Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره خپل بې پریتوب ته زیان رسوي‎


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره خپل بې پریتوب ته زیان رسوي‎

یکشنبه، 21 کب 1390 | وخت: 14:46

the United Nations in Afghanistanپه تېرو څه د پاسه دریو لسیزو کې افغانستان د بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو د ښکاره او استخباراتي سیالیو ډګر ګرځېدلی دی.

بهرني هېوادونه خپلو موخو ته د رسېدو له پاره له ډول ډول تکتیکونو نه کار اخلی، په تېره بیا د افغانانو تر منځ مذهبي، قومي، ژبني او سیمه ایزو تعصباتو ته لمن وهي.

د اندېښنې خبره خو لا دا ده چې ویل کېږي اوس اوس د ملګرو ملتونو د ادارې ځیني بهرني کارکوونکي د خاصو بهرنیو جاسوسي کړیو په اشاره د افغاني کارکوونکو تر منڅ ددغو تعصباتو اورته پوکی کوي.

هیله ده د موضوع د لا روښانتیا او اثبات له پاره افغان لیکوالان او ژورنالستان لاس په کار شي او د هغو خود غرضو خارجیانو چې په سپینه جامه کې شوم اهداف پلي کوي څهره افغانانو او نړیوالو ته ور وپېژني.

داچې د ولسمشری او ولسي جرګې په ټاکنو کې ددغه ادارې سیاسي بې پریتوب ته څومره زیان رسېدلی ځه نه وایم، زه دلته په لنډ ډول محض د یو څو اداري او داخلي تعصباتو یاددونه کوم چې که ورته ددغه ادارې مسولین او د افغانستان د دولت مشران متوجه نه شي په یوې بلې بدنامۍ به تمامه شي.

د موثقو رپورټونو په اساس، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې بادرده او بادرکه افغانان د خارجیانو له دغه شوم هدف نه چې د افغانانو ترمنځ د شعیه، سني، پښتون، تاجک، هزاره او نورو په نامه درز اچوي او ځینی بې خبره ځوانان دې کار ته هڅوي په سخته اندېښنه کې دي.

له مونږ سره د پورتنیو ادعاوو ډیرې بېلګې شته خو د نوموړي ادارې او د افغانستان د اسلامي دولت او د ملت د استازیو د پاملرنې په مخه د مشت نمونه خروار په توګه د یو څو واقعاتو ذکر کوو، هیله ده نوموړي ارګانونه ددغو پېښو مخه ونیسي او که نه خدای مه کړه ناوړه پایلې به بیا ولري او په هېواد کې دغه نسبي کراري او ناچیزه لاس ته راوړنې به هم له خاورو سره خاورې کړي. دې سره به د ملګرو ملتونو د بې پرېتوب او بشر دوستانه حیثیت، وقار او تشخص ته د نړۍ په سطح صدمه ورسېږي.

د ملګرو ملتونو په ځینو دفاترو کې یو تعداد افغان کارمندان په دې وجه چې اسلامي عقایدو او اصولو باندي پابند دي په یوه نه یوه پلمه یا له دندې ګوښه شوي او یا یې هم د پرمختیا او ارتقا مخه نیوله شوې.

ویل کېږي د نوموړې ادارې د خارجیانو په حمایه په اداري او د بشری قواوو په څانګو کې داسې متعصبو افغانانو ته صلاحیت ورکړل شوی چي په لوی لاس د وطنپالو او په ځانګړي ډول د پښتنو د استخدام مخه نیسي.

د موثقو راپورونو په بنیاد د ملګرو ملتونو ارګانونه لکه: ډبلیو-اچ-او، یو-ان-ډي-پي، یونیسف، یوناما، یو-ان-اف-پي- اې او نور په دغه مرض مبتلا دي.

نن سبا، د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام ( ډبلیو-اف-پي) په مرکزي دفتر، کابل کې دغه لوبه د خارجیانو په واسطه سخته ګرمه شوې.

ویل کېږي د دغې ادارې د بشری قواوو د څانګې مسوله په دغو مسایلو کې ډېر لاس لري.

نوموړي مېرمن نه یواځې دا چې د قومي او مذهبي تعصباتو پارونکې ده بلکه هغه افغانان چې خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو ته وفاداره دي په نښه کوي او په یو پلمه یې یا له کاره ګوښه کوي او یا یې هم تهدیدوي.

هغې په یوه مجلس کې د افغانانو او خاصکر پښتنو په اړه ویلي وو چې دا یو ډېر بد، بېکاره او بې اتفاقه قوم دی، له دوي څخه هېڅ نه جوړېږي مګر هزاره قوم یو څه ښه دی.

دغه ښځه یو تعداد هزاره افغانان دې ته هڅوي چې مذهبي افراطیت نه کار واخلي، هیله مند یم چې زمونږ هزاره وروڼه ددغه موضوع حساسیت او راتلونکي ته جدي توجه وکړي.

د یو بې پری افغان او خواخوږي په صفت د ملګرو ملتونو د ادارې له محترمو مسولینو او د افغانستان د اسلامي دولت په ځانګړي ډول د خارجه چارو د وزارت محترمو مسولینو لاندنیو نکاتو توجه غواړم:

۱- د هیواد د روانې غمیزې پای یواځې او یواځې د افغانانو تر منځ د نفاق د اور په مړ کولو شوونی دی، نه د تعصباتو په پارولو.

۲- د بهرنبو چارو وزارت د ډپلوماتیکو اصولو په رعایت سره د ټولو خارجي اتباعو په خاص ډول د ډپلوماتیکو ادارو د کارکوونکو د دا ډول تحرکاتو مخه دې ونیسي.

۳- د ملګرو ملتونو ټول محترم ارګانونه دې د افغانانو استخدام د اهلیت او لیا قت په بنا وکړي نه د قومي او مذهبي انډول او تناسب په نظرکې نیولو سره.

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011