Mon01222018

وروستی بدلون11:59:55 غ.م.


شاته افغانستان د افغانستان مسايل بېلابېلي ليکني راځی د ښځو لوړ مقام ته ارزښت ورکړو


راځی د ښځو لوړ مقام ته ارزښت ورکړو

پنجشنبه، 18 کب 1390 | وخت: 22:49

women dayد هر څه مخکی د مارچ اتمه ورځ چی د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځی په مناسبت لمناځل کیږی د هیواد رنځیدلو میندو، خویندو او د نړی ټولو ښځو ته مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم، نیکمرغه او هوسا ژوند ورته غواړم.

د ۱۸۷۵ ل کال د مارچ په اتمه ورځ د امریکا د متحدو ایالاتو د نیویارک د ښار کارګرو ښځو د خپل کار د شرایطو د ښه والی لپاره په لاریونونو لاس پوری کړ چی د ښځو د ژوندانه او انسانی حقوقو لپاره په یوه تاریخی ورځ بدله سوه.

د آلمان سوسیالیسته میرمن کلارا زتکین چی د هغه هیواد د سوسیال دموکرات ګوند غړی وه، دغه ورځ د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځی په نامه خپلی کنګری ته واړندیز کړه چی ومنل سوه او بیا په ۱۹۷۵ ل کال کی د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د ښځو د نړیوال کال په نامه اعلان سو او په ۱۹۷۷ ل کال کی د ملګرو ملتونو د فرهنګی او پوهنیزی اداری (یونسکو) لخوا د مارچ اتمه ورځ د ښځو د نړیوالی ورځی په نامه په رسمیت وپیژندل سوه چی د هغه څخه وروسته په ټوله نړی کی د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون، همږغی او د حقوقو څخه د ملاتړ په مخ په بیلابیلو پروګرامونو او غونډو سره لمانځل کیږی.

په افغانستان کی هم د څو لسیزو راهیسی د مارچ اتمه په مختلفو غونډو او پروګرامونو سره په پایتخت او د ولایاتو په مراکزو کی لمانځل کیږی خو افغانی بی وزلی ښځی لا تر اوسه:

 د خپل اسلامی، شرعی او مدنی حقوقو څخه بی برخی دی

 د دودیزو نه منل سوی رواجونو او تاوتریخوالی قربانیانی دی

 زده کړه چی یو منل سوی اسلامی او انسانی حق دی بی برخی دی

 کوچنی او پیغلی نجونی او کونډی ښځی د نارینو د تربګنیو او د دښمنیو په پایله کی د مړی په بدل کی ورکول کیږی چی په ډیر بد او تریخ چاپریال کی شپی او ورځی تیروی

 په نری رنځ او نورو مختلفو ناروغیو باندی مبتلا کیږی

 په ځینو سیمو کی پلرونه خپلی لوڼی په څارویو بدلوی او یائی خرڅوی چی دا ټول د دینی او مدنی پوهی د نشتوالی څخه سرچینه نیسی

د پورتنیو نیمګرتیاو د ختمولو لپاره په کار ده چی د مدنی او ټولنیزو ټولنو تر څنګ د هیواد جهید دینی عالمانو، ملا امامانو او منورینو د خلګو د ذهنونو د روښانتیا او پوهولو لپاره هلی ځلی وکړی او پرینږدی چی په کلیو او بانډو کی زموږ میندی او خویندی نور د ناوړو دودونو او تاوتریخوالی قربانی سی او د هغوی بشری، مدنی او اسلامی حقوق ترپښو لاندی سی.

ګرانو هیوادوالو راځی!

د افغانو ښځو د پیوستون او حقوقو د مدافعینو په توګه برحق کار وکړو تر څو چی د ټولنی د نیمایی څخه زیاته برخه )ښځی( د خپل حق څخه برخه مندی سی.

نیکمرغه دی وی د ښځو د پیوستون ورځ

نیټه: ۸/۳/۲۰۱۲

وروستي خبرونه

د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

دهلمند ولایت دمطبوعاتي دفتر یوه خبرپاڼه وايي دغه بريد د سه شنبې په ورځ مازديگرد څلوروبجوپه شاوخوا كې...

مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

د اخوان المسلمين ګوند چې د مصر د پارلماني ټاکنو په لومړي پړاو کې يې نږدې ۶۲ په سلو کې څوکۍ خپلې کړې ...

لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

نن جمعه د سهار په اتو بجو او دېرشو دقيقو د لوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر مرک...

دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

له پلان سره سم ټاکل شوې دوديزه لويه جرګه سبا د لړم په پنځه ويشتمه د لويي جرګې په خيمه کې په کار پيل ...

کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

نن غرمه مهال د کابل د دارالامان قصر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پر کاروان يو ځانمرګی بريد ترسره شو. په...

  • د موسى كلاولسوالۍ د ټولنيزې شورا رئيس له خپل زوى اولمسي سره ووژل شو

    چارشنبه, 28 دسمبر 2011
  • مصر: اخوان المسلمین له خپلو سيالانو د راي-شمېرنو د منلو غوښتنه وکړه

    شنبه, 03 دسمبر 2011
  • لوګر: په ځانمرګي بريد کې ۷۰ ملکي وګړي ټپيان شوي

    جمعه, 02 دسمبر 2011
  • دوديزه لويه جرګه به سبا په کار پيل وکړي

    سه شنبه, 15 نومبر 2011
  • کابل: په ځانمرګي بريد کې ۱۳ بهرني سرتېري ووژل شول

    شنبه, 29 اکتوبر 2011