Wed11222017

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل جګړه که روغه جوړه په افغانستان کې جګړه


په افغانستان کې جګړه [٢٠ برخه]

چارشنبه، 17 کب 1390 | وخت: 22:59

ښکاري چې پاکستان يو ځل بيا په افغانستان کې غوبل وکړي

a poor afghan boyاوونۍ پخوا په اسلام اباد کې د پاکستان اوافغانستان دخبريالانو ګډه غونډه جوړه شوې وه .دغه غونډ چې پرخېبرنيوز نېغ په نېغه خپرېده نو ما يې هم ننداره وکړه او هغه څه چې مې په کې وليدل او واورېدل باور وکړئ پوخ يقين مې وشو چې افغانستان د پاکستان پېنځم ايالت دی.

په غونډکې د افغان خبريالانو په ډله کې حبيب الله رفعې صېب هم ناست وو،رفعې صېب هغه سړی دی چې شپه او ورځ په شمشاد ټلويژن کې ناست وي د روسانواو کمونستانو غېبت کوي او دتېلو د غلو د نوکرانو په صېفت کولويې ټول ټلويژن پېکه کړی دی.رفعې صېب د تېلو دغلونوکرانو لپاره ملي سرودهم جوړ کړی ووچې د هېوادمشر او دهېوادمشرې مېرمن له خوا رد شو.

بيا په هغه وخت کې عبدلباري جهاني صېب په امريکاغږ راډيوکې د يوۀ اورېدونکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د رفعې صېب دانيم ملي سرود څنګ دی؟ جهاني صېب پرې ډېر په قهرجنه لهجه خبرې وکړې اووېوېل :

زه پردې نه پوهېږم چې رفعې صېب ولې دا کار کړی دی يو داسې شاعر چې زموږ په منځ کې نه شته او رفعې صېب د هغۀ په شعر پسې خپل يو څوټکي شعر تړي او دعوه کوي چې ما ملي سرود جوړ کړی دی چې وروسته همدغه کار جهاني صېب وکړخو د يوې ليکنې له لارې ځان بېرته سپين کړ.

په غونډه کې پاکستاني خبريالانو د پاکستان او د ترهګرو کلک ملاتړ کاوۀ وېوېل ترهګر په افغانستان کې يو لوي ځواک دی او د افغانستان ماضي،حال او مستقبل په ورانولو کې به پوره ونډه لري .

بيا يې له افغان خبريالانو وپوښتل چې افغان رسنۍ اوليکوالان پر کوم ډګر روان دي او ولې د پاکستان دوښمنان دي؟ .

دافغان خبريالانوپه استازيتوب يوۀ کس د سمي يوسفزي په نوم په اردو ژبه خبرې پېل کړې او ټول پښتانۀ يې لکه داي ايس اي د ټلويژن )جيو( د يوۀ خبريال سليم ساپي په شان چې ټول پښتانۀ په خپله خپرونه )جرګه ( کې دپاکستان د نوکرانو په کتارکې راولي دۀ هم راوستل او زياته يې کړه :په افغانستان کې رسنۍ د هغه خلکو په لاس کې ده چې پښتانۀ نه دي په افغانستان کې چې هره پېښه کېږي دغه خلک له هر څه لومړی پاکستان ته ګوته نيسي چې بيا رفعې صېب هم خپل کلام د پاکستان په حق کې واورو.

څه ناڅه څلور مياشتې پخوا خېبرنيوز خبر ورکړی وو چې اسلام اباد د ګلبدين حکمتيار زوي ته سره له نورو ٢٠٠ ټوپکوالوپاکستاني حکومت نه يواځې له پاکستانه بهرته د تګ راتګ کولو اجازه ورکړه بلکې پاکستاني پاسپورټونه يې هم ورکړي دي، پر دې اند چې د حکمتياراو ټوپکوالو يې پوره ٤٠ کاله په پاکستان کې وشول نو دا يې حق دی چې پاکستانی پاسپورټ ولري. اوس څرګنده شوه چې دغه ټوپکوالو ته پر دې پار د تګ راتګ اجازه ورکړ شوه چې د ترهګرو نوی اډې )قطر( ته به ځي راځي. او بله دا چې د ١٩٩٢ کال په شان حکمتيار باباپه پاکستاني غوبل کې چې په افغانستان کې پېلېدونکی دی پر بله خوا تاو نه شي .

په لاهور کې نورپښتانۀ له پېړيو راهيسې دېره دي تر ننه هغوی ته په پنجاب کې پاکستانۍ تذکره نه ورکول کېږي په پنجاب کې هغه چاته پاکستانۍ تذکره ورکول کېږي چې مورنۍ ژبه يې پنجابۍ وي .امريکا هم ترهګرو ته خپله اميانۍ پرانيسته امريکايي پاسپورټونه يې ورکړل چې تر ٢٠١٤ز کاله پورې له ګردې نړۍ وچورلي .

يوۀ پاکستانې ټلويژن جيو هم څه موده مخکې خبر ورکړی وو چې ٤ ترهګر د ګوانټنامو له بنده د پاکستان پرغوښتنه پرانيستل شول او نېغ د ترهګرو نوې اډې قطر ته ورسول شول اوتر ٨ ترهګرو پورې چې په پاکستان کې وۀ وزيراعظم ګيلاني او د اي ايس اي مشر شجاع پاشا له ځانه سره قطر ته بوتلل او هلته يې ورته د ماتم تورې بګړۍ وتړلې .

منځنۍ د١٤٣٣هـ کال د ربيع الثاني ١٤

د ٢٠١٢ زکال د مارچ ٧

د ١٣٩٠ ل کال د کب ١٧

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011