Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني افغانان ویر او کندهار موسیقي ځنګوي!


افغانان ویر او کندهار موسیقي ځنګوي!

دوشنبه، 22 کب 1390 | وخت: 21:00

american crimes against humanityپه داسي حال کي چي تېره ورځ د امریکايي ځواکونو له لوري ،په کندهار کي شپاړلس تنه ملکي کلیوال بې ګناه ووژل سوه نن (دوشنبه) ماځیګرپه همدغه کندهار کي له ۴ تر ۷ بجو د موسیقۍ توند کنسرټ ور کول سو.

یاد کنسرټ د رادیو تلویزیون له خوا دوالي دکوټۍ مخي ته په تاج محل سالون کي نیول سوی و، چي پکښي د کندهار ولایت وتلو سندرغاړو لکه صاحب دل، بشیر کندهاري، نعمت الله کندهاري، احمد الله کندهاري اود تیاتر ګروف تر څنګ ځینو نور و سندر غاړو برخه اخیستې وه .

کله چي په کندهار ولایت کي اطلاعاتو،کلتور او رادیو ،تلویزیون مسؤل چار واکي وپوښتل سوه هغوی په ځواب کي دا بانه کول چي ګواکي دوی وار له مخي د موسیقۍ کنسرټ ته چمتوالی نیولی او نه یې سوای کول چي ويې ځنډوي.

بل پلو د افغانستان ولسي جرګې نن د هغه امریکايي عسکرو، چي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د خلکو کورونو ته ننوتل او شپاړلس تنه بې ګناه کلیوال یې ووژل، په افغانستان کي د ښکاره محاکمې غوښتنه وکړه، همدا راز ولسي جرګې نن په کندهار کي د شپاړلس ملکیانو د بې رحمانه قتل عام په وړاندي د احتجاج د څرګندولو لپاره خپل کاري پروګرامونه وځنډول، اعلان یې وکړ چي د یوې ورځي لپاره د جرګي دروازه بنده ساتي.

په کندهار که د رادیو تلویزیون له لوري د موسيقۍ کنسرټ په داسي وخت کي نیول کیږي چي ټول افغانان د ویر پر ټغر ساندي وهي ځکه چي د یکشنبې په شپه د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کي امریکايي عسکر درو کورونو ته ننوتل او د نهو ماشومانو او درو ښځو په شمول یې شپاړلس تنه ووژل، بیا یې وسوځول او درې نور ترې ټپي پاته سول.

دې جنايت، چي په بګرام کي د قرآنکریم د نسخو له سوځولو نژدې دوه اوونۍ وروسته وسو، په افغانستان کي د لوېدیځو ځواکونو په وړاندې د خلکو غوسه او قهر اوج ته ورساوه او طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سوګند وکړ چي ددې مظلومانو غچ به اخلي همدا راز امریکایانو خپلو اتباعو ته خبر داری ور کړی چي له ځان سره احتیاط وکړي.

مګر یوازي په کندهار ولایت ګي د رادیو تلویزیون چار واکي وه چي هیڅ زړه سوی يې ونه کړ او په نره يې له توندي موسیقې ډک رنګین کنسرټ په خوشالۍ سره نوشي جان کړ.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011