Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته علمي/معلوماتي علمي ليکني الهي ، قرآني او انساني فلسفه !


الهي ، قرآني او انساني فلسفه !

  • پي‌ډي‌ایف
پنجشنبه، 07 غوی 1391 | وخت: 23:17

فلسي بحث

religious and human philosophyد فلسفي علمي څېړنو او ارزونو په پایله کې مونږ دې نتیجې ته ورسېدو ،چې ځانګړي علوم په ځانګړې بڼه وجود نه لري . علوم په متداخل انتګرېشن او هریوپه ځانګړې توګه، هېڅکله انساني ذهني خلقت هم نه شي ګڼل کېدلې اودا ځکه ،چې علم او جهاني تکوین یو تر بله متقابل استلزامیت لري او دغه دواړه حالتونه دانسان په شمول یواځې الاهي مخلوق ګڼل کیږي . ټول مادي موجودات ، له کوچنۍ ذرې څخه نیولې تر لویو سماوي اجرامو ، کهکشانونو او ټول عالم وجود « عالم الاسباب » (ا ُ نیورسیوم )، په کل او جز کې واحد تړلې نظام جوړوي ، وحدت الوجودي صفات لري او د الاهې لوی علم له مخې په قانونمند ډول پېدا ،پایي ، بدلون او پرمختیا مومي . دغه لوی خلقت ، لوی جهان او ټول ځانګړي مادي خلقتونه ،ځکه د الاهي مقضی الامر ارادې له مخې قانونمند پېدا دي ،چې یو تر بله سره د خپلو مقدراتو په تناسب مستلزما ً خود پېدا ،خود بقاء ، قایم با لذات اوفنا نا پذیر ګرځېدلي او یو تر بله سره هم متقابلا ً دحیات او ژوند یواځینۍ زېرمه او زېږنده ګڼل کیږي .که چېرې دا جهان قانونمند نه وې پېدا ، که چېرې انسان علم او پوهه او یو تر بله سره د هغې د انتقال قابلیت نه لرلې ، یا که چېرې علم په کل کې جز لایتجزااو شکل د موجودیت د هر مادي موجود نه وې ،نو څه ډول او په کومه طریقه به فهم ، پوهې ،ادراک ، القاء ،احساس او نورو ذات البېني مناسباتو او ارتباطاتو عملي بڼه پېدا کولې ؟ مونږ په دې هم پوهیږو ،چې نه یواځې شعوري بلکه هر غېر شعوري حرکت ، مناسبت ،بدلون ، تکامل ، پېدایښت او پایښت هم یواځې دټاکلې او ډېرې دقیقي قانونمندۍ په بنیاد منځته راځي او دغه ستر رسالت د مادي موجوداتو د خورا کوچنيواو خورا ساده ذراتو په وسیله تر سره کیږي ، خو خورا لوی او خورا مغلق موجودات ،ځکه په کې بې برخې نه دي ،چې همدغه کوچني او ساده ذرات دهمدغه لویو او مغلقو موجوداتو زېږنده او حرکت یي هم ددغه موجوداتو مولود دې ، او یواځې د ابعادو دکمي او ځیني نورو کوچني نسبي تفاوتونو پرته ،ټول لوی او واړه موجودات یو تربله سره سیال مشابه نظامونه د ي او قانونمند د راکړې ورکړې مناسبتونه سره لري .د دغه مناسبتونو د تړلتیا د اندازې د کچې په باره کې مونږ دمخه ویلي وؤ ،چې که په دې لایتناهي لوی جهان کې د کوچنۍ ذرې په اندازه رښتیني خلا رامنځته شي ، نو داټول لوی جهان به په کې غرق شي . اوس ددغه افادې له مخې مونږ پخپله د الاهي لوی جهاني نظام د تړلتیا د کچې تصور او قیاس کولې شو . دغه مناسبات ، د خورا کوچنیو ،خورا ساده ، خورا لویو او خورا پېچلو موجوداتو تر منځ دومره مغلق او عجیب وغریب دي ،چې حتا په هغې کې د اساسي او غېر اساسي ،کهترۍ او مهترۍ او قوې او ضعیف مناسبت تمیز په کې ډیر مشکل کار بریښي . انسان ته اکرم او اشرف المخلوقات او الا هي خلف مخلوق ویل شوې دې . دا په دې معنا نه ده ،چې ګوندې انساني ټول حواس ، مناسبات او ادراکات دې تر نورو مخلوقاتو ډیر قوي اوسي . یواځینۍ بر تري د انسان نطق او یو تر بله سره د ادراکاتو منطقي افاده ،علمي قانونمنده نتيجه ګیري او یوتر بله د معلوماتو د تبادلې قابلیت دې ، چې حتا ملائک له دغه اوصافو څخه عاجز دي او په همدې خاطر آدم (ع) ته په سجده مأمور وګڼل شول . البته ، دې کې شک نه شته ،چې دغه صفت انسان ته دعلمي زیرمو او مقدراتو په بډاینه کې لویه مرسته کړې او په همدې خاطر مونږ انساني فلسفه د بشري ذهني قانونمند علمي بدیل په حېث څېړو او ارزوؤ . مونږ د ملایکو ، پېریانو ( جن )، حیواناتو ،الوتونکو ،چې ځیني یي خبرې

هم کولې شي ، خزندو ،چې د ټاکلو مقرراتو او اصولو له مخې منظم ژوند هم لري د فلسفې په حېث هېڅکله نه مطالعه کوؤ ، بلکه د هغوۍ د ژوند کړه وړه د یوه نظام په حېث مطالعه کوؤ ،حال دا، چې هر نظام پخپله د ټاکلې فلسفې مبین او دالاهي فلسفې په متداخل انتګرېشن کې ټاکلې مقام لري .له انسان څخه پرته ، په نورو مخلوقاتو کې علمي او عملي قانونمندۍ ، معمولا ً په ارثي لاشعوري بڼه په خلقتي عمودیت کې انتقالیږي، خو ځیني وخت د مختلفو خلقتونو په افقیت کي کېدلې شي ، په نظارتي تجربي بڼه هم انتقال شي . د مثال په ډول د شاتو د مچیو د ګبین د جوړښت او موادو څخه حتا انسانان په ډیرو مواردو کې ګټه اخلي . په راتلونکي کې دغه پرنسیپونو او امکاناتو ته باید عمومیت ورکړل شي او باید د فلسفي انتګرالي متداخلو پروسو د څېړنو ،جز وګرځي . دا څړنې البته په راتلونکي وخت او نسلونو پورې اړه لري .

۱ ــــ الهي فلسفه

الاهي فلسفه په حقیقت کې همغه الاهي علم ته ویل کیږي ،چې له مخې یي دا لوی جهان ، ټولې پدیدي او خلقتونه په قانونمند ډول پېدا ، پایي او بدلون او تکامل مومي . ځانکړي علوم او علم په کل کې د انتګرالي متداخلو، یوتر بله متأثرو پروسود کل او جزپه حېث ، یواځې الاهي خلقت ګڼل کیږي . انسان لپاره دالاهي کرم له مخې دغه ټول خلقتونه مسخر او مقدر ګرځېدلي اود معرفت لپاره یي ورته علم او پوهه ورکړې شوېده . همغسې ، چې په لوی جهان کې د کوچنۍ ذرې څخه تر لویو سماوي اجرامو پورې په واحد تړلې نظام کې شتون لري او د یوې کوچنۍ ذرې په اندازه هم ، خارج له دغه نظام څخه هېڅ موجود وجود نه شي لرلې ،همدغسې الاهي لوی علم او قانونمندي تر اخرینې ذرې پورې په ټولو موجوداتو محیط ګڼل کیږي . په نتیجه کې ویلې شو ،چې واحد خدای ، دخپل واحد لوی علم له مخې دا لوی واحد مکفي ،متعادل ، متوازن ،متناسب ، . . . ، او همداسې په ډېرو نورو اوصافو متصف جهان دخپلو مخلوقاتو لپاره د خپل لوی رحم ،کرم او لویي پېرزوینې له مخې دلایتناهي او هېڅکله نه خلاصېدونکو نعمتونو څخه ډک او پر و معمورواحد او نه بېلېدونکې پېداکړې دې . الله تعالی ځکه خپل لوی جهان او ټول خلقتونه د انسان لپاره مسخر او مقدر ګرځولي او دهغې په معرفت یي مکلف کړې ، چې د انسان ژوند ورپورې تړلې دې او دالله کلام ،دین او شریعت د الله د رحم ،کرم او لویي پېرزوینې په معنا د علم او معرفت یواځینۍ خورا مناسبه او « صراط المستقیم » طریقه ګڼل کیږي . نن هېڅوک په دې کې شک نه لري او ښه پوهېږي ،چې علم د ژوند په معنا او مفوم دې او هغه کسان ،چې په الله تعالی ایمان لر ي او مشرکان یو شان د خپل ژوند دتأمین په خاطر ، په روا او ناروا، د علم او پوهې د تحصیل لپاره هڅې کوي او حتا اګاهانه او نا خود اګاه ، دخپلو مادي ګټو په خاطر د علم او قانونمندیو د تحریف څخه هم ډډه نه کوي . اسلامي پوهان ، چې په خپل خدای ایمان لري او د الله کلام کې د دین ،شریعت او ا لاهي احکامو او علم د رسۍ په کلکو ساتلو مأمور شوي هم دي ،الاهي مستقیمه او روښانه لار پرېیښي او د مشرکانو په تخیلي ګمراهانه تحریفي تیوریو کې ځانونو لپاره « صراط المستقیم » او د حقیقت رڼا لټوي .دالله د معرفت په خاطر ، درې لوی یو تر بله سره لازم و ملزوم حقیقته ( لوی خدای ،لوی علم اولوی جهان )وجود لري . خدای لوی ذات دې ،دانسان په شعور کې نه ځائیږي او انسان یي په عالم الاسباب کې ، د معرفت او توصیف څخه د تل لپاره عاجز دې او یواځې هغومره خپل خالق پېژندلې شي ، چې په الاهي کلام کې یي ذکر شوې او هغومره ،چې د الاهي لوی علم د قانونمندیو دمظاهرو له مخې یي په الاهي خلقتونو کې تبارز موندلې او انسان د خپلو مقدراتو په کچه ، له هغې څخه ، په خپل خدای باور ، یقین او ایمان پېدا کولې شي . پاتې کېږي د خدای لوی علم او دخدای لوی جهان ،چې مستلزما ً د الله تعالی د مقضی الامر ارادې له مخې یو تر بله نه بېلېدونکي دي ، د انسان لپاره مسخر او مقدر او با المقابل انسان یي په معرفت مؤظف او مکلف ګرځېدلې دې .

دپورتني لنډ بحث څخه ډېر څه په څرګند ډول معلومیږي ،چې دمخه هم پرې ما « د عېنیت فلسفه ، څېړنې او ارزونې ، ډاکټر حرکت ، چاپ ۱۳۹۰ هجري شمسي ، یا 2011 م » اوږده او هر اړخیز بحثونه کړي او اوس هم ،چې زه ګورم ، زما مخې ته نه سد سکندر پروت دې ،چې د چا په خبره تر شا یي مطلقه تاریکي او یواځې بلاګانې ، دیوان او پېریان اوسېدلې شي ، نه د چین لوی دیوال او نه د اسمایي او شېر دروازې دغرونو په سر خټین دیوالونه ،چې د انسان قدم او نظر بند کړې شي او حتا د علم او تخنیک په اوسنیو پر مختګونو سره هم ترې تېر نه شي . زه خو ،چې هره خوا مخ اړوم ، هرڅه راته راڼه ښکاره ، هر څه راته قانونمند ښکاري او هر څه راته قابل د پذیرش او درک ښکاري .

زه په دې عقیده یم ،چې علم په هراړخیز مفهوم یواځې الاهي صفت او خلقت ګڼل کیږي ، او انسان تري یواځې د الاهي خلف مخلوق په حېث ، دخپلو مقدراتواو الاهي پېرزوینو په کچه برخمن ګڼل کېدلې شي . دمخه د « دین او فلسفه » تر عنوان لاندې بحث کې ( د عېنیت فلسفه ، څېړنې او ارزونې ،۳۳۲ مخ )مونږ دې نتیجې ته رسېدلي وو ، چې علم او دین د معرفت د سرچینو په حېث ،یو تر بله توپېر او تضاد سره نه لري او یو تربله سره معادل او اکوېوالنت ماهیوي او شکلي مسمی به ِ مفاهیم ګڼل کیږي . ددغه منطقي قانونمندو ارزونو په پایله کې مونږ دې نتیجې ته رسیږو، همغسې چې علم یواځې الاهي صفت او خلقت ګڼل کیږي او یواځې انسان د هغې په کسب مقدور ګڼل شوې ،همداسې دین هم د علم په مفهوم ،یواځې الاهي صفت او خلقت او انسان د الاهي خلف مخلوق په صفت دخپلو مقدراتو په کچه ،یواځې د دیني شعائرو په درک او افاده مقدر او مکلف ګرځېدلې دې . همغسې ، چې الله تعالی واحد ، علم یي واحد او جهان یي واحد دې ،همدغسې بنده خدایان او د بنده ، بنده ادیان هم وجود نه شي لرلې او تعدد د بنده خدایانو او د بنده ، بنده ادیانو ، په تعدد د انساني حما قتونو پورې اړه لري . انسانان کولې شي ، یواځې د الاهي احکامو ،قوانینو او قانومندیو مطابق ، د خپلو مقدراتو او امکاناتو په کچه موضیعي او لوکال قوانین او مقررات وضع کړي ،خو دغه قانونمندۍ او مقررات ، هېڅکله چاته ، نه د خدایي مقام او منزلت ورکولې شي او نه د الاهي دین قایم مقام ګڼل کېدلې شي . په دې مورد کې هر بې مورده تصور او تخیل پرته له حماقت بر حماقت له تسلسل او د تحمق د تعمق څخه بله معنا او مفهوم نه شي لرلې .

زه په دې عقیده هم یم ،چې ځانګړې علمي او ځانګړې ژبنۍ ترمنولو ژۍ ، ځانته ځانګړي ارزشونه ، معنا او مفاهیم لري او دهغې دغه ارزشونه ، په همغه علم او همغه ژبه کې تر هر بل علم او هرې بلې ژبې ، ډېر پرمعنا او دډېر ارزش وړ ګڼل کیږي او په ځیني وختونو کې ، همغسې چې یو شعر له یوې ژبې څخه په بله ژبه ژباړل ، شعر بې کېفیته او بې خونده کوي ، د ترمنولوژیو ژباړل له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته هم پوره مفهوم نه شي افاده کولې . همدا سبب دې چې زه هڅه نه کوم ترمنو لوژۍ له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته وژباړم او اکثره ترمنولوژۍ دهغې د واضع په مورنۍ ژبه پکاروم ، او دا ځکه ،چې هره ترمنولوژي ډېر لوی هر اړخیزه مفاهیم افاده کوي او له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته ، نه ، د کلمې د اصطلاحې او نه د لغوي ژباړنې له لارې ددغه ډول هراړخیزه مفاهیمو ، ژباړ ل په حقیقت کې نا ممکن کار ګڼل کیږي .

شک نه شته ،چې ځیني ترمنو لوژۍ ،غبرګې کتګورۍ او مقولې ،چې ما پخپلو لیکنو کارولي ، لکه الاهي مقضی الامر اراده ،شعور او لاشعور ، مقضي او مقدره اراده ، همزمان او هم مکان ستاتیک ـ دینامیک لوی جهان ،همزمان او هم مکان زوړ او لحظوي بد لېدونکې جهان او ډېرو نورو ترمنولوژیو او مقولو په باره کې ، ما نه دي غوښتلي ،چې زیات توضیحات ورکړم ، ځکه چې دې کار به مسئله لا پسې غامضه او مشکله او له فهم څخه پرېیستې وي ، خو زما په آند دغه اصطلاحات ما په خپلو خپلو ځایونو کې په کافي اندازه ارزولي او توضیح کړي دي او په راتلونکي کې به هم د احسن تکرار په حېث دغه کار وکړم .

رښتیا هم ،کله چې مونږ یوه قضیه په یو بعدي او یا د کمو ابعادو په حدودو کې څېړو ، فهم یي له هغې څخه ، چې دډېرو ابعادو او فاکتورونو له مخې څېړل کیږي ، اسان دې . د مثال په ډول ، کله چې مونږ د مسطحي هندسې کومه قضیه څېړو ، د فضایي هندسې د قضایاوو څخه ، ډېره اسانه بریښي . یا کله چې یوه الوتکه د سکون په حالت په تجربوي لابراتوار کې څېړل کیږي ، له هغې څخه ،چې دغه څېړنه په هوا کې د الوتلو په وخت کې کیږي ، تصور یي ډېر اسانه دې . یا که مونږ د برق په یوه لابراتوار کې ، دالکترولیت په انبیق کې یوه قضیه یواځې په یو بعدي سیستم ، یعنې یواځې د فزیک ، کیمیا ، ترمو دینامیک ، هایدرو دینامیک ، بیولوژیکي او یا نورو ځانګړو علومو د قوانینو په حدودو کې څېړو ، له هغې څخه یي تصور ډېر اسان دې ، کله چې دغه قضیه په همزمان او هم مکان متداخلو انتګرالي کامپلکسي پروسوي ابعادو کې څېړل کیږي .

د فلسفې په باره کې د مسئلې پېچلتیاد هرې بلې مسئلې په نسبت ، ځکه ډېره مغلقه او پېچلې ګڼل کیږي ، چې فلسفه د الاهي علم د انساني ذهني خلف بدیل په توګه ، ټول جهان شموله مناسبات او ارتباتات د عامو قانونمندیو له مخې افاده کوي ،چې تصور یي د هرانسان د مقدراتو څخه خورا ا ُچت ګڼل کیږي . خو ددې ټولو خبرو سره سره ،بیا هم د پرنسیپ او اصولو له مخي دغه عمده اصل او فاکتورونه باید ، حد آقل په نسبي لحاظ په نظر کې ونیول شي .دا دراتلونکو علمي ـ تخنیکي پرمختیاغوښتنه او په ځیني قضایاوؤ کې جبر ګڼل کیږي او راتلونکې محاسبې په هېڅ صورت دغه ډول په پټو سترګو اعمال او یا په بل عبارت بې محاسبې کړه وړه نه شي منلې . مونږ ولیدل ،چې څه ډول بشري ټولنیز شعور او فلسفې، د تاریخي پرمختیا په کګلېچونوکې ، خپلې لارې ورکې کړي او شړو شدیارو ته وتلي دي . هراقلیطوس لا د میلاد څخه پنځه پېړۍ دمخه په دې باور وو ،چې همېشنې بدلون او صېروریت په دې جهان کې حکمفرما او دهغې له مخې ټول موجودات ، که حیوان ، جماد او که نبات دې تغیر او بدلون مومي . هرڅه په دې جهان کې تغیر مومي او هېڅ شې ثابت نه پاتې کیږي .مونږ یو ګل دوه وار ې نه شو بویولې اودوه وارې یوه نهر ته نه شو داخلېدلې . یعنې ، دهراقلیطوس په آند د جهان ټولې پدیدي په لحظوي تغیر کې دي . څرنګه چې دغه ډول تغیرات په اور کې تر هرڅه چټک دي ،نو ځکه اور ، زئوس ،العیاذ با لله یواخینې ابدي واحد خدای ګڼل کیږي اونور خدایان یو په بل پسې له منځه ځي . د هراقلیطوس په آند اور ژوند دې او روح ،چې اصل د ژوند ګڼل کیږي ،پرته د اور له شعلې څخه بل څه نه دي ، کله چې اور په اوبو بدلیږي ،مري . دهراقلیطوس په نظر اوریواځینې ابدي موجود دې ،چې هېڅکله نه سړیږي . اور ، دهغه په آند ابدي او ازلي دې ، وو او وی به او هېڅکله ژوند په هغې کې له منځه نه ځي . کوم نظام ،چې د هغې په نتیجه کې عرض وجود کوي ، هراقلیطوس هغې ته « ناموس دکوَن » وایي او هرڅه ،چې مونږ په جهان کې وینو مجموعه د همدغه نوامیسو ده او هراقلیطوس هغه د« قانون » یا « اتفاق » او Logos د «کلمې په نامه یادوي . «تاریخ فلسفه در جهان اسلام ،حنا فاخوری و خلیل جر ، صفحه ۳۶ »

البته ، دهراقلیطوس ډېرې څرګندونې د علمي حقایقو او قانونمندیو سره سمون لري او ځیني یي داسې تخیلي څرګندونې دي ،چې د علمي قانونمندیو سره هېڅ ډډه نه لګوي .خو په هر صورت هم هراقلیطوس ، فیثاغورث،سقراط ، افلاطون او نورو په خپل وخت ډېرې باارزښته څېړنې او ارزونې کړیدي او پکار دا وؤ،

، چې ددغه څېړنو او ارزونو علمي حقایق او تخیلي غېر علمي څرګندونې یو له بله څخه تفکیک او علمي حقایق په ځانګړي قانونمند ډول فورمول بندي او داستفادې وړ ګر ځېدلي وای . له بده مرغه دغه رسالت لا تر نن ورځې پورې هم د عالم خلف مخلوق د کار او فعالیت په روزنامچه کې نه دې په نخښه شوې ، چې څه وخت به پرې غور او لازمه پرېکړه کیږي .مونږ عملا ً وینو ،چې علم او تخنیک ، خصوصا ً په شلمه پېړۍ کې او نن سبا ، څومره په چټکۍ سره پرمخ روان دې ، لکن فلسفې څېړنړ نو ، د تاریخي دورې له پېل څخه تر نن ورځې پورې ، نه یواځې یو قدم مخته نه دې ایښې ،بلکه د هند دنامي فلسفې او خصوصا ً د بودیز م په عقیده ، د بودا له وختونو څخه هم ډېره شاته پرېوتې دي . په کوم منطق علم او تخنیک مخته ځي او فلسفه پرڅټ روانه ده ؟ د مادي موجوداتو د ماهیت او شکل مناسبت ، چې دسقراط اوخصوصا ً د ارسطو له زمانې څخه ، چې د مقدوني سکندر ټول امکانات او په زرګونو پوهان یي په واک کې لرل اود هر موجود خارجي شکل ،چې هغه وخت د مادي موجودیت په صفت ، په غلطه تعبیر شوې ، نن هم ، ټول پوهان په همدغه عقیده دي او هېڅ تغیر په کې نه دې راغلې .همغسې ، چې ارسطو ،دکارت ، کانت ،هګل ، چې تر نن ورځې پورې د منطق او فلسفې ، ایدیالیزم او ماتریالیزم سلطان ګڼل کیږي هم په پټو سترګو دغه طرحه منلي او نن هم د هغوۍ ټول پلویان د فلسفې ددغه تش په نامه اساسي مسئلې د بې مفهومه ترنګړ څخه نه دي راوتلې .مارکس او انګلز دخپلو پېروانو سره ، چې د ماتریالیستي تیورۍ رهبران وو ، تر اوسه پورې د ټولنیزو او شعوري پدیدو په قانونمندیو کې ایدیالیست پاتې دي او لنین چې د عملي سوسیالیز نړیوال رهبر ګڼل کېده ، دخپلو دغه ډول ناسمو مفکورو او نړیوال سوسیالیز م او کمو نیزم سره نور عملا ً وجود نه لري . ژان پول سارتر ، چې د Existentialismus یا ٍExistentialism یعنې وجودي یا وجود ګرایي فلسفې لار ښود وو ، د خپل ژوند تر وروسۍ ورځې پورې په دې عقیده وو ، چې علم یو شې دې او فلسفه بل شې دې . همداسې ، سره ددې چې الاهي احکام د دین دعلمیت او منطق په اړه په ټولو مواردو کې صراحت لري ، بیا هم اکثر اسلامي عالمان نن هم په دې عقیده دي « چېرې چې دین دې ، فلسفه وجود نه لري او چېرې چې فلسفه ده ،دین وجود نه لري » ،حال داچې دین علم اوعلم دین دې او دواړه یوشان د معرفت لارې چارې ګڼل کیږي .

نژدې څلوېښت کاله دمخه ،ماد فلسفې داساسي مسئلې په باره کې خپل پرېکړنده نظر په څرګنداو قاطع ډول هیوادوالو او نړیوالو ته اعلان کړې او هغوۍ مې ددغه بن بست او حتا په شا تګ څخه ، پرمختګ ته رابللي دي او په مختلفو اړخونو کې لازمې څړنې او ارزونې هم سرته رسېدلې دي . خو بیا هم له بده مرغه ، د یوه لاس د ګوتو په شمېر ،چې ځینو دوستانو تشویقي ملاتړ کړې دې ، د کاري ملاتړ ژمنه تر نن ورځې هم د کوم چا لخوا نه ده اظهار شوې . سره ددې چې ما خپل نظریات او عقیده په شفاهي او لیکلي توګه د جمعي رسنیو له لارې او چاپي اثارو په بڼه د کابل د علومو اکاډمۍ ، کابل پوهنتون ، ننګرهار پوهنتون او ځیني پوهانو ته مستقیم او نورو پوهنتونونو او علمي مؤسساتو او ټولو نړیوالو ته په مستقیم ډول او د پست ، بریښنا لیک او نورو وسایلو په ذرېعه رسولي او نن هم دغه مواد او نظریات هر هیوادوال او مینه وال زما له « Facebook » څخه تر لاسه کولې شي .لکن تر نن ورځې پورې ، په شرق او غرب کې پوهانو او حتا ډېرو باصلاحیته او مسئولو مؤسساتو کامل سکوت اختیار کړې او د رد یا تائید غږ یي له خولې نه دې راوتلې . زه خپل ځان د کوم فوق العاده ابتکار جوګه او مبتکر نه ګڼم او په دې عقیده یم ، چې هره علمي او شعوري لاسته راوړنه تر هر څه لومړې جمعي زېږنده او ابتکار او افراد او اشخاص د خپلو مقدراتو په کچه ، څوک لږ او څوک ډیر خپل رسالت سرته رسوي او په دې پروسه کې سهیم ګڼل کیږي ،او شخصي ادعاګانې او ځان ښودنه پرته له ناپو هۍ څخه بله جرړه نه شي لرلې . دمخه ما د بن بست کلمه ذکر کړې . دغه بن بست د بشر د تاریخي دورې د پېل څخه وجود درلود او هېڅوک دانه شي ویلې ،چې څه وخت دمخه له هغې دغه بن بست پېل شوې دې ؟ زه دومره ویلې شم ،چې دغه بن بست د فلسفې د اساسي مسئلې یعنې « جهان په مادي او معنوي ویشل او ددې پوښتنې راولاړول ، چې کوم یو له هغې څخه مقدم دې او په دې بنیاد الاهي لوی واحد جهان په بېلو بېلو برخو ، عقایدو او نه پخلاکېدونکونظریاتو او دښمنیو دړې وړې کول دي ».

بشري شاعرانه او فلسفي اغراق امېزه تخیل ددغه بن بست لوړ افقونه او څوکې په ځیني مواردو کې العیاذ با لله ، تر عرشه هم ا ُچتې ګڼلي ، خو حمید مهمند ماشوخېل ورته د شعري اغراق زینه ږدې او رحمان بابا یي هم د واقعي دروېشانو د یوه قدم لپاره مقدر او مسخر ګڼي ، فارسی ژبي شاعرانو به هم په دې باره کې خپل شاعرانه اظهارات کړي وي ، خو ماسره یي نمونه په واک کې نه شته ، که څوک یي وښایي ، خوښ به شم .په دې طریقه څوک ددغه افقونو د تسخیر لپاره هڅې کوي او ځانونه رسوي او ځیني کسان ،یواځې ددغه افقونو په ژوروکې داستوګنې د مکان په اختیارولو اکتفاء کوي .

د پښتوژبې متل دې « که غر لوی دې ، په سریي لار ده » ،خدای چې انسان د خپل علم له مخې خپل خلیفه ټاکلې ، دا لوی جهان یي دخپل لوی علم له مخې قانونمند پېدا کړې او د همدغه انسان لپاره یي مقدر او مسخر ګڼلې او په معرفت یي مکلف او مؤظف هم ګرځولې ، امکان نه لري ، چې الله د خپلو ټولو لویو پېرزوینو او رحم او کرم سره سره ، ددې جهان سره د علمي کړو وړو لارې چارې دخپل بنده څخه پټې وساتي . دغه لارې چارې الاهي کلام دې ، الاهي دین ، الاهي شریعت او الاهي احکام ، قوانین او اصول دي ،چې د انسان په ژبه په محمد (ص ) نازل او ټول بشریت ته ابلاغ شوي دي . دا په انسان او بشري ټولنې پورې اړه لري ،چې ولې ترې تراوسه غافل او بې خبره پاتې شوي دي ؟ دې کې شک نه شته،چې الاهي علم ، د الاهي جهان او الاهي خلقتونود تکوین ، پېدایښت ، پایښت ، بدلون او تکامل مسایل او په هغې پوهېدل او علمي څېړنې او ارزونې سرته رسول، اسان کار نه دې او دقدیم څخه تر ابده پورې زماني او لایتناهي مکاني بعدونه

ګزو ګام کول غواړي .فلسفه د جهانشموله عامو قوانینو او محاسبو په ابعادو کې د قضایاوو او مسایلو قانونمندو څېړنو او ارزوونو قانونمند علمي انتګرالي تصور او تخیل ته ویل کیږي ، او په انساني مقدراتو او امکاناتو سره ، نه دغه ډول تخیل او تصور اونه دغه ډول محاسبې ممکن او اسان کار ګڼل کیږي او نه په ورځني عملي ژوند کې دغه ډول دقیقو محاسبو ته ضرو رت شته ، خو په کل کې ، حتا ننني شرایط ددې اګاهي او زېرې ورکوي ،چې همدا نن ددغه ډول محاسبو سره ځانونه اشنا کول او اګاهي لرل ضروري او لازمي ګڼل کیږي . یو وخت د کورونو جوړول هم نه محاسبه کېدل ، خو نن په غیر دقیقو محاسبو سره جوړ شوؤ کورونو راتلونکې وخیم بریښي او اکثره دغه ډول کورونه ورانیږي او له سره په دقیقو محاسبو سره جوړیږي . ددې ټولو خبرو څخه ډیره مهمه خبره داده ، نن هر څوک چې په پوره بې مسئولیتۍ سره ناسمې ، بې جوړه او بې مفهومه خبرې وکړي ، دمثال په ډول لکه « محمد صدیق افغان » او یا لکه پخوانیو فېلسوفانو چې دغه ډول بې مفهومه او بې منطقه خبرې وکړي ، پخپله ، خو دځیني احمقانو په نزد فېلسوف شي او ټول تهمت یي په فلسفې پورې تړل کیږي . حال داچې فلسفه دعالي قانونمند منطق او الاهي خلف ، انساني بدیل علم ګڼل کیږي ، چې له مخې یي دالوی ابدي جهان او ټول خلقتونه پېدا ، پایي او بدلون او تکامل مومي . دا هغه علم دي ، چې د DNA په خورا کوچنۍ ذره کې ټول انساني ،حیواني او نور هر ډول ارثي خصوصیات نسل په نسل انتقالیږي او که ذرونه کلونه پرې تېر هم شي دهر چا جینیتیکي اوصاف وروسته له مرګه هم تثبیتېدلې شي . شک نه شته ،چې پوهانو خپل ټول عمرونه د علم د کسب او دقضایاوؤ د څېړنو لپاره مصرف کړي او ډېرې با ارزښته تیورۍ یي فورمولبندي کړیدي . دوۍ دغه کار تر هغه ځایه پورې کړې ،چې فکر یي پرې رسید لې او په کومو موضوعاتو ،چې یي فکر نه رسیږ ي ، باید په خپله ناپوهۍ یي اعتراف یي کړې وای او په تخیلي ډول کاذبې او تحریفي غولوونکې تیوریو په طرحه کولو کې اغماض نه وې کړي . که څږک وایي ، چې انسان په خپله ناپوهۍ نه شي پوهېدلې ، زه دا نه شم منلې .پوهان حتا د خپلو څېړنو پایلې هم په خپل علمي منطق سره تر لوړې کچې سنجولې شي . ما اکثره له دغه مسایلو څخه د نن ورځې د مروجه علومو د قانونمندیو له مخې ارزولي او فورمولبندي کړي او البته د ګستاخۍ له مخې نه بلکه د اصلاح په خاطر مې د ځینو نوروپوهانو ناسمو فورمولبندیو ته د انتقاد ګوته نیولې ده . د هغوۍ عمده مشکل داوو ،چې د فلسفې د اساسي مسئلې په پخوانۍ طرح اوغلطه فورمولبندۍ باندې یي باور درلودلې او نه یي دي کړې شوي دهغوۍ د غلطو قیو داتو څخه ووځي او تحریفي ناسمو تیو ریو ته د خپل علمي منطق په مټ علمي منطقي ځواب ووایي . ما د فلسفې د اساسي مسئلې غلطه طرحه او فورمولبندي ماته کړه اودا ځکه ،چې ماده او شعور ذاتي تباین او توپیر سره نه لري او دلایل او ثبوتونه یي هم په تېرو بحثونو کې راوړل شویدي ، اوس هر څوک کولې شي د هغې مطابق په خپلو تیوریو او فورمولبندیو کې اصلاحات راولي . دا دنن ورځې ضروترت دې ، دا دیالکتیکي جبر دې ، ددې منل ، هضمول او دهغې مطابق د ټولو چارو سمون پکار دي .

۲ ــــ قرآني فلسفه



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني: