Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني زموږ پر سد او د دوى ليوني


زموږ پر سد او د دوى ليوني

سه شنبه، 23 کب 1390 | وخت: 01:00

afghan_children_killed_by_US_animalsدوى شپې وړاندې د کندهار په پنجوايي کښي امريکايي سرتېري په نيمه شپه د عامو وګړو په کورونو ننوتل د ښځو ، سپين ږيرو او تنکيو ماشومانو په ګډون يې يو ويشت تنه زموږ بې ګناه هېوادوال په مرميو سوري سوري کړل او بيا يې پسې اور ورچاوو. تر پېښه يوازې څلور پېنځه ساعته وروسته زموږ دولتي چارواکيو له خوبه تر راويښېدو سمدستي وروسته خبر ورکړ چي زموږ د ماشومانو يو تن قاتل لېونى دى.

هغوى چي شپه کرۍ شپه د بورو ميندو په تنکيو ګلانو کښي ختل کښيداى شي تر ټکندې غرمې به ويده وو خو خداى خبر زموږ چارواکيو بلا وهليو څه وخت د ليوني امريکايي طبي معاينات وکړل.

په پېښه ورځې تېرې شوې زموږ له ولسمشر نيولې د امريکايانو تر ولسمشر ټولو په پېښه ځانونه خواشيني وبلل خو هغو بورو ميندو ته يې چي د زړه په وينو يې تنکي ماشومان لويول، په زړونو کښي يې ورته سل ارمانونه ګرځول څه ګټه ونه کړه

نن د لوى درستيز په مشري له کابل څخه پنجوايي ته د پېښې د څېړلو په موخه په تللي پلاوي وسله وال بريد شوى دى. يو د ملي اردو سرتېرى او دوه عام وګړي پکښي ټپيان شوي دي.

له کابل څخه راغليو افغانان له بورو ورارو او کونډو سره په يو جومات کښي په خبرو او غم شريکښي اخته وو چي پرې بريد وشو، د دې بريد قربانيان هم افغان دي.

خو هغه سرتېري چي تنکي ماشومان يې وژلي د بريد ځاى ته څېرمه په خپله قرار ګاه کښي تر اوسه مېشت دي.

زموږ د وسله والو لکه چي هغوى ته پام نه دى. که يې ټوپک په هغې خوا ډزې نه کوي.

بهرنيان خپل هغه ملګرى چي موږ وولي ليونى بولي. خو په موږ کښي بيا پر سد هغه دى چي د برنيانو پر ځاى يې موږ ته د ټوپک شپېلۍ نيولې ده.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011