو واګونونه بايد له ايراني ريلليکې روسي يا ازبکي رېلليکې ته ورواړول شي، چې دغه هم د وخت او هم د اقتصاد لپاره يوه ستره ضربه ده، د پاکستان او ترکمنيستان هم همدا ډول درواخله. دغه ډول چلند د دغو ملکونو لخوا ځکه تر سره کېږي، چې د افغانستان لاس تل دوی ته اوږد وي او د افغانستان د ناخوالو په ترڅ کې د افغانستان طبيعي زېرمې تشې کړي او سل کاله وروسته يې بيا هم لکه نن د لوږې او بدمرغيو سره وساتي.

پاکستان: د لويدېزوالو استخباراتي کړيو او امپريالیستي کمپنيو چې نړيواله مونوپولي يې رامنځ ته کړې ده، د هغوی لخوا پاکستان هم رامنځ ته شوی دی. د پاکستان د بيرق په اړه ليکل کېږي، چې ستوری پکې د هند د بحر تجارتي پورت يا بحري مرکز، افغانستان لکه د ستوري او مياشت تر منځ د ترانزيتي لارې او مياشت د سابقه شوروي پنځو هغو جمهوريتونو ته ښودنه کوي، چې له افغانستان سره پوله لري او يا يې ترانزيتي لاره له افغانستانه لنډه ده. مګر د افغانستان او پاکستان ستره ستونزه د ډيورنډ کرښه ده، چې د دې پلو پښتانه يې په خپلمنځيو شخړو کې ښکېل دي او ها پلو پښتانه يې د پنجاپ په غلامي کې رانسکور شوي دي، چې پايله په افغانستان کې تل پاتې جګړه او په پښتونستان کې د قاچاقو، بنسټپالي او سرکشيو يوه لويه فاجعه.

هندوستان هم د افغانستان په اړه کوم د ورورولي احساس نه لري، مګر له پاکستان سره يې د خپلو سياليو ډګر افغانستان ګرځولی دی، خو زموږ خلک د هندوستان واکمنو ته د باور په سترګه ګوري، ځکه چې د هندوستاني فلمونو او ډرامو تر اغېږ لاندې دي. د روسانو د يرغل په موده کې هندوستان د افغانستان اشغال و نه غانده، د طالبانو پر ضد يې د شمال ټلواله تقويه کړه او ديپلوماتيک کانالونه يې ورته پرانيستل، چې د خليلي په نامه يې يو څوک د مرحوم رباني د واکمني سفير و او د امريکايي غوبل په ترڅ کې يې افغانستان له پاکستان سره د خپلو سياليو ډګر وګرځاوه او په رسنيو کې يې خپل کلتوري يرغل ته په پراخه پيمانه هلې ځلې وکړې.

۳ - ځبرځواکونه:

چين نن سبا هغه اقتصادي نړيوال ځواک دی، چې هم نظامي او هم بشري پوتنسيال لري. د افغانستان سره ګډه پوله لري، خو د دوی لپاره افغانستان پرته له نظامي اړخه بله ګټه نه لري. چين د قزاقستان، قرغيزېستان او له ډېرو نورو ملکونو سره ګډه پوله لري، چې د افغانستان او ايران يا پاکستان ترانزيتي لارې ته اړتيا نه لري، خو د خپلو موادو د خرڅلاو لپاره تجارتي بازارونو ته اړتيا لري، نو د ترانسپورت د ترافيک کومه ستونزه نه لري. په افغانستان کې د چين ستراتيژي هم نا څرګنده ده، خو د دې پلوي هم نه کوي، چې يا دروس او يا هم امريکا په افغانستان کې مستقره وي.

د انګرېز په اړه د افغانستان په تاريخي کتابونو کې ډېر څه ليکل شوي دي، خو انګرېز پر افغانستان ګڼشمېر يرغلونه وکړل، مګر د افغانستان با غيوره خلک يې ونشوای کولی، چې مات کړي، برعکس د افغانستان له خپلواکي سره سم د انګرېز امپراتوري هم ړنګه شوه او افغانستان د يو ناپېيلي هېواد په توګه سر راپورته کړ او د سوسياليستي روسيې او انګرېزي امپراتوري تر منځ د بوفر سيمه شوه، خو له بدمرغه افغانانو د خپل دغه ځانګړي موقفه او جغرافيوي موقعيته د مملکت په ګټه سم کار وا نشوی اخيستلی.

روسيې د وروستيو ۴ پېړيو په اوږدو کې د هند د بحر د تودو اوبو خووبونه ويني او خپله سياسي پوله يې لا په شلمه پېړۍ کې د ننني افغانستان تر پولې ورسوله، چې په افغانستان يې هغه مهال څو ځله بريدونه هم وکړل، خو روسان بريالي نشول، چې د افغان ولس اراده ماته کړي، مګر د افغاني واکمنو د شخړو په بهير کې يې د ۱۹۷۹ ميلادي کال په پای کې پر افغانستان بيا تيری وکړ او لس کاله يې د افغانستان ولس په وينو کې ولمباوه، چې پايله يې د افغانستان تلپاتې غمېزه او د اتحاد شوروي ړنګېدل شول او په نړۍ کې د سوسياليستي سيستم د له منځه تلل.

د روسيې ستراتيژيک هدف په افغانستان کې نه يوازې دا چې په تودو اوبو او د افغانستان په طبيعي زېرمو پورې تړلی دی، مګر روسيه د افغانستان د منځنۍ آسيا په تېلو شتمنې سېمې د کاسپين د سيند چاپېريال ملکونه خپل انګړ هم ګڼي. کله چې روسان په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ شول، نو له افغانستانه د وتلو نه يې مخکې د افغانستان په اړه يوه نوې تګلاره وکاروله. د شلمې پېړۍ د اتيومو کلونو په پای کې یې د افغانستان د لږکيو ډلو ټپلو سره اړيکې ټينګې کړې، چې په دې ترڅ کې یې له پاکستانه برهان الدين رباني مسکو ته وروغوښت او په افغانستان کې يې له احمدشاه مسعود سره اړيکې ټينګې کړې او عبدالرشيد دوستم خو هسې هم د دوی خپل سړی و، نو په دې ډول يې د افغانستان په شمال سيمه کې د مرکزي دولت تر څنګ دويمه واکمني ياني دولتي دوبليکېټ هم په شمالي سيمو کې فعاله کړه او هر اړخيزه هڅې يې وکړې چې د افغانستان لږکي د پښتنو په ضد سره يو ځای کړي او د واک ګدۍ ته يې ورسوي.

د شوروي اتحاد يا ښه ووايو د روسيې اساسي موخه له دغو افغان ضد ستراتيژي دا وه، چې افغانستان به لومړی په دوو برخو ووېشي او بيا به يې په قومي شخړو کې ښکېل کړي، نو د روسيې دغه لوبه هم وروسته د ډاکتر نجيب له واکمني نه پیل شوه. د روسانو پلان دا وه، چې افغانان به لږ تر لږه د ۱۰ کلونو په اوږدو کې په جګړه بوخت وي، په دغه موده کې به روسيه خپل ړنګ شوی اقتصادي سیستم بيرته پر پښو ودروي او د افغان ښکېلې ډلې به په وسلو سمبالې کړي، چې د روسيې لپاره به د افغان خپلمنځي جګړه د غير قانوني کرنسي د راټولو ښه مرجعه هم وګرځي او لږ تر لږه به د لسو کلونو په اوږدو کې به د منځنۍ اسيا سوسيالیستي جمهوريتونه هم د موادو د ترانسپورتي ترانيزيت لپاره روسيې ته اړ وي، چې دا به هم روسيې ته د درآمد يوه ښه توګه شي، چې خپل وران اقتصاد پرې جوړ کړي.

د روسيې دغه پلان د څوو کلونو په اوږدو کې ګټور پېښ شو، خو په نويمو کلونو کې د روسيې اقتصادي بحران خپل اوج ته ورسېد، اتحاد شوروي ړنګ شو او په ۱۹۹۲ ميلادي کال روس پلوه واکمني په افغانستان کې هم نسکوره شوه، مګر د روسيې دويم ستراتيژيک پلان ته شرايط رامنځ ته شول، چې پايله يې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې په افغانستان کې کورنۍ جګړه شوه، خو د روسانو دغه سياسي خيال پلو ته په ۱۹۹۶ ميلادي کال کې د طالبانو خوځښت د پای ټکی کېښود، ځکه روسان د طالبانو سره له پيدايښته تر ننه پورې خپله کرکه وښوده، ځکه چې د روسيې ځواک او واک يې په منځنۍ آسيا کې کاوړی کړ.

کله چې طالبان په کابل کې واک تر لاسه کړ او د شمال سيمې يې له سيپراتيستانو وژغورلې، نو د افغانستان او منځنۍ آسيا د ترانيزيتې لارې او پايپلينونو د غزولو خبرې راتودې شوې، چې طالبانو خپل استازي امريکا او ارجنتاين ته واستول او د طالبانو دغه هڅو په روسانو سور اور بل کړ، خو له بده مرغه په سيمه کې او په نړيواله کچه د يونيکل اغيز او امکانات ډېر ول او د ارجنتيني بريداس کمپني امکانات لږ ول، خو پروژه يې د افغانستان په ګټه وه، ځکه چې د يونيکل په پروګرام کې يوازې پايپلينونه ول، مګر له بريداس سره خبرې شوې وې، چې پرته له پايپلينونو به د رېل ګاډي پټۍ او د موټرو لاره هم د پايپلينونو سره ګډ غزول کېږي. د برېداس او يونيکل لانجه نړيوالې حقوقي مرجعې ته ورسېدله او په افغانستان کې د طالبانو تجرېدېدل پيل شول، چې وروسته د سيپتمبر له پېښې په افغانستان کې امريکايي غوبل پيل شو.

امريکا هغه مملکت دی، چې ټول عمر يې په نورو ملکونو يرغلونه کړي، چې له نورو ځبرځواکونو کوم توپير نه لري او نن سبا دنړۍ په ۱۹۳ ملکونو کې يا استخباراتي هستې لري، يا يې نظامي ځواکونه هلته پراته دي او يا هم نېغ په نېغه هلته او دلته جنګېږي. د افغانستان او امريکا نننۍ جګړه د ۲۰۰۱ ميلادي کال د اکتوبر له ۷ نېټې پيل شوې ده، چې دا دي د امريکايی ډيموکراسي او افغاني سياسي بې وسي لسمه کليزه هم پوره شوه، خو افغانستان لا هم په وينو کې لمبول کېږي او د دغې جګړې پايله د سلهاو زرو افغانانو مړيڼه، بې کوره کېدل او دربدري ده.

آيا د افغانستان داخلي مؤضله د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده او که د افغانستان جيوپوليتيک موقعيت، دا هغه پوښتنه ده، چې زه يې هم ځواب نه لرم. د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپتمبر مياشتې د ۱۱ نېټې له پېښې امريکايانود غچ اخيستنې غږ پورته کړ او يو شمېر ملکونه يې په نښه کړل، چې د پيل يرغل يې په خوار او غريب افغانستان وکړ، مګر د سپتمبر له پېښې وروسته د تاريخ په بهير کې د لومړي ځل لپاره د روسيې د ملک انګړ ته هم امريکايان په ډېره اساني ورننوتل، يانې په منځنۍ آسيا کې يې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل، چې پايله يې د سابقه شوروي اتحاد د ګرجستان، آزربايجان، اوکرايين او پريبالتيک جمهوريتونو امريکانيزېشن او په منځنۍ آسيا کې د امريکايي ځواکونو نظامي اډې شوې.

نن سبا د نړۍ ځواک او واک د اشخاصو او يا وړو ملکونو لخوا نه ټاکل کېږي. د نړۍ لويې کمپنې لکه اپل، مايکروسافټ، آي بي ايم، لوکآيل، بريتش پطروليم، يونيکول، بريداس، ګازپروم، چينا نشنال پطروليم او نورې نړيوالې تخنيکي يا د تيلو کمپنۍ دي، چې خلک د واک په ګدۍ کېنوي او يا يې ليرې کوي، چې په عربو کې پسرلني غورځنګونه او د معمر القذافي مړينه يې ښه بېلګه ده، نو طالبان هم که له يو پلوه د خپلې بنسټپالي قرباني شول، نو له بل پلوه د امريکايي يونيکول او ارجنتيني بريداس د لاس لوبې شول، چې پايله يې د طالبانو د واکمني په ترڅ کې د مملکت تجرېدېدل او د امريکايي ډېموکراسي د ښامار خولې ته يې لويدل ول.

پايله

د افغانستان جيوپوليتيک موقعيت کېدلی شي د ګټورې ترانزيتي لارې په توګه وکارول شي. د افغانستان د ترانزيتي لارې په اړه مخکې هم د پاکستان د جوړېدو پر مهال هم يوه غوره پروژه وه، نو نن سبا د امرېکې سياسي استازی په آسيا کې ريچارد باوچر وايي: په افغانستان کې د ثبات له ټينګولو څخه زموږ موخه دا ده، چې افغانستان د يو تترانزيتي کانال په توګه له منځنۍ آسیا نه جنوبي آسيا ته د انرژي د لېږدولو لپاره وکارول شي، چې منځنۍ آسیا د روسيې او چين د دوو سترو ځبرځواکونو له اغېزه وژغورل شي او د منځنۍ آسیا ملکونه هرې خوا: شمال، سهيل، ختيځ او لوېديځ لوري ته د تجارت لپاره ترافيکي لارې ولري.

افغانستان کېدلی شي خپل تاريخي موقف په منځنۍ اسيا کې تر لاسه کړي. د افغانستان خلک په خپلواکي مين دي او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون زغم نه لري. په خپل هېواد، دين او دودونو مين خلک دي، ځکه نو لويديزوال بايد له افغانستانه په عزت او آبرو ووځي او افغانستان پرېږدي چې خپل تاريخي ټولنيز مراحل تېر کړي، چې يو واحد په افغاني ذهنيت ولاړ مملکت شي او له خپل موقعيت سره سم د خپلو خلکو لپاره يو ګټور هېواد وګرځي.

افغانستان لکه پخوا کېدی شي لکه د بوفر يا ناپېيلې سيمه او خپلواکه واکمني شي. د نړيوال امنيت لپاره نن سبا د لوېديزو ملکونو ځواکونه په پاکستان، ازبکستان، قزاقستان او ګنشمېر نورو ملکونو کې موجود دي او ايران هم له روسيې سره ګډې اقتصادي او ستراتيژيکې غوښتنې لري، نو په افغانستان کې د نويو نظامي اډو جوړول په سيمه کې حساسيتونه پېښوي او د سيمې امنيت ته يو لوی ګواښ رامنځ ته کوي، خو په سيمه کې د ناټو د ځواکونو موجوديت په اوسنيو شرايطو کې د امنيت تأمينونکي دي. اما افغانان بايد د خپلې خپلواکي لپاره پر اوسني مقاومت ټينګار وکړي، چې خپل سيمه ييز واک او اختيار تر لاسه کړي.

که پورته خبرو ته ځیر شو، نو دا په ګوته کېږي، چې د افغانستان ټول ټبرونه بايد د افغانستان د ښېرازي او په هېواد کې د امنيت لپاره په يوه خبره هوکړه وکړي، چې دغه هېواد د ټولو افغانانو دی او ټول بايد په سوله او ورورولي کې ژوند وکړي او د سياسي جادوګرانو د لوبو قرباني نه شي. دغه موخې ته درسېدلو لپاره د پښتنو يووالی د افغانستان د ملي ارزښتونو لپاره اړين دی او د ټولو افغانانو د ساتلو او يووالي مسؤليت د پښتنو پر غاړه دی، نو دوی بايد خپل تاريخي او انساني مسؤليت او ملي رسالت پر ځای کړي او د افغانستان د آزادي او امنيت لپاره اتحاد وکړي. د افغانستان لږکي ټبرونه بايد په دې پوه شي، چې ژوند يې په ښه امنيت او د قانون د پلي کېدو په حالت کې تضمين کېدلی شي، که نه نو ټول به خپلې چړچې کړي او د افغانستان بې وزله خلک به قرباني ورکوي، نو ښه ويل شوي: «يو کېږو به ګنې ورکېږو به!»

اخځليکونه:

1. Taleban in Texas for talks on gas pipeline, The 1,300km pipeline will carry gas across Afghanistan's harsh terrain, Thursday, December 4, 1997 Published at 19:27 GMT, news.bbc.co.uk

2. BBC News: Taleban says it's ready to sign Turkmen pipeline deal (1/4/1998).

3. Timeline of Comprtition between Unocol and Bridas for the Afghanistan Pipline. World Press review, December 2001, www.hardfort-hwp.com.

4. Afghanistan's New Pipeline Deal May Be Just Another Pipe Dream.// Sayed Yaqub Ibrahimi and Amanullah Nasrat./ KABUL, Afghanistan, April 17, 2006 (ENS), www.ens-neuwswire.com

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011