Sun11192017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته بېلابېل بېلابېلي ليکني مونږ باید خلک وپیزنو..؟؟


مونږ باید خلک وپیزنو..؟؟

  • پي‌ډي‌ایف
چارشنبه، 20 غوی 1391 | وخت: 20:26

هغه څوک چی غواړی د مملکت چاری پلاس کی واخلی او تاثیر او نفوذ پیدا کړی او یا هم هغه کسان چی غواړی زموږ د خاوری خدمت کوی او یا هم زموږ په سر تجارت باید ویی پیزنو.

د پیزندلو مطلب دا نده چی فلا نی کس ښه عزت لری ؛ ریس ده یا وزیر ده.......یا غټ تجازت لری دا قسم پیزدلو نه زما هدف نده بلکی مقصد می انسان پیزندنه ده چی ددی معرفت او پیزندنی لپاره پښی

سترګی پکار دی . دانسان اصلیت ؛جوهر د جواهرو له پیزند لو ډیر سخت او مهم کار ده انسان لکه د پیاز پشان په ډیرو پردو کی پټ ده او دا رنګه غیر له دی ده هم په ډیرو لباسو کی پټ او نغښتی ده په هر جای کی بیل بیل رنګ لری په دیرو او حجرو کی یو راز او په مسجد کی بل راز دی.

 

په بازار کی اوبه څښی په کور کی بوتلونه په سر اړوی او په دولتی ادارو کی د خلکو وینی څښی مونږ ته پکار ده چی د هر چا معنا او حقیقت ته وګورو نه د خلکو په نومونو ؛سرمایه داری ؛ لباسونو او رنګونو باندی و غولیږو. موږ باید د هر چا ارادی ؛فکر ؛عمل ؛ او ارزوګانو ته وګورو .

موږ باید د سړیو پسی وګرزو او سړی پیدا کړو هغه کسان چی د ملت ؛ خاوری ؛سعادت غواړی او د اجتماعی درد او احساس لرونکی وی هغه پیدا کړو او هغوی ته د مملکت چاری وسپارو او احترام یی وکړو.

زموږ ټولنه د وطن خدمتګا رانو ته قدر ورکوی او په دی وخت کی هغه خلک ښاغلی دی کوم چه ګران وطن ته یی خیر او نفع ورسیږی.

هغه د پخوا وختونه تللی دی چی ځینو خلکو به د ریا ؛ جاه او جلال په جامو کی ځانونه پټول او خلکو ته به یی ځانونه بزرګان ښودل او چا به یی کار او عمل ته هم نه کتل .

خو دنن زمانی هنداره د پخوانی زمانی د هنداری برعکس ده هغه دا چه هر چا ته د جامو او لباس د صفایی او خیرنتوب نه علاوه د هغه جوهر ؛ او معنویت هم ښودلی شی.

که موږ او تاسی ښه فکر وکړو چه دا لوی خلک (د غټو مقامونو خاوندان) په ریښتیا هم لوی نه دی او نه هم حقیقت کی ټول واړه خلک واړه دی.

موږ اوس ښه پوهیږو چی په مشرانو کی کشران او په کشرانو کی مشران شته او موجود دی.

خلکو ته باید له ورایه ونه ګورو بلکی د هغوی ایمانداری؛صداقت ؛ لیاقت ؛معنویت او جوهر ته وګورو او د ګران وطن ؛مظلوم ملت او خاوری اصلی او په حقه خدمتګاران د پردیو مزدورانو د وطن او مظلوم ملت دښمنانو نه بیل او جدا کړو او ویی پیزنو.

ستاسی منندوی: امداد الله (احمدزی)