Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته خبرتياوي او پيغامونه اعلاميې اعلامیه بخاطر محکوم کردن جنایات عساکر امریکائی


اعلامیه بخاطر محکوم کردن جنایات عساکر امریکائی

دوشنبه، 22 کب 1390 | وخت: 21:00

دسولي او ازادۍ کمیسیون دامریکایی عسکرو هغه جنایتکارانه عمل چي دهغي په واسطه دقندهار د ولایت دپنجوایی دولسوالي ۱۶ بی ګناه په خوب ویده اوسیدونکي،ښځي او کوچنیان په ډیره بي رحمانه توګه ووژل شول په سختو ټکو سره محکوموي ،حقیقت دادي چې دغه ډول بیرحمانه وژنه چي دهر ډول ظلم ، تیري او وحشت ښکارندوې وه د شلم قرن د ددغوجناتیکارانو په وینه تویونکو لاسو ترسره شوي ده . 

د افغانستان د سولي او ازادۍ کمیسیون ددي پیښي په عاملینو ، توجیه کونکو او ددي پیښي په ساده ګڼونکوباندي نفرین وایی اوپه ځانګړي توګه په هغو کسانو چې ددې پیښي اصلي عامل ته د لیوني خطاب کوي او غواړي دنړیوالو په ذهنونو کي هغه دلیوني په څیر القا کړي،دا باید ډاګیزه وي چي هر هغه څوک چي ددي جاني او وحشي عسکرو له پاره داسي الفاظ کاروي هغوي هم په دغه جنایت کي سره شریک دي .

نړیوال باید په دي وپوهیږي چې د ناټو عسکر په افغانستان کي په نیمه شپه د درنو اوثقیله وسلو او د شل کسیزو یا دیرش کسیزو ډلو پرته تر سل مترو پورې هم د تللو او ګزمي جرئت نه لري ، په دي اساس باید نړیوال په دي وپوهیږي چې دغه ډول غیر انساني ، وحشي او بي رحمه اعمال یواخي اویواځي دناټو د ډلیزو عسکرو له خوا شوني دي اوهغوي دا کار پخوا تر دي هم په وار وار تر سره کړي دي .

دافغانستان د سولي او ازادۍ کمیسیون، دانساني حقوقو دکمیسیون ، د ملګرو ملتونو دمؤسسې ، په هاګ کي دنړیوالې محکمي او داسلامي کنفرانس څخه په کلکه غواړي چي ددي جنایتکار عمل سیاسي مسؤلین، چي ډیره کی یی د ناټود غړو هیوادونومشران دي محاکمي ته را کش کړي .

دافغانستان د سولي او ازادۍ کمیسیون په داسي حال کي چې ددي غمناکي پیښی ټولو شهیدانو ته دعا کوي او دهغوي کورنیو ته دالله تعالي په دربار کي د صبر اوزغم غوښتنه کوي یوځل بیا خپل دروند افغان ولس د صبر ، زغم ، استقامت او یوموټي والي په لور را بولي .

خو دافغانستان دسولي او ازادۍ کمیسیون دا ډاګیزوي چې په افغانستان کی نور د اشغال کونکو ټغر په ټولیدو دي او اوس د افغانستان د شهداو د وینو قیمت ، د هیواد ازادي ، دیوه موقت حکومت جوړښت، ازاد انتخابات او د هیواده د اشغالګرو عسکرو د ژر تر ژره د وتلو پرته نور څه نه دي . په درنښت

ډاکتر احدزاد د افغانستان د سولي اوازادۍ د کمیسیون مشر

ژوندي دي وي افغانستان . سرلوړې دي وي افغان ولس

زمونږ هلي ځلي او کار په ګران هیواد افغانستان کي دسولي او ازادي پاییښت او دټولنیز عدالت قیام دي .

۱۲مارچ ۲۰۱۲ میلادي کال، د حوت ۲۳، ۱۳۹۰م هجري شمسي کال

 

کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان عمل جنایتکارانۀ عساکر امریکائی را که منجر به قتل عام بییشتر ازشانزده انسان بی گناه ملکی در حین خواب در قندهار گردیده شدیدا محکوم می کند. این کشتار بیرحمانه که درآن نماد از هرگونه وحشت غیر قابل تصور نهفته است از دستان خونین جنایتکاران قرن بیست برآمده است. کمیسیون صلح و آزادی برای افغانستان برای عاملین ، توجیه گران و ساده سازان این واقعه نفرین می فرستد. بخصوص به کسانیکه این عمل شنیع را ناشی از دیوانگی یک عسکر امریکائی در ذهن جهانیان القا می کند،خاطر نشان می سازد که آنها نیز درین جنایت اخلاقا سهیم اند.

جهانیان بدانند که عساکر ناتو درافغانستان درنیمه شبی بدون اسلحه ثقیل و گروه های بیست الی سی نفری اصلا جرئت حرکت صد متر فاصله را ندارند.جهانیان بدانید که همچو اعمال جبون مشرب وزبون صفت درطی ده سال اشغال صرف ازعساکر ناتو در افغنستان قابل تصوراست که به کرات انجام شده است. کمیسیون صلح وآزادی برای افغانستان ازکمیسیون حقوق بشر موسسه ملل متحد ، محکمۀ جهانی دن هاگ و کنفرانس کشور های اسلامی جدا تقاضا می کند که مجریان سیاسی این عمل جنایتکارانه را که اکثرا دول ناتو اند شدید محکوم نموده و مسولین طراز اول آنرا به محاکمه بکشانند.

کمیسیون صلح و آزادی برای افغانستان درحالیکه به شهدای این واقعه هولناک دعا می کند و به بازماندگان آن شهدای پاک ازجانب پروردگار (ج) صبر جمیل استدعا دارد، یکبار دیگر ملت عزیز ومظلوم افغان را به استقامت ،پایداری وصبر بیشتر دعوت می کند.

البته کمیسیون صلح و آزادی برای افغانستان خاطر نشان می سازد که گلیم اشغالگری در افغانستان جمع گردیده است و اکنون بهای خون شهدای افغانستان صرف آزادی ، حکومت موقت و انتخابات آزاد و خروج هرچه زودتر نیروی های مهاجم ناتو از افغانستان چیزی دیگری نیست.

بااحترام

مسئول کمیسیون صلح و آزادی برای افغانستان

داکتر احد زاده

زنده باد افغانستان

پاینده وسربلند باد ملت افغان

تلاش وکار ما استقرار صلح ، آزادی وتعمیم عدالت اجتماعی درافغانستان

12 مارچ سال 2012 میلادی

مطابق 23 حوت سال 1390 هجری شمسی

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011