Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني مونږ چرګان يو؟


مونږ چرګان يو؟

دوشنبه، 22 کب 1390 | وخت: 21:14

afghan_children_killed_by_USسهار وختي مي اي ميل بکس ته په افغانستان کې د ميشتو ناټو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري اې ميل شوى وو. دوى هر سهار خبريالانو ته خبرپاڼې ليږي خو ننۍ يې تر نور کله ډېره وختي لېږلې وه. ورته سودا مي شوه ما ويل خامخا کومه نابلده پېښه شوې ده.

د اې مېل سرليک ته مې وکتل ليکلي يې وو. په کندهار کې د ايساف سرتېرو خپل يو ملګرى نيولى دى. خندا راغله له ځان سره مي وويل دا بلا وهلي لکه چې سم ليوني شوي دي په خپل ځان خپله خولې لګوي ؟ خو چې خبر پاڼه مي يې پسې ولوسته رښتيا هم چې دوى ليوني شوي وو. دوى خپل يو تن سرتېرى ځکه لېونى بللى وو چې افغانان يې وژلي وو.

وروسته مالومه شوه چې سوله ساتي سرتېري د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې زمونږ د بېګناه هېوادوالو په کورونو ورننوتي وو. او له يوې مخې يې په لوى او کم سرپه نه ده کړې چې په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو ويشت تنه مړه او ټپيان شوي وو.

ياره! د ټولې سيمې بڼه الوتې وه . نن د پنجوايي هغه کسان چې لا يې د ځمکې پر سر ساه اخيسته هم مړي ښکارېدل، وېره خوره وه، په څو موټرونو کې نيم سوځيدلي ماشومان د شهيدو مېندو په خوا کې پراته وو.

ځينو وړو ماشومانو لاسونه جګ نيولي وو او داسې ښکارېدل لکه د مور جسد ته چې لاس ورغورځوي. او غواړې د مورکۍ په لمن کې د سولې د پرښتو له کمک او همکارۍ څخه پټ شي.

پر اسمان توره ورېيځ خوره وه خو څاڅکي د انسانانو له سترګو څڅېدل.

د سيمې خلک وايي د بريد په شپه يې له دولسو بجو نيولې تر نيمې شپې پورې د سوله ساتو الوتکو د کورونو پر سر ټيټې الوتنې کولې او هغه مهال يې لا هم پر سر تاوېدې چې د پېنځلسو تنو په شاو خوا کې ځناورو يې تنکي ماشومان وژل.

توبه خدايه! ځناور خو ډېر سپېڅلي دي هسې نه ګناه ګار شم چې په دغسې کسانو يې نوم ږدم.

اې ! تنکي ماشومان او بې ګناه تور سرې يې تر وژلو وروسته په اور سوځولې وې. په خداى که به سړى داسې فکر کولاى شي چې د ادم ( ع ) اولاد دي دومره ټيټ کار وکړي.

ايساف وايي دا کار د دوى يو ليوني سرتېري کړى دى چې اوس يې نيولى. او پلټنې دوام لري. دوى وايي په پېښه کې يوازې يو څو تنه عام وګړي وژل شوي .

ته وا مونږ چرګان يو!.

ايا دا لېونتوب نه دى چې يو ليونى ته پوځي دريشي ور واغوندې او وژونکي وسلې په لاس ورکړې. بيا پرې د سوله ساتي نوم هم کښېږدې.؟

ليونى يوازې په دې پوهېږي چې يوازې افغانان د وژلو د پاره دي؟

يو لېونى کولاى شي په يوازې ځان په دومره ليږ وخت کې چې ملګري يې هم پرې خبر نه شي په نيمه شپه د دريو څلورو کورونو دروازې ماتې کړي. ماشومان ، تور سرې او سپين ږيري ووژني او بيا اور ور واچوي. او په دې هر څه سربېره بيا ورته د خپل د اوسېدو د ځاى او بسترې لاره هم سمه مالومه وي.؟

يو تن سرتېرى له ځان سره څو ډوله وسلې ګرځوي ؟

زمونږ تور سرې هم دومره بې زړه او بې وسه نه دي چې په لسو تنو دي يوازې يو ليونى ونه تړي.

ځينو بورو مېندو اوس لا هم په هغو دېرش څلوېښتو پلونو کاسې نسکورې کړې دي چې کور ته يې ورغلي وو.

ياره! زمونږ مېندۍ هم ليونۍ شوې دي. چاته د چا پلونه ساتي چې باد يې وران نه کړي.

هغه چې دوى ورته د تمې سترګې نيولي هغوى تر پېښه نږدې شل ساعته وروسته يوازې په پېښه خواشيني شول.

ولسمشر يو ځل بيا ځان خورا خواشينى وباله او يو ځل بيا يې د پلټنو خبر وکړ.

تر دې وړاندې هم زمونږ لسګونه تنکي ماشومان او تور سرې په دغسې ناترسۍ ورژل شوي دي. که د ولسمشر رښتيا هم په هره پېښه زړه څړيکه کوي. اوس به يې دومره کمزورى کړى وي چې نور به نو چا ته د ولې ويلو توان هم نه لري.

ښاغلي په لومړي سر کې هم نه درلود هسې بس مېندې لېونۍ دي، نادانې دي چې لا يې ورته تمه ده.

مونږ هر څوک په اسانۍ وژلاى شي ځکه چې هيڅوک نه لرو.



د دغه ليکوال ځيني نوري ليکني:

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011